منځپانگې ته ورتلل

وعده خلافي

د wikishia لخوا
وعده خلافي مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.

وعده خلافي یا خُلفِ وعده د وعدې د نه پوره کولو معنا لري؛ هغه عمل چې په قرآن او اسلامي روایتونو کې غندل شوی دی. دا مفهوم د وعدې پوره کولو پر وړاندې راځي او [د وعدې ماتول|د رسمي تړونونو او معاهدو له ماتولو]] سره توپیر لري. د اسلامي ښوونو له مخې، الله تعالی هېڅکله خُلف وعده یا وعده خلافي نه کوي او اهل‌بیتو(ع) هم د وعدې پوره کول یو لازمي امر باله. په نبوي روایتونو کې د وعدې نه پوره کول د منافق له نښو څخه ګڼل شوي دي.

سره له دې چې د خُلف وعدې د بدوالي په اړه ډېر اخلاقي ټینګارونه شوي، د شیعه فقهاوو مشهور نظر دا دی چې خُلف وعده یا وعده خلافي له فقهي پلوه حرام نه ده، بلکې مکروه بلل کېږي. د دوی استدلال د متشرعه سیرت دی؛ ځکه متشرعو او دیندارو خلکو، حتی د معصومینو په زمانه کې، کله ناکله وعده خلافي کوله او هغه یې ګناه نه ګڼله. خو فقهاوو روښانه کړې ده چې که یو څوک له پیل څخه د وعدې د نه پوره کولو نیت ولري، دا عمل د دروغو مصداق دی او حرام ګڼل کېږي.

اهمیت

د شیعه علماوو په فقه او اخلاقو کې د خُلف وعدې او وعده خلافۍ موضوع څېړل شوې ده.[۱] د قرآن په آیتونو او د اهل‌بیت(ع) په روایتونو کې رښتینی مؤمن هغه څوک معرفي شوی چې پر خپلو وعدو وفادار وي او وعده خلافي ونه کړي.[۲] کلیني، چې یو شیعه محدث دی، په کافي کتاب کې وعده خلافۍ ته روغ باب ځانګړی کړی دی.[۳] په هغه روایت کې چې له رسول الله(ص) څخه نقل شوی، پر الله او د قیامت پر ورځې ایمان له وعدې پوره کولو سره تړلی ګڼل شوی[۴] او د وعدې ماتول د منافق له نښو څخه بلل شوي دي. مهدي نراقي دا روایت پر هغه کس تطبیقوي چې له پیل څخه د وعدې د عملي کولو نیت ونه لري یا بې له عذره خپله وعده پوره نه کړي.[۵]

په یوه روایت کې له امام صادق(ع) څخه راغلي چې له مومن سره د مؤمن وعده د داسې نذر په شان ده چې کفاره نه لري، او د هغې ماتول د الله نافرماني او د الهي غضب لامل ګڼل شوي او د صف سورې د ۲م آیت مصداق بلل شوی دی.[۶] همدارنګه امام علي(ع) په خپل لیک کې مالک اشتر له خُلف وعدې څخه منع کړی او هغه یې د الله او د خلکو د قهر سبب بللی او د صف سورې په ۳م آیت یې استناد کړی دی.[۷]

مفهوم‌ پېژندنه

خُلف وعده د هغه وعدې نه پوره کول دي چې یو انسان په خپل اختیار او په یو اړخیز ډول د بل چا پر وړاندې کړې وي او بیا یې له ترسره کولو ډډه وکړي.[۸] دې مفهوم ته د وعده خلافۍ او بې ژبې توب نوم هم کارول کېږي.[۹] خُلف وعده پر وعدې د پوره کولو پر وړاندې مفهوم دی.[۱۰]

له عهدشکنۍ سره یې توپیر

خُلف وعده له عهدشکنۍ څخه جلا مفهوم دی. څېړونکو عهدشکني (د تړون ماتول) د کبیره ګناهونو له ډلې شمېرلې ده.[۱۱] له فقهي پلوه، عهد هغه تړون ته ویل کېږي چې بنده یې له الله تعالی سره د کوم کار د ترسره کولو یا پرېښودو لپاره کوي.[۱۲] د څېړونکو په اند، د عهد ماتول د رسمي قرارداد سرغړونه ده، حال دا چې خُلف وعده د غیر قراردادي تعهد نه پوره کول دي.[۱۳]

د الهي وعدې د تخلف ناممکن والی

د مرتضی مطهري په وینا، د مسلمانانو د اجماع له مخې الله تعالی هېڅکله وعده خلافي نه کوي. معتزله په دې باور دي چې الله تعالی لکه څنګه چې پر خپلو وعدو وفا کوي، پر خپلو وعیدونو (د سزا ګواښونو) هم ولاړ دی او له هغو څخه تخلف هم محال او قبیح ګڼي.[۱۴] د الله وعده د ثواب زېری او د هغه وعید د سزا ګواښ ته ویل کېږي.

قرآن د رعد سورې په ۳۱م آیت او د روم سورې په ۶م آیت کې د الهي وعدې د نه خلافورزۍ خبر ورکوي. علامه طباطبایي خُلف وعده د ارادې، علم یا قدرت د نیمګړتیا او یا د اضطرار له حالته راولاړېدونکې ګڼي، او ځکه چې الله تعالی له هر ډول نقص او اضطراره پاک دی، نو د هغه په اړه د خُلف وعدې تحقق محال بولي.[۱۵] د ابراهیم سورې په ۲۲م آیت کې د قیامت د ورځې انځور وړاندې شوی چې په کې شیطان په دنیا کې د خپلو وعده خلافیو اعتراف کوي او د الله وعده حق ګڼي.[۱۶] د امام رضا(ع) له یوه روایت سره سم، اهل‌بیت خپلې وعدې د پور او دَین په شان لازم‌الوفا ګڼلې، لکه څنګه چې رسول الله(ص) هم همداسې وو.[۱۷]

د خُلف وعدې فقهي حکم

د شیعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې، وعده خلافي حرامه نه ده،[۱۸] خو سخت کراهت لري.[۱۹] خو که څوک له پیل څخه د وعدې پر مهال د هغې د پوره کولو نیت ونه لري، ډېری فقها د هغه عمل حرام ګڼي[۲۰] او د دروغو او فریب مصداق یې بولي.[۲۱]

حسین مظاهري، چې له مراجعو څخه دی، خُلف وعده په پنځو ډولونو وېشلې او یوازې یو ډول یې جایز بللی دی. هغه د لازمو عقودو او شرطونو ماتول، او همدارنګه هغه وعدې چې د مالي زیان، د عزت د زیان یا د نورو د وخت د ضایع کېدو سبب شي، حرام ګڼي. یوازې هغه وعده خلافۍ چې هېڅ مالي، حیثیتي یا د وخت زیان ونه لري، جایز بلل کېږي.[۲۲] همدارنګه که وعده له داسې شرط سره تړلې وي چې لا نه وي پوره شوی، یا شرعي عذر لکه هېرېدنه یا د مقابل لوري رضا موجوده وي، خُلف وعده جایزه ده.[۲۳]

که وعده د حرام کار لکه په ربا او سود ورکولو یا قمار کولو پورې اړه ولري، نو پر هغې وعدې عمل کول هم حرام دي.[۲۴] د امامیه فقهاوو ترمنځ له ښځې او کورنۍ سره د دروغجنې وعدې په اړه اختلاف شته؛ ځینې یې حرام او ځینې یې جایز بولي.[۲۵]

