منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د نهج البلاغې لومړۍ خطبه

د wikishia لخوا
د نهج البلاغې لومړۍ خطبه
د نهج البلاغې لومړۍ خطبه - د قمري ښپږم پېړۍ لاسلیک خطبې
د نهج البلاغې لومړۍ خطبه - د قمري ښپږم پېړۍ لاسلیک خطبې
د انځور تشریحد نهج البلاغې لومړۍ خطبه - د قمري ښپږم پېړۍ لاسلیک خطبې
څخه صادر شوید مشهور قول پر بنسټ له امام علي(ع)
شیعه سرچینېکافي، تحف العقول، احتجاج
سني سرچینېربیع الابرار، دستور معالم الحکم، مطالب‌السؤول، تفسیر فخر رازي
د سلسلةالذهب حدیثد ثقلین حدیثد کساء حدیثد عمر بن حنظلة مقبولهد قرب نوافل حدیثد معراج حدیثد ولایت حدیثد وصایت حدیثد جنود عقل او جهل حدیثد شجره حدیث


د نهج‌البلاغې لومړۍ خطبه د اسلامي نړۍ‌لید (جهان‌بینۍ) په اړه یو بنسټیز متن دی چې پکې د توحید، پیدایښت، د پیغمبرانو د بعثت، د قرآن کریم د ځانګړنو او د حج د فریضې په څېر موضوعات بیان شوي دي. دا خطبه په بشپړ ډول او یا هم په ټوټه‌ټوټه شوې بڼه د شیعه او اهل سنتو په سرچینو کې روایت شوې ده.

په امام علي(ع) پورې د دې خطبې د منسوبېدو په اړه د څېړونکو ترمنځ اختلاف دی . قطب‌الدین راوندي د بشپړ سند په یادولو سره، او سید عبدالزهراء الحسیني الخطیب د خطبې د محتوا او په بېلابېلو سرچینو کې د هغې د پراخ نقل په استناد، دا خطبه د امام علي(ع) وینا ګڼلې ده. د دوی په وینا، امام کاظم(ع) او امام رضا(ع) هم د دې خطبې ځینې برخې روایت کړې دي. په مقابل کې، ځینو څېړونکو د حدیثي سرچینو د موجودو اسنادو پر بنسټ دا خطبه امام رضا(ع) ته منسوبه کړې ده.

د خطبې پېژندنه او اهمیت

د نهج‌البلاغې لومړۍ خطبه د اسلام د اعتقادي اصولو د بیان په برخه کې یو هر اړخیز[۱] متن بلل کېږي.[۲] د نهج‌البلاغې پر شرحو سربېره، د دې خطبې د شرحې لپاره خپلواک آثار هم لیکل شوي دي.[۳] د راپورونو له مخې، دا خطبه د امام علي(ع) د حکومت په وروستیو کلونو، یعنې د ۳۸ او ۴۰ هجري قمري کلونو ترمنځ، په کوفه کې ورکړل شوې ده.[۴]

د نهج‌البلاغې د څېړونکي احمد پاکتچي په وینا، سید رضي دا خطبه په نهج‌البلاغه کې په ټوټه‌ټوټه شوې بڼه راوړې ده.[۵] د تحف العقول له روایت سره د هغې پرتله[۶] ښيي چې د خطبې اصلي متن تر دې ډېر مفصل و.[۷] د نهج‌البلاغې شارح، قطب راوندي، هم د خطبې د اصلي متن د اوږد والي یادونه کړې ده.[۸]

په بېلابېلو دیني بحثونو کې پر خطبې استناد

د نهج‌البلاغې د لومړۍ خطبې ځینې برخې د خدای‌پېژندنې،[۹] نبوت،[۱۰] امام‌پېژندنې[۱۱] او همدارنګه د فلسفي بحثونو لکه د مادي نړۍ د قدمت[۱۲] او په هغې کې د لومړي مخلوق د موضوع[۱۳] په اړه د استناد وړ ګرځېدلې دي. د قرآن کریم مفسرانو هم د دې خطبې له ځینو فقرو څخه د قرآن کریم د آیتونو د تفسیر لپاره ګټه اخیستې ده؛ لکه د بقره سورې د ۱۹۶-۲۰۳ آیتونو،[۱۴] د کهف سورې ۵۷ آیت،[۱۵] د هود سورې د ۷ آیت[۱۶] او د غافر سورې د ۷ آیت[۱۷] د تفسیر په برخه کې.

دا خطبه د خپل ادبي فصاحت او بلاغت له امله د بلاغت په علم[۱۸] او د صرف په علم[۱۹] کې هم ځانګړی ځای لري، او فخر رازي دا د قرآن کریم او د رسول الله(ص) له ویناوو وروسته تر ټولو غوره کلام بللی دی.[۲۰]

امام علي(ع) ته د خطبې انتساب

د مشهور نظر له مخې، د نهج البلاغې لومړۍ خطبه د امام علي(ع) له لوري صادره شوې ده.[۲۱] قطب راوندي په خپل کتاب منهاج البراعة کې د دې خطبې بشپړ سند نقل کړی دی.[۲۲] د مصادر نهج البلاغه لیکوال، سید عبدالزهراء حسيني خطیب، د شیعه او اهل سنتو په ګڼو سرچینو کې د دې خطبې د ډېر نقل او د راویانو د تنوع پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلی چې دا خطبه له امام علي(ع) څخه صادره شوې ده.[۲۳] د هغه په اند، د دې خطبې سبک او محتوا د امام علي(ع) له نورو ویناوو سره دومره ورته والی لري چې د حضرت له کلام سره بلد کسان یې په انتساب کې هېڅ شک نه کوي، او خپله د خطبې متن د سند اړتیا له منځه وړي.[۲۴] هغه همدارنګه باور لري چې دا خطبه د اهل‌بیتو(ع) له لارې نسل په نسل انتقال شوې ده. د هغه په وینا، امام موسی کاظم(ع) د فتح بن عبدالله د لیک په ځواب کې د دې خطبې ځینې برخې نقل کړې دي. همدارنګه امام رضا(ع) د مأمون په مجلس کې په خپلې یوې خطبې کې د دې خطبې ځینې مضامین بیان کړي دي.[۲۵]

د لومړۍ خطبې ځینې فقرې، له ورته عبارتونو او د متن د حجم په توپیر سره،[۲۶] په شیعه سرچینو لکه تحف العقول،[۲۷] الاحتجاج د طبرسي [۲۸] او نهج الحق و کشف الصدق[۲۹] او همدارنګه په اهل سنتو سرچینو لکه ربیع الأبرار،[۳۰] دستور معالم الحکم[۳۱] او مطالب السؤول،[۳۲] د امام علي(ع) له قوله نقل شوې دي.

امام رضا(ع) ته انتساب

د احمد پاکتچي په وینا، له دې امله چې د دې خطبې د پام وړ برخه په ځینوسرچینو لکه الکافي[۳۳] او توحید صدوق[۳۴] کې د امام موسی کاظم(ع) او امام رضا(ع) څخه، پرته له دې چې د امام علي(ع) نوم یاد شي، نقل شوې ده،[۳۵] نو هغه دا خطبه د امام رضا(ع) له ویناوو څخه ګڼي.[۳۶] د هغه په باور، د دې خطبې ځینې فقرې د هغه فلسفي ګفتمان د رواج څرګندونه کوي چې د ده په اند د امام رضا(ع) په زمانه کې رامنځته شوی و، نه د امام علي(ع) په دوره کې. سربېره پر دې، شیخ صدوق د دې خطبې ځینې برخې په خپلو کتابونو عیون أخبار الرضا(ع) او توحید کې امام رضا(ع) ته منسوبې کړې دي.[۳۷] د پاکتچي په اند، د سید رضي څخه مخکې او وروسته په هېڅ داسې مسندې سرچینه کې دا خطبه امام علي(ع) ته نه ده منسوبه شوې.[۳۸] محمدتقي شوشتري هم په خپل کتاب بهج الصباغة[۳۹] کې دغه نظر منلی دی.[۴۰]

د خطبې منځپانګه

د نهج‌البلاغې په لومړۍ خطبه کې د دین بنسټ د خدای پېژندنه او د هغه پر یووالي شاهدي بلل شوې ده،[۴۱] او د الله تعالی دولس صفتونه پکې بیان شوي دي.[۴۲] د جوادي آملي په وینا، په دې خطبه کې د الله تعالی سلبی صفاتو، یوازې الله ته د ستاینې د ځانګړي کېدو، د الهي نعمتونو د پراخوالي، د انسان له لوري د دغو نعمتونو د شمېرلو د ناتوانۍ،[۴۳] د الله تعالی د ذات د بشپړې پېژندنې د ناشونتوب، د هغه له هر ډول تشبیه او توصیف څخه د تنزیه، د هغه د ازلیت او د نه وېشل کېدونکي ذات په اړه بحث شوی دی.[۴۴]

همدارنګه، په دې خطبه کې د مخلوقاتو د پیدایښت، د بادونو د رامنځته کېدو او د ځمکې د ټینګښت یادونه شوې او د الله تعالی د قدرت او رحمت بېلابېلې نښې بیان شوې دي.[۴۵] وروسته د حضرت آدم(ع) د پیدایښت، هغه ته د ملائکو د سجدې او د ابلیس د سرغړونې موضوع څېړل شوې ده.[۴۶] له دې وروسته، د پیغمبرانو د بعثت حکمت، د قرآن کریم ځانګړنې او احکام[۴۷] بیان شوي او د خطبې په پای کې د حج فریضه او د هغې اسرار بیان شوي دي.[۴۸]

متن او ژباړه

د نهج البلاغې لومړۍ خطبه

متن ژباړه
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی لَا یَبْلُغُ مِدْحَتَهُ الْقَائِلُونَ وَ لَا یُحْصِی نَعْمَاءَهُ الْعَادُّونَ وَ لَا یُؤَدِّی حَقَّهُ الْمُجْتَهِدُونَ الَّذِی لَا یُدْرِکُهُ بُعْدُ الْهِمَمِ وَ لَا یَنَالُهُ غَوْصُ الْفِطَنِ الَّذِی لَیْسَ لِصِفَتِهِ حَدٌّ مَحْدُودٌ وَ لَا نَعْتٌ مَوْجُودٌ وَ لَا وَقْتٌ مَعْدُودٌ وَ لَا أَجَلٌ مَمْدُودٌ فَطَرَ الْخَلَائِقَ بِقُدْرَتِهِ وَ نَشَرَ الرِّیَاحَ بِرَحْمَتِهِ وَ وَتَّدَ بِالصُّخُورِ مَیَدَانَ أَرْضِهِ:



أَوَّلُ الدِّینِ مَعْرِفَتُهُ وَ کَمَالُ مَعْرِفَتِهِ التَّصْدِیقُ بِهِ وَ کَمَالُ التَّصْدِیقِ بِهِ تَوْحِیدُهُ وَ کَمَالُ تَوْحِیدِهِ الْإِخْلَاصُ لَهُ وَ کَمَالُ الْإِخْلَاصِ لَهُ نَفْیُ الصِّفَاتِ عَنْهُ لِشَهَادَةِ کُلِّ صِفَةٍ أَنَّهَا غَیْرُ الْمَوْصُوفِ وَ شَهَادَةِ کُلِّ مَوْصُوفٍ أَنَّهُ غَیْرُ الصِّفَةِ فَمَنْ وَصَفَ اللَّهَ سُبْحَانَهُ فَقَدْ قَرَنَهُ وَ مَنْ قَرَنَهُ فَقَدْ ثَنَّاهُ وَ مَنْ ثَنَّاهُ فَقَدْ جَزَّأَهُ وَ مَنْ جَزَّأَهُ فَقَدْ جَهِلَهُ وَ مَنْ جَهِلَهُ فَقَدْ أَشَارَ إِلَیْهِ وَ مَنْ أَشَارَ إِلَیْهِ فَقَدْ حَدَّهُ وَ مَنْ حَدَّهُ فَقَدْ عَدَّهُ وَ مَنْ قَالَ فِیمَ فَقَدْ ضَمَّنَهُ وَ مَنْ قَالَ عَلَا مَ فَقَدْ أَخْلَی مِنْهُ: کَائِنٌ‏ لَا عَنْ حَدَثٍ مَوْجُودٌ لَا عَنْ عَدَمٍ مَعَ کُلِّ شَیْءٍ لَا بِمُقَارَنَةٍ وَ غَیْرُ کُلِّ شَیْءٍ لَا بِمُزَایَلَةٍ فَاعِلٌ لَا بِمَعْنَی الْحَرَکَاتِ وَ الْآلَةِ بَصِیرٌ إِذْ لَا مَنْظُورَ إِلَیْهِ مِنْ خَلْقِهِ مُتَوَحِّدٌ إِذْ لَا سَکَنَ یَسْتَأْنِسُ بِهِ وَ لَا یَسْتَوْحِشُ لِفَقْدِهِ‏









أَنْشَأَ الْخَلْقَ إِنْشَاءً وَ ابْتَدَأَهُ ابْتِدَاءً بِلَا رَوِیَّةٍ أَجَالَهَا وَ لَا تَجْرِبَةٍ اسْتَفَادَهَا وَ لَا حَرَکَةٍ أَحْدَثَهَا وَ لَا هَمَامَةِ نَفْسٍ اضْطَرَبَ فِیهَا أَحَالَ الْأَشْیَاءَ لِأَوْقَاتِهَا وَ [لَاءَمَ‏] لَأَمَ بَیْنَ مُخْتَلِفَاتِهَا وَ غَرَّزَ غَرَائِزَهَا وَ أَلْزَمَهَا أَشْبَاحَهَا عَالِماً بِهَا قَبْلَ ابْتِدَائِهَا مُحِیطاً بِحُدُودِهَا وَ انْتِهَائِهَا عَارِفاً بِقَرَائِنِهَا وَ أَحْنَائِهَا: ثُمَّ أَنْشَأَ سُبْحَانَهُ فَتْقَ الْأَجْوَاءِ وَ شَقَّ الْأَرْجَاءِ وَ سَکَائِکَ الْهَوَاءِ فَأَجْرَی فِیهَا مَاءً مُتَلَاطِماً تَیَّارُهُ مُتَرَاکِماً زَخَّارُهُ حَمَلَهُ عَلَی مَتْنِ الرِّیحِ الْعَاصِفَةِ وَ الزَّعْزَعِ الْقَاصِفَةِ فَأَمَرَهَا بِرَدِّهِ وَ سَلَّطَهَا عَلَی شَدِّهِ وَ قَرَنَهَا إِلَی حَدِّهِ الْهَوَاءُ مِنْ تَحْتِهَا فَتِیقٌ وَ الْمَاءُ مِنْ فَوْقِهَا دَفِیقٌ ثُمَّ أَنْشَأَ سُبْحَانَهُ رِیحاً اعْتَقَمَ مَهَبَّهَا وَ أَدَامَ مُرَبَّهَا وَ أَعْصَفَ مَجْرَاهَا وَ أَبْعَدَ مَنْشَأَهَا فَأَمَرَهَا بِتَصْفِیقِ الْمَاءِ الزَّخَّارِ وَ إِثَارَةِ مَوْجِ الْبِحَارِ فَمَخَضَتْهُ مَخْضَ السِّقَاءِ وَ عَصَفَتْ بِهِ عَصْفَهَا بِالْفَضَاءِ تَرُدُّ أَوَّلَهُ [عَلَی‏] إِلَی آخِرِهِ وَ سَاجِیَهُ [عَلَی‏] إِلَی مَائِرِهِ حَتَّی عَبَّ عُبَابُهُ وَ رَمَی بِالزَّبَدِ رُکَامُهُ فَرَفَعَهُ فِی هَوَاءٍ مُنْفَتِقٍ وَ جَوٍّ مُنْفَهِقٍ فَسَوَّی مِنْهُ سَبْعَ سَمَوَاتٍ جَعَلَ سُفْلَاهُنَّ مَوْجاً مَکْفُوفاً وَ عُلْیَاهُنَّ سَقْفاً مَحْفُوظاً وَ سَمْکاً مَرْفُوعاً بِغَیْرِ عَمَدٍ یَدْعَمُهَا وَ لَا دِسَارٍ [یَنْتَظِمُهَا] یَنْظِمُهَا ثُمَّ زَیَّنَهَا بِزِینَةِ الْکَوَاکِبِ وَ ضِیَاءِ الثَّوَاقِبِ‏ وَ أَجْرَی فِیهَا سِراجاً مُسْتَطِیراً (وَ قَمَراً مُنِیراً) فِی فَلَکٍ دَائِرٍ وَ سَقْفٍ سَائِرٍ وَ رَقِیمٍ مَائِرٍ.






