د لیلة الهریر خطبه
| موضوع | د جګړې لپاره د لښکر هڅول |
|---|---|
| څخه صادر شوی | امام علي(ع) |
| شیعه سرچینې | الفتوح، وقعة الصفین |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
د لَیلَةُ الهَریر خطبه (د چغو د شپې خطبه) د امام علي(ع) لخوا د صفین د جګړې په یوه شپه، معاویه سره د جنګ لپاره د خپلو فوځیانو د هڅولو لپاره، ورکړل شوه،[۱] لیلة الهریر هغه شپه وه چې د معاویه لښکر د امام علي(ع) د پوځ د ګوزارونو له امله د سپیو په څیر چیغې وهلې.[۲]
دا خطبه د ماسخوتن له لمانځه وروسته[۳] د صفر د میاشتې په دولسمې نیټې[۴] او د یو راپور له مخې د ۳۷ هجري کال د صفرې د میاشتې په لسمې يا اوولسمې شپې ورکړی شوه.[۵]
خطبه د خدای په حمد او ثنا سره پیل کیږي.[۶] امام علي(ع) خپلو ملګرو ته سپارښتنه وکړه چې خدای یاد کړي، لمونځ وکړي، د قرآن تلاوت وکړي او دعا وکړي.[۷] هغوی ته یې ته بلنه ورکړه چې په جګړه کې محتاط اوسي، صبر وکړي، ثابت قدمه وسي او صادق وي.[۸] بیا، د دښمن کمزورۍ ته په اشارې سره، هغه خپل عسکر دې ته هڅوي چې لکه څنګه چې دوي په پیل کې هڅه کړې ده د جګړې په پای کې هم سست نه شي، او پایله د خدای قضا ته پریږدي.[۹]
د لیلة الهریر خطبه په شیعه[۱۰] او سني سرچینو کې روایت شوې ده.[۱۱] د دې لومړۍ روایت له سُلَیْم بن قِیْس هِلالي (وفات ۷۶ هجري) څخه د سلیم بن قیس په کتاب کې دی.[۱۲] له هغه وروسته، نصر بن مزاحم (وفات ۲۱۲ هجري) دا په وقعة الصفین[۱۳] کې او ابن قُتَیبه دینَوَري په الامامة والسیاسة[۱۴] کې ذکر کړی دی. د دې بشپړ متن د ابن اَعثم کوفي په الفتوح کې راغلی دی. (کوم چې په څلورمه هجري پیړۍ کې لیکل شوی دی).
په نهج البلاغه کې د لیلة الهریر په نوم یوه خطبه شته، چې له دې خطبې څخه توپیر لري.[۱۵] د نهج البلاغه د شارح ابن ابي الحدید په وینا، دا د لیلة الهریر وروسته ورځې پورې اړه لري[۱۶] او د عماد الدین الطبري (د شپږمې هجري پیړۍ یو تاریخ لیکونکي) په وینا،[۱۷] دا د صفین د جګړې له پیل سره تړاو لري.
