مسواک کول
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
مِسواک کول یو له هغو اسلامي دودونو څخه دی چې په ډیرو احادیثو کې یې سپارښتنه شوې ده. په شیعه فقه کې، دا عمل مستحب ګڼل کیږي، مګر په داسې حالاتو کې لکه په حمام او تشناب کې دا مکروه دي. همدارنګه، د روژه دار لپاره، د مسواک لمدوالی تیرول روژه باطلوي.
په ځینو وختونو کې د مسواک کولو ډېره سپارښتنه شوې ده لکه له لمانځه مخکې، د خوب په وخت کې، له اودسه مخکې، او د سهار په وخت کې. د دې عمل لپاره ځینې آداب بیان شوي دي، لکه د ځانګړې دعا لوستل، غرغره کول (د خولې مینځل)، او د آراک یا زیتون لرګي کارول. البته، په ځینو احادیثو کې، په خپله د غاښونو د پاکولو سپارښتنه شوې ده.
حیثیت او اهمیت
مسواک کول، د یو موکد مستحب عمل په توګه،[۱] د لمانځه او اودس له ادابو څخه ګڼل کیږي.[۲] همدارنګ د پیغمبرانو له سنتونو څخه هم دی[۳] او حضرت علی(ع) ته د پیغمبر(ص) له سپارښتنه څخه هم یوه سپارښتنه همدا وه.[۴]
د معصومینو(ع) حدیثونه په مسواک کولو ټینګار کوي. په «وسائل الشیعه» کتاب کې د دې د اهمیت او آدابو په اړه له اتيا څخه زیات حدیثونه روایت شوي دي.[۵] دا موضوع د فقهې په مختلفو فصلونو لکه طهارت،[۶] صلاة،[۷] صوم،[۸] او حج[۹] کې بحث شوې ده. همدارنګ د اخلاقو او آدابو په کتابونو کې هم بحث شوې ده لکه د علامه مجلسي په کتاب حلیه المتقین کې،[۱۰] د ملکي تبریزي په اسرار الصلاة کې،[۱۱] او د جوادي آملي په مفاتیح الحیاة کتاب کې[۱۲] هم ورباندې خبرې شوي دي.
مسواک کول د پیغمبر(ص) له ځانګړتیاو څخه ګڼل کیږي.[۱۳] د روایتونو له مخې، له دې امله په مسلمانانو باندې واجب نه شو چې ورته سختیده،[۱۴] خو دومره ټینګار ورباندې و چې پیغمبر(ص) ګمان کاوه چې دا به ډیر ژر واجب شي.[۱۵] همدارنګه، مسواک سره د لمانځه فضیلت د هغه لمانځه په پرتله اویا ځله زیات شمیرل شوی چې پرته له دې ترسره کیږي.[۱۶]
د مسواک کولو آثار او آداب
مسواک کول په روایتونو کې ډیر اثرات لري، چې په یوه روایت کې، د دې لپاره دولس ګټې ګڼل شوي دي؛[۱۷] په شمول د خولې د پاکوالي، د غاښونو سپینیدل، د غاښونو د خرابیدو مخنیوی، او پیاوړتیا یې.[۱۸]
مسواک کول مستحب دي، مګر په ځینې وختونو کې یې ډیره سپارښتنه کیږي لکه د سهار په وخت، د اودس او لمانځه څخه مخکې،[۱۹] له خوب څخه مخکې،[۲۰] له ویښیدو وروسته او د سهار د جماعت له لمانځه څخه مخکې[۲۱] او همدارنګه د قرآن کریم د تلاوت پرمهال.[۲۲]
مسواک کولو لپاره ځینې آداب شتون لري، پشمول د ځانګړې دعا لوستل،[۲۳] مضمضه کول (په خوله کې اوبه تاوهول)[۲۴] او مسواک ته عمودي حرکت ورکول.[۲۵] همدارنک د اراک یا د زیتون د لرګي کارول هم غوره ګڼل شوي دي، ځکه چې ویل کیږي د پیغمبر(ص) او نورو پیغمبرانو[۲۶] مسواک د همدې لرګي و.[۲۷] په هرصورت، په ځینو روایتونو کې، ګوتو سره یا د ونې څانګې سره هم د مسواک کولو سپارښتنه شوې ده.[۲۸]
مسواک کولو په اړه د فقهې احکام
- د طهارت باب: د فقهاوو له نظره، په حمام او تشناب کې مسواک کول مکروه دي.[۲۹] البته، ځینې فقها دا مکروه والی یوازې د تقاضې کولو حالت سره ځانګړې ګڼي،[۳۰] او شیخ مفید د تقاضې کولو په وخت کې مسواک کول حرام ګڼلي دي.[۳۱] همدارنګه، مسواک کول د لمانځه او اودس له مستحباتو څخه ګڼل کیږي.[۳۲]
- د صوم په باب کې: د فقهاوو د فتوا له مخې، که چیرې روژه لرونکی له خولې څخه لوند مسواک وباسي او بیرته یې دننه کړي، او د هغې لوندوالی تیر کړي، نو د هغه روژه باطلیږي مګر دا چې هغه لوندوالی د هغه په لاړو کې حل شي او له منځه لاړ شي.[۳۳] همدارنګ د روژه لرونکي لپاره خپل غاښونه په لوند لرګي سره مسواکول مکروه دي.[۳۴]
- د حج باب: له احرام تړلو دمخه مسواک کول مستحب دي؛[۳۵] خو که احرام لرونکی پوه شي چې مسواک سره به یې له غاښونو وینه راوځي، نو دا د هغه لپاره حرام دي،[۳۶] البته، ایت الله سیستاني د احرام په حالت کې مسواک کول جائز ګڼي، حتی که هغه پوه شي چې وینه به ورسره راوځي.[۳۷]
فوټ نوټ
- ↑ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، مخ۴۶.
