منځپانگې ته ورتلل

اسرائیلیات

د wikishia لخوا
(له اسرائيلیات نه مخ گرځېدلی)

اِسرائیلیات هغه نقلونه دي چې له یهودي، عیسوي او لرغوني افسانوي سرچینو څخه اسلامي متنونو ته داخل شوي دي. ویل شوي چې په اسلامي متنونو کې د دې موضوعاتو اغیز تر ډیره حده د هجرت په لومړیو پیړیو کې د نوي مسلمان شوي یهودانو د کیسې ویلو څخه راغلی و. په ځینو نبوي حدیثونو کې، مسلمانان له دې منع شوي دي چې اسرائیلیاتو ته رجوع وکړي. اسلامي سرچینو ته د اسرائلیاتو داخلیدل، په عربي ټاپووزمې د میشتو یهودیانو په جاهلو عربو باندې د کلتوري نفوذ له امله ګڼل شوی دی.

له هغو مشهورو شخصیتونو څخه چې د اسرائیلیاتو په جوړښت او پراختیا کې یې اغیز درلود، ځینې کسان لکه کَعب الاَحبار، تمیم بن اوس داري، عبدالله بن سلام، وَهْب بن مُنَبَّه، ابو هریره او عبدالله بن عباس دي. د دوهمې څخه تر پنځمې هجري پیړۍ پورې، که څه هم د فضل بن شاذان او سید مرتضی په څیر عالمانو د اسرائیلیاتو د نقد هڅه کړې وه، خو ځینو یې د طبري د جامع البیان او تفسیر قمي په څیر سرچینو ته لاره وموندله.

اسرائیلیات ډېر په لاندیني موضوعاتو کې دي لکه د نړۍ د پیدایښت، د سپوږمۍ د رنګ بدلیدو څرنګوالی، ځمکه په اوبو ولاړیدل، د پخوانیو پیغمبرانو تاریخ، لکه د نوح د کښتۍ اندازه، او ځینو پیغمبرانو لکه داوود(ع) ته د ګناهونو نسبت ورکول، او همدارنګه د غیبي پیښو په اړه.

د اسرائیلیاتو په اړه ځینې کتابونه ليکل شوي دي، له هغو ځینې «اسرائیلیات و تأثیر آن بر داستان‌های انبیا در تفاسیر قرآن» د حمید محمد قاسمي کتاب، او «الإسرائیلیات فی التفسیر والحدیث» د محمد حسین الذهبی تألیف.

مفهوم پیژندنه

اسرائیلیّات هغه نقلونه دي چې له یهودي، عیسوي او لرغوني افسانوي سرچینو څخه اسلامي حدیثونو او تفسیر ته راننوتي دي.[۱] د مصر د الازهر پوهنتون د استاد ذهبي په وینا، ځینو مفسرینو د دې اصطلاح ساحه پراخه کړې ده او هر ډول بې بنسټه راپورونه (لکه د غرانیق افسانه) چې د تفسیر او حدیث په کتابونو کې راغلي دي یې اسرائیلیات ګڼلي دي.[۲] مسعودي، چې په څلورمه پیړۍ کې یو سني تاریخ پوه و، اسرائیلیات هغه روایتونه ګڼل چې په قطعي ډول نشي منل کیدی یا رد کیدی.[۳]

د اسرائیلیّات ټکی د اسرائیلیّه جمع ده، چې اسرائیل ته منسوبه ده،[۴] د حضرت یعقوب(ع) لقب دی.[۵] دا اصطلاح ټولو داسې روایتونو ته کارول له دې سببه دي چې له یهودي سرچینو څخه په کثرت سره راننوتلي دي.[۶] د لوی اسلامي انسایکلوپیډیا کې د «اسرائیلیات» مقالې د لیکوال په وینا، د دې اصطلاح لومړی کاروونکی یمني تاریخ پوه وَهْب بن مُنَبَّه(وفات ۱۱۴ هجري) و چې په همدې نوم یې کتاب درلود؛ که څه هم ځینې کتابي سرچینو د دې کتاب د لیکوال په توګه نور نومونه هم یاد کړي دي.[۷]

اسرائیلیات د اسلامي روایاتو او علماوو له نظره

په هغو احادیثو کې چې له پیغمبر(ص) څخه روایت شوي دي، داسې موضوعات شته چې د اهل کتابو (یهودیانو او عیسویانو) سرچینو ته مراجعه کول منع کوي؛ په یوه حدیث کې راغلي دي چې له اهل کتابو څخه پوښتنه مه کوئ، ځکه چې هغوي تاسو ته لارښوونه نه کوي او غلطې لارې ته مو بوځي.[۸] په بل حدیث کې ویل شوي چې د اهل کتابو خبرې مه تاییدوئ او مه یې ردوئ[۹] ویل کیږي چې د دې ډول حدیثونه د دې سبب شول چې د صحابه په دوره کې د اهل کتابونو ته لږه پاملرنه وشوه.[۱۰]

له بلې په بل روایت کې راغلي دي: «حَدّثوا عن بنی اسرائیل ولا حَرَج»،[۱۱] له بني اسرائیلو څخه نقل کړئ په دې کې څه بدي نشته.[۱۲] محمد هادی معرفت (وفات کال ۱۳۸۵لمریز) چې یو قرآني عالم او څیړونکی دی هغه باوري دی چې دا حدیث په حقیقت کې د یهودیانو د شرمولو لپاره یوه کنایه ده. او په دې معنا ده چې هر بد عمل چې تصور یې کیدی شي له یهودی کیږي؛ له همدې سببه چې د هغوي په هکله هر څه وویل شي هغه صحیح دي.[۱۳]

ابن تیمیه او ابن کثیر، چې په اتمه پیړۍ کې سني عالمان وو، اسرائيلیات په دریو کټګوریو ویشلي دي: لومړی، هغه روایتونه چې د قرآن او نبوي سنت لخوا تایید شوي او د منلو وړ دي. دوهم، هغه روایتونه چې له اسلامي سرچینو سره په ټکر کې دي او رد شوي دي. او دریم، هغه روایتونه چې په اسلامي سرچینو کې ذکر شوي نه دي او د دوی د اعتبار یا باطلوالي په هکله قطعي قضاوت نشي کیدی.[۱۴] محمد هادي معرفت، د دې ویش یادونه کوي او د هغې د هرې کټګورۍ لپاره مثالونه وړاندې کوي،[۱۵] په دې باور دي چې د دریمې کټګورۍ روایتونو په اړه باید احتیاط وشي او له دوی څخه باید ډډه وشي.[۱۶]

د پراختیا شالید

د اسرائیلیاتو اسلامي سرچینو ته راننوتل، د عربي ټاپووزمې د جاهلي عربو په کلتور باندې د هغه یهودیانو د نفوذ له امله ګڼل کیږي چې هلته اوسیدل.[۱۷] د حدیث د علومو د څیړونکي عبدالهادي مسعودي په وینا، دا نفوذ د ځینو یهودیانو او عیسویانو په مسلمانیدو سره سره نور زیات شو[۱۸] او د یهودي او عیسویانو سرچینو څخه روایتونه اسلامي کلتور ته راننوتل.[۱۹]

له هغو دلیلونو څخه چې ولې مسلمانان د اهل کتابو له تعلیماتو څخه اغیزمن شول، د پیغمبرانو د کیسو په بیانولو کې د تورات او انجیل سره د قرآن ورته والی او د پیغمبرانو د کیسو په بیانولو کې د قرآن ابهام دی،[۲۰] او ویل شوي چې دا د دې لامل شو چې ځینې خلک د دې کیسو د جزیاتو په اړه د معلوماتو لپاره اهل کتابو ته مراجعه وکړي.[۲۱] د شیعه عالم جعفر سبحاني په وینا، د حدیثو په راټولولو بندیز - چې شاوخوا یوه پیړۍ یې دوام وکړ – د دې سبب شو چې یهودي او عیسوي روایتونه د احادیثو ځای ونیسي او د صحیح بخاري او صحیح مسلم په ګډون سني سرچینو ته لاره ومومي.[۲۲]

له بلې خوا، ویل شوي چې یهودیانو د تلمود (د یهودانو دوهم مقدس کتاب) او یهودي افسانو څخه د روایتونو په جعل کولو او حضرت محمد(ص) ته د هغوی په منسوبولو سره، د اسلام د کلتوري بنسټونو د کمزوری کولو هڅه وکړه او د پیغمبر(ص) حدیثونه یې تحریف کړل.[۲۳]

د اسرائیلیاتو په جوړښت کې اغیزمن کسان

له صحابه و او تابعینو څخه د اسرائیلیاتو په جوړښت کې له اغیزمنو کسانو څخه ځینې دا دي: کَعب الاَحبار، تمیم بن اوس داری، عبداللّه بن سلام، وَهْب بن مُنَبَّه، ابوهریره، عبدالله بن عباس، عبداللّه بن عَمرو بن عاص و محمد بن کعب قرظی.[۲۴] ویل کیږي چې لومړیو څلورو کسانو د اسرائیلیاتو په ترویج کې لوی رول لوبولی دی.[۲۵]

کعب الاحبار

ابو اسحاق کعب بن ماتع حِمْیَری، چې لقب یې کعب الاحبار و(وفات ۳۲ق)[۲۶] په یمن کې د یهودو له لویانو څخه و[۲۷] چې د ابوبکر د خلافت په زمانه کې مسلمان شو.[۲۸] رجال پوهانو هغه د تابعینو په لومړۍ طبقه کې یاد کړی دی، او ځینې اصحابو او تابعینو لکه ابن عباس، ابو هریره، مالک بن ابی عامر، او عطاء بن ابی رباح له هغه څخه روایتونه روایت کړي دي.[۲۹]

د تاریخي سرچینو له مخې، کعب، چې د یهودي کتابونو له محتوا څخه خبر و، له اسلام منلو وروسته به یې په ځینو مسلمانو غونډو کې د مسلمانانو پوښتنو ته ځوابونه ورکول.[۳۰] ویل کیږي چې د کعب کیسو سره د عمر او معاویه لیوالتیا د مسلمانانو ترمنځ د هغه د روایتونو په خپریدو کې د پام وړ اغیزه درلوده،[۳۱] تر دې چې هغه به کله کله د قرآن کریم د ځینې آیتونه تفسیر هم کاوه.[۳۲]

تمیم بن اوس داري

تَمیم بن اوس بن خارجهٔ داري چې په تَمیمِ داري مشهور و (وفات ۴۰ق) له هغه عیسایانو څخه و چې په سنة الوفود کې مسلمان شو.[۳۳] شیعه محققانو د هغه نو په هغه کسانو کې بیان کړی دی چې چې اسلامي کلتور ته يې اسرائیلیات راننباسل.[۳۴]

د سني روایتونو له مخې، تمیم لومړنی کس و چې په نبوي جومات کې به یې مسلمانانو ته کیسې کولې.[۳۵] د ځینو راپورونو له مخې، هغه د عمر د واکمنۍ پرمهال په اونۍ کې یو ځل او د عثمان د واکمنۍ پرمهال په اونۍ کې دوه ځله خلکو ته کیسې کولې.[۳۶]

عبدالله بن سلام

د تاریخي سرچینو له مخې، عبدالله بن سلام (وفات ۴۳ هجري)[۳۷] د هغو یهودیانو څخه و چې د پیغمبر(ص) په وخت کې یې اسلام قبول کړ.[۳۸] د روایتونو له مخې، د هغه اسلام قبولول له پیغمبر(ص) څخه د یو لړ پوښتنو او ځوابونو وروسته وو.[۳۹]

ذهبي، چې یو سني عالم دی، هغه یو عادل عالم ګڼلی دی، دلیل یې دا راوړی چې بخاري له عبدالله ابن سلام څخه روایت نقل کړی دی،[۴۰] خو محمد هادي معرفت، چې یو شیعه عالم دی، هغه د حدیث د جعلکارانو په ډله کې معرفي کوي.[۴۱]

وهب بن منبه

وَهب بن مُنبّه (وفات ۱۱۴ق) د اسرائیلیاتو په پراختیا کې مهم ګڼلی شوی دی.[۴۲] د هغه کورنۍ په اصل کې د خراسان وه، او هغه پخپله په یمن کې زیږیدلی و.[۴۳] ویل کیږي چې د هغه عبراني او سریاني ژبې زده وې، او په یمن کې یې د خپلو پخوانیو کتابونو څخه ډیر موضوعات معرفي کړل.[۴۴]

