الحسن و الحسین امامان قاما او قعدا
د الحسن و الحسین امامان قاما او قعدا د روایت لیکل شوی لوح د امام حسین(ع) په حرم کې | |
| د انځور تشریح | د الحسن و الحسین امامان قاما او قعدا د روایت لیکل شوی لوح د امام حسین(ع) په حرم کې |
|---|---|
| موضوع | امام حسن(ع) او امام حسین(ع) |
| څخه صادر شوی | پیغمبر(ص) |
| شیعه سرچینې | علل الشرایع، الارشاد، الفصول المختارة، کفایة الاثر |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
الْحَسَنُ وَ الْحُسَینُ إِمَامَانِ قَاما أَوْ قَعَدا د پېغمبر(ص) یو حدیث دی چې په هر حالت کې د امام حسن(ع) او امام حسین(ع) امامت ته اشاره لري؛ که پاڅون وکړي او که کښېني (قیام ونه کړي)، او د حسنینو(ع) پر امامت د نص په توګه پېژندل کېږي. په دې حدیث کې «قیام» د امام حسین(ع) په هغه مبارزې تعبیر شوی چې د حق د اقامې او د ظلم پر ضد یې ترسره کړه، او «قعود» له معاویه سره د امام حسن(ع) صلحې ته ویل شوي دي.
دغه مضمون د شیعه امامیه، زیدیه او اسماعیلیه په سرچینو کې په درېیو نقلونو راغلی دی: لومړی، د امام حسن(ع) له خوا له معاویه سره د سولې د حکمت په بیان کې؛ دویم، د ابوایوب انصاري له لوري د جمل په جګړه کې د امام علي(ع) د حقانیت د څرګندولو لپاره؛ او درېیم، د ابوذر غفاري له خوا د پېغمبر(ص) د ژوند په وروستیو ورځو کې. محدثانو دا حدیث صحیح، مشهور، د نورو روایتونو په وسیله تأیید شوی او د مسلمانانو تر اجماع لاندې بللی دی.
د حدیث مختلف نقلونه او اهمیت یې
«الْحَسَنُ وَ الْحُسَینُ إِمَامَانِ قَامَا أَوْ قَعَدا؛ حسن(ع) او حسین(ع) دواړه امامان دي، که قیام وکړي او که کښېني» حدیث، له پېغمبر اکرم(ص) څخه روایت شوی دی.[۱] دا حدیث د شیخ صدوق،[۲] شیخ مفید،[۳] خزاز قمي،[۴] ابنعقده کوفي[۵] او قاضي نعمان مغربي[۶] په آثارو کې نقل شوی دی.
د شیخ صدوق د نقل له مخې، امام حسن(ع) له معاویه سره د سولې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې دې حدیث ته اشاره کړې او خپله سوله یې د «قعود» (کېناستو) مصداق بللې ده.[۷] د ابنعقده کوفي د نقل له مخې، د جمل په جګړه کې ځینو کسانو پر ابوایوب انصاري نیوکه وکړه چې ولې د مسلمانانو پر وړاندې ولاړ دی؛ هغه دا حدیث ولوست.[۸] خزاز قمي هم راپور ورکړی چې ابوذر غفاري د پېغمبر(ص) د ژوند په وروستیو ورځو کې دا حدیث اورېدلی و.[۹] د ابنعقده، خزاز قمي او قاضي نعمان په نقل کې،[۱۰] دا عبارت هم راغلی: «و أَبوهما خیرٌ منهما؛ او د دوی پلار تر دوی غوره دی».
شیخ مفید روایت داسې نقل کړی: «ابْنَای هَذَانِ إِمَامَانِ قَامَا أَوْ قَعَدَا؛ دا زما دوه زامن امامان دي، که قیام وکړي که کښېني»[۱۱] او دا یې د حسنینو(ع) پر امامت نص بللی دی.[۱۲] په شیعي سرچینو کې هم دا روایت د حسنینو(ع) پر امامت د نص په توګه یاد شوی دی.[۱۳]
د قیام او قعود معنا
علامه مجلسی په دې روایت کې «قیام» (درېدل) د امامت د امر او د ټولنې د مشرتابه د ترسره کولو په معنا تفسیر کړی، او «قعود» (کېناستل) یې د لوړ مصلحت یا تقیې له امله له قیام څخه لاس اخیستل بللي دي.[۱۴] مرتضی مطهري هم «قیام» د امام حسین(ع) انقلابي حرکت او د ظلم پر ضد مبارزه ګڼلې، او «قعود» یې له معاویه سره د امام حسن(ع) مصلحتي سوله او انتظار تعبیر کړی دی.[۱۵] راضي آلیاسین، چې د شیعه څېړونکو له ډلې دی، په خپل کتاب «صلح الحسن(ع)» کې د سولې د علتونو په تاریخي تحلیل کې په دې روایت استناد کړی دی.[۱۶]
د روایت د نقلونو اعتبار څومره دی
شیخ مفید او قاضي نعمان د روایت سند نه دی ذکر کړی؛[۱۷] خو د شیخ صدوق، ابنعقده کوفي او خزاز قمي په نقلونو کې د روایت د سند سلسله بیان شوې ده..[۱۸] د صدوق روایت د ابيسعید عقیصا له لارې له امام حسن(ع) څخه نقل شوی دی.
ابنابيجمهور دا حدیث صحیح بللی دی[۱۹] علامه مجلسي هم دا له نورو روایتونو سره تأیید شوی[۲۰] او مشهور[۲۱] ګڼي. همدارنګه د ابنشهرآشوب د نظر له مخې، له پېغمبر څخه د دې روایت نقل د اهل قبله تر اجماع لاندې دی.[۲۲]
فوټ نوټ
- ↑ بحرانی اصفهانی، عوالم العلوم، ۱۳۸۲ش، مخ۳۲۱.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۲۱۱.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰؛ شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، مخ۳۰۳.
- ↑ خزاز رازی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ۳۶-۳۸مخونه.
- ↑ ابنعقده کوفی، فضائل أمیر المؤمنین علیهالسلام، ۱۴۲۴ق، ۱۶۶-۱۶۸مخونه.
- ↑ ابنحیون، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۳۷.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۲۱۱.
- ↑ ابنعقده کوفی، فضائل أمیر المؤمنین علیهالسلام، ۱۴۲۴ق، ۱۶۶-۱۶۸مخونه.
- ↑ خزاز رازی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ۳۶-۳۸مخونه.
- ↑ ابنحیون، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۳۷.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۳۰؛ شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، مخ۳۰۳.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۳۰.
- ↑ طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، مخ۲۱۰؛ شیخ حر عاملی، اثبات الهداة، ۱۴۲۵ق، ټوک۲، مخ۱۵۴ او ټوک۴، مخ۳۳.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۴۴، مخ۱۶.
- ↑ «بیانات در نشست سهجانبه با شهید مطهری و دکتر شریعتی»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبپاڼه.
- ↑ آلیاسین، صلح الحسن علیهالسلام، ۱۴۱۲ق، ۱۹۹-۲۰۰مخونه.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۳۰؛ شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، مخ۳۰۳.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۲۱۱؛ ابنعقده کوفی، فضائل أمیر المؤمنین علیهالسلام، ۱۴۲۴ق، ص۱۶۶؛ خزاز رازی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، مخ۳۶ و مخ۱۱۴.
- ↑ ابنابیجمهور، عوالی اللئالی، ۱۴۰۵، ټوک۳، ۱۲۹-۱۳۰مخونه.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۳۵، مخ۲۶۶.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۴۳، مخ۲۷۸.
- ↑ ابنشهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، ۱۳۷۹ق، ټوک۳، مخ۳۹۴؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۴۳، ۲۹۱مخ.
سرچينې
- آلیاسین، راضی، صلح الحسن علیهالسلام، بیروت، الاعلمی فی المطبوعات، ۱۴۱۲ق.
- ابنابیجمهور، محمد بن زین الدین، عوالی اللئالی العزیزیة فی الأحادیث الدینیة، قم، دار سیدالشهداء، ۱۴۰۵ق.
- ابنحیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الإسلام و ذکر الحلال و الحرام و القضایا و الاحکام، قم، آل البیت، ۱۳۸۵ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابي طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
- ابنعقده کوفی، احمد بن محمد، فضائل أمیر المؤمنین علیهالسلام، قم، دلیل ما، ۱۴۲۴ق.
- بحرانی اصفهانی، عبدالله بن نورالله، عوالم العلوم و المعارف والأحوال – الإمام علی بن أبی طالب علیهالسلام، قم، مؤسسه الإمام المهدی عجّل الله تعالی فرجه الشریف، ۱۳۸۲ش.
- «بیانات در نشست سهجانبه با شهید مطهری و دکتر شریعتی» (بیانات په درې اړخیزه غونډه کې له شهید مطهري او ډاکټر شریعتی سره)، د آیت الله خامنهای د آثار د ساتنې او خپرونې ویبپاڼه، د لیدنې نېټه: ۱۷ د مرغومي ۱۴۰۲ش.
- خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الأثر فی النصّ علی الأئمة الإثنی عشر، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
- شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، إثبات الهداة بالنصوص و المعجزات، بیروت، الاعلمی فی المطبوعات، ۱۴۲۵ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، د داوري کتاب پلورنځی، ۱۳۸۵ش.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، د شیخ مفید کنګرس، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختارة، قم، د شیخ مفید کنګرس، ۱۴۱۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۰ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
| ||||||||||||||||||||||||||