ثُمَّ فَتَقَ مَا بَیْنَ السَّمَوَاتِ الْعُلَا فَمَلَأَهُنَّ أَطْوَاراً مِنْ مَلَائِکَتِهِ مِنْهُمْ سُجُودٌ لَا یَرْکَعُونَ وَ رُکُوعٌ لَا یَنْتَصِبُونَ وَ صَافُّونَ لَا یَتَزَایَلُونَ وَ مُسَبِّحُونَ لا یَسْأَمُونَ لَا یَغْشَاهُمْ نَوْمُ الْعُیُونِ وَ لَا سَهْوُ الْعُقُولِ وَ لَا فَتْرَةُ الْأَبْدَانِ وَ لَا غَفْلَةُ النِّسْیَانِ وَ مِنْهُمْ أُمَنَاءُ عَلَی وَحْیِهِ وَ أَلْسِنَةٌ إِلَی رُسُلِهِ وَ مُخْتَلِفُونَ بِقَضَائِهِ وَ أَمْرِهِ وَ مِنْهُمُ الْحَفَظَةُ لِعِبَادِهِ وَ السَّدَنَةُ لِأَبْوَابِ جِنَانِهِ وَ مِنْهُمُ الثَّابِتَةُ فِی الْأَرَضِینَ السُّفْلَی أَقْدَامُهُمْ وَ الْمَارِقَةُ مِنَ السَّمَاءِ الْعُلْیَا أَعْنَاقُهُمْ وَ الْخَارِجَةُ مِنَ الْأَقْطَارِ أَرْکَانُهُمْ وَ الْمُنَاسِبَةُ لِقَوَائِمِ الْعَرْشِ أَکْتَافُهُمْ نَاکِسَةٌ دُونَهُ أَبْصَارُهُمْ مُتَلَفِّعُونَ تَحْتَهُ بِأَجْنِحَتِهِمْ مَضْرُوبَةٌ بَیْنَهُمْ وَ بَیْنَ مَنْ دُونَهُمْ حُجُبُ الْعِزَّةِ وَ أَسْتَارُ الْقُدْرَةِ لَا یَتَوَهَّمُونَ رَبَّهُمْ بِالتَّصْوِیرِ-وَ لَا یُجْرُونَ عَلَیْهِ صِفَاتِ الْمَصْنُوعِینَ وَ لَا یَحُدُّونَهُ بِالْأَمَاکِنِ وَ لَا یُشِیرُونَ إِلَیْهِ بِالنَّظَائِرِ




ثُمَّ جَمَعَ سُبْحَانَهُ مِنْ حَزْنِ الْأَرْضِ وَ سَهْلِهَا وَ عَذْبِهَا وَ سَبَخِهَا تُرْبَةً سَنَّهَا بِالْمَاءِ حَتَّی خَلَصَتْ وَ لَاطَهَا بِالْبَلَّةِ حَتَّی لَزَبَتْ فَجَبَلَ مِنْهَا صُورَةً ذَاتَ أَحْنَاءٍ وَ وُصُولٍ وَ أَعْضَاءٍ وَ فُصُولٍ أَجْمَدَهَا حَتَّی اسْتَمْسَکَتْ وَ أَصْلَدَهَا حَتَّی صَلْصَلَتْ لِوَقْتٍ مَعْدُودٍ وَ أَمَدٍ [أَجَلٍ‏] مَعْلُومٍ ثُمَّ نَفَخَ فِیهَا مِنْ رُوحِهِ- [فَتَمَثَّلَتْ‏] فَمَثُلَتْ إِنْسَاناً ذَا أَذْهَانٍ یُجِیلُهَا وَ فِکَرٍ یَتَصَرَّفُ بِهَا وَ جَوَارِحَ یَخْتَدِمُهَا وَ أَدَوَاتٍ یُقَلِّبُهَا وَ مَعْرِفَةٍ یَفْرُقُ بِهَا بَیْنَ الْحَقِّ وَ الْبَاطِلِ وَ الْأَذْوَاقِ وَ الْمَشَامِّ وَ الْأَلْوَانِ وَ الْأَجْنَاسِ مَعْجُوناً بِطِینَةِ الْأَلْوَانِ الْمُخْتَلِفَةِ- وَ الْأَشْبَاهِ الْمُؤْتَلِفَةِ وَ الْأَضْدَادِ الْمُتَعَادِیَةِ وَ الْأَخْلَاطِ الْمُتَبَایِنَةِ مِنَ الْحَرِّ وَ الْبَرْدِ وَ الْبَلَّةِ وَ الْجُمُودِ- [وَ الْمَسَاءَةِ وَ السُّرُورِ] وَ اسْتَأْدَی اللَّهُ سُبْحَانَهُ الْمَلَائِکَةَ وَدِیعَتَهُ لَدَیْهِمْ وَ عَهْدَ وَصِیَّتِهِ إِلَیْهِمْ فِی الْإِذْعَانِ بِالسُّجُودِ لَهُ وَ الْخُنُوعِ لِتَکْرِمَتِهِ فَقَالَ سُبْحَانَهُ [لَهُمْ‏] (اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِیسَ‏)- [وَ قَبِیلَهُ اعْتَرَتْهُمُ‏] اعْتَرَتْهُ الْحَمِیَّةُ وَ غَلَبَتْ [عَلَیْهِمُ‏] عَلَیْهِ الشِّقْوَةُ وَ [تَعَزَّزُوا] تَعَزَّزَ بِخِلْقَةِ النَّارِ وَ [اسْتَوْهَنُوا] اسْتَوْهَنَ خَلْقَ الصَّلْصَالِ فَأَعْطَاهُ اللَّهُ النَّظِرَةَ اسْتِحْقَاقاً لِلسُّخْطَةِ وَ اسْتِتْمَاماً لِلْبَلِیَّةِ وَ إِنْجَازاً لِلْعِدَةِ فَقَالَ إِنَّکَ‏ (مِنَ الْمُنْظَرِینَ إِلی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ‏) ثُمَّ أَسْکَنَ سُبْحَانَهُ آدَمَ دَاراً أَرْغَدَ فِیهَا [عِیشَتَهُ‏] عَیْشَهُ وَ آمَنَ فِیهَا مَحَلَّتَهُ وَ حَذَّرَهُ إِبْلِیسَ وَ عَدَاوَتَهُ فَاغْتَرَّهُ عَدُوُّهُ نَفَاسَةً عَلَیْهِ بِدَارِ الْمُقَامِ وَ مُرَافَقَةِ الْأَبْرَارِ فَبَاعَ الْیَقِینَ بِشَکِّهِ وَ الْعَزِیمَةَ بِوَهْنِهِ وَ اسْتَبْدَلَ بِالْجَذَلِ وَجَلًا وَ [بِالاعْتِزَازِ] بِالاغْتِرَارِ نَدَماً ثُمَّ بَسَطَ اللَّهُ سُبْحَانَهُ لَهُ فِی تَوْبَتِهِ وَ لَقَّاهُ کَلِمَةَ رَحْمَتِهِ وَ وَعَدَهُ الْمَرَدَّ إِلَی جَنَّتِهِ وَ أَهْبَطَهُ إِلَی دَارِ الْبَلِیَّةِ وَ تَنَاسُلِ الذُّرِّیَّةِ