متن او ژباړه
په لیلة الهریر کې د امام علي خطبه
| متن | ژباړه |
|---|---|
| خطبَ عَلِيٌّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَصْحَابَهُ بَعْدَ أَنْ صَلَّى عِشَاءَ الآخِرَةِ فَقَالَ:
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي يُبَرِمُ مَا قَضَى وَقَدَّرَ، فَمَا أَبْرَمَ فَلَا يَنْقُضُهُ النَّاقِضُونَ، وَمَا نَقَضَ فَلَنْ يُبَرِمَهُ الْمُبَرِمُونَ، مَعَ أَنَّ اللَّهَ تَعَالَى لَوْ شَاءَ لَمَا اخْتَلَفَ اثْنَانِ مِنْ خَلْقِهِ، وَلَا تَنَازَعَتِ الْأُمَّةُ فِي شَيْءٍ مِنْ أَمْرِهِ، وَلَا جَحَدَ الْمَفْضُولُ حَقَّ الْفَاضِلِ، وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلُوا، وَلَكِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ، وَقَدْ سَاقَتْنَا وَهَؤُلَاءِ الْمَقَادِيرُ إِلَى هَذَا الْمَكَانِ، وَنَحْنُ مِنَ اللَّهِ تَعَالَى بِمَنْظَرٍ وَمَسْمَعٍ، وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَانْتَقَمَ وَكَانَ مَعَهُ التَّغْيِيرُ وَلَكِنَّهُ جَعَلَ الدُّنْيَا دَارَ الْأَعْمَالِ وَالْآخِرَةَ دَارَ الْقَرَارِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى، أَلَا وَإِنَّكُمْ تُقَاتِلُونَ عَدُوَّكُمْ غَدًا فَاطْلُبُوا اللَّيْلَةَ الْقِيَامَ وَأَكْثِرُوا فِيهَا مِنْ تِلَاوَةِ الْقُرْآنِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ وَاسْأَلُوهُ النَّصْرَ، وَعَلَيْكُمْ بِالْحَذَرِ وَالْحَزْمِ وَالْصَّبْرِ وَكُونُوا صَادِقِينَ، أَلَا! وَقَدْ بَلَغَ بِكُمْ وَبِعَدُوِّكُمْ مَا قَدْ رَأَيْتُمْ وَلَمْ يَبْقَ مِنْهُمْ إِلَّا آخِرَ نَفَسٍ فَإِنَّ الْأُمُورَ إِذَا أَقْبَلَتْ اعْتَبِرُوا آخِرَهَا بِأَوَّلِهَا وَقَدْ صَبَرَ لَكِنَّ الْقَوْمَ عَلَى غَيْرِ دِينٍ حَتَّى بَلَغُوا فِيكُمْ مَا بَلَغُوا، وَأَنَا غَادٍ عَلَيْهِمْ غَدًا وَمُحَاكِمُهُمْ إِلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ
|
کله چې امیر المؤمنین على(ع) د ماڅښوتن لمونځ وکړ نو خپلو اصحابو ته یې یوه خطبه ورکړه:
حمد او ثنا هغه خدای لره دي چې خپل قضی او قدر یې مزبوت کړي دي، او کوم څه چې يې مزبوت کړي دي نو هیڅوک یې د ماتولو توان نه لري، او کوم څه چې یې مات کړي دي هیڅوک یې د مزبوتیا او جوړښت توان نه لري.(د خدای قضا او قدر څوک نه شي بدلولی) که څه هم که چرې الله تعالی غوښتی نو هیڅ دوه کسان به له یو بل سره مخاف نه وو، او په امت کې به د یو څیز په هکله هم په خپلو جنګ نه و او چا چې فضیلت نه درلود هغه به د فضیلت لرونکي د حق انکار نه کاوه، او که چرې الله تعالی غوښتې نو یو بل به یې نه مړه کول، خو الله چې څه غواړي هغه کوي، او مونږ دواړه دغه تقدیرونو دې ځای ته راویشتي یوو، او مونږ د الله تعالی په وړاندې یوو هغه مو ګوري او اوري، او که چرې الله تعالی غوښتې (نو په دې دنیا کې به یې) انتقام اخستی و ځکه چې بدلون د هغه په لاس دی خو هغه دا دنیا د عملونو ځای جوړ کړی دی او آخرت یې د قرار ځای ګرځولی دی د دې لپاره چې کومو کسانو بد کارونه کړي دي هغوي ته د خپلو عملونو سزا ورکړي او کومو کسانو چې ښه کارونه کړي دي هغوي ته جزا ورکړي، خبر اوسئ! تاسو به سبا له خپلو دښمنانو سره جنګیږئ نو نن د شپې لږ لمانځه ته ویښ پاتی شئ، او په دې شپه کې د قرآن تلاوت ډېر وکړئ او د خدای ذکر وکړئ او ترې فتحه وغواړئ او وویریږئ او جدي اوسئ او صبر وکړئ او ریښتوني اوسئ. خبر اوسئ! تاسو او ستاسو دښمنان ته هغه څه دررسیدلي دي چې تاسو لیدلي دي او په دښمن کې بې له اخرنۍ ساه بل څه نه دي پاتی، د کارونو اعتبار د پای (خاتمې) له مخې وي، او هر هغه کار چې پایله یې د پیل (فاتحې) په شان نه وي، په هغه کې هېڅ خیر نشته. او صبر یي وکړ، خو خلک بې دینه وو تر هغه چې هغه تاسو ته هغه څه درورسیدل چې هغوي ته ورسیدلي وو، او زه به سبا دوي ته ورځم او د دوی قضیه به د عالمینو رب ته رسوم. |
فوټ نوټ
- ↑ ابناعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ټوک۳، مخ۱۷۱.
