عطر لګول
| د ويکي شيعه مقالې «د اهل بيتو مکتب سره د تړاو» په نظر کې نيولو سره ليکل کېږي. د مسلې د نورو اړخونو په اړه د زده کړې لپاره، نورو سرچينو ته مراجعه وکړئ. |
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
د عطرو کارول یا د عطرو لګول د پیغمبرانو له موکدو سنتونو څخه ګڼل کیږي، او په ځینو وختونو کې، لکه د لمانځه پرمهال، جومات ته د ننوتلو پرمهال، د جمعې په ورځ، او د وړوکي اختر او لوی اختر په ورځو کې، په دې باندې ډیر ټینګار شوی دی.
د فقهاوو د فتوا له مخې، د یوې ښځې لپاره د خپل میړه په مخ کې عطر لګول مستحب دي؛ خو د غیر محرم سړي په مخ کې او خاوند د وفات د عدې په موده کې د عطرو لګول حرام دي. همدارنګه، د احرام په حالت کې د عطرو لګول منع دي، او که په قصدي ډول ولګول شي، نو کفاره لري.
د احادیثو پر بنسټ، د ډالۍ په توګه عطر ورکول او د هغې د اخیستلو لپاره پیسې مصرف کول مستحب دي، او سپارښتنه شوې ده چې د هغې د لګولو پرمهال درود ووايي. د عبادت پرمهال عطرو لګول د هغې ثواب زیاتوي.
اهمیت او مقام
عطر لګول له مستحباتو، د پیغمبرانو له اخلاقو او سنتونو ګڼل کیږي.[۱] عطر هر هغه خوشبویه مادې ته ویل کیږي چې د سپری کولو، مږلو، لوګي کولو بخار کولو په بڼه کارول کیږي.[۲]
په عطرو باندې پیسې لګول مستحب ګڼل شوي.[۳] او روایت شوی دی چې پیغمبر(ص) د خوړو په پرتله په عطرو باندې ډیر مصرف کاوه.[۴]
عطرو لګول د پاکوالي، ښکلا او سینګار له مصداقو څخه دی.[۵] او په روایتونو کې یې سپارښتنه شوې ده.[۶]
آداب او مستحبات
د روایتونو له مخې، د عطرو کارولو لپاره ځینې آداب شتون لري؛[۷] په برېتونو باندې عطر لګول[۸] او د هغې د لګولو په وخت درود ویل.[۹]
دا هم ویل کیږي چې د عبادت په وخت د عطرو لګول د هغې ثواب زیاتوي.[۱۰] له امام صادق علیه السلام څخه روایت شوی دی چې عطرو سره لمونځ له عطرو پرته لمنځونو څخه اویا برابر زیات غوره دی.[۱۱] د ځینو عامو خلکو دا باور دی چې عطر د ډالۍ په توګه ورکول ناخوښ کار دی،[۱۲] خو پیغمبر(ص) دا له ټولو غوره ډالۍ ګڼلې ده[۱۳] او د هغې رد کول یې مکروه ګڼل شوي دي،[۱۴] دا هم روایت شوی چې معصومین(ع) به د عطرو ډالۍ نه رد کوله.[۱۵]
د عطرو د استعمال په مستحب شونې کې د هغې د ډولونو ترمنځ هیڅ توپیر نشته،[۱۶] مګر د مشک،[۱۷] عنبر،[۱۸] ګلاب[۱۹] او غالیه (د مشک، عنبر، عود او تیلو څخه جوړ شوی عطر)[۲۰] د معصومینو(ع) په هکله شوي دي. امام صادق(ع) مشک، عنبر، زعفران او عود د عطرو په توګه ګڼلي دي[۲۱] او د بخور کولو هم سپارښتنه یې هم شوې ده.[۲۲]
د عطرو لګولو لپاره وړاندیز شوي وختونه
د عطرو کارول مستحب دي،[۲۳] خو په ځینې وختونو کې یې استحباب ډېر دی لکه د ورځې په پیل کې،[۲۴] د لمانځه پرمهال، له دعا څخه مخکې،[۲۵] له اودس وروسته،[۲۶] جومات ته د ننوتلو په وخت کې،[۲۷] د کوچنی، لوی اختر[۲۸] او د جمعې په ورځ.[۲۹] په ځینو روایتونو کې راغلي دي چې په دې وختونو کې د عطرو کارول ډیر ثواب لري.[۳۰]
د عطرو د لګولو په اړه فقهي حکمونه
د ښځو په لاس د عطرو کارول
د یوې ښځې لپاره د خپل میړه په وړاندې د عطرو لګول مستحب موکد[۳۱] او دا د سړي په خپلې میرمنې باندې حق او د کورنۍ له آدابو دی.[۳۲] خو د یوې ښځې لپاره د غیر محرم سړي په وړاندې د عطرو لګول حرام ګڼلي شوي دي.[۳۳] د یو روایت له مخې، هغه ښځه چې غیر له میړه د بل چا لپاره عطر ولګوي او له کوره ووځي نو تر هغه پورې ورباندې لعنت کیږي چې بیرته کور ته راستنه شي.[۳۴] ځینې فقها د یو روایت په حواله،[۳۵] په دې باور دي چې له دې عمل وروسته غسل کول مستحب دي؛[۳۶] خو محقق بحراني په دې باور دی چې د غسل معنی له بدن څخه د عطرو مینځل دي نه شرعي غسل.[۳۷]
د مرګ د عدت په وخت کې د ښځې لپاره د عطرو لګول هم حرام دي.[۳۸]
په روژه دار لپاره د عطرو لګول