وَ اصْطَفَی سُبْحَانَهُ مِنْ وَلَدِهِ أَنْبِیَاءَ أَخَذَ عَلَی الْوَحْیِ مِیثَاقَهُمْ وَ عَلَی تَبْلِیغِ الرِّسَالَةِ أَمَانَتَهُمْ لَمَّا بَدَّلَ أَکْثَرُ خَلْقِهِ عَهْدَ اللَّهِ إِلَیْهِمْ فَجَهِلُوا حَقَّهُ وَ اتَّخَذُوا الْأَنْدَادَ مَعَهُ وَ اجْتَالَتْهُمُ الشَّیَاطِینُ عَنْ مَعْرِفَتِهِ وَ اقْتَطَعَتْهُمْ عَنْ عِبَادَتِهِ فَبَعَثَ فِیهِمْ رُسُلَهُ وَ وَاتَرَ إِلَیْهِمْ أَنْبِیَاءَهُ لِیَسْتَأْدُوهُمْ مِیثَاقَ فِطْرَتِهِ وَ یُذَکِّرُوهُمْ مَنْسِیَّ نِعْمَتِهِ وَ یَحْتَجُّوا عَلَیْهِمْ بِالتَّبْلِیغِ وَ یُثِیرُوا لَهُمْ دَفَائِنَ الْعُقُولِ وَ یُرُوهُمْ آیَاتِ الْمَقْدِرَةِ مِنْ سَقْفٍ فَوْقَهُمْ مَرْفُوعٍ وَ مِهَادٍ تَحْتَهُمْ مَوْضُوعٍ وَ مَعَایِشَ تُحْیِیهِمْ وَ آجَالٍ تُفْنِیهِمْ وَ أَوْصَابٍ تُهْرِمُهُمْ وَ أَحْدَاثٍ [تَتَتَابَعُ‏] تَتَابَعُ عَلَیْهِمْ وَ لَمْ یُخْلِ اللَّهُ سُبْحَانَهُ خَلْقَهُ مِنْ نَبِیٍّ مُرْسَلٍ أَوْ کِتَابٍ مُنْزَلٍ أَوْ حُجَّةٍ لَازِمَةٍ أَوْ مَحَجَّةٍ قَائِمَةٍ رُسُلٌ لَا تُقَصِّرُ بِهِمْ قِلَّةُ عَدَدِهِمْ وَ لَا کَثْرَةُ الْمُکَذِّبِینَ لَهُمْ مِنْ سَابِقٍ سُمِّیَ لَهُ مَنْ بَعْدَهُ أَوْ غَابِرٍ عَرَّفَهُ مَنْ قَبْلَهُ عَلَی ذَلِکَ نَسَلَتِ الْقُرُونُ و مَضَتِ الدُّهُورُ وَ سَلَفَتِ الْآبَاءُ وَ خَلَفَتِ الْأَبْنَاءُ








إِلَی أَنْ بَعَثَ اللَّهُ سُبْحَانَهُ مُحَمَّداً [ص‏] رَسُولَ اللَّهِ ص لِإِنْجَازِ عِدَتِهِ وَ إِتْمَامِ نُبُوَّتِهِ مَأْخُوذاً عَلَی النَّبِیِّینَ مِیثَاقُهُ مَشْهُورَةً سِمَاتُهُ کَرِیماً مِیلَادُهُ وَ أَهْلُ الْأَرْضِ یَوْمَئِذٍ مِلَلٌ مُتَفَرِّقَةٌ وَ أَهْوَاءٌ مُنْتَشِرَةٌ وَ طَرَائِقُ مُتَشَتِّتَةٌ بَیْنَ مُشَبِّهٍ لِلَّهِ بِخَلْقِهِ أَوْ مُلْحِدٍ فِی اسْمِهِ أَوْ مُشِیرٍ إِلَی غَیْرِهِ فَهَدَاهُمْ بِهِ مِنَ الضَّلَالَةِ وَ أَنْقَذَهُمْ بِمَکَانِهِ مِنَ الْجَهَالَةِ ثُمَّ اخْتَارَ سُبْحَانَهُ لِمُحَمَّدٍ ص لِقَاءَهُ وَ رَضِیَ لَهُ مَا عِنْدَهُ وَ أَکْرَمَهُ عَنْ دَارِ الدُّنْیَا وَ رَغِبَ بِهِ عَنْ مَقَامِ الْبَلْوَی فَقَبَضَهُ إِلَیْهِ کَرِیماً ص وَ خَلَّفَ فِیکُمْ مَا خَلَّفَتِ الْأَنْبِیَاءُ فِی أُمَمِهَا إِذْ لَمْ یَتْرُکُوهُمْ هَمَلًا بِغَیْرِ طَرِیقٍ وَاضِحٍ وَ لَا عَلَمٍ قَائِمٍ-





کِتَابَ رَبِّکُمْ فِیکُمْ مُبَیِّناً حَلَالَهُ وَ حَرَامَهُ وَ فَرَائِضَهُ وَ فَضَائِلَهُ وَ نَاسِخَهُ وَ مَنْسُوخَهُ وَ رُخَصَهُ وَ عَزَائِمَهُ وَ خَاصَّهُ وَ عَامَّهُ وَ عِبَرَهُ وَ أَمْثَالَهُ وَ مُرْسَلَهُ وَ مَحْدُودَهُ وَ مُحْکَمَهُ وَ مُتَشَابِهَهُ مُفَسِّراً [جُمَلَهُ‏] مُجْمَلَهُ وَ مُبَیِّناً غَوَامِضَهُ بَیْنَ مَأْخُوذٍ مِیثَاقُ عِلْمِهِ وَ مُوَسَّعٍ عَلَی الْعِبَادِ فِی جَهْلِهِ وَ بَیْنَ مُثْبَتٍ فِی الْکِتَابِ فَرْضُهُ وَ مَعْلُومٍ فِی السُّنَّةِ نَسْخُهُ وَ وَاجِبٍ فِی السُّنَّةِ أَخْذُهُ وَ مُرَخَّصٍ فِی الْکِتَابِ تَرْکُهُ وَ بَیْنَ وَاجِبٍ [لِوَقْتِهِ‏] بِوَقْتِهِ وَ زَائِلٍ فِی مُسْتَقْبَلِهِ وَ مُبَایَنٌ بَیْنَ مَحَارِمِهِ مِنْ کَبِیرٍ أَوْعَدَ عَلَیْهِ نِیرَانَهُ أَوْ صَغِیرٍ أَرْصَدَ لَهُ غُفْرَانَهُ وَ بَیْنَ مَقْبُولٍ فِی أَدْنَاهُ [وَ] مُوَسَّعٍ فِی أَقْصَاهُ‏




وَ فَرَضَ عَلَیْکُمْ حَجَّ بَیْتِهِ الْحَرَامِ الَّذِی جَعَلَهُ قِبْلَةً لِلْأَنَامِ یَرِدُونَهُ وُرُودَ الْأَنْعَامِ وَ [یَوْلَهُونَ‏] یَأْلَهُونَ إِلَیْهِ [وَلَهَ‏] وُلُوهَ الْحَمَامِ وَ جَعَلَهُ سُبْحَانَهُ عَلَامَةً لِتَوَاضُعِهِمْ لِعَظَمَتِهِ وَ إِذْعَانِهِمْ لِعِزَّتِهِ وَ اخْتَارَ مِنْ خَلْقِهِ سُمَّاعاً أَجَابُوا إِلَیْهِ دَعْوَتَهُ وَ صَدَّقُوا کَلِمَتَهُ وَ وَقَفُوا مَوَاقِفَ أَنْبِیَائِهِ وَ تَشَبَّهُوا بِمَلَائِکَتِهِ الْمُطِیفِینَ بِعَرْشِهِ یُحْرِزُونَ الْأَرْبَاحَ فِی مَتْجَرِ عِبَادَتِهِ وَ یَتَبَادَرُونَ عِنْدَهُ مَوْعِدَ مَغْفِرَتِهِ جَعَلَهُ سُبْحَانَهُ وَ تَعَالَی لِلْإِسْلَامِ عَلَماً وَ لِلْعَائِذِینَ حَرَماً [وَ] فَرَضَ حَقَّهُ وَ أَوْجَبَ حَجَّهُ وَ کَتَبَ [عَلَیْهِ‏] عَلَیْکُمْ وِفَادَتَهُ فَقَالَ سُبْحَانَهُ‏ (وَ لِلَّهِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطاعَ إِلَیْهِ سَبِیلًا وَ مَنْ کَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِیٌّ عَنِ الْعالَمِینَ‏)[۴۹]

ستاینه هغه خدای لره ده چې ویناوال او سخنوران د هغه له ستایلو عاجز دي او شمیرونکي یې د نعمتونو له شمیرلو بې وسه دي او له ډیر زیار سره سره د هغه حق نه شي ادا کولی، هغه خدای چې ژور افکار او لوړ همتونه یې ذات نه شي درک کولی او لامبوزن یې د علم د سمندر تل ته نه شي رسیدلی، نه یې د صفتونو کومې ټاکلې پولې شته او نه یې توري بشپړ تعریف کولی شي، او نه دهغه ذات لپاره ټاکلی وخت او نه پاي شته، هغه ټول مخلوقات په خپل قدرت پنځولې او په خپل رحمت سره یې بادونه خوځولې دي. او د غرونو په میخونو سره یې دځمکې لړزا په کراري بدله کړې ده.

د دین پیل دهغه معرفت دی او د پیژندلو کمال يې، په هغه باور لرل او د باور لرلو کمال، د هغه په یو والي ګواهي ورکول دي اود توحیدکمال، اخلاص او د اخلاص کمال د مخلوق له صفتونو د هغه ذات سپیڅلې ګڼل دي،ځکه چې هر صفت ګواه دی چې هغه له موصوفه جدا دی او هر موصوف چغې وهي چې له صفته جدا څیز دی. نو څوک چې خدای د مخلوق په صفتونو سره وستايی مطلب دا دی چې هغه یې یو څیز ته نزدې ګڼلی دی(یعنې دخدای لپاره یې یو شریک ګرځولی دی ځکه چې د مخلوق صفت او موصوف دوه جدا څیزونه دي) او کله چې یې خدای دوه وګاڼه یعنې د هغه لپاره یې د اجزاوو تصور وکړ او دخدای لپاره د اجزاوو د تصور مطلب دا دی چې هغه یې نه دی پیژندلی. او څوک چې خدای ونه پیژني هغه ته اشاره کوي او څوک چې اشاره کوي یعنې خدای یې محدود کړی او شمیرلی دی او څوک چې ووایی«خدای په څه کې دی؟» هغه یې په بل څه کې انګیرلی دی او څوک چې پوښتنه وکړي چې«خدای د څه لپاسه قایم دی؟» نو په تحقیق سره یو ځای یې له هغه خالي ګڼلی دی، حال دا چې خدای همیشه و او له کوم څیزه نه دی پیدا شوی، له هر څه سره دی خو داسې نه چې د هغو همنشین او ورسره یو ځای وي او له هر څه سره توپیر لري خو داسې نه چې له هغو جدا او پردی وي هغه د هر څه کوونکی دی خو د آلاتو او حرکاتو په وسیله نه، بینا دی حتی هغه وخت چې هیڅ مخلوق نه و موجود، یوازې او واحد ذات دی، ځکه داسې کوم ملګری نه لري چې ورسره انس واخلي او یا یې په جدایۍ اندیښمن شي.


هغه مخلوقات وپنځول او د پنځ پیل یې وکړ بې له دې چې فکر او سوچ ته اړتیا ولري یا له کومې تجربې استفاده وکړي یا کوم خوځښت وکړي یا کومه اندیښمنوونکې فیصله هغه وځوروي . ټول څیزونه یې د هغو مناسبو وختونو ته وسپارل او بیا یې ډول ډول مخلوقات غږمله کړل او هر یو ته یې خپل خاصه غریزه (طبیعت) ورکړه او هغوی ته یې شکلونه ورکړل. دا ټول جزییات هغه ته تر جوړولو مخکې معلوم وو. او دهغوی له پایلو او پولو خبر و او له هغوی سره له لګیدونکو او خواوشا څیزونو یا پټو او ښکاره و آګاه و. له دې وروسته هغه د فضا پراختیاوې او دهغه خوا وشا او د هواګانو پوړونه جوړ کړل او په هغو کې یې هغه اوبه وبهیولې چې په څپو کې یې تلاطم و او څپې یې دیو بل لپاسه او پوړ په پوړ وې. او د تندو هواګانو په اوږو یې سپرې کړې او بیا یې هوا ته د اوبو د ستنولو امر وکړ او د اوبو په ساتلو یې واکمنه کړه، او د هغو پولې یې ښې وټاکلې فضا تر تندو باودونو لاندې او اوبه دهغه لپاسه په حرکت کې وې. بیا یې یوه بله هوا وپنځوله چې شنډه وه او هغه يې په مرکز ودروله او د هغې چپې یې تیزې کړې او ډګر یې ورپلن کړ او بیا یې امر وروکړ چې د دریابونو څپې راولاړې کړي او په یو بل یې وځپي او دغې هوا ټولې اوبه د ژۍ په شان وشاربلې او په پراخې فضا کې یې له ځان سره داسې یوړې چې اولې یې په اخرو ووهلې او تمې یې په سرکښو څپو ورواړولې او د دې په نتیجه کې د اوبو سویه د غرونو د څپو په شان لوړه شوه اود ځګونو استر پرې جوړ شو بیا یې دا ځګونه په پراخې او پرانستې فضا کې لوړ کړل او له هغو یې اوه اسمانونه وپنځول چې لاندینۍ سطحه یې د تمط شوې څپې او باندینۍ سطحه یې د خوندي بام او لوړې ودانۍ په شان وه نه یې کومه ستنه وه چې دا پرې ولاړ وئ او نه کوم میخونه وو چې دا پرې ټینګ وی. بیا یې دا اسمانونه د په ستورو وپسولل او د ځلاندو ستورو په رڼا یې وځلول او پکې یې رڼا بخښونکی څراغ او روښانه سپوږمۍ روانه کړه چې په فلکي مدار کې خوځیدونکي چت او نه تمیدونکې تختې کې یې خوځښت کاوه .


بیا یې لوړ آسمانونه پرانستل او له ډول ډول پرښتو یې ډک کړل چې ځینې یې تل په سجدو وي او رکوع ته یې لمبر نه رسیږي او ځینې یې تل په رکوع وي او سر نه اوچتوي او ځینې یې په صفونو کې ولاړې وي اوله ځایه نه خوځي،ځینې یې په تسبیح او ثنا مشغولې وي او ستړې کیږي نه او هیڅکله یې سترګې خوب نه وړي او عقلونه یې نه تیروځي، نه يې په بدن لټي واکمنیږي او نه یې په مازغو غفلت. په دوي کې ځینې د وحي امینې او د استازو (رسولانو) په لور د خداي ژبې دي چې پرله پسې امرونه په ځای کوي او ځینې د هغه د بندګانو ساتونکې او د جنت د ورونو څوکیدارې دي. او ځینې داسې دي چې ګامونه یې د ځمکې په ژورو پوړو کې ښخ دي او سرونه یې تر لوړو اسمانونو وتلې دي. او د وجود غړي یې د نړۍ تر خواوشا وتلې او په اوږو یې عرش ټینګ دی د هغوی سترګې د خداي د عرش په وړاندې ټیټې وي او تر هغه لاندې یې وزرې راټولې کړې دي.د هغوي او دنورو مخلوقاتوپه مینځ کې د عزت حجابونه او د قدرت پردې دي هغوي دخپل پالونکي په هکله د شکل او تصویر خیال قدرې هم نه کوي او هغه د مخلوقاتوپه صفتونو نه ستایي. هغوی نه خپل رب په مکان کې محدودوي او نه هغه ته د ساري په راوړلو سره اشاره کوي.