- ↑ سبحانی، فروغ ولایت، ۱۳۸۰ش، مخ۶۰۱.
- ↑ ابناعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ټوک۳، مخ۱۷۱.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۳۲۳.
- ↑ سبحانی، فروغ ولایت، ۱۳۸۰ش، مخ۶۰۱.
- ↑ ابناعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ټوک۳، مخ۱۷۱.
- ↑ ابناعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ټوک۳، مخ۱۷۱.
- ↑ ابناعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ټوک۳، مخ۱۷۱.
- ↑ ابناعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ټوک۳، مخ۱۷۱.
- ↑ المنقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، مخ۴۷۶.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ټوک۷، مخ۲۶۱.
- ↑ قیس هلالی، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۰۵ق، ټوک۲، مخ۸۰۷.
- ↑ المنقری، وقعة صفین، ۱۴۰۴ق، مخ۴۷۶.
- ↑ ابنقتیبة دینوری، الامامة والسیاسة، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۴۳.
- ↑ نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه۶۶، مخ۹۷.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، ۱۴۰۴ق، ټوک۵، مخ۱۷۵.
- ↑ طبری، بشاره المصطفی لشیعه المرتضی، ۱۳۸۳ق، مخ۱۴۱.
سرچينې
- ابنابيالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهجالبلاغه، سمون: محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، د آیتالله مرعشي نجفي عامه کتابتون، لومړی چاپ، ۱۴۰۴ق.
- ابناعثم کوفي، احمد، الفتوح، څېړنه: علي شیري، بیروت، دارالأضواء، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
- ابنقتیبه دینوري، عبدالله بن مسلم، الامامة او السیاسة، څېړونکی: علي شیري، بیروت، دار الأضواء، لومړی چاپ، ۱۴۱۰ق.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، بېنېټې.
- المنقري، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، سمون: عبدالسلام محمد هارون، قم، د آیتالله مرعشي نجفي کتابتون، دوهم چاپ، ۱۴۰۴ق.
- سبحاني تبریزي، جعفر، فروغ ولایت: تاریخ تحلیلی زندگانی امیرالمومنین علی(ع) (د ولایت رڼا: د امیرالمؤمنین علي (ع) د ژوند تحلیلي تاریخ)، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۳۸۰ش.
- طبري، محمد بن ابيالقاسم، بشارة المصطفی لشیعة المرتضی، نجف، المکتبة الحیدریة، دوهم چاپ، ۱۳۸۳ق.
- قیس هلالي، سلیم، کتاب سلیم بن قیس الهلالي، سمون: محمد انصاري، قم، الهادي خپرندویه، لومړی چاپ، ۱۴۰۵ق.
- مستوفي هروي، محمد بن احمد، ترجمه الفتوح ابناعثم، سمون: غلامرضا طباطبایي مجد، تهران، د اسلامي انقلاب د خپرونو او زدهکړې سازمان، ۱۳۷۲ش.