- ↑ مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ټوک۱، مخ۴۴۹؛ شیرازی، الفقه - النظافه، مخ۸۸.
- ↑ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۵۵.
- ↑ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۵۳.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، ۵-۲۷مخونه.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۷۰.
- ↑ مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ټوک۱، مخ۴۴۹.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ټوک۳، مخ۵۸۸؛ مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ټوک۶، مخ۳۷۱.
- ↑ محمودی، مناسک عمره مفرده (محشی)، ۱۴۲۹ق، مخ۷۵.
- ↑ مجلسی، حلیة المتقین، ۱۳۸۸ش، ۱۵۵-۱۵۷مخونه.
- ↑ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، مخ۴۶.
- ↑ جوادی آملی، مفاتیح الحیاة، ۱۳۹۱ش، ۴۳-۴۵مخونه.
- ↑ کرکی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ټوک۱۲، مخ۵۲؛ سیوطی، الخصائص الکبری، دار الکتب العلمیه، ټوک۲، مخ۳۹۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، مخ۲۲.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۷۳، مخ۱۲۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، مخ۲۲.
- ↑ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، مخ۴۵.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۳، مخ۲۳.
- ↑ طباطبایی، سنن النبی(ص)، ۱۴۱۶ق، مخ۲۶۵؛ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، مخ۴۶.
- ↑ طباطبایی، سنن النبی(ص)، ۱۴۱۶ق، مخ۲۶۵؛ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، مخ۴۶.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، ۲۲-۲۳مخونه.
- ↑ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، مخ۴۶.
- ↑ شیرازی، الفقه - النظافه، مخ۸۸.
- ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۴۱۲ق، مخ۵۰.
- ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۴۱۲ق، مخ۴۸.
- ↑ ملکی تبریزی، اسرار الصلاة، ۱۴۲۰ق، مخ۴۶.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، ۲۳-۲۴مخونه.
- ↑ ابنحمزه، الوسیله، ۱۴۰۸ق، مخ۴۸؛ محقق حلی، المعتبر فی شرح المختصر، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۱۳۷.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۲، مخ۷۰.
- ↑ شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۰ق، مخ۴۱.
- ↑ مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ټوک۱، مخ۴۴۹.
- ↑ بنیهاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، دفتر انتشارات اسلامی، ټوک۱، مخ۸۹۲.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ټوک۳، مخ۵۸۸؛ بنیهاشمی خمینی، رساله توضیح المسائل مراجع، دفتر انتشارات اسلامی، ټوک۱، مخ۹۲۵.
- ↑ محمدی ریشهری، حج و عمره در قرآن و حدیث، ۱۴۲۸ق، مخ۱۸۳.
- ↑ پژوهشکده حج و زیارت، مناسک حج محشی، ۱۳۹۶ش، مخ۱۹۷.
- ↑ پژوهشکده حج و زیارت، مناسک حج محشی، ۱۳۹۶ش، مخ۱۹۷.
سرچينې
- ابن حمزه، محمد بن علي، الوسیله، قم، د آیتالله مرعشي نجفي د کتابتون خپرونې، ۱۴۰۸هـ ق.
- بنيهاشمي خمیني، سید محمدحسن، رساله توضیح المسائل مراجع، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، بېنېټې.
- د حج او زیارت د څېړنو مرکز، مناسک حج (له حاشیې سره)، تهران، مشعر، ۱۳۹۶هـ ش.
- جوادي آملي، عبدالله، مفاتیح الحیاة، قم، نشر اسراء، ۱۳۹۱هـ ش.
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، د آلالبیت (ع) مؤسسه، ۱۴۰۹هـ ق.
- سیوطي، عبدالرحمان بن ابيبکر، الخصائص الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیه، بېنېټې.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۰هـ ق.
- شیرازي، سید محمد حسیني، الفقه – النظافه، بېخپرونکی، بېنېټې (د فقه اهلبیت ۲ نور سافټویر).
- صدوق، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳هـ ق.
- طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (له حاشیې سره)، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۹هـ ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، سنن النبی (ص)، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۶هـ ق.
- طبرسي، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، نشر شریف رضي، ۱۴۱۲هـ ق.
- کرکي، علي بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، د آلالبیت مؤسسه، ۱۴۱۴هـ ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷هـ ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۰۳هـ ق.
- مجلسی، محمدباقر، حلیة المتقین، قم، د مسجد مقدس جمکران خپرونې، ۱۳۸۸هـ ش.
- مجلسی، محمدتقي، لوامع صاحبقراني، قم، اسماعیلیان، ۱۴۱۴هـ ق.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، د سیدالشهداء (ع) مؤسسه، ۱۴۰۷هـ ق.
- محمدي ريشهري، محمد، حج و عمره در قرآن و حدیث (حج او عمره په قرآن او حدیث کې)، قم، نشر مشعر، ۱۴۲۸هـ ق.
- محمودي، محمدرضا، مناسک عمره مفرده (محشی) (د عمرې مفرده مناسک (له حاشیې سره)، قم، مشعر، ۱۴۲۹هـ ق.
- ملکي تبریزي، میرزا جواد، اسرار الصلاة، ژباړن: رضا رجبزاده، تهران، پیام آزادي، ۱۴۲۰هـ ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۰۴هـ ق.
| ||||||||||||||||||||||||||