منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د مصحفونو ترمنځ توپیر

د wikishia لخوا
د مصحفونو ترمنځ توپیر مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.


د مصحفونو توپیر د قرآن کریم د علمونو له بحثونو څخه دی، چې د پېغمبر(ص) د صحابه‌وو د مصحفونو تر مینځ توپیر او همدارنګه د عثماني مصحفونو ترمنځ توپیر ته اشاره کوي. دغو توپیرونو د قرآن کریم د بېلابېلو قرائتونو په رامنځته کېدو کې رول درلود. د اسلام د پېغمبر(ص) له رحلت وروسته، ځینو صحابه‌وو قرآن کریم له بېلابېلو خپرو شویو لیکنو څخه راټول او د مصحفونو په بڼه تدوین کړ. د دغو مصحفونو ترمنځ د ځینو کلمو په لیکدود، د ځینو کلمو په شتون یا نشتون او د سورتونو په ترتیب کې توپیرونه موجود وو.

دغه توپیرونه ورو ورو د مسلمانانو ترمنځ د قرآن کریم په قرائت کې د توپیرونو د رامنځته کېدو لامل شول. له همدې امله، عُثْمان بن عَفّان د خپلې واکمنۍ پر مهال د مصحفونو د یووالي لپاره اقدام وکړ. د هغه په امر د قرآن کریم څو معیاري نسخې چمتو او د اسلامي نړۍ مهمو ښارونو ته ولېږل شوې او نور مصحفونه له منځه یووړل شول. له دې سره سره، د عثماني مصحفونو ترمنځ هم ځینې توپیرونه موجود وو.

د قرآن کریم د یونس سورې د لومړۍ پاڼې انځور؛ د قرآن کریم له یوه ډېر لرغوني مصحف څخه، چې د هجري قمري لومړۍ پېړۍ ته منسوب دی او د «د مشهد رضوي مصحف» په نوم پېژندل کېږي.

د صحابه‌و او عثماني مصحفونو ترمنځ توپیر او د قرآن‌پوهې په مطالعاتو کې یې اهمیت

د صحابه‌و او عثماني مصحفونو ترمنځ توپیر د قرآن کریم ټولول له بحثونو څخه دی، چې د قرآن کریم د راټولولو څرنګوالی او د لومړنیو مصحفونو ترمنځ توپیرونه څېړي. د قرآن کریم د تاریخ په بحثونو کې د مصحفونو توپیر د بېلابېلو قرائتونو د رامنځته کېدو یو لامل ګڼل شوی دی.[۱]

د پېغمبر(ص) له رحلت وروسته، یو شمېر صحابه‌و، چې امام علي(ع)، زید بن ثابت، سالم مولی ابي حذیفه، عبدالله بن مسعود، اُبَيّ بن کعب، ابوموسی اَشْعَري، مِقْداد بن اَسْوَد او معاذ بن جَبَل هم پکې شامل وو، قرآن کریم په جلا جلا مصحفونو کې راټول کړ.[۲] دغه مصحفونه هر یو په یوه سیمه کې دود شول؛ د بېلګې په توګه، د عبدالله بن مسعود مصحف په کوفه، د اُبَيّ بن کعب مصحف په شام، د ابوموسی اشعري مصحف په بصره او د مقداد بن اسود مصحف په دمشق کې دود و.[۳] د دغو مصحفونو ترمنځ د سورتونو په ترتیب، ځینو کلمو او نورو ځانګړتیاوو کې توپیرونه موجود وو[۴] او همدغه توپیرونه د بېلابېلو قرائتونو د رامنځته کېدو لامل شول[۵] او د مسلمانانو لپاره په یوې مهمې ننګونې بدل شول.[۶]

عثمان بن عفان د خپلې خلافت‌دورې پر مهال، د دغو توپیرونو د پای ته رسولو لپاره د مصحفونو د یووالي بهیر پیل کړ.[۷] هغه د قرآن کریم د څو معیاري نسخو په چمتو کولو او د اسلامي نړۍ مهمو ښارونو ته یې په لېږلو سره هڅه وکړه، چې دغه توپیرونه له منځه یوسي. خو دې اقدام هم د مصحفونو توپیرونه په بشپړه توګه له منځه یو نه وړل او د ځینو کاتبانو د بې‌پروايۍ له امله د عثماني مصحفونو ترمنځ هم ځینې توپیرونه پاتې شول.[۸]

د مصحفونو د توپیر موارد

د صحابه‌و مصحفونه د سورتونو د شمېر او ترتیب، د ځینو کلمو د لیکدود، د ځینو کلمو د زیاتوالي یا کمښت، د کلمو د ځایناستي کېدو او همدارنګه د ځینو کلمو د ترتیب په برخو کې له یو بل سره توپیر درلود. د دغو توپیرونو یوه برخه، لکه د سورتونو د شمېر او ترتیب توپیر، د عثماني مصحفونو په تدوین سره له منځه ولاړه.[۹]

د سورتونو شمېر

د عبدالله بن مسعود په مصحف کې فاتحه، ناس او فلق سورتونه نه وو.[۱۰] که څه هم نوموړي د حمد سوره د قرآن کریم یوه برخه ګڼله، خو د فلق او ناس سورتونه یې د قرآن برخه نه ګڼل او هغه یې د سترګو له بد نظر او جادو څخه د ساتنې دعاګانې بللې.[۱۱] د اُبَيّ بن کعب په مصحف کې د اوسني دود شوي قرآن په پرتله دوه اضافي سورتونه موجود وو، چې «خَلْع» او «حَفْد» نومېدل. د خلع سورې متن داسې و: «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحیم اللَّهُمَّ إِنَّا نَسْتَعِینُکَ وَنَسْتَغْفِرُکَ وَنُثْنِی عَلَیْکَ وَلَا نُکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ وَنَتْرُکُ مَنْ یَفْجُرُکَ».د حفد سورې متن داسې و:«بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحیم اللَّهُمَّ إِیَّاکَ نَعْبُدُ وَلَکَ نُصَلِّی وَنَسْجُدُ وَإِلَیْکَ نَسْعَی وَنَحْفِدُ نَرْجُو رَحْمَتَکَ وَنَخْشَی عَذَابَکَ إِنَّ عَذَابَکَ بِالْکُفَّارِ مُلْحَقٌ».[۱۲] همدارنګه، د هغه په مصحف کې د قریش سوره له فیل سورې سره یوځای شوې وه.[۱۳]

د کلمو زیاتوالی

په ځینو مصحفونو کې د قرآن کریم د اوسني دود شوي متن په پرتله د اضافي کلمو شتون هم راپور شوی دی. د بېلګې په توګه، د عبدالله بن مسعود په مصحف کې د مائدې سورې د ۸۹م آیت د «صِیَامُ ثَلَاثَةِ أَیَّامٍ» له عبارت وروسته د «مُتَتَابِعَاتٍ» کلمه راغلې وه.[۱۴] همدارنګه، د توبې سوره هم په دغه مصحف کې د بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیم په عبارت پیلېده.[۱۵] همدارنګه، د اُبَيّ بن کعب په مصحف کې د زمر سوره د «حم» په عبارت پیلېده[۱۶] او د «وَشُرَکاءَکُم»[۱۷] پر ځای د «وَادْعُوا شُرَکاءَکُم» تعبیر کارول شوی و.[۱۸] محمدهادي معرفت، چې د قرآني علمونو له عالمانو څخه دی، په دې باور دی، چې د دغو اضافي کلمو یوه برخه د کاتبانو تفسیرې توضیحات وو او د قرآن کریم د متن برخه نه ګڼل کېدل.[۱۹]

د کلمو کمښت

په ځینو مصحفونو کې هغه کلمې یا عبارتونه نه وو لیکل شوي، چې په نورو مصحفونو کې موجود وو. د بېلګې په توګه، د نساء سورې په ۱۰۱م آیت کې د «إِنْ خِفْتُمْ» عبارت د اُبَيّ بن کعب په مصحف کې نه و. همدارنګه، د عبدالله بن مسعود په مصحف کې د لیل سورې د ۳م آیت د «وَمَا خَلَقَ الذَّکَرَ وَالْأُنْثَیٰ» عبارت پر ځای یوازې «وَالذَّکَرِ وَالْأُنْثَى» راغلی و.[۲۰] د ځینو کلمو د حذف یا اثبات توپیر حتی د عثماني مصحفونو ترمنځ هم لیدل کېده؛ د بېلګې په توګه، د بقرې سورې ۱۱۶م آیت د کوفې او بصرې په مصحفونو کې د «وَقالوا» په عبارت پیلېده، خو د مدینې او شام په مصحفونو کې د «قالوا» عبارت راغلی و.[۲۱]

د کلمو ځایناستي کېدل

په ځینو مصحفونو کې د ځینو کلمو پر ځای مترادفې یا نورې کلمې کارول شوې وې.[۲۲] د بېلګې په توګه، د ابوموسی اشعري په مصحف کې د حاقې سورې په ۹م آیت کې د «مَنْ قَبْلَه» پر ځای د «من تلقاءه» تعبیر راغلی و.[۲۳] همدارنګه، د عبدالله بن مسعود په مصحف کې د صافات سورې په ۱۲۳م آیت کې د «وَإِنَّ إِلْیاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِین» پر ځای د «وإن إدریس لمن المرسلین» عبارت موجود و.[۲۴] د اُبَيّ بن کعب په مصحف کې هم د بقرې سورې په ۳۱م آیت کې د «ثُمَّ عَرَضَهُمْ» پر ځای د «ثم عرضها» تعبیر[۲۵] او د بقرې سورې په ۲۸۰م آیت کې د «إِنْ کانَ ذُو عُسْرَةٍ» پر ځای د «إن کان ذا عسرة» عبارت راغلی و.[۲۶]

د ځینو کلمو د ځایونو بدلون

په مصحفونو کې د ځینو کلمو ترتیب هم له یو بل سره توپیر درلود؛ د بېلګې په توګه، د عبدالله بن مسعود په مصحف کې د «یَطْبَعُ اللَّهُ عَلی کُلِّ قَلْبِ مُتَکَبِّرٍ جَبَّار»[۲۷] پر ځای د «یطبع الله علی قلب کل متکبر جبار» عبارت لیکل شوی و.[۲۸]

د سورتونو ترتیب

د امام علي(ع) په مصحف کې د سورتونو ترتیب د نزول له ترتیب سره سم و؛ په دې ډول چې په علق سورې پیلېده او ورپسې نور مکي سورتونه او بیا مدني سورتونه راغلي وو.[۲۹] د عبدالله بن مسعود په مصحف کې سورتونه په شپږو ډلو وېشل شوي وو؛ په دې ترتیب چې لومړی «سبع طوال» (اووه اوږده سورتونه)، ورپسې «مِئین» (له سلو څخه د زیاتو آیتونو لرونکي سورتونه)، له هغه وروسته «مَثاني» (له سلو څخه د لږو آیتونو لرونکي سورتونه)، بیا «حَوامیم» (هغه اووه سورتونه چې په «حم» پیلېږي)، ورپسې «مُمْتَحنات» او په پای کې «مُفَصَّلات» (لنډ سورتونه) ځای پر ځای شوي وو. د نورو صحابه‌وو د مصحفونو او همدارنګه د عثماني مصحفونو عمومي جوړښت هم پر همدې بنسټ ولاړ و؛ خو د ځینو سورتونو په مخکې او وروسته کولو کې یې له یو بل سره توپیر درلود.[۳۰] د بېلګې په توګه، د عبدالله بن مسعود په مصحف کې د انعام سوره له اعراف سورې وروسته راغلې وه، خو د اُبَيّ بن کعب په مصحف کې تر هغې مخکې ځای پر ځای شوې وه.[۳۱]

د مصحفونو د توپیر لاملونه

د څېړونکو په وینا، د عثماني مصحفونو د توپیر لاملونه د صحابه‌وو د مصحفونو د توپیر له لاملونو سره یو شان نه وو. د عثماني مصحفونو په اړه ویل شوي، چې بېلابېلو ښارونو ته د لېږلو لپاره د څو نسخو له چمتو کولو وروسته، د هغو ترمنځ په مقابله او تطبیق کې کافي دقت نه و شوی او همدا چارې د ځینو توپیرونو د رامنځته کېدو لامل شوې وې. روایت شوی چې عثمان بن عفان له دغو ځینو توپیرونو څخه خبر شوی و خو هیله یې لرله چې عرب به هغه په سمه توګه ولولي.[۳۲] په مقابل کې، د صحابه‌و د مصحفونو توپیر یې د بېلابېلو لاملونو له امله ګڼلی دی؛ لکه د قرآن کریم د لیکلو او ثبتولو په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارت توپیر[۳۳] او همدارنګه د هغو مطالبو په اړه د نظر توپیر، چې د اسلام له پېغمبر(ص) څخه نقل شوي وو. د بېلګې په توګه، عبدالله بن مسعود د فلق او ناس سورتونه د قرآن کریم برخه نه ګڼل او هغه یې د سترګو له بد نظر یا جادو څخه د ساتنې تعویذونه بلل.[۳۴]

فوټ نوټ

  1. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۲، ۹ او ۱۰ مخونه.
  2. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، ۲۹۲ او ۳۰۸ مخونه.
  3. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۳۳۱.
  4. ↑ سیوطي، الإتقان، ټوک۱، ۲۰۹ تر ۲۱۱ مخونه.
  5. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۳۳۱.
  6. ↑ ابن‌ثیر، الکامل في التاریخ، ټوک۳، مخ۱۱۲؛ یعقوبي، تاریخ الیعقوبي، ټوک۲، مخ۱۷۰.
  7. ↑ ابن‌ابی‌داود، المصاحف، ټوک۱، مخ۸۸.
  8. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، ۳۳۱ او ۳۳۲ او ۳۳۶ او ۳۳۷ او ۳۴۲-۳۴۶ او ۳۹۷-۴۰۱ مخونه.
  9. ↑ زرقاني، مناهل العرفان، ټوک۱، مخ۳۵۳.
  10. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۳۱۴؛ سیوطي، الدر المنثور، ټوک۶، مخ۴۱۶.
  11. ↑ سیوطي، الدر المنثور، ټوک۶، مخ۴۱۶.
  12. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، ۳۲۲ او ۳۲۳ مخونه؛ السیوطي، الإتقان، ټوک۱، مخ۲۲۶.
  13. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۳۲۲.
  14. ↑ طوسي، التبیان، ټوک۴، مخ۱۴.
  15. ↑ السیوطي، الإتقان، ټوک۱، مخ۲۲۵.
  16. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۳۲۳.
  17. ↑ یونس سوره، ۷۱ آیت.
  18. ↑ طوسي، التبیان، ټوک۵، مخ۴۰۹.
  19. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، ۳۱۹ او ۳۲۰ مخونه.
  20. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۳۲۲.
  21. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۴۰۰.
  22. ↑ د هغو توپیرونو د بېلګې د لیدو لپاره وګورئ: ابن‌قتیبه، تأویل مشکل القرآن، مخ۲۴؛ طبري، جامع البیان، ټوک۱، ۴۱۹ مخ او ټوک۱۵، مخ۱۰۹ او ټوک۲۵، مخ۷۸؛ طوسي، التبیان، ټوک۳، ۲۹۱ او ۳۱۱ او ۵۱۶ مخ او ټوک۵، مخ۳۱۸؛ طبرسي، مجمع البیان، ټوک۸، مخ۶۶۹؛ سیوطي، الإتقان، ټوک۱، مخ۱۶۸.
  23. ↑ فراء، معانی القرآن، ټوک۳، مخ۱۸۰.
  24. ↑ طوسي، التبیان، ټوک۸، ۵۲۳ او ۵۲۴ مخونه.
  25. ↑ طوسي، التبیان، ټوک۱، مخ۱۴۱.
  26. ↑ طوسي، التبیان، ټوک۲، مخ۳۶۹.
  27. ↑ غافر سوره، ۳۵ آیت.
  28. ↑ طوسي، التبیان، ټوک۹، مخ۷۴.
  29. ↑ سیوطي، الإتقان، ټوک۱، مخ۲۱۶.
  30. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، ۳۱۲ او ۳۱۳ مخونه.
  31. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، مخ۳۲۵.
  32. ↑ ابن‌ابی‌داود، المصاحف، ټوک۱، ۸۸ او ۹۳ مخونه؛ معرفت، التمهید، ټوک۱، ۳۳۶ او ۳۳۷ او ۳۴۲-۳۴۵ مخونه.
  33. ↑ معرفت، التمهید، ټوک۱، ۳۳۱ او ۳۳۲ مخونه.
  34. ↑ سیوطي، الدر المنثور، ټوک۶، مخ۴۱۶.

سرچينې

  • قرآن کریم
  • ابن ابي داود الأزدي السجستاني، عبدالله بن سليمان بن الأشعث، المصاحف، قاهره، الفاروق الحديثة، ۱۴۲۳ ه.ق.
  • ابن اثیر، علي بن محمد، الکامل في التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ ه.ق.
  • ابن قتیبه الدینوري، عبدالله بن مسلم، تأویل مشکل القرآن، بیروت، دار الکتب العلمیة، بې‌نېټه
  • سیوطي، عبدالرحمن بن أبي بکر، الإتقان في علوم القرآن، د مصر د عمومي کتاب هیئت، ۱۳۹۴ ه.ق.
  • سیوطي، عبدالرحمن بن أبي بکر، الدر المنثور في تفسیر المأثور، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ ه.ق.
  • طبري، محمد بن جریر، جامع البیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲ ه.ق.
  • طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، بې‌نېټه.
  • یعقوبي، أحمد بن إسحاق، تاریخ اليعقوبي، بیروت، دار صادر، بې‌نېټه.
  • زرقاني، محمد عبدالعظیم، مناهل العرفان في علوم القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، بې‌نېټه.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان في تفسیر القرآن، تهران، د ناصرخسرو خپرونې، ۱۳۷۲ ه.ل.
  • فراء، یحیی بن زیاد، معاني القرآن، مصر، دار المصریة للتألیف والترجمة، بې‌نېټه
  • معرفت، محمدهادي، التمهید في علوم القرآن، قم، د التمهید کلتوري او خپرونو مؤسسه، ۱۳۸۸ ه.ل.