مسوده:د احزاب سوره ۵۲ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | احزاب |
| د آیت شمېر | ۵۲ |
| جزء | ۲۲ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نازلیدو شأن | د رسول الله(ص) د مېرمنو ستاینه، يا د پیغمبر سره د واده کولو لپاره د قبیلو فشار پر وړاندې هڅه، او يا د اسلام څخه مخکې د میرمنو د تبادلې د غلط جاهلي دود منع کول. |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | فقهي |
| اړونده آیتونه | د احزاب سوره ۵۰ آیت |
د احزاب سورې ۵۲م آیت د پیغمبر(ص) لپاره د نکاح په برخه کې یو محدودیت یادوي. د دې آیت په تفسیر کې مفسرانو بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي؛ لکه د نوې واده مخنیوی، د محدودیت لګول یوازې د همدې سورې د ۵۰م آیت له شپږو ډلو سره، د اهل کتابو ښځو سره د نکاح حرمت او دا چې آیت د ټولو مسلمانانو د محرمو ښځو حکم ته اشاره کوي. د علماو یوې ډلې دا حکم منسوخ بللی دی.
د آیت د شأن نزول په اړه هم څو احتمالونه یاد شوي؛ لکه د پیغمبر(ص) د مېرمنو قدرداني، د قبایلو فشار ته ځواب، او د جاهلیت د ناسم دود ـ د ښځو د تبادلې ـ مخنیوی. همدارنګه، یو شمېر مفسرانو له دې آیت څخه د جینۍ غوښتنې، (مرکې) په وخت د ښځې د مخ او اندامونو د کتو جواز هم استنباط کړی دی.
مقام او بیان
د مسلمان مفسرانو له نظره، د احزاب سورې ۵۲م آیت د رسول الله(ص) لپاره د نکاح په برخه کې ځانګړی محدودیت رامنځته کوي او هغه د نوې واده له کولو منع کوي.[۱] د آیت د معنی په اړه مختلف نظرونه موجود دي[۲] چې ځینې یې دا دي:
د یوې نظریې له مخې، آیت پر پیغمبر(ص) له نوې ښځې سره نکاح کول حرام کړي دي.[۳] دوهم نظر دا آیت د پخوانیو آیتونو دوام ګڼي او حکم یوازې په هغو شپږو ډلو ښځو پورې محدودوي چې د همدې سورې په ۵۰م آیت کې یادې شوې دي.[۴] یو شمېر مفسرانو د آیت محتوا له اهل کتابو ښځو سره د نکاح د حرمت په توګه تعبیر کړې.[۵] په بل تفسیر کې د آیت مقصد د هغه ښځو حرمت ګڼل شوې چې د ټولو مسلمانانو لپاره په محارمو کې راځي.[۶] که څه هم دا نظر په ځینو روایتونو کې راغلی دی،[۷] خو تفسیر نمونه دا نظر د آیت له ظاهر سره په ټکر کې بولي او ردوي یې.[۸]
د مفسرانو په منځ کې د آیت د نسخ کېدو احتمال هم ذکر شوی؛ یعنې لومړی دې آیت محدودیت راوست، خو وروسته د همدې سورې د ۵۰م آیت په نزول سره دا حکم منسوخ شو.[۹] فاضل مقداد، چې د شیعه مفسرانو له ډلې دی، نسخ د شیعه مشهور نظر بولي،[۱۰] خو یو شمېر نور شیعه مفسران[۱۱] او د اهل سنت علماء[۱۲] د قطعي دلیل د نشتوالي له امله د نسخ احتمال ردوي.
لَا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاءُ مِنْ بَعْدُ وَلَا أَنْ تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ رَقِيبًا
له دې وروسته نورې ښځې پر تا حلالې نه دي، او نه دا چې ته خپلې اوسني مېرمنې په نورو بدلې کړې، که څه هم د هغوی ښکلا ستا خوښه شي؛ پرته له هغو چې ستا ملکیت (وینځې) دي. او الله په هر څه څارونکی دی.
احزاب سوره، ۵۲ آیت
ویل شوي چې د «وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ؛ که څه هم د هغوی ښکلا ستا خوښه شي» جمله دا دلیل وړاندې کوي چې د نکاح په نیت د غوښتونکي سړي لهخوا د ښځې مخ او بدن ته کتل روا دي.[۱۳]
د نزول شان
د احزاب سورې د ۵۲م آیت، چې په مدینه کې نازل شوی،[۱۴] د شأن نزول په اړه څو نظرونه بیان شوي دي:
- د ابنعباس له نقل سره سم، کله چې پیغمبر(ص) د احزