منځپانگې ته ورتلل

مهادن کافر

د wikishia لخوا

مُهادِن کافِر یا بې طرفه کافران،[۱] د کافرانو یوه ډله ده چې نه د مسلمانانو سره په جګړه کې دي او نه یې ورسره د ذمې یا امان تړون کړی وي.[۲] د کافرانو دا ډله له مسلمانانو سره په سوله ایزه توګه تعامل کوي.[۳] ځینې فقهاو لکه سید محمد حسین فضل الله او ناصر مکارم شیرازي، د ممتحنه سوره د ۸ او ۹ آیتونو او د نساء سوره د ۹۰ آیت ته په پام، بې طرفه کافرانو سره د عدالت او مهربانۍ سپارښتنه کړې او د هغوی د ژوند، مال او عزت درناوی یې محترم ګڼلی دی.[۴]

په اسلامي فقه کې، تر ۱۵مې هجري پیړۍ پورې، د کافرانو طبقه بندي په عمده توګه په دوو کټګوریو کې محدوده وه: حربي کافران (د جګړې غوښتونکي دښمنان) او ذمي کافران (د ذمی تړون لاندې کافران).[۵] خو، په دې پیړۍ کې ځینو شیعه فقهاوو، د جهاد آیتونو ته په پام، بې طرفه کافران، د کافرانو د دریمې ډلې په توګه معرفي کړي دي.[۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ مکارم شیرازی، الفتاوی الجدیدة، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۳۱۴.
  2. ↑ مکارم شیرازی، «احکام کافر»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.
  3. ↑ د مثال په توګه وګورئ: فضل‌الله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ټوک۳، مخ۲۴۱؛ مکارم شیرازی، الفتاوی الجدیدة، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۳۱۴.
  4. ↑ فضل‌الله، تفسیر من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۳، ص۲۴۱؛ مکارم شیرازی، الفتاوی الجدیدة، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۳۱۴؛ مکارم شیرازی، «احکام کافر»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.
  5. ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ۲۹۱-۲۹۲مخونه؛ ابن‌زهره، غنیة النزوع، ۱۴۱۷ق، مخ۲۰۳.
  6. ↑ مکارم شیرازی، «احکام کافر»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی؛ فاضل لنکرانی، «در مسئله ارتباط با كفار، باید بین احکام اولیه و عناوین ثانویه تفکیک کنیم»، وب‌سایت آیت‌الله محمدجواد فاضل لنکرانی.

سرچينې