منځپانگې ته ورتلل

د قبر کنستل

د wikishia لخوا

د قبر کنستل په دې معنی دي چې قبر پرانیستل شي یا ویجاړ شي په داسې ډول چې د یو کس جسد ښکاره شي. د شیعه او سني فقهاوو د فتوا له مخې، د جسد له منځه تللو دمخه د مسلمان قبر کنستل حرام دي او یوازې هغه وخت جایز دي کله چې شرعي اړتیا وي، لکه په هغه صورت کې چې مړی په داسې ځای کې ښخ شوی وي چې بې احترامي یې کیږي یا د زیان خطر سره مخ وي. همدارنګه، په هغه صورت کې چې حق‌ الناس خبره په کې وي - لکه د مړی جسد په غصب شوې ځمکه کې ښخ شوی وي – نو بیا د قبر کنستل جایز دي.

د شیعه فقهاوو په وینا، که چیرې مړی وصیت کړی وي چې د هغه جسد د امامانو په حرم کې ښخ شي، خو په بل ځای کې ښخ شوی وي، نو د هغه قبر کنستل او د هغه جسد لیږدول واجب دي؛ البته، په دې شرط چې دا عمل د مړی د سپکاوي سبب نه شي یا بل کوم فساد ونه لري. د دې لیږد مثالونه په تاریخ کې ثبت شوي دي؛ له هغو ځینې، د میرزا تقي خان امیر کبیر د جسد لیږد، چې لومړی په کاشان کې ښخ شو او بیا کربلا ته لیږدول شو.

د اسلام په تاریخ کې، د قبرونو کنستل یا د قبرونو کنستو ته قدم اوچتول چې د سپکاوي په توګه ثبت شوي دي ځینې قضیې یې شتون لري. د عباسی خلیفه ګانو لخوا د امام حسین(ع) او امام موسی کاظم(ع) د قبرونو کنستل د دې مثالونه دي. همدارنګه، د سوریې د کورنۍ جګړې په جریان کې د حجر بن عدي د قبر کنستل د څوارلسمې پیړۍ کې د راپور شویو قضیو څخه یوه قضیه ده.

پیژندګلو

د قبر کنستل د قبر د خلاصولو په معنې دي دا رنګ چې د مړي جسد څرګند شي.[۱] د «نبش» کلمه دوه معنی لري: یو د پټ شوي شی څرګندول دي، او بل د یو څه را ایستل دي.[۲] په هرصورت، فقه پوهان ټینګار کوي چې د «قبر کنستل» فقهي اصطلاح په ساده ډول د مړ شوي کس د جسد د څرګندولو معنی لري. له همدې امله، همدا چې قبر خلاص شي، په داسې ډول چې بدن ښکاره شي، دا په فقه کې د قبر کنستل ګڼل کیږي؛ حتی که جسد له هغې څخه نه وي ایستل شوی.[۳]

فقهي حکم

د جبهة النصره لخوا د حجر بن عدي د قبر کنستل

د شیعه فقهاوو له نظره، د مسلمانانو د قبر کنستل حرام دي؛ خو د هغه مسلمان د قبر کنستل چې د وخت په تیریدو سره یې بدن خراب شوي وي او هډوکي یې په خاورو بدل شوي وي، که چیرې د بې حرمتۍ لامل نه شي، روا دي. البته، د امامزادګانو، شهیدانو او عالمانو د قبرونو کنستل حرام دي، حتی که ډیر کلونه ورباندې تیر شوي وي.[۴]

فقیهانو د هغو روایتونو له مخې چې د مومن جسد د ژوندي انسان په څیر عزتمند ګڼي، داسې ګټه اخستې ده چې د قبر کنستل د سپکاوي سبب کیږي او همدا سپکاوې د حرامیدو لامل دی.[۵] په عین حال کې، علامه حلي د قبر کنستل له دې سببه حرام ګڼي چې دا د مُثله شونې لامل کیږي[۶] البته، شهید اول او محقق کرکي د هغه خبره نه ده منلې.[۷]

