اوربند
| د ويکي شيعه مقالې «د اهل بيتو مکتب سره د تړاو» په نظر کې نيولو سره ليکل کېږي. د مسلې د نورو اړخونو په اړه د زده کړې لپاره، نورو سرچينو ته مراجعه وکړئ. |
اوربند یا مُهادَنه د جګړې د درولو لپاره موقتي تړون ته ویل کېږي. د اسلامي فقهې له نظره، اوربند یوازې هغه وخت روا دی چې پکې مصلحت وي؛ لکه د مسلمانانو پوځي کمزوري، یا دا هیله چې دښمن به اسلام ومنې. همدارنګه د اوربند موده باید روښانه او ټاکلې وي.
د اوربند بېلګې د بنيقریظه جګړه، د صفین جګړه، د عراق او ایران جګړه، او د اسرائیل او ایران ترمنځ دولس ورځنۍ جګړه دي. د اوربند او سولې ترمنځ توپیر دا دی چې اوربند موقتي وي، خو سوله دايمي وي؛ اوربند کې د ماتېدو امکان شته، خو سوله شخړو ته بشپړ پای ورکوي.
د ټاکلې مودې لپاره د جګړې درول
اوربند هغه تړون دی چې د جګړې د درولو په موخه د یوې ټاکلې مودې لپاره، له امتیاز اخیستلو سره یا بې له هغه، ترسره کېږي.[۱] په فقهي فصلونه کې ترې دمهادنه [۲] په نوم د جهاد په باب کې بحث شوی .[۳] او ځانګړي احکام لري.[۴] د نړیوالو اړیکو په بحثونو کې هم اوربند څېړل کېږي.[۵]
اوربند له دښمنۍ پرېښودو او سولې سره توپیر لري؛ دښمنۍ پرېښودل عموماً د جګړې د رسمي پای او اوږدمهاله حالت لپاره وي؛[۶] خو اوربند موقتي وي او د ماتېدو احتمال لري.[۷] سوله بیا د جګړې دايمي پای ته رسېدل دي، چې پکې وروستي شرطونه لکه د تاوان جبران او د پولو ټاکنه هم مشخصېږي.[۸]
د اوربند مشروعیت او احکام
د شیعه فقهاوو په اند، اوربند یوازې هغه وخت روا دی چې پکې مصلحت وي؛ لکه د مسلمانانو کمزوري یا د دښمن د اسلام راوړلو هیله..[۹] که مسلمانان د دښمن پر وړاندې د مقابلې توان ولري، اوربند روا نه دی.[۱۰] د شیعه د تقلید له مراجعو څخه آیتالله خامنهاي ویلي چې د مسلمانانو فقها د اوربند پر جواز اجماع لري.[۱۱]
د اوربند د مشروعیت لپاره د قرآن کریم آیتونه لکه د انفال سورې په ۶۱ آیت استناد شوی،[۱۲] همدارنګه له مشرکانو او اهل کتابو سره د رسول الله(ص) د سولې تړونونه[۱۳] او د امام علي(ع) هغه سپارښتنې چې مالک اشتر ته یې د مصلحت پر مهال د سولې د منلو په اړه کړې دي.[۱۴] امام علي(ع) په خپل لیک کې مالک اشتر ته وايي: «هغه سوله چې دښمن دې ورته رابولي او د خدای رضا پکې وي، مه ردوئ.»[۱۵]
فقها دا هم وايي چې د اوربند موده باید روښانه وي؛ که نه تړون باطل دی.[۱۶] د ډېرو فقهاوو په نظر، اوربند تر څلورو میاشتو پورې کېدای شي او له یو کال څخه باید زیات نه وي.[۱۷] له څلورو میاشتو څخه د زیات تمدید په اړه د فقهاوو ترمنځ اختلاف شته.[۱۸] همدارنګه د فقهي نظر له مخې، د اوربند ماتول یوازې هغه وخت روا دي چې د مسلمانانو په زیان وي یا دښمن لومړی هغه مات کړي.[۱۹]
په اسلامي نړۍ کې د اوربند بېلګې
- د بنيقریظه په جګړه کې اوربند (۵ هـ ق): وروسته له هغې چې مسلمانانو د بنيقریظه یهودو کلاوې کلابندې کړې، هغوی تر تسلیمېدو وروسته د اوربند وړاندیز وکړ، او رسول الله(ص) هغه ومانه.[۲۰]
- د صفین په جګړه کې اوربند (۳۷ هـ ق): معاویه د ماتې په درشل کې و، نو د حکَمیت او اوربند وړاندیز یې وکړ.[۲۱] د امام علي(ع) د پوځ یوې ډلې، د امام له خبرداریو سره سره، اوربند ومانه او جګړه ودرېده.[۲۲]
- د عراق او ایران په جګړه کې اوربند (۱۳۶۷ل): د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵۹۸ پرېکړه لیک له مخې[۲۳] عراق سمدستي هغه ومانه، خو ایران تر نړیوالو فشارونو لاندې د اوربند منلو ته غاړه کېښوده.[۲۴]
- د اسرائیلو او ایران په جګړه کې اوربند (د ۱۴۰۴ل کال غبرګولی): د اسرائیلو له لوري پر ایراني اټومي او پوځي تاسیساتو له برید او د ایران له متقابل ځواب وروسته، د اسرائیلو په غوښتنه او د ایران په موافقه اوربند ټینګ شو.[۲۵]
ځانګړې لیکنه
المهادنة: دا یوه رساله ده چې د سید علي خامنه اي د فقهې د خارج درسونو له تقریراتو راټوله شوې او د اوربند (مهادنه) موضوع څېړي. دا درسونه د ۱۳۶۹ تر ۱۳۷۳ل کلونو کې ورکړل شوي دي. دا اثر له دوو نورو رسالو سره یو ځای د ثلاث رسائل فی الجهاد تر سرلیک لاندې په ۱۳۹۶ل کال کې د اسلامي انقلاب خپرندویې له خوا چاپ شوی دی.[۲۶]
اړوند څیړنه
فوټ نوټ
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، ۲۹۲-۲۹۳مخونه؛ فضلالله، کتاب الجهاد، ۱۴۱۸ق، مخ۳۴۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۲۱، ص۲۹۲؛ خامنهای، «مهادنه (قرارداد ترک مخاصمه و آتشبس)»، ص۵.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۲۹۱.
- ↑ مطهری، سیری در سیره ائمه اطهار(ع)، ۱۳۹۰ش، ۶۸-۶۹ مخونه؛ جمعی از نویسندگان، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت، ۱۳۸۲ش، ټوک۱، ۱۰۴-۱۰۵مخونه.
- ↑ کاظمی، «مفهوم آتشبس، ترک مخاصمه و متارکه جنگ از دیدگاه حقوق بینالملل»، ۱۳۲-۱۳۳مخونه.
- ↑ نوروزی، «مفهوم آتشبس و آثار حقوقی آن»(د اوربند مفهوم او د هغې حقوقي اغیزې)، د شرق شبکې ویبپاڼه.
- ↑ نوروزی، «مفهوم آتشبس و آثار حقوقی آن»(د اوربند مفهوم او د هغې حقوقي اغیزې)، د شرق شبکې ویبپاڼه.
- ↑ نوروزی، «مفهوم آتشبس و آثار حقوقی آن»(د اوربند مفهوم او د هغې حقوقي اغیزې)، د شرق شبکې ویبپاڼه.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۲۹۳.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۳۱۲؛ فضلالله، کتاب الجهاد، ۱۴۱۸ق، مخ۳۵۱؛ روحانی، فقه الصادق، ۱۳۹۲ش، ۱۹ټوک، ۱۱۴-۱۱۵مخونه.
- ↑ خامنهای، المهادنة، ۱۴۱۸ق، مخ۲.
- ↑ روحانی، فقه الصادق، ۱۳۹۲ش، ټوک۱۹، مخ۱۱۳.
- ↑ روحانی، فقه الصادق، ۱۳۹۲ش، ټوک۱۹، مخ۱۱۴؛ خامنهای، مهادنه (قرارداد ترک مخاصمه و آتشبس)، مخ۸.
- ↑ خامنهای، مهادنه (قرارداد ترک مخاصمه و آتشبس)، مخ۸.
- ↑ سید رضی، نهجالبلاغه (صبحی صالح)، ۱۴۱۴ق، لیک ۵۳، مخ۴۴۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۲۹۹.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۱، مخ۳۰۴؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ټوک۳، مخ۸۳؛ روحانی، فقه الصادق، ۱۳۹۲ش، ټوک۱۹، مخ۱۱۸.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۱، مخ۳۰۴؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۸۴.
- ↑ کاشفالغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۴، مخ۳۵۲؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۱، مخ۳۱۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، ۱۱۰-۱۱۱مخونه.
- ↑ منقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، مخ۴۷۸.
- ↑ منقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، ۴۷۸–۴۷۹ مخونه.
- ↑ مرکز اسناد و تحقیقات دفاع مقدس سپاه پاسداران انقلاب اسلامی، اطلس جنگ ایران و عراق، ۱۳۹۲ش، مخ۱۱۱.
- ↑ ابوغزاله، جنگ عراق و ایران، ۱۳۸۰ش،۲۷۳ او ۳۰۸ مخونه.
- ↑ ویژگی جنگ ۱۲ روزه اسرائیل-ایران/ از میانجیگری ترامپ تا خودداری از حمله به شهر قدس-اورشلیم»(د اسراییل او ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې ۱۲ ځانګړنې/ له د ټرمپ منځګړیتوبه تر له قدس-اورشلیم ښار د برید څخه ډډه)، د عصر ایران تحلیلي ـ خبري وېبسایټ.
