انشاءالله

إنْشاءَالله چې معنا یې ده «که خدای وغواړي»، هغه عبارت دی چې مسلمانان یې په خپلو ورځنیو خبرو کې د هغه کار لپاره کاروي چې غواړي په راتلونکې کې یې ترسره کړي؛ او یا د دعا د قبلېدو د هیلې څرګندولو لپاره.[۱]
قرآن او معصومو امامانو مسلمانانو ته سپارښتنه کړې چې کله هغو کارونو ته اشاره کوي چې غواړي په راتلونکې کې یې وکړي، إنشاءالله دې ووايي، او همدې ته په پام سره، دا جمله د دینپالو خلکو په ژبه کې دود شوې او د توکل د څرګندولو نښه ګڼل کېږي چې په ورځني ژوند کې ورڅخه استفاده کوي.[۲]
د کهف سورې په ۲۳ او ۲۴ آیتونو کې خدای تعالی پېغمبر(ص) ته وايي چې هېڅکله دې د یو کار په اړه ونه وایی چې سبا به یې ترسره کوم، مګر دا چې ووایې «که خدای وغواړي».[۳] په یوه روایت کې چې له امام صادق(ع) څخه نقل شوی، د دې آیتونو د شانِ نزول په اړه راغلي چې د یهودو یوه ډله د پېغمبر(ص) حضور ته راغله چې ځینې پوښتنې وکړي، او پېغمبر پرته له دې چې ووایي «إنشاءالله»، هغوی ته وویل سبا راشئ چې ځوابونه درکړم. تر دې وروسته جبرئیل څلوېښت ورځې پر هغه وحی پرېښوده، او له دې مودې وروسته دغه آیتونه نازل شول.[۴]
په بل روایت کې، د همدې آیتونو په ذیل کې د «إنشاءالله» د ويلو اهمیت بیان شوی چې هر کله چا هېر کړل چې «إنشاءالله» ووایي، هر وخت چې ورپه یاد شي، دا جمله دې ووايي.[۵] همدارنګه، په یوه روایت کې چې کلیني نقل کړی، امام صادق(ع) د یو لیک د لیکلو امر وکړ. وروسته چې لیک پای ته ورسېد، کله چې یې ولید چې په لیک کې «إنشاءالله» نشته، ویې ویل: څنګه دې هیله لرله چې دا لیک به بې له «إنشاءالله» بشپړ شي؟ او امر یې وکړ چې «إنشاءالله» دې ور زیات کړي.[۶]
«د بنده د ایمان د بشپړتیا نښه دا ده چې په هر کار کې «ان شاء الله» ووایي.»
په تفسیر نمونه کې د شیعه د تقلید مرجع او مفسر ناصر مکارم شیرازي په وینا، په راتلونکي پورې د اړوند فیصلو او ارادو په اړه د خبرو په وخت، د «إنشاءالله» ویل د خدای په حضور کې یو ډول ادب او د افعالي توحید بیانوونکي دي. یعنې که څه هم انسان خپل اختیار او اراده لري، خو د هر شي شتون او د هر کار ترسره کېدل د خدای په مشیت پورې تړلي دي.[۷] د المیزان تفسیر لیکوال سید محمد حسین طباطبایي، هم باور لري چې څوک د یو کار د ترسره کولو لپاره «إنشاءالله» وایي، مقصد یې دا وي چې دا کار هغه وخت واقع کېږي چې د خدای له تکویني ارادې سره سم وي.[۸]
د ایران د دیندارو خلکو په عرف کې، «إنشاءالله» جمله په نورو شکلونو هم کارول کېږي لکه: «به خواست خدا»، په پښتو کې «که د خدای خوښه وي»« که خدای کول» «به امید خدا» او «ایشاالله».[۹] د افغانستان او پاکستان کې د دین پالو د خلکو په منځ کې هم همداسی «إنشاءالله» ویل او «که خدای غواړی» ویل دود دی.
فوټ نوټ
- ↑ موسوي آملي، «انشاءالله په ولسي کلتور کې»، د بشري علومو جامع پورټل وېبپاڼه.
- ↑ موسوي آملي، «انشاءالله په ولسي کلتور کې»، د بشري علومو جامع پورټل وېبپاڼه.
- ↑ د کهف سوره، ۲۳ او ۲۴ آیتونه؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۲۰، مخ۱۴۳.
- ↑ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخونه۳۶۲-۳۶۳؛ حویزی، تفسیر نور الثقلین، ټوک۳، مخ۲۵۵.
- ↑ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ټوک۲، مخ۳۲۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۶۷۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۲، مخ۳۸۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۱۳، مخ۲۷۱.
- ↑ موسوي آملي، «انشاءالله په ولسي کلتور کې»، د بشري علومو جامع پورټل وېبپاڼه.
سرچينې
- حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، د سید هاشم رسولی محلاتي په تصحیح، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، مَن لا یحضره الفقیه، قم، د اسلامي خپرونو دفتر (د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې اړوند)، دوهم چاپ، ۱۴۱۳ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، د علياکبر غفاري او محمد آخوندي په تصحیح، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- متقي هندي، علي بن حسامالدین، کنز العمال، بېځایه (نامعلوم ځای)، مؤسسه الرسالة، ۱۴۰۱ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ل.
- موسوي آملي، سید محسن، «انشاءالله در فرهنگ عامیانه» (انشاءالله په ولسي کلتور کې)، د بشري علومو جامع پورټل وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۲۲ وږي ۱۴۰۴ل.
| ||||||||||||||||||||||||||