د صادقین آیت
د صادقین آیت (توبه: ۱۱۹) مومنانو ته امر کوي چې له صادقینو سره ملګري اوسئ او د هغوي پېروي کوئ. مسلمانو مفسرانو د صادقینو د مصداق او ځانګړنو په اړه، مختلف تفسیرونه وړاندې کړې او په دې اړه یې د قرآن په ځینو ایتونو تکیه کړې ده؛ منجمله شیخ طوسي د احزاب سورې په ۲۳ ایت په تکیې سره، صادقین په دې ایت کې هغه کسان ګڼلي چې له خدای سره په خپل عهد کې یې صادقانه عمل کړی دی.
په شیعه او اهل سنت حدیثي ټولګو کې ځینې روایتونه نقل شوي چې پر اساس یې، یوازې علي بن ابي طالب، یا له خپلو ملګرو اواهل بیتو سره، او یا پېغمبر او اهل بیت یي، د صادقینو مصداق بیان شوي دي. ډېرو روایتونو بیا صادقین اهل بیت تفسیر کړې دي.
علامه حلي دغه ایت د امام علي د امامت له دلایلو ګڼلی او د هغې مصداقونه یې یوازې معصومان ګڼلې دي. د ناصر مکارم شیرازي په وینا، د دغه ایت معنا دا ده چې له محمد او د هغه له اهل بیتو سره اوسئ. فخر رازي هم دغه ایت د صادقینو د عصمت دلیل ګڼلی خو ویلي یې دي چې د صادقینو مصداق «ټول امت» دی.
د صادقینو آیت متن او ژباړه
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ ١١٩﴾ [توبه:119]
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د خدای پروا ولرئ او له رښتینو سره اوسئ.
توبه سوره : ۱۱۹ آیت
د صادقینو معنا او مصداق
د «صادقین»ټکی د «صادق» جمع ده.[۱] په تفسیر المیزان کې د سید محمد حسین طباطبایي په وینا، د چا چې عقیده له واقعیت سره سمون لري یا یې ظاهر او باطن یو شان وي، صادق دی.[۲] اهل سنت مفسر زمخشري هم په دې باور دی چې صادق هغه کسان دي چې د خدای په دین کې د عقیدې او عمل له نظره صادق او رښتوني دي.[۳]
سره له دې مسلمان مفسران د «صادقین» د مصداق او ځانګړنو په اړه د نظر اختلاف لري. طبرسي په مجمع البیان تفسیر کې ویلي چې له صادقینو مراد هغه کسان دي چې د بقرې سورې په ۱۷۷ ایت کې [یادداشت۱] راغلي صفتونه ولري.[۴]
شیخ طوسي د صادقانو مصداقونه هغه کسان ګڼلي چې د احزاب سورې په ۲۳ ایت[یادداشت۲] کې یې صفات بیان شوې دي؛ یعنې له خدای سره یې په خپله وعده کې صادقانه عمل کړی وي.[۵]
په اهل سنتو مفسرانو کې قرطبي په دې نظر دی چې صادقان، مهاجران دي چې د حشر سورې [یادښت ۳] په اتم ایت کې صادق نومول شوې دي.[۶]
بُرَید وایي له امام باقر(ع) څخه مې د خدای د دې وینا په اړه چې فرمایي: «اتَّقُوا اللَهَ وَکونُوا مَعَ الصَّادِقِینَ» وپوښتل. حضرت وفرمایل: مطلب یې مونږ یوو.
په شیعه سنی کتابونو کې په نقل شویو حدیثونو کې، داسې روایتونه شته چې پکې علي(ع) یا علی او اصحاب یې، او یا علي او اهلبیت یې[۷] یا محمد(ص) او اهل بیت یې په دې ایت کې د صادقینو مصداق بیان شوې دي.[۸] په عین حال کې ډېرو شیعه روایتونو صادقین په اهل بیتو تفسیر کړې دي.[۹]
د صادقینو په عصمت او امامت دلالت
د څو شیعه عالمانو په وینا، صادقین ایت د امام علي(ع) په امامت او عصمت دلالت لري. علامه حلي د محقق طوسي د کلام په شرحه کې چې د «وَکونُوا مَعَ الصّادِقین» ایت یې د امام علي(ع) د امامت له دلایلو ګڼلی، له صادقینو مقصد هغه کسان بلي چې صادقوالی یې څرګند دی او دا یوازې د معصوم په اړه تحقق پېدا کوي؛ ځکه چې د غیر معصوم له صادقوالي نه شو خبرېدی او د مسلمانانو په اجماع، د پېغمبر(ص) په اصحابو کې له علي(ع) پرته بل څوک معصوم نه وو.[۱۰]
همداراز شیعه د تقلید مرجع او مفسر ناصر مکارم شیرازي ویلي چې د دې ایت معنا دا ده چې« له محمد او اهل بیتو سره یې ملګري اوسئ» ځکه چې که څوک معصوم نه وي، څنګه ممکنه ده چې بې له قید او شرطه له هغه سره د ملګرتیا او پېروۍ حکم یې ورکړی شي؟[۱۱]
په اهل سنتو عالمانو کې هم فخر رازي، دغه ایت د صادقینو د عصمت دلیل ګڼلی او ویلي یې دي چې له دغه عبارته معلومیږي چې مومنان معصوم نه دي او له خطا د خوندي توب لپاره باید له هغو کسانو پېروي وکړي چې له خطا لرې دي او هغوي صادقین دی.[۱۲] البته هغه د صادقینو مصداق «ټول امت» ګڼلی دی.[۱۳]
مونو ګراف
- لَاَکونُ مَعَ الصّادقین، لیک د محمد التیجانی السماوی، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل، انصاریان مؤسسه.
- کونوا مَعَ الصّادقین، لیک د السید مرتضی الحسینی الشیرازی.
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ جرجانی، التعریفات، ۱۴۱۹ق، ص۹۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۹، ص۴۰۲.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۲۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۸۱.
- ↑ طوسی، التبیان، ۱۴۰۱ق، ج۵، ص۳۱۸.
- ↑ قرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ۱۴۲۳ق، ج۸، ص۲۸۸.
- ↑ سیوطی، الدرّ المنثور، ۱۴۲۱ق، ج۴، ص۲۸۷؛ آمدی، غایة المرام، ۱۳۹۱ق، ج۳، ص۵۰ـ۵۱؛ امینی، الغدیر، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۳۰۶.
- ↑ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۶۲.
- ↑ کلینی، اصول کافی، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۲۰۸؛ آمدی، غایة المرام، ۱۳۹۱ق، ج۳، ص۵۲.
- ↑ حلی، کشف المراد، ۱۴۱۹ق، ص۵۰۳.
- ↑ «دلالت آیه (کونوا مع الصادقین) بر وجود معصوم، در هر عصری»، سایت آیین رحمت.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۱۶۶.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۱۶۶.
سرچينې
- جرجانى، سيدشريف على بن محمد، التعريفات، بيروت، دار الفكر، ۱۴۱۹ق.
- حاكم حسكانى، عبدالله بن احمد، شواهد التنزيل، تهران، مؤسسة الطبع والنشر، ۱۴۱۱ق.
- حلى، حسن بنيوسف، كشف المراد، قم، مؤسّسة النشرالاسلامى، ۱۴۱۹ق.
- «دلالت آیه کونوا مع الصادقین بر وجود معصوم، در هر عصری»، سایت آیین رحمت، تاریخ بازدید: ۲۲ مرداد ۱۴۰۳.
- زمخشرى، محمود بن عمر، الكشاف عن حقائق غوامض التنزيل و عيون الأقاويل فی وجوه التأويل، مصحح: مصطفیحسین احمد، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.
- سيوطى، جلالالدين، الدر المنثور، بیروت، دار احياء التراث العربى، ۱۴۲۱ق.
- طباطبايى، سید محمدحسين، الميزان، بیروت، مؤسسة الاعلمى، ۱۳۹۳ق.
- طبرسى، فضل بن حسن، مجمع البيان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احياء التراث العربى، ۱۳۷۹ش.
- طوسى، محمد بن حسن، التبيان فى تفسير القرآن، قم، مكتب الاعلام الاسلامى، ۱۴۰۱ق.
- فخر رازى، محمد بن عمر، مفاتيح الغيب (التفسير الكبير)، بیروت، دار احياء التراث العربى، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
- قرطبى، محمد بن احمد، الجامع لأحكام القرآن العظیم، به تحقيق عبدالرزاق المهدى، بیروت، دار الكتاب العربى، ۱۴۲۳ق.
- كلينى، محمد بن يعقوب، اصول كافى، بیروت، دار التعارف، ۱۴۰۱ق.
بهرنۍ لینکونه
- («د صادقین آیت»، د اسلامي کلام پوهنغونډ)«آیه صادقین»، دانشنامه کلام اسلامی.
- (په کونو مع الصادقین آیت کې د صادقین مصداقونه څېړنه)«بازکاوی مصداق صادقین در آیه کونو مع الصادقین»، کرم سیاوشی و محمدعلی ایزدی.
- (د مع الصادقین آیت تطبیقي تفسیر د فریقین له نظره)«تفسیر تطبیقی آیه مع الصادقین از دیدگاه فریقین»، ایلقار اسماعیلزاده.