بیا لوی خدای د ځمکې د سختې نرمې،تروې او خوږې خاورې ځینې برخې راغونډې کړې او بیا یې پڼه کړه تر دې چې مټینه خټه ترې جوړه شوه او په اوبو کې یې دومره ولړله چې چسبناکه شوه او بیا یې ترې داسې صورتونه جوړ کړل چې هم پکې کږلیچونه وو او هم جوړونه، هم غړي وو او هم بندونه،بیا یې دومره وچه کړه چې کلکه شوه او دومره یې سخته کړه چې کړنګیدی شوه او تر یوې ټاکلې مودې او ځانګړې وخته یې داسې وساتله،هاله یې خپل روح وروپوکه او داسې انسان یې ترې جوړ کړ چې هم يې شنونکی ذهن درلود او هم چلیدونکی فکر او هم کارکوونکي غړي، او خوځیدونکي الات او اوزار، او هم داسې پوهه چې حق پرې له باطله وپیژني، هغه ته يې د څښلو، بویولو او په رنګ او روغن کې د فرق کولو صلاحیت ورکړ، هغه یې له بیلا بیلو خټو جوړ کړ چې هم پکې غږمله اجزا وو او هم متضاد او ناغږمله توکي او د تودوخې ، سړوخې لوندوالي او وچوالي په شان حالتونه. بیا لوي خداي له پرښتو وغوښتل چې د هغه امانت ورستون کړي او دهغه په ژمن شوې وصیت عمل وکړي یعنې دغه مخلوق(آدم) ته سجده وکړي او عزت او لوړاوی يې ومني، «بیا يې په ډاګه وغوښتل چې ادم ته سجده وکړي نو ټولو سجده وکړه بې له آدمه»هغه په کبر او ځان منمۍ اخته شو او بدمرغي پرې واکمنه شوه او له اوره په پیدا کیدو په ځان وویاړیده او له خاورې د انسان په پیدایښت يې هغه سپک وګاڼه خو خدای تعالی هغه ته د عذاب د پوره وړ کیدو، د ازمیښت د بشپړیدو او د خپلې وعد‎ې دپوره کیدو لپاره مهلت ورکړ او ويل چې«تا ته د قیامت تر ورځې مهلت درکړل شو» بیا خدای تعالی آدم په یو داسې کور کې استوګن کړ چې ژوند پکې خوږ و او خوندي او کرار ځای و، او له ابلیس او دهغه له تربګنۍ یې خبردار کړ خو دښمن د هغه د جنت له استوګنې او د نیکانو له ملګرتیا وسوزیده او هغه یې وغولاوه، نو هغه خپل یقین په شک خرڅ کړ او هوډیې په کمزورۍ، او د خوښۍ په ځای یې ترهه واخسته، او د ابلیس په لمسه یې پښیماني د ځان په برخه کړه، هاله الله تعالی دهغه لپاره د توبې لاره هواره کړه او د رحمت کلمات یې ورزده کړل، او له هغه سره د جنت په وعدې سره یې هغه د ازمیښت نړۍ ته راکوز کړ چیرته چې د هغه له نسله د انسانانو لړۍ جوړیدونکې وه.


الله سبحانه وتعالی د آدم(ع) له اولادې څخه پېغمبران غوره کړل، او له هغوی څخه یې د وحې د رسولو او د الهي رسالت د امانتدارۍ په اړه ټینګه ژمنه واخیسته؛ په هغه وخت کې چې ډېری خلکو د الله تعالی له عهد سره خیانت وکړ، هغه یې په باطلو چارو بدل کړ، د هغه د حق په اړه ناپوهه شول، او د بوتانو لپاره یې د الله شریکان وټاکل. شیطانانو هغوی د الله له پېژندنې څخه لرې کړل، او د بندګۍ اړیکه یې له خپل پالونکي سره پرې کړه. نو الله سبحانه وتعالی خپل استازي راولېږل، او خپل پېغمبران یې یو په بل پسې د خلکو لوري ته واستول، څو له خلکو څخه د الهي فطرت د ژمنې د ادا کولو غوښتنه وکړي، د الله هېر شوي نعمتونه ور په یاد کړي، د څرګندو دلایلو په وړاندې کولو سره پرې حجت تمام کړي، د هغوی د عقلونو پټې وړتیاوې راویښې کړي، او د الله نښې وروښيي؛ لکه دا لوړ اسمان چې د هغوی پر سر ولاړ دی، او دا ځمکه چې د هغوی تر پښو لاندې د زانګو په څېر غوړول شوې ده، هغه روزۍ چې هغوی ژوندۍ ساتي، هغه ټاکلې نېټې (اجلونه) چې هغوی مرګ ته سپاري، هغه سختۍ چې هغوی زړښت ته رسوي، او هغه پرله‌پسې پېښې چې پر هغوی یو په بل پسې راځي. الله سبحانه وتعالی خپل بندګان هېڅکله بې له پېغمبر، یا اسماني کتاب، یا لازم حجت، او یا د روښانه لارې له ښوونې، نه دي پرېيښي. هغه پېغمبران چې د شمېر له مخې لږ وو، او دروغ ګڼونکي یې ډېر وو، خو دغه حالت هغوی د خپل رسالت له تبلیغ څخه ونه ګرځول. هر تېر پېغمبر د راتلونکي پېغمبر زېرى ورکاوه، او هر راتلونکي پېغمبر به د خپل مخکیني پېغمبر تصدیق او معرفي کوله.همداسې پېړۍ تېرې شوې، زمانې واوښتې، پلرونه وفات شول، او زامنو یې د هغوی ځای ونیو.


تر دې چې سبحان خدای په خپلې وعدې د عمل او د نبوت د بشپړولو لپاره حضرت محمد(ص) مبعوث کړ هغه پیغمبر چې له ټولو پیغمبرانو یې د هغه د نبوت د منلو تړون اخستی و. نښې یې مشهورې او زوکړه یې مبارکه وه په هغه زمانه کې د ځمکې خاوندان خواره واره ولسونه وو چې مختلفې غوښتنې یې لرلې او تیت وپرکې رودې یې خپلې کړې وې ځينو یې خدای انسانانو ته ورته ګاڼه او ځینو یې د نامې انکار کاوه او بل چاته به یې اشاره کوله. نو خدای د محمد په وسیله له ګمراهۍ هدایت کړل او له ناپوهۍ یې وژغورل. بیا یې د محمد صلی الله علیه وآله وسلم لپاره خپل ملاقات غوره کړ او څه چې یې له ځان سره لرل هغه ته یې خوښ کړل او له دنیا په بوتللو سره یې عزتمن کړ او له ستونزو او بلاګانو یې وژغوره، او په عزت سره یې ورځینې روح واخسته. د اسلام ګران پیغمبر ستاسو په مینځ کې ځای ناستي پریښودل هماغه شان چې تیرو نبیانو خپلو امتونو ته پریښودل ځکه چې هغوي هیڅکله انسانان لالهانده پرې نه ښودل او بې د روښانه لارې او پیاوړو نښو له معرفي کولو له دنیا لا نه ړل.