- ↑ «کتاب «ثلاث رسائل فیالجهاد» بیانات رهبر معظّم انقلاب در بحث جهاد منتشر شد»، انتشارات انقلاب اسلامی(«کتاب «ثلاث رسائل فیالجهاد» بیانات رهبر معظّم انقلاب در بحث جهاد منتشر شد» (د «ثلاث رسائل فی الجهاد» کتاب، چې د جهاد په اړه د د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ویناوې پکې راغلي، خپور شو)]، د اسلامي انقلاب خپرونې).
سرچينې
- ابوغزاله، عبدالحلیم، جنگ عراق و ایران (د عراق او ایران جګړه)، ژباړن: نادر نوروزشاد، د جګړې د مطالعاتو او څېړنو مرکز، ۱۳۸۰هـ ش.
- د لیکوالانو یوه ډله، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت (د اهلبیت د مذهب له مخې د فقه فرهنګ)، قم، د اسلامي فقه د دایرةالمعارف مؤسسه، ۱۳۸۲هـ ش.
- خامنهای، سیدعلي، المهادنة، قم، د اسلامي فقه د دایرةالمعارف مؤسسه، ۱۴۱۸هـ ق.
- خامنهای، سیدعلي، « مهادنه (قرارداد ترک مخاصمه و آتش بس)» (مهادنه (د دښمنۍ د پرېښودو تړون او اوربند)، فقه اهلبیت (ع)، ګڼه ۱۱ او ۱۲، منی او ژمی ۱۳۷۶هـ ش.
- روحاني، سید محمدصادق، فقه الصادق، قم، آیین دانش، ۱۳۹۲هـ ش.
- سید رضي، محمد بن حسین، نهجالبلاغه (د صبحي صالح سمون)، څېړنه: علينقي فیضالاسلام، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴هـ ق.
- شهید ثاني، زینالدین بن علي، مسالک الافهام، قم، د اسلامي معارف بنسټ، ۱۴۱۳هـ ق.
- کاشف الغطاء، شیخ جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات شریعة الغراء، قم، د قم د حوزې د اسلامي تبلیغاتو دفتر، ۱۴۲۲هـ ق.
- کاظمي، علياصغر، «مفهوم آتش بس، ترک مخاصمه و متارکه جنگ از دیدگاه حقوق بینالملل» (د اوربند، د دښمنۍ پرېښودل او د جګړې متارکه مفهوم د نړیوالو حقوقو له نظره)، نړیواله حقوقي مجله، ګڼه ۱۱، کال ۱۳۶۸هـ ش.
- فضلالله، سید محمدحسین، کتاب الجهاد، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۱۸هـ ق.
- منقري، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، قم، د آیتالله العظمی مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴هـ ق.
- د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مقدس دفاع د اسنادو او څېړنو مرکز، اطلس جنگ ایران و عراق (د ایران او عراق د جګړې اطلس)، تهران، د سپاه پاسداران د مقدس دفاع د اسنادو او څېړنو مرکز، ۱۳۹۲هـ ش.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، قم، اسماعیلیان خپرونې، ۱۴۰۸هـ ق.
- مطهري، مرتضی، سیری در سیره ائمه اطهار(ع) (د معصومو امامانو (ع) په سیرت کې یوه کتنه)، قم، صدرا خپرونې، ۱۳۹۰هـ ش.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الاسلام، تصحیح: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۳۶۲هـ ش.
- آخوندی، بیروت، دارُ اِحیاء التُّراثِ العربي، اوم چاپ، ۱۳۶۲ش.
- *نوروزی، قدرتالله، «مفهوم آتشبس و آثار حقوقی آن» (د اوربند مفهوم او د هغې حقوقي اغیزې)د شبکه شرق وېبسایټ، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۴ چنګاښ ۱۴۰۴هـ ش، د کتنې نېټه: ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴هـ ش.
- ویژگی جنگ ۱۲ روزه اسرائیل-ایران/ از میانجیگری ترامپ تا خودداری از حمله به شهر قدس-اورشلیم» (د اسراییل او ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې ۱۲ ځانګړنې/ له د ټرمپ منځګړیتوبه تر له قدس-اورشلیم ښار د برید څخه ډډه)، د عصر ایران تحلیلي ـ خبري وېبسایټ، د کتنې نېټه: ۴ زمری ۱۴۰۴هـ ش.
- «کتاب «ثلاث رسائل فیالجهاد» بیانات رهبر معظّم انقلاب در بحث جهاد منتشر شد» (د «ثلاث رسائل فی الجهاد» کتاب، چې د جهاد په اړه د د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ویناوې پکې راغلي، خپور شو)، د اسلامي انقلاب خپرونې، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۲۳ زمری ۱۴۰۰هـ ش، د کتنې نېټه: ۲۱ زمری ۱۴۰۴هـ ش.