سني فقها هم د قبر کنستل حرام ګڼي، خو هغه وخت جایز دي چې د قبر کنستل شرعي ضرورت وي؛[۸] یا هغه وخت چې د حق‌ الناس خبره په کې وي؛ د مثال په توګه، د بل چا مال مړي سره ښخ شوی وي.[۹]

هغه قضیې چې پکې قبر کنستل جایز دي

شیعه فقها په ځینو شرایطو کې د قبر کنستل جائز ګڼي:

  • مړی په داسې ځای کې ښخ شوی چې هلته یې بې عزتي کیږي یا زیان ورته رسیږي[۱۰] یا دا چې که د مړ شوي کس د بدن یوه برخه ورسره نه وي ښخه شوی او غواړي چې ورسره یې ښخه کړي.[۱۱]
  • د قبر ځای غصب شوی وي یا د مړ شوي کس سره یو غصب شوی شی ښخ شوی وي یا د وارثانو ملکیت ورسره ښخ شوی وي.[۱۲]
  • د یو حق د ثابتولو لپاره دا اړینه وي چې د مړ شوي کس جسد وویني یا یو داسې کار وي چې د قبر د خلاصولو په پرتله زیات شرعي اهمیت لري؛[۱۳] لکه د امیندواره میرمنې له رحم څخه د ژوندي ماشوم د ایستلو هڅه کول. [۱۴]
  • د ځینو د تقلید مراجع په وینا، که چیرې مړی وصیت کړی وي چې د هغه جسد د امامانو په زیارت کې ښخ شي، خو هغه بل ځای ښخ شوی وي، نو د هغه د قبر کنستل او د هغه جسد لیږدول واجب دي؛ البته، په دې شرط چې دې کار سره د هغه سپکاوی ونه شي او د بل فساد لامل نشي.[۱۵]

دا باید په پام کې ونیول شي چې د قبر د کنستلو د جواز د ځانګړو شرایطو په اړه د شیعه فقهاوو نظرونه په خپلو کې یو څه توپیر لري.[۱۶]

د قبر د کنستلو ځینې تاریخي قضیې

په تاریخي سرچینو کې، د قبر کنستلو ځینې قضیې ذکر شوي، کله کله د قبر د بې حرمتۍ په نیت او کله کله د جسد مذهبي ځایونو ته لیږدولو لپاره. همدارنګه، کله کله، به یې د قبر د محفوظ ساتلو لپاره چې ونه کنستل شي او بې حرمتي یې ونه شي، قبر به پټ ساتل کیده. د مثال په توګه، د امام علي(ع) د قبر پټ ساتل د امویانو او خوارجو لخوا د قبر د کنستلو او بې حرمتۍ د مخنیوي په سبب ګڼل شوي دي.[۱۷] د شیعه مشرانو د قبرونو د کنستلو د هڅو مثالونه په ۱۲۲ هجري قمري کال کې د زید بن علي قبر کنستل، [۱۸] او په ۲۳۶ هجري قمري کال کې د متوکل عباسي په امر د ابراهیم دیزج لخوا د امام حسین(ع) د قبر د کنستلو ناکامه هڅه[۱۹] او په ۴۳۳ هجري قمري کال کې د امام موسی الکاظم(ع) د قبر کنستل دي.[۲۰]

د تاریخ پوهانو په وینا، د دمشق واکمن عبدالله بن علي عباسي هم په ۱۳۲ هجري قمري کال کې د معاویه بن ابي سفیان، یزید بن معاویه، عبدالملک بن مروان او هشام بن عبدالملک د قبرونو د کنستلو امر کړ او د هغوی پاتې جسدونه یې وسوځول.[۲۱]

په څوارلسمه پېړۍ کې، د حجر بن عدي قبر د جتهة النصره لخوا وکنستل شو.[۲۲] د میرزا تقي خان امیر کبیر د جسد له کاشان څخه کربلا ته د امامانو یا د امامانو د اولادونو زیارت ته، منتقل کول، د جسد لیږدولو یوه بله قضیه ده.[۲۳] د مړي د امانت کیښودلو او بیا وروسته بل ځای ته وړلو مسئله هم د قبر کنستلو په مسئلو کې راځي. د مثال په توګه، د سید هادي خسروشاهي جسد، چې د قم په بهشت معصومه هدیره کې د یو امانت په توګه ښخ شوی و، درې کاله وروسته د قم په پردیسان سیمه کې د هغه کتابتون ته لیږدول شوی و.[۲۴]] همدارنګ د علي شریعتي جسد د سوریې په یوه هدیره کې په امانت ښخ شوی و چې وروسته ایران ته لیږدول شي.[۲۵]