د خُلف وعدې د جواز دلیل

ځینو فقهاوو د آیتونو او روایتونو د ظاهر پر بنسټ و عده خلافي یا خُلف وعده حرام ګڼلې ده،[۲۶] خو بیا یې د کراهت فتوا ورکړې ده. دیني سید ابوالقاسم خویی، د متشرعانو سیرت او چلند ته په کتو سره چې کله ناکله خُلف وعده روا ګڼي، خُلف وعده مکروه بولي.[۲۷]

خُلف وعده په اخلاقو کې

له اخلاقي او ټولنیز پلوه، خُلف وعده ناخوښ کار ګڼل شوې ده[۲۸] او هغه څوک چې پر خپله وعده عمل نه کوي، د ملامتۍ وړ دی.[۲۹] په جامع السعادات کې سپارښتنه شوې چې د خُلف وعدې د منفي پایلو د مخنیوي لپاره، ښه ده چې د وعدې پر مهال له قطعي وعدې ډډه وشي او هغه د الله په خوښه یا نورو شرایطو پورې وتړل شي.[۳۰]

په پښتنو کې وعدې ته ژبه کول کیږي چې هماغه د فارسۍ د قول دادن معنا ورکوي او د ژبې ماتول ډېر بد کار ګڼل کیږي. د وعدې په ماتوونکې کس څوک باور نه کوي او هغه ته بې ژبی کس ویل کیږی.

فوټ نوټ

  1. محمدیان، «جواز خلف وعده در ترازوی فقه و اخلاق»، مخ۲۶.
  2. مظاهری، توضیح المسائل، ۱۳۸۹ش، مخ۴۰۸.
  3. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۳۶۳.
  4. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۳۶۳.
  5. نراقی، جامع السعادات، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ټوک۲، مخ۳۴۲.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۳۶۳.
  7. سید رضی، نهج‌البلاغه (صبحی صالح)، ۱۴۱۴ق، مخ۴۴۴.
  8. انصاری، الموسوعة الفقهیة المیسره، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۳، مخونه۵۸۴ ـ ۵۸۵؛ مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۷۷ش، ټوک۳، مخ۲۶۲.
  9. «خلف وعده یا بد‌قولی»، د آیت‌الله سیستاني ویبپاڼه.
  10. مظاهری، توضیح المسائل، ۱۳۸۹ش، مخ۴۰۸.
  11. دستغیب، گناهان کبیره، ۱۳۷۵ش، ۳۲۷ او ۳۳۱ مخونه.
  12. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، ۱۳۷۷ش، ټوک۲، ۱۴۹۹مخ.
  13. غضنفری، اخلاق در قرآن و سنت حاوی یکصد نکته اخلاقی، ۱۳۹۲ش، ټوک۲، ۱۹۳مخ.
  14. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۶ش، ټوک۳، مخ۷۵.
  15. طباطبایی، المیزان، ۱۳۵۲ش، ټوک۱۶، مخ۱۵۶.
  16. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۶ش، ټوک۴، مخ۲۷۶.
  17. ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، مخ۴۴۶.
  18. شیخ انصاری، المکاسب، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۱۵.
  19. خویی، منهاج الصالحين، ۱۴۱۰ق، بخش ۱،مخ۱۰؛ محمدیان، «جواز خلف وعده در ترازوی فقه و اخلاق»، مخ۳۰.
  20. محمدیان، «جواز خلف وعده در ترازوی فقه و اخلاق»، مخ۳۱.
  21. زنجانی، کتاب نکاح، ۱۴۱۹ق، ټوک۱۸، مخ۵۹۱۶.
  22. مظاهری، توضیح المسائل، ۱۳۸۹ش، مخونه۴۰۸ ـ ۴۰۹.
  23. «خلف وعده یا بد‌قولی»، د آیت‌الله سیستاني ویبپاڼه.
  24. «خلف وعده یا بد‌قولی»، د آیت‌الله سیستاني ویبپاڼه.
  25. همدانی، «شمول ادله حرمت دروغ نسبت به خانواده و بستگان»، مخونه۱۰۶ ـ ۱۰۷.
  26. خویی، مصباح الفقاهه، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۳۹۳؛ مجلسی، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ټوک۶، مخ۴۸۹.
  27. خویی، مصباح الفقاهه، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۳۹۳.
  28. شبیری، کتاب نکاح، ۱۳۸۳ش، ټوک۴، مخ۱۱۲۴.
  29. محمدیان، «جواز خلف وعده در ترازوی فقه و اخلاق»، مخ۳۶.
  30. نراقی، جامع السعادات، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ټوک۲، مخ۳۴۲.