روژه دار له د عطرو کارول مستحب دي؛[۳۹] خو د روژې په جریان کې د خوشبویي ګلونو، په ځانګړې توګه د نعناع او مشک عطرو بوی کول مکروه ګڼل شوي دي.[۴۰] همدارنګ سپارښتنه شوې ده چې له هغه قوي عطرو بوی کولو څخه ډډه وشي چې ستوني ته رسیږي.[۴۱]
د احرام په حالت کې د عطرو کارول
د مُحرِم لپاره د عطرو کارول د احرام له محرماتو څخه دي[۴۲] او پکې بوی کول، عطر لګول، او د خوشبویي موادو (بوی لرونکو بوټو او خواړو) خوړل شامل دي.[۴۳] په قصدي ډول د دې مصرف یو پسه کفاره لري.[۴۴]
اړونده څیړنه
فوټ نوټ
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۴۲۰_۴۲۱.
- ↑ لغتنامه دهخدا، ذیل ماده «عطر».
- ↑ سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۳ق، ټوک۴، مخ۴۸۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۵۱۲؛ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ټوک۵، مخ۵۷۷.
- ↑ حسینی شیرازی، الفقه، النظافه، مخ۹۳.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخونه۱۴۱_۱۴۴.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۵۱۰؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۱۴۱_۱۵۶.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ټوک۵، مخ۵۷۶.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۷۶، مخ۱۴۴.
- ↑ اشتهاردی، مدارک العروه، ۱۴۱۷ق، ټوک۱۴، مخ۱۰۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۵۱۱.
- ↑ چرا عطر دوری می آورد؟/ پشت پرده کادو دادن عطر و جدایی چیست؟»، باشگاه خبرنگاران جوان(د ځوانو ژورنالیستانو کلب).
- ↑ حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، مخ۶۰.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۴۲۱.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۴۲۱؛ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۱۴۷.
- ↑ سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۳ق، ټوک۴، مخ۴۸۶.
- ↑ حر عاملی، هدایة الامه، ۱۴۱۲ق، ټوک۱، مخ۱۶۳.
- ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، مؤسسه اعلمی، ټوک۱، مخ۳۳_۳۴.
- ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، مؤسسه اعلمی، ټوک۱، مخ۴۲_۴۳.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخونه۱۴۶و۱۵۱.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۱۵۲.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخونه۱۵۵_۱۵۶.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۴۲۰.
- ↑ سبزواری، مهذب الاحکام، ۱۴۱۳ق، ټوک۴، مخ۴۸۵.
- ↑ شیخ بهایی، مفتاح الفلاح، دار الاضواء، مخ۳۰۲.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۲، مخ۴۲۱.
- ↑ یزدی، العروة الوثقی (المحشی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۴۰۸.
- ↑ حلی، الجامع للشرائع، ۱۴۰۵ق، مخ۱۰۷.
- ↑ علامه حلی، نهایة الاحکام، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۴۹.
- ↑ طبرسی، مکارم الاخلاق، مؤسسه اعلمی، ټوک۱، مخونه۴۱_۴۳.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناظره، ۱۴۰۵ق، ټوک۲۳، مخ۱۲۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۳۱، مخ۱۴۷.
- ↑ مکارم شیرازی، احکام النساء، ۱۴۲۶ق، مخ۲۵۰.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۵۱۸.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۵۰۷.
- ↑ یزدی، العروة الوثقی (محشی)، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۱۵۸؛ فاضل لنکرانی، جامع المسائل فارسی، امیر قلم، ټوک۲، مخ۱۰۴؛ مکارم شیرازی، احکام النساء، ۱۴۲۶ق، مخ۸۱.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناظره، ۱۴۰۵ق، ټوک۴، مخ۲۳۷.
- ↑ محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، مخ۲۷؛ سیستانی، المسائل المنتخبه، ۱۴۲۲ق، مخ۴۲۲؛ «پرسش و پاسخ (طلاق و عده)»، پایگاه اطلاعرسانی دفتر مقام معظم رهبری (د ستر رهبر د دفتر د معلوماتو ویب پاڼه).