فوټ نوټ

  1. خمینی، ترجمه تحریر الوسیله، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۰۵.
  2. ابن‌منظور، لسان‌العرب، ذیل واژه «نبش».
  3. منافی، «نبش قبر»، ص۱۳۰-۱۳۱.
  4. سیستانی، احکام دفن، مسئله ۶۳۰ و ۶۳۱؛ نوری همدانی، احکام نبش قبر، مسئله ۶۴۲ و ۶۴۳؛ شبیری زنجانی، احکام نبش قبر، مسئله ۷۳۳ و ۷۳۴.
  5. حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۱۰۲، به نقل از: منافی، «نبش قبر»، ص۱۳۷.
  6. تذکرة الفقها، ۱۴۱۴ق، ج۲، ص۱۰۲، به نقل از: منافی، «نبش قبر»، ص۱۳۳.
  7. البیان، ص۸۰، به نقل از: منافی، «نبش قبر»، ص۱۳۵.
  8. «حکم نبش قبر از دیدگاه مذاهب اربعه اهل سنت»، خبرگزاری رسا.
  9. «بررسی حرمت نبش قبر در نگاه فقهای بزرگ مذاهب اسلامی»، پایگاه تخصصی وهابیت‌پژوهی.
  10. منتظری، رساله توضیح‌المسائل، مسئله ۶۷۶.
  11. سیستانی، رساله توضیح‌المسائل، نبش قبر، مسئله ۸۵۳.
  12. منتظری، رساله توضیح‌المسائل، مسئله ۶۷۶.
  13. منتظری، رساله توضیح‌المسائل، مسئله ۶۷۶.
  14. مکارم شیرازی، رساله توضیح‌المسائل، احکام نبش قبر، مسئله ۵۹۹.
  15. سیستانی، توضیح‌المسائل، نبش قبر، مسئله ۸۵۳.
  16. نگاه کنید به مکارم شیرازی، رساله توضیح‌المسائل، احکام نبش قبر، مسئله ۵۹۹؛ سیستانی، رساله توضیح‌المسائل، نبش قبر، مسئله ۸۵۳؛ وحید خراسانی، رساله توضیح‌المسائل، موارد نبش قبر، مسئله ۶۴۹؛ نوری همدانی، رساله توضیح‌المسائل، احکام نبش قبر، مسئله ۶۴۲ و ۶۴۳؛ شبیری زنجانی، رساله توضیح‌المسائل، احکام نبش قبر، مسئله ۷۳۳ و ۷۳۴.
  17. مقدسی، بازپژوهی تاریخ ولادت و شهادت معصومان(ع)، ۱۳۹۱ش، ص۲۳۹.
  18. طبری، تاریخ الطبری، ۱۹۶۷م، ج۷، ص۱۸۷.
  19. طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۲۶.
  20. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۹۶۵م، ج۹، ص۵۷۷.
  21. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۹۶۵م، ج۵، ص۴۳۰؛ ابوالفداء، تاریخ أبی‌الفداء، ۱۹۹۷م، ج۱، ص۲۹۴.
  22. «نبش قبر صحابی امیرالمومنین توسط تروریست‌ها درسوریه»، سایت همشهری؛ «نبش قبر «حجر بن عدی» در سوریه» سایت تابناک.
  23. خورموجی، حقایق الاخبار ناصری، ۱۳۴۴ش، ج۱، ص۱۰۵.
  24. پیکر آیت‌الله خسروشاهی پس از سه سال به محل وصیت منتقل شد، خبرگزاری ایکنا.
  25. پیکر آیت‌الله خسروشاهی پس از سه سال به محل وصیت منتقل شد، خبرگزاری ایکنا.

سرچينې