د شیعه تاریخ پوه رسول جعفریان په وینا، د وهب روایتونه په وروستیو وختونو کې په نورو هیوادونو کې په پراخه کچه مشهور شول او د ځینو نالوستو کیسه ویونکو لپاره په حلقو او جوماتونو کې د ډلو راټولولو او د کیسې ویلو لپاره یوه وسیله شوه.[۴۵]

له دوهمې تر پنځمې پیړۍ د اسرائیلیاتو راټولول او نقدول

د دوهمې او دریمې هجري پیړۍ په اوږدو کې د اسلامي علومو د تدوین په جریان کې، یو شمیر اسرائیلي روایتونو اسلامي سرچینو ته لاره وموندله،[۴۶] خو د فضل بن شاذان په څیر انتقادي فقه پوهانو د دوي په سند باندې نیوکه وکړه.[۴۷] سره له دې، دا ډول روایتونه په بیلا بیلو مناسبتونو کې راوړل کیدل.[۴۸] په شیعه سرچینو کې تفسیر قمي[۴۹] او په ځانګړي توګه په سني سرچینو کې تفسیر طبري،[۵۰] له هغه کتابونو څخه دي چې اسرائیلیاتو ورته لاره موندلې ده.

ویل کیږي چې په څلورمه او پنځمه هجري پیړۍ کې، د تبلیغ او کیسې ویلو د کلتور په خپریدو سره، اسرائیلیات په هغو اثارو کې خپل ځای وموند چې لیکوالان یې د اسنادو په ثبتولو ډېر پابند نه وو؛ په دې اثارو کې د ابو لیث سمرقندي بوستان العارفین، د کسايي قصص الانبیاء، او د ثعلبي او ربغوزي ورته اثار شامل دي.[۵۱]

ویل کیږي چې سید مرتضی، چې د پنځمې هجري پیړۍ یو شیعه فقیه او متکلم و، اسرائیلیاتو او د کیسې ویونکو حدیثونو سره د مقابلې هڅې وکړې.[۵۲] د شته اسنادو له مخې، د دې پرمختګونو په ورته وخت کې، د مطهر مقدسی،[۵۳] ابن ندیم،[۵۴] او بیروني[۵۵] په څیر عالمانو د یهودي فکر مطالعه وکړه او د اسلام سره یې د هغې توپیرونه وڅیړل.

په اسلامي سرچینو کې د اسرائیلیاتو ځینې بیلګې

د اسرائیلیاتو د روایتونو ګڼ شمېر مثالونه په مختلفو موضوعاتو کې، په شمول د تخلیق څرنګوالی، د تیرو تاریخ، او غیبي پيښې، په تفسیري، روايي او تاریخي سرچینو کې ذکر شوي دي.[۵۶] ویل کیږي چې اسرائیلیاتو اکثرا په سني سرچینو کې ذکر شوي، خو کله ناکله يې ځینو شیعه سرچینو ته هم لاره موندلې ده.[۵۷] د محمد هادي معرفت په وینا، د طبري تفسیر(څلورمه پیړۍ) او د سیوطي د درالمنثور (لسمه پیړۍ) په وروستیو تفسیرونو کې د اسرائیلیاتو د روایتونو د خپرولو سرچینې وې.[۵۸] په روایتونو کې د اسراییلیاتو ځینې مثالونه دا دي:

د نړۍ خلقت

لکه څنګه چې په التفسیر والمفسرون کتاب کې بیان شوي دي،[۵۹] د فخر رازي په تفسیر کې، یو روایت چې پيغمبر(ص) ته یې نسبت ورکړی شوی دی، راغلی دی چې تر مخه یې سپوږمۍ په لومړیو کې د لمر په شان ځلانده وه، خو د جبرائیل له وهلو وروسته د هغې رنګ بدل شو او توره شوه.[۶۰]

بله بیلګه یې هغه روایت دی چې په مجمع الزوائد کې بیان شوی چې د هغې له مخې، هره ورځ نهه پرښتې په لمر باندې واوره اچوي چې د سوزولی مخ نیوی یې وکړي.[۶۱] همدارنګ نقل شوي دي چې ځمکه په اوبو، اوبه پر یوې غونډۍ او غونډې د یو لوی کب په شا ولاړه ده چې دا کب د خدای عرش سره یوځای شوی دی.[۶۲]

د تېرو پيغمبرانو او خلکو تاریخ

ځینې اسراییلي روایتونه د نوح(ع) د کښتۍ بیلا بیلې اندازې یادوي؛[۶۳] له هغو ځینې د هغې جوړښت چې د ۶۰۰ یا ۱۲۰۰ ذراعه اوږدوالی او ۳۳۳ تر ۶۰۰ ذراعو ترمنځ پلنوالی لري، د څارویو، انسانانو او مرغیو لپاره درې پوړونه لري.[۶۴] همدارنګ ویل کیږي چې د نوح(ع) کښتۍ د اووه ځله د خدای د کور طواف وکړ، او د عاشورا په ورځ د جودي په غره کې له ښکته کیدو وروسته، نوح(ع) د خپل نجات په شکرانې کې روژه ونیوله او په څارویو او حشراتو یې هم د روژې نیولو غږ وکړ.[۶۵]

همدارنګه، ځینې روایتونه پیغمبرانو ته د ګناهونو نسبت ورکوي چې د هغوي شان کې دا نه دي؛[۶۶] د مثال په توګه، د قمي تفسیر د حضرت داوود(ع) کیسه بیانوي چې هغه (په جنګ کې) د اوریاه د ښکلې میرمنې په لیدو سره بې خوده شو او په دوهوکې سره یې د هغې میړه مړ کړ او د فرښتو له خوا د ملامتولو وروسته، هغه د څلویښتو ورځو لپاره توبه وکړه او بالاخره یې له هغې ښځې سره واده وکړ، چې په پایله کې یې حضرت سلیمان(ع) وزیږید.[۶۷]

ځانګړی لیکلنې

ځینې کتابونه چې خاص د اسرائیلیاتو په هکله لیکلي شوي دي او چاپ شوي دي هغه دا دي:

د «اسرائیلیات و تأثیر آن بر داستان‌های انبیا در تفاسیر قرآن» کتاب انځور
  • اسرائیلیات و تأثیر آن بر داستان‌های انبیا در تفاسیر قرآن؛ دا کتا د حمید محمدقاسمی د دکتری رساله وه. لیکوال په دې کتاب کې د هغه اسرائیلیاتو د راغونډولو او د هغې په نقد کې کار کړی چې کوم د پیغمبرانو په داستانونو کې راغلي دي او په اسلامي کلتور یې بده اغیزه کړې ده.[۶۸]
  • نقد و بررسی اسرائیلیات، لیکواله یې فهیمه کلباسي ده؛ په دې کې یې د څلورو پیغمبرانو حضرت شعیب، موسی، یوشع و یونس(ع) په کیسو کې د اسرائیلیاتو روایتونه نقد کړي دي کوم چې په الدر المنثور او نور الثقلین تفسیرونو کې راغلي دي.[۶۹]
  • اسرائیلیات، تخریب‌ها و تحریف‌های یهود، د سیف‌الله مدبّر کتاب؛ په دې کتاب کې د قرآن تفسیرونو او تفسیري روایتونو ته د اسرائیلیاتو راننوتل څیړل شوي دي. او په بیلا بیلو موضوعاتو کې د اسرائیلیاتو د ټاکلو معیارونه په کې بیان شوي دي.[۷۰]
  • الإسرائیلیات فی التفسیر والحدیث، د محمد حسین الذهبی کتاب؛ په دې کتاب کې د اسرائیلیاتو پیژندنه شوی له دې سببه چې دا تفسیر، حدیث او تاریخ ته راننوتلي دي. لیکوال د اسرائیلیاتو ډولونه بیانوي او د اسرائیلیاتو مشهور راویان او د هغوي بیلګې بیانوي او څو هغه تفسیرونه معرفي کوي چې په هغې باندې یې نقد کړی یا یې تایید کړي دي.[۷۱]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. ذهبی، الاسرائیلیات فی التفسیر و الحدیث، مکتبة الوهبه، ص۱۳-۱۴.
  2. ذهبی، الاسرائیلیات فی التفسیر و الحدیث، مکتبة الوهبه، ص۱۳-۱۴.
  3. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۱۶.
  4. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۷۹.
  5. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۴۴.
  6. ذهبی، الاسرائیلیات فی التفسیر و الحدیث، مکتبة الوهبه، ص۱۵.
  7. حاج‌منوچهری، «اسرائیلیات»، ص۲۹۰.
  8. عبد الرزاق، المصنف، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۳۱۱.
  9. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۹، ص۱۱۱.
  10. ابن‌تیمیه، مقدمة فی أصول التفسیر، ۱۹۸۰م، ص۲۱-۲۲.
  11. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۱۷۰.
  12. حاج‌منوچهری، «اسرائیلیات»، ص۲۹۱.
  13. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۹۳.
  14. ابن‌تیمیه، مقدمة فی أصول التفسیر، ۱۹۸۰م، ص۴۲؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۶-۷.
  15. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۳۸-۱۴۰.
  16. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۴۱.
  17. مسعودی، وضع و نقد حدیث، ۱۳۸۸ش، ص۱۱۸.
  18. مسعودی، وضع و نقد حدیث، ۱۳۸۸ش، ص۶۳.
  19. جعفری، «اسرائیلیات در کتاب های تفسیری و تاریخی»، ص۴۳-۴۴.
  20. ایزدی مبارکه، «بررسی و نقد اسرائیلیات در تفسیر قرآن و احادیث اسلامی»، ص۱۱.
  21. ایزدی مبارکه، «بررسی و نقد اسرائیلیات در تفسیر قرآن و احادیث اسلامی»، ص۱۱.
  22. «مشکل اسرائیلیات در حدیث بخاطر بدعت‌های صدر اسلام است»، خبرگزاری رسا.
  23. ابوریه، اضواء علی السنة المحمدیه، نشر بطحاء، ص۱۴۵.
  24. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۹۴؛ مسعودی، وضع و نقد حدیث، ۱۳۸۸ش، ص۱۱۹-۱۲۰؛ ذهبی، الاسرائیلیات فی التفسیر و الحدیث، مکتبة الوهبه، ص۵۵-۸۳.
  25. جعفری، «اسرائیلیات در کتاب های تفسیری و تاریخی»، ص۵۱.
  26. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۹۷.
  27. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۵، ص۲۲۸.
  28. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۳۹۷.
  29. ابن‌حجر، تهذیب التهذیب، ج۸، ۱۳۲۶ق، ص۴۳۸-۴۳۹.
  30. ابن‌قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۵؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۸ و ۲۵۰.
  31. ابن‌قتیبه، المعارف، ۱۹۹۲م، ص۲۵؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۸ و ۲۵۰.
  32. سمرقندی، تنبیه الغافلین، ۱۴۲۱ق، ص۶۴ و ۱۴۸؛ ثعلبی، قصص الانبیاء، المکتبة الثقافیه، ص۴ و ۱۳-۱۵ و ۲۰-۲۱.
  33. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۸۸م، ص۴۳۷.
  34. احمدی میانجی، مکاتیب الرسول، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۶۵۹؛ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۲۷؛ مسعودی، وضع و نقد حدیث، ۱۳۸۸ش، ص۳۱ و ۱۱۹.
  35. ابن‌شبه، تاریخ المدینة المنورة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۱؛ ابن‌ابی‌عاصم، المذکر والتذکیر والذکر، ۱۴۱۳ق، ص۶۲.
  36. ابن‌شبه، تاریخ مدینه المنوره، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۱.
  37. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۹۶.
  38. ابن‌اثیر، اسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۶۰.
  39. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق ج۵۷، ص۲۴۱-۲۶۱.
  40. ذهبی، الاسرائیلیات فی التفسیر و الحدیث، مکتبة الوهبه، ص۷۰.
  41. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۹۶.
  42. حاج‌منوچهری، «اسرائیلیات»، ص۲۹۱.
  43. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۵۴۴-۵۴۵.
  44. دوری، نشأة علم التاریخ عند العرب، ۲۰۰۵م، ص۹۲.
  45. جعفریان، «نقش قصه‌پردازان در تاریخ اسلام»، ص۱۳۶-۱۳۷.
  46. حاج‌منوچهری، «اسرائیلیات»، ص۲۹۲.
  47. ابن‌شاذان، الایضاح، ۱۴۰۲ق، ص۱۳-۱۷.
  48. ابن‌سعد، الطبقات الکبری‏، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۷۰.
  49. دلبری، آسیب‌شناسی فهم حدیث، ۱۳۹۱ش، ص۵۱۳.
  50. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۴۲.
  51. حاج‌منوچهری، «اسرائیلیات»، ص۲۹۲.
  52. مسعودی، وضع و نقد حدیث، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۶.
  53. مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۲، صص۱۱۶.
  54. ابن‌ندیم، الفهرست، ۱۴۱۷ق، ص۳۴.
  55. بیرونی، الآثار الباقیة، ۱۳۸۰ش، ص۳۴۲.
  56. جعفری، «اسرائیلیات در کتاب های تفسیری و تاریخی»، ص۶۹.
  57. دلبری، آسیب‌شناسی فهم حدیث، ۱۳۹۱ش، ص۵۱۳؛ جعفری، «اسرائیلیات در کتاب های تفسیری و تاریخی»، ص۶۹.
  58. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۱۴۲.
  59. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۲۹۳.
  60. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۰، ص ۳۰۶.
  61. هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۱۳۱.
  62. هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۱۳۱.
  63. معرفت، ‏التفسیر والمفسرون، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۲۰۹-۲۱۰.
  64. طبری، جامع البیان، ۱۴۲۲ق، ج۱۲، ص۳۹۴-۳۹۵.
  65. طبری، جامع البیان، ۱۴۲۲ق، ج۱۲، ص۴۱۹-۴۲۰.
  66. دلبری، آسیب‌شناسی فهم حدیث، ۱۳۹۱ش، ص۵۱۴
  67. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۳۰.
  68. «اسرائیلیات و تأثیر آن بر داستان‌های انبیا در تفاسیر قرآن»، حدیث نت.
  69. «نقد و بررسی اسرائیلیات»، کتاب‌خانه قائمیه.
  70. «اسرائیلیات، تخریب‌ها و تحریف‌های یهود»، کتابخانه دیجیتالی نور.
  71. مؤذن‌جامی، «بررسی اسرائیلیات در تفسیر و حدیث»، ص۱۵۲.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن‌ابی‌عاصم، احمد بن عمرو، المذکر والتذکیر والذکر، به کوشش خالد بن قاسم رداوی، ریاض، دار المنار، ۱۴۱۳ق.
  • ابن‌اثیر جزری، علی بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مقدمة فی أصول التفسیر، بیروت، دار مکتبة الحیاة، ۱۹۸۰م.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد، تهذیب التهذیب، هند، مطبعة دائرة المعارف النظامیة، چاپ اول، ۱۳۲۶ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد‏، الطبقات الکبری‏، تحقیق محمد عبد القادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌شاذان، فضل، الایضاح، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۲ق.
  • ابن‌شبه، عمر، تاریخ المدینة المنورة، به کوشش فهیم محمد شلتوت، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌قتیبه دینوری، عبدالله بن مسلم،‏ المعارف، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، چاپ دوم، ۱۹۹۲م.
  • ابن‌کثیر دمشقی‏، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌ندیم بغدادی، محمد بن إسحاق، الفهرست، بیروت، دار المعرفة، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
  • ابوریه، محمود، اضواء علی السنة المحمدیه، قاهره، نشر بطحاء، چاپ پنجم، بی‌تا.
  • احمدی میانجی، علی، مکاتیب الرسول(ص)، قم، دارالحدیث، ۱۴۱۹ق.
  • «اسرائیلیات، تخریب‌ها و تحریف‌های یهود»، کتابخانه دیجیتالی نور، تاریخ بازدید: ۴ خرداد ۱۴۰۴ش.
  • «اسرائیلیات و تأثیر آن بر داستان‌هاى انبیا در تفاسیر قرآن»، پایگاه حدیث‌نت، تاریخ بازدید: ۱ مرداد ۱۴۰۴ش.
  • ایزدی مبارکه، مهدی، «بررسی و نقد اسرائیلیات در تفسیر قرآن و احادیث اسلامی»، در مجله اندیشه‌های اسلامی، پاییز و زمستان ۱۳۸۶ش.
  • بخاری، محمد بن إسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، دمشق، دار طوق النجاة، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • بلاذری، احمد، فتوح البلدان، بیروت، مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • بیرونی، أبوریحان، الآثار الباقیة عن القرون الخالیة، تحقیق و تصحیح پرویز اذکایی، تهران، مرکز نشر میراث مکتوب‏، چاپ اول، ۱۳۸۰ش.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، قصص الانبیاء، بیروت، المکتبة الثقافیه، چاپ اول، بی‌تا.
  • جعفری، یعقوب، «اسرائیلیات در کتاب‌های تفسیری و تاریخی»، در نشریه تاریخ اسلام در آینه پژوهش، شمارهٔ ۱۴، تابستان ۱۳۸۶ش.
  • جعفریان، رسول، «نقش قصه‌پردازان در تاریخ اسلام»، در کیهان اندیشه، شمارهٔ ۳۰، خرداد ۱۳۶۹ش.
  • حاج‌منوچهری، فرامرز، «اسرائیلیات»، در دائرة المعارف بزرگ اسلامی، تهران، مرکز دائرة المعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • دلبری، سید علی، آسیب‌شناسی فهم حدیث، مشهد، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، چاپ اول، ۱۳۹۱ش.
  • دوری، عبد العزیز، نشأة علم التاریخ عند العرب، بیروت، مرکز الدراسات الوحدة العربیة، ۲۰۰۵م.
  • ذهبی، شمس الدین، تاریخ الاسلام، تحقیق عمر عبد السلام تدمری، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • ذهبی، شمس الدین، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ سوم، ۱۴۰۵ق.
  • ذهبی، محمدحسین، الاسرائیلیات فی التفسیر والحدیث، قاهره، مکتبة الوهبه، بی‌تا.
  • زرکلی، خیر الدین، الاعلام، بیروت، دار العلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
  • سمرقندی، أبو اللیث نصر بن محمد، تنبیه الغافلین بأحادیث سید الأنبیاء والمرسلین، تحقیق یوسف علی بدیوی، بیروت-دمشق، دار ابن کثیر، چاپ سوم، ۱۴۲۱ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرائع، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۳۸۵ق.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان عن تأویل آی القرآن (تفسیر طبری)، قاهره، دار هجر، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • عاملی، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، دارالحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • عبد الرزاق، أبو بکر، المصنف، تحقیق حبیب الرحمن الأعظمی، بیروت، مجلس العلمی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تحقیق و تصحیح سید طیب موسوی جزائری، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • مؤذن‌جامی، محمدهادی، «بررسی اسرائیلیات در تفسیر و حدیث»، در نشریه کیهان اندیشه، شمارهٔ ۴۷، فروردین و اردیبهشت ۱۳۷۲ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • مسعودی، ابوالحسن علی بن الحسین، مروج الذهب ومعادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دار الهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • مسعودی، عبدالهادی، وضع و نقد حدیث، قم، دانشکده علوم حدیث، چاپ اول، ۱۳۸۸ش.
  • «مشکل اسرائیلیات در حدیث بخاطر بدعت‌های صدر اسلام است»، خبرگزاری رسا، تاریخ درج مطلب: ۲۷ تیر ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۵ خرداد ۱۴۰۴ش.
  • معرفت، محمدهادی، ‏التفسیر والمفسرون فی ثوبة القشیب‏، مشهد، الجامعة الرضویة للعلوم الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء والتاریخ، بور سعید، مکتبة الثقافة الدینیة، بی‌تا.
  • «نقد و بررسی اسرائیلیات»، کتابخانه قائمیه، تاریخ بازدید: ۴ خرداد ۱۴۰۴ش.
  • هیثمی، علی بن أبی بکر، مجمع الزوائد ومنبع الفوائد، تحقیق حسام الدین القدسی، قاهرة، مکتبة القدسی، ۱۴۱۴ق.