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۶، مخ۳۲۱.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیله، دارالعلم، ټوک۱، مخ۲۸۸.
- ↑ گلپایگانی، هدایة العباد، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۲۶۳؛ بهجت، وسیلة النجاة، ۱۴۲۳ق، مخ۳۰۹.
- ↑ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۳۰۲.
- ↑ علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ټوک۷، مخ۳۰۳.
- ↑ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، مخ۳۵۱؛ شهید اول، الدروس الشرعیه، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، مخ۳۷۵.
سرچينې
- اشتهاردي، عليپناه، مدارک العروه، تهران، دار الاسوه، ۱۴۱۷ق.
- امام خمیني، سید روحالله، تحریر الوسیله، قم، ایران، دارالعلم، بېنېټې.
- بحراني، یوسف بن احمد، الحدائق الناضره في احکام العترة الطاهره، قم، د قم د حوزې علمي د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۵ق.
- بهبهاني، محمدباقر بن محمد اکمل، مصابیح الظلام، قم، د مجدد علامه وحید بهبهاني مؤسسه، ۱۴۲۴ق.
- بهجت، محمدتقي، وسیلة النجاة، قم، د شفق خپرندویه، ۱۴۲۳ق.
- «پرسش و پاسخ (طلاق و عده)»(پوښتنې او ځوابونه -طلاق او عده-)، د ستر رهبر د دفتر د معلوماتي پایګاه وېبپاڼه، د لېدنې نېټه: ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴هـش.
- «چرا عطر دوری می آورد؟/ پشت پرده کادو دادن عطر و جدایی چیست؟»(ولې عطر د جلاوالي سبب ګرځي؟ / د عطر د ډالۍ کولو تر شا پټه کیسه څه ده؟)، د ځوانو خبریالانو کلب، د خپرېدو نېټه: ۲۲ زمری ۱۳۹۷هـش، د لېدنې نېټه: ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴هـش.
- حسیني شیرازي، سید محمد، الفقه، النظافه، نرمافزار فقه اهل البیت(ع) ۲ (د فقه اهلالبیت(ع) سافټویر ۲).
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، قم، د آلالبیت(ع) مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
- حر عاملي، محمد بن حسن، هدایة الأمة إلی أحکام الأئمة، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیة، ۱۴۱۲ق.
- حراني (ابنشعبه)، تحف العقول عن آل الرسول، قم، د قم د حوزې علمي د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۴ق.
- حلي، یحیی بن سعید، الجامع للشرائع، سمون: جعفر سبحاني تبریزي، قم، د سیدالشهداء علمي مؤسسه، ۱۴۰۵ق.
- دهخدا، علياکبر، لغتنامه دهخدا.
- سبزواري، سید عبدالاعلی، مهذب الأحکام في بیان الحلال والحرام، قم، مؤسسه المنار، ۱۴۱۳ق.
- سیستاني، سید علي، المسائل المنتخبة، قم، د آیتالله سیستاني دفتر، ۱۴۲۲ق.
- شهید اول، محمد بن مکي، الدروس الشرعیة في الفقه الإمامیة، قم، مؤسسه نشر اسلامي، ۱۴۱۷ق.
- شیخ بهایي، محمد بن حسین، مفتاح الفلاح في عمل الیوم واللیلة، بیروت، دار الاضواء، بېنېټې.
- شیخ صدوق، محمد بن بابویه، الخصال، قم، د قم د حوزې علمي د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۳۶۲هـش.
- طبرسي، حسن بن فضل، مکارم الأخلاق، لبنان، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، بېنېټې.
- طوسي، محمد بن حسن، الخلاف، قم، د قم د حوزې علمي د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۷ق.
- طوسي، محمد بن حسن، المبسوط في فقه الإمامیة، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۸۷ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، د آلالبیت(ع) مؤسسه، ۱۴۱۴ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، نهایة الأحکام في معرفة الأحکام، قم، د آلالبیت(ع) مؤسسه، ۱۴۱۹ق.
- فاضل لنکراني، محمد، جامع المسائل (فارسي)، قم، د امیرقلم خپرندویه، بېنېټې.
- کاشف الغطاء، جعفر بن خضر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، د قم د حوزې علمي د تبلیغاتو دفتر خپرندویه، ۱۴۲۲ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، الاسلامیة، درېیم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- گلپایګاني، سید محمدرضا، هدایة العباد، قم، دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۳ق.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، تهران، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، احکام النساء، قم، د امام علي بن ابيطالب(ع) د مدرسې خپرندویه، ۱۴۲۶ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الإسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- یزدي، سید محمدکاظم طباطبایي، العروة الوثقی (المحشی) (له حاشیو سره)، قم، د قم د حوزې علمي د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۹ق.
| ||||||||||||||||||||||||||