منځپانگې ته ورتلل

د حکمونو تشریع

د wikishia لخوا

د حکمونو تشریع، د شرعي حکمونو د جوړولو په معنا دي،[۱] دا په فقه او د اصول فقه کې یوه اصطلاح ده.[۲] د فقهاو په وینا، د احکامو یوازی یو خالق شتون لري، او هغه خدای پاک دی.[۳] هغوي د دې نظر لپاره د شوری سوره ۱۳ او ۲۱، د مائده سوره ۴۸، د انعام سوره ۵۸، او د کهف سوره ۲۶ آیتونو سره دلیل راوړی دی.[۴]

شیعه محدثان او فقها په دې اړه دوه مختلف نظرونه لري چې ایا پیغمبر(ص) د احکام د تشریع حق لري که نه؛ ځینې په دې باور دي چې د اسلام دین بشپړ دین دی[۵] او دا چې پیغمبر(ص) په تشریع باندې دایمي ولایت نه لري، او د هغه رول یوازی د قوانینو رسول دي.[۶] د دې نظریې دلیلونه دا دي: د پیغمبر(ص) وحي ترلاسه کولو او تبلیغ کولو ته انتظار،[۷] د بل چا باندې شخصي ولایت نه درلودل،[۸] د قرآن آیتونه[۹] او روایتونه.[۱۰]

له بلې خوا، ځینې په دې باور دي چې خدای پاک پیغمبر(ص) ته د احکامو د تشریع اجازه ورکړې ده.[۱۱] په دې نظر باندې، له روایتونو سربیره،[۱۲] په آیتونه سره هم دلیل راوړل شوی دی چې د پیغمبر(ص) اطاعت د خدای اطاعت سره مساوي ګڼي.[۱۳] د مثال په توګه، د امام صادق(ع) څخه یو روایت راغلي چې خدای پاک شراب حرام کړل او پیغمبر(ص) هم هر ډول نشه کوونکي څښاک(مُسکِر) هم حرام کړل.[۱۴]

د دې نظريې ځینې پلویان په دې باور دي چې شیعه امامان هم لکه د پیغمبر(ص)، د احکامو د تشریع حق لري.[۱۵] له بلې خوا، یوه بله ډله په دې باور ده چې د امامانو(ع) دنده د شرعي حکم معین کول نه دي، بلکې د احکامو بیان او تفصیل بیانول دي.[۱۶] او امامانو(ع) نه یوازې په هغو مسایلو او احکامو کې چې په قرآن او سنت کې شرعي حکم نه لري، نوی حکم نه دی وضع کړی بلکې دوي په کې د د توقف حکم کړی دی.[۱۷]

تشریع کله کله د هغې د لغوي معنی (قانون جوړونې) پر بنسټ بحث کیږي، او دا بحث کیږي چې ایا غېر له خدای، پیغمبر او امامانو بل څوک هم د تشریع حق لري که نه.[۱۸] ځینې خلک په دې باور دي چې فقیه، یا لږترلږه د شرعي حاکم، په هغو موضوعاتو کې چې د احکامو صادرولو واک لري چې متن(نص) په کې نشته.[۱۹]

ویل شوي چې د شیعه مرجع تقلید او د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر سید علي خامنه اي دا حکم، چې د رسمي ثبت پرته د معاملو د باطلیدو په اړه دی، د وضعي حکم د تشریع یوه بیلګه ګڼل کیږي، ځکه چې د معاملې د صحیح شونې په شرطونو یې یو شرط ورزیات کړی دی او له دې شرط پرته معاملې باطلې ګڼي.[۲۰] د فقهاوو په وینا، په اسلامي حکومت کې د مجلس رول، د الهي قوانینو سره سم، پلان جوړول[۲۱] او اړتیاوې پیژندل او د مقرراتو تصویب کول دي[۲۲] او له همدې امله دا د احکامو له تشریع سره توپیر لري.[۲۳]

اړونده څیړنه

فوټ نوټ

  1. فضلی، دروس فی اصول فقه الامامیة، ۱۴۲۰ق، مخ۱۹۷.
  2. فضلی، دروس فی اصول فقه الامامیة، ۱۴۲۰ق، مخ۱۹۷.
  3. علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، مخ۹۸؛ مجتهد تبریزی، المقالات الغریة فی تحقیق المباحث الأصولیة، ۱۳۱۷ق،مخ۲۸۹.
  4. اصفهانی، هدایة المسترشدین، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۴۰۹؛ علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳۶۳ش، ټوک۴، مخ۱۳۷.
  5. اصفهانی، هدایة المسترشدین، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۴۱۱.
  6. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ټوک۳، مخ۱۴۴-۱۴۵؛ فضلی، دروس فی اصول فقه الامامیة، ۱۴۲۰ق، مخ۱۹۷؛ مجتهد تبریزی، المقالات الغریة فی تحقیق المباحث الاصولیة، ۱۳۱۷ق، مخ۲۸۹.
  7. اصفهانی، هدایة المسترشدین، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۴۱۰.
  8. ضیائی‌فر، جایگاه مبانی كلامی در اجتهاد، ۱۳۸۲ش، مخ۱۰۰.
  9. یوسف سوره، ۴۰ آیت؛ یونس سوره، ۱۵ آیت.
  10. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۶ق، ټوک۲۷، مخ۱۱۳.
  11. سبحانی تبریزی، ولایت تشریعی و تکوینی در قرآن مجید، ۱۳۸۵ش، مخ۲۱-۲۲؛ مکارم شیرازی، بحوث فقهیة هامة، ۱۳۸۰ش، مخ۵۳۶
  12. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، مخ۴۰۳؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۲۶۵؛ شیخ طوسی، العدة في أصول الفقه، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۷۳۳.
  13. حشر سوره، ۷ آیت؛ توبه سوره، ۲۹آیت؛ نساء سوره، ۶۴، ۸۰ آیتونه.
  14. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۲۶۷.
  15. اصفهانی، هدایة المسترشدین، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۴۱۰؛ مجلسی اصفهانی، ولایة الاولیاء، ۱۳۹۵ق، مخ۵۸.
  16. عاملی، منتقی الجمان، ۱۳۶۲ش، ټوک۲، مخ۴۳۹؛ علامه طباطبایی، حاشیة الکفایة، ۱۴۰۲ق، ټوک۲، مخ۲۹۵؛ صدر، بحوث فی علم الاصول، ۱۴۱۷ق، ټوک۷، مخ۳۰؛ مکارم شیرازی، بحوث فقهیة هامة، ۱۳۸۰ش، مخ۵۳۶.
  17. مکارم شیرازی، بحوث فقهیة هامة، ۱۳۸۰ش، مخ۵۳۸.
  18. «جلسه دوم از سال پنجم درس خارج فقه سیاسی علیدوست»، د استاد علیدوست د نظرونو او آراوو د بیان وېبپاڼه.
  19. نراقی، عوائد الأیام، ۱۳۷۵ش، مخ۵۸۱؛ صدر، اقتصادنا، ۱۳۷۵ش، مخ۷۹۹؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، مخ۵۹۶.
  20. «جلسه دوم از سال پنجم درس خارج فقه سیاسی علیدوست»، د استاد علیدوست د نظرونو او آراوو د بیان وېبپاڼه.
  21. امام خمینی، ولایت فقیه، ۱۴۲۳ق، مخ۴۴.
  22. سبحانی تبریزی، مبانی حکومت اسلامی، مؤسسه امام صادق(ع)، مخ۲۶۰.
  23. امام خمینی، ولایت فقیه، ۱۴۲۳ق، مخ۴۴.

سرچينې

  • اصفهاني، محمدتقي، هدایة المسترشدین، قم، د اسلامي نشر مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، تهران، د امام خمیني (ره) د آثارو د برابرولو اوخپرونه مؤسسه، ۱۳۹۲ش.
  • «جلسه دوم از سال پنجم درس خارج فقه سیاسی علیدوست» (د استاد علیدوست د سیاسي فقه د خارج درس د پنځم کال دوهمه جلسه)، د استاد علیدوست د نظرونو او آراوو د بیان وېبپاڼه، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱۵ تله ۱۴۰۲ش، د کتنې نېټه: ۳ تله ۱۴۰۴ش.
  • حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، د آل‌البیت (علیهم‌السلام) د میراث د احیاء مؤسسه، ۱۴۱۶ق.
  • سبحاني تبریزي، جعفر، مبانی حکومت اسلامی (د اسلامي حکومت بنسټونه)، ژباړه: داوود الهامي، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، بې‌نېټې.
  • سبحاني تبریزي، جعفر، ولایت تشریعی و تکوینی در قرآن (په قرآن کې تشریعي او تکویني ولایت)، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۳۸۵ش.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، العُدة فی أصول الفقه، څېړنه: محمدرضا انصاري قمي، قم، مطبعه ستاره، ۱۴۱۷ق.
  • صدر، سید محمدباقر، اقتصادُنا (زموږ اقتصاد)، قم، مکتب الإعلام الإسلامي، ۱۴۱۷ق / ۱۳۷۵ش.
  • صدر، سید محمدباقر، بحوث في علم الاصول، قم، د الغدیر د اسلامي څېړنو مرکز، دوهم چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات الکبری، سمون: محسن بن عباسعلي کوچه‌باغي، تهران، مؤسسة الأعلمي، د احمدي چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • ضیایي‌فر، سعید، جایگاه مبانی كلامی در اجتهاد (په اجتهاد کې د کلامي بنسټونو ځای)، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • عاملي، حسن بن زین‌الدین، منتقی الجمان فی الاحادیث الصحاح والحسان، قم، د اسلامي خپرندویه مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۶۲ش.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الإعتقاد، حاشیه‌لیکونکی: جعفر سبحاني تبریزي، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، ۱۳۸۲ش.
  • علامه طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د علامه طباطبایي علمي او فکري بنسټ، ۱۳۶۳ش.
  • علامه طباطبایي، سید محمدحسین، حاشیة الکفایة، قم، د علامه طباطبایي علمي او فکري بنسټ، لومړی چاپ، ۱۴۰۲ق.
  • فضلي، عبدالهادي، دروس فی اصول فقه الامامیة، بیروت، مؤسسة أم القری، ۱۴۲۰ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړنه: علي‌اکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • مجتهد تبریزي، صادق، المقالات الغریة فی تحقیق المباحث الأصولیة، تبریز، د مشهدي اسد آقا مطبعه، ۱۳۱۷ق.
  • مجلسي اصفهاني، محمدتقي، ولایة الاولیاء، قم، د فیض چاپخانې خپرونې، ۱۳۹۵ق.
  • مجلسي، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل‌الرسول(ص)، تهران، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۴ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، بحوث فقهیة هامة، قم، د امام علي بن ابي طالب(ع) مدرسه، لومړی چاپ، ۱۳۸۰ش.
  • نراقي، احمد بن محمدمهدي، عوائد الایام فی بیان قواعد الاحکام و مهمات مسائل الحلال و الحرام، قم، د اسلامي تبلیغاتو دفتر، ۱۳۷۵ش.