سرچينې

  • ابن‌شعبه حراني، حسن بن علي، تحف العقول، قم، د مدرسینو ټولنه، دوهم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • انصاري، محمدعلي، الموسوعة الفقهیة المیسّرة، قم، د اسلامي فکر مجمع، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • خرمشاهي، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی (د قرآن او قرآني څېړنو دانشنامه)، تهران، ناهید او دوستان خپرندویه، ۱۳۷۷ل.
  • «خلف وعده یا بد‌قولی» (د وعدې ماتول یا بدقولې)، د آیت‌الله سیستاني وېبپاڼه، د کتنـې نېټه: ۲۷ تله ۱۴۰۴ل.
  • خويي، سید ابوالقاسم، مصباح الفقاهة، ترتیب: محمدعلي توحیدي، بې‌ځایه، بې‌خپرندویه، بې‌نېټې.
  • خويي، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، مدینة العلم، ۱۴۱۰ق.
  • دستغیب، سید عبدالحسین، گناهان کبیر، د اسلامي خپرونو دفتر (د مدرسینو ټولنې پورې تړلی)، نهم چاپ، ۱۳۷۵ل.
  • سید رضي، محمد بن حسین، نهج‌البلاغه (سمونه: صبحي صالح)، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • شبیري زنجاني، سید موسی، کتاب نکاح (د نکاح کتاب)، قم، د رای‌پرداز څېړنیزه مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • شیخ انصاري، مرتضی، المکاسب، قم، د شیخ اعظم انصاري د نړیوال کانګرس خپرونې، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، ۱۳۵۲ل.
  • غضنفري، علي، اخلاق در قرآن و سنت حاوی یکصد بحث قرآنی(ج۲) (اخلاق په قرآن او سنت کې (۲ ټوک)، تهران، د قرآني علومو پوهنځی، ۱۳۹۲ل.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسي، محمدتقي، لوامع صاحبقراني، قم، د اسماعیلیانو مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • محمدیان، علي، «جواز خلف وعده در ترازوی فقه و اخلاق» (د فقه او اخلاق په تله کې د وعدې ماتولو جواز)، د اخلاقو د څېړنو مجله، ۵۰مه ګڼه، ژمی ۱۳۹۹ل.
  • مطهري، مرتضی، مجموعه آثار (د آثارو ټولګه)، تهران، صدرا خپرندویه، ۱۳۷۶ل.
  • مظاهري، حسین، توضیح المسائل، اصفهان، الزهراء فرهنګي مؤسسه، ۱۳۸۹ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، اخلاق در قرآن (اخلاق په قرآن کې)، قم، د امام علي بن ابي‌طالب(ع) مدرسه، ۱۳۷۷ل.
  • میرلوحي، سیدعلي، ترادف در قرآن کریم (په قرآن کریم کې مترادف الفاظ)، قم، د اسلامي علومو او فرهنګ څېړنیز مرکز، لومړی چاپ، ۱۳۹۲ل.
  • نراقي، محمدمهدي، جامع السعادات، بیروت، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، بې‌نېټې.
  • همداني، مصطفی، «شمول ادله حرمت دروغ نسبت به خانواده و بستگان» (پر کورنۍ او خپلوانو د دروغو د حرمت د دلایلو شمول)، د فقه فصلنامه، ۲۲م کال، ۲مه ګڼه، اوړی ۱۳۹۴ل.