په تاسو کې ستاسو د پالونکي کتاب موجود دی چې د حلالو او حرامو، واجب او مستحبو، ناسخ او منسوخ مباح او ممنوع، خاص و عام، عبرتونو او مثالونو، مطلق او مقید او محکمو اومتشابهو بیانوونکی دی. خپل مجمل عبارتونه سپړي او پیچلې ټکي روښانوي. مثلا هغه واجبات چې د هغو د پیژندلو ژمنه یې واخسته او هغه مستحبات چې پوهیدل پرې لازم نه دي په قرآن کې د دین ځینې احکام واجب وپیژندل شول چې ناسخ يې د پیغمبر(ص) په سنت کې راغلې دي او ځینې یې د پیغمبر(ص) په سنت کې واجب شول چې د خدای په کتاب کې یې پریښودل روا وو؛ ځینو واجباتو محدود وخت لرلو چې په راتلونکي کې ختم شول. الهي محرمات له یوه بله جدا دي؛ ځینې یې لویې ګناهانې دي چې د اور وعده پرې ورکړل شوې ده او ځینې یې وړې چې د بخښښ وعده لري. او ځینې یې داسې عملونه دي چې لږ یې قبول او په ډیرو کې یې انسان ازاد دی


او پر تاسو یې د خپل عزتمن کور حج فرض کړ هماغه کور چې د انسانانو قبله یې ټاکلې ده چې د تږو په شان په هغه ورماتیږي اود کوترو په شان پناه وروړي. خدای تعالی کعبه د خپل سترتوب په وړاندې دبندګانو د تواضع او په خپل عزت او قدرت د هغوي د داده کیدو نښه وګرځوله. او داسې اوریدونکي انسانان یې پیداکړل چې دهغه بلنې ته هو وايي او خبره یې تصدیقوي او دانبیاوو په پلونو ودریږي. د هغو پرښتو په شان چې دخدای د عرش طواف کوي او په دغه عبادت ځاي او د زایرانو په تجارت خانه کې پریمانه ګټه ترلاسه کوي.او د الهي بخښنې وعده ګاه ته زغلي . سبحان خدای کعبه د اسلام بیرغ او د پناه غواړو لپاره د امن کور وګرځاوه.د حق ادا کول یې واجب کړل او حج یې فرض کړ او پر تاسو ټولو یې هغې ته تلل وټاکل او وې فرمایل: « هغه کس چې د خداي کور ته د تللو وس لري حج پرې فرض دی او څوک چې انکار وکړي نوخدای له ټولو جهانیانو بې نیازه دی»[۵۰]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ټوک۱، مخ۶۹.
  2. پاکتچی، «مطالعه روایت‌شناختی خطبه اول نهج‌البلاغه با تکیه بر الگوی علیت»، مخ۲۲۲.
  3. د مثال په توګه وګورئ: خامنه‌ای، شرح خطبه اول در موضوع نبوت، د کتاب سریزه مخ؛ ایزدی، آیینه حریم، د کتاب سریزه مخ.
  4. جوادی آملی، سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی (تحریر نهج‌البلاغه)، ټوک۱، مخ۷۳.
  5. پاکتچی، «مطالعه روایت‌شناختی خطبه اول نهج‌البلاغه با تکیه بر الگوی علیت»، مخ۲۲۲.
  6. ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، مخ۶۱.
  7. پاکتچی، «مطالعه روایت‌شناختی خطبه اول نهج‌البلاغه با تکیه بر الگوی علیت»، مخ۲۲۲.
  8. قطب راوندی، منهاج البراعة فی شرح نهج‌البلاغة، ټوک۱، مخ۱۰۹.
  9. طباطبایی، اصول فلسفه و روش رئالیسم، ټوک۵، مخ۳۹ او ۱۰۱؛ رضایی اصفهانی، مباحث اعتقادی، مخ۲۵؛ حسن‌زاده آملی، دروس شرح فصوص الحکم قیصری، مخ۱۰۷.
  10. خامنه‌اي، شرح خطبه اول در موضوع نبوت، مخ۱۴۹؛ انصاریان، اندیشه در اسلام، مخ۲۴۱.
  11. حسینی طهرانی، امام شناسی، مخ۳۲۶ او ۳۴۶.
  12. بهلول‌زاده و غفاری «بررسی نظریه قدم عالم بر اساس تفسیر المیزان و با تاکید بر خطبه اول نهج‌البلاغه»، ۱۶۱-۱۷۳مخونه.
  13. هاشمی و دیگران، « اولین مخلوق عالم ماده و آیات مبدأ خلقت با محوریت قرآن و خطبه اول نهج‌البلاغه»، مخ۲۸.
  14. انصاریان، تفسیر حکیم، ټوک۶، مخ۵۱.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۱۲، مخ۴۷۵.
  16. قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ټوک۴، مخ۴۵۷.
  17. شاه عبدالعظیمی، تفسیر اثنی عشری، ټوک۱۱، مخ۲۸۲.
  18. طباطبایی، «تلمیحات قرآنی در خطبه اول نهج‌البلاغه»، مخ۱۱۳ او ۱۱۷-۱۳۶.
  19. میرمحمودی و دیگران، «سبک‌شناسی تطبیقی ساختار صرفی خطبه اول نهج‌البلاغه و خطبه‌های صدر اسلام با تأکید بر کارکرد و بسامد»، ۱۴۰-۱۵۳مخونه.
  20. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ټوک‏۲، مخ۳۸۸.
  21. هاشمی خویی، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، ټوک۱، مخ۲۹۳؛ جوادی آملی، سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی، ټوک۱، مخ۷۳؛ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ټوک۱، مخ۵۷.
  22. قطب راوندی، منهاج البراعة فی شرح نهج‌البلاغة، ټوک۱، مخ۱۰۷.
  23. حسینی خطیب، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، ټوک۱، مخ۳۱۵.
  24. حسینی خطیب، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، ټوک۱، مخ۳۱۵.
  25. حسینی خطیب، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، ټوک۱، مخ۳۱۴.
  26. حسینی خطیب، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، ټوک۱، مخ۳۱۴.
  27. ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، مخ۶۱.
  28. طبرسی، الاحتجاج، ټوک۱، مخ۱۹۸.
  29. علامه حلی، نهج‌الحق و کشف الصدق، مخ۶۵.
  30. زمخشری، ربیع الابرار و نصوص الاخبار، ټوک۱، مخ۳۱۳.
  31. قضاعی، دستور معالم الحکم، مخ۱۲۲.
  32. نصیبی، مطالب السؤول فی مناقب آل الرسول، مخ۱۱۵.
  33. کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۱۴۰.
  34. شیخ صدوق، التوحید، مخ۳۴.
  35. پاکتچی، «مطالعه روایت‌شناختی خطبه اول نهج‌البلاغه با تکیه بر الگوی علیت»، مخ۲۲۲.
  36. پاکتچی، نقد متن، مخ۳۲۶.
  37. پاکتچی، نقد متن، مخ۳۲۶.
  38. پاکتچی، نقد متن، ۳۲۶ - ۳۲۸مخونه.
  39. شوشتری، بهج الصباغه فی شرح نهج‌البلاغه، ټوک۱، مخ۱۶۰.
  40. پاکتچی، نقد متن، ۳۲۶ - ۳۲۸ مخونه.
  41. جوادی آملی، سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی (تحریر نهج‌البلاغه)، ټوک۱، مخ۱۰۵.
  42. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ټوک۱، مخ۷۲.
  43. جوادی آملی، سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی (تحریر نهج‌البلاغه)، ټوک۱، ۷۹ - ۸۳مخونه.
  44. جوادی آملی، سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی (تحریر نهج‌البلاغه)، ټوک۱، ۸۵-۱۰۰مخونه.
  45. جوادی آملی، سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی (تحریر نهج‌البلاغه)، ټوک۱، مخ۱۰۲.
  46. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه۱، مخ۴۲.
  47. جوادی آملی، سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی (تحریر نهج‌البلاغه)، ټوک۱، مخ۲۱۰.
  48. قنبری همدانی، داستان پیدایش: شرح و تفسیر خطبه اول نهج‌البلاغه، مخ۵۵.
  49. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه۱، ۳۹-۴۵ مخونه.
  50. نهج البلاغة، ترجمه حسین انصاریان‏، ۱-۶ مخونه.

سرچينې

  • هاشمي خویي، سید حبیب‌الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، ژباړونکي: حسن حسن‌زاده آملي او محمدباقر کمره‌اي؛ څېړونکی: ابراهیم میانجي، تهران، مکتبة الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۰ ق.
  • ابن ابي‌الحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج‌البلاغه، سمون: محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي عامه کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ ق
  • ابن‌شعبه حراني، حسن بن علي، تحف العقول، څېړنه: علي‌اکبر غفاري، قم، جامعه مدرسین، دویم چاپ، ۱۴۰۴ ق.
  • انصاریان، حسین، اندیشه در اسلام، قم، دارالعرفان، ۱۳۸۸ ل.
  • انصاریان، حسین، تفسیر حکیم، قم، دار العرفان، لومړی چاپ، بې نېټې.
  • ایزدي، عباس، آیینه حریم، تهران، د ضریح فرهنګي او هنري مؤسسه، ۱۳۷۶ ل.
  • بهلول‌زاده، قاسم او ابوالحسن غفاري، «بررسی نظریه قدم عالم بر اساس تفسیر المیزان و با تاکید بر خطبه اول نهج‌البلاغه»(د «المیزان تفسیر» پر بنسټ او د نهج‌البلاغې پر لومړۍ خطبې په ټینګار سره، د «عالم د قدم» د نظریې څېړنه)، د اسلامي فلسفې دوه فصلنۍ، لسم کال، ۲یمه ګڼه، پرله‌پسې ۱۹مه، د ۱۴۰۳ ل منی او ژمی.
  • پاکتچي، احمد، «مطالعه روایت‌شناختی خطبه اول نهج‌البلاغه با تکیه بر الگوی علیت»(د علیت (علت او معلول) پر بېلګې [الګو] په تکیې سره، د نهج‌البلاغې د لومړۍ خطبې روایت‌پوهنیزه څېړنه)، د نهج‌البلاغې د څېړنو فصلنۍ، اتلسم کال، ۳یمه ګڼه، پرله‌پسې ۶۲مه، د ۱۳۹۸ ل منی.
  • پاکتچي، احمد، نقد متن، تهران، امام صادق(ع) پوهنتون، لومړی چاپ، ۱۳۹۱ ل.
  • پورعزت، علي‌اصغر، مدیریت ما، مدیریت اسلامی در پرتو نهج‌البلاغه امام علی علیه السلام، تهران، د نهج‌البلاغې بنسټ، ۱۳۹۳ ل.
  • جوادي آملي، عبدالله، سَلُونِی قَبْلَ أَنْ تَفْقِدُونِی (تحریر نهج‌البلاغه)، قم، اسراء، درېیم چاپ، ۱۳۹۹ ل.
  • حسن‌زاده آملي، حسن، دروس شرح فصوص الحکم قیصری، قم، د بوستان کتاب مؤسسه، ۱۳۸۷ ل.
  • حسیني خطیب، سید عبدالزهراء، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، بیروت، دارالزهراء، ۱۳۶۷ ق.
  • حسیني طهراني، محمدحسین، امام شناسی، مشهد، علامه طباطبایي، ۱۴۲۶ ق.
  • خامنه‌اي، سید علي، شرح خطبه اول در موضوع نبوت (۱۳۵۹ ل)، تهران، د اسلامي انقلاب خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۹ ل.
  • دشتي، محمد، کلیدهای شناسایی نهج‌البلاغه، قم، د امیرالمؤمنین (ع) فرهنګي څېړنیزه مؤسسه، ۱۳۸۹ ل.
  • رضایي اصفهاني، محمدعلي، مباحث اعتقادی، قم، نسیم حیات، ۱۳۹۱ ل.
  • زمخشري، محمود بن عمر، ربیع الابرار و نصوص الاخبار، څېړونکی: عبدالامیر مهنا، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۲ ق.
  • سید رضي، نهج البلاغة، د حسین انصاریان ژباړه، قم، دار العرفان، لومړی چاپ، ۱۳۸۸ ل.
  • سید رضي، محمد بن حسین، نهج‌البلاغة، سمون: صبحي صالح، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ ق.
  • شاه عبدالعظیمي، حسین، تفسیر اثنی عشری، تهران، میقات، لومړی چاپ، ۱۳۶۳ ل.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، اصول فلسفه و روش رئالیسم، حاشیه لیکونکی (محشي): مرتضی مطهري، تهران، صدرا، بې نېټې.
  • طباطبایي، سید محسن، «تلمیحات قرآنی در خطبة اوّل نهج‌البلاغه»، د قرآني معارفو د څېړنلیک فصلنۍ، شپږم کال، ۲۳یمه ګڼه، د ۱۳۹۴ ل ژمی.
  • طبرسي، احمد بن علي، الإحتجاج علی أهل اللجاج، څېړونکی: محمد باقر خرسان، د مرتضی خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ ق.
  • قرشي بنابي، علي‌اکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، د بعثت بنسټ، دویم چاپ، ۱۳۷۵ ل.
  • قضاعي، محمد بن سلامه، دستور معالم الحکم و ماثور مکارم الشیم من کلام امیر المومنین علی بن ابی طالب کرم الله وجهه، بیروت، دار الکتاب العربي، ۱۴۰۱ ق.
  • قطب راوندي، سعید بن هبة‌الله، منهاج البراعة فی شرح نهج‌البلاغة، قم، د حضرت آیت‌الله العظمی مرعشي نجفي عامه کتابتون، څېړونکی: عبد اللطیف حسیني کوه‌کمره‌اي، ۱۴۰۶ ق.
  • قنبري همداني، حشمت‌الله، داستان پیدایش: شرح و تفسیر خطبه اول نهج‌البلاغه، تهران، نړیواله خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۵ ل.
  • مکارم شیرازي، «شرح نهج‌البلاغه (خطبه اول، بخش اول)»، د احسن الحدیث قرآني کمېټه، د لیدنې نېټه: د ۱۴۰۴ ل د مرغومي ۱۵مه.
  • مکارم شیرازي، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ ل.
  • میرمحمودي، سید هادي، سید محمد موسوي بفروئي او احمد زارع زردیني، «سبک‌شناسی تطبیقی ساختار صرفی خطبه اول نهج‌البلاغه و خطبه‌های صدر اسلام با تأکید بر کارکرد و بسامد» (پر کارونې او تکرار په ټینګار سره، د نهج‌البلاغې د لومړۍ خطبې او د صدرِ اسلام د خطبو د صرفي جوړښت تطبیقي طریقه پوهنه)، د نهج‌البلاغې د څېړنو فصلنۍ، درویشتم کال، ۸۳یمه ګڼه، د ۱۴۰۳ ل ژمی.
  • نصیبي، محمد بن طلحه، مطالب السؤول فی مناقب آل الرسول: الکتاب الذی یعطیک صورة صادقة عن سیرة الأئمة الإثنی عشر، سموونکی: عبدالعزیز طباطبایي، بیروت، مؤسسة البلاغ، ۱۴۱۹ ق.
  • هاشمي، سیده فاطمه، حمیده آشنا او محسن احتشامي‌نیا، «اولین مخلوق عالم ماده و آیات مبدأ خلقت با محوریت قرآن و خطبه اول نهج‌البلاغه» (د قرآن او د نهج‌البلاغې د لومړۍ خطبې پر محوریت [چورلیز]؛ د مادې د عالم لومړنی مخلوق او د خلقت د مبدأ آیتونه)، د نهج‌البلاغې د څېړنو فصلنۍ، درویشتم کال، ۸۱یمه ګڼه، د ۱۴۰۳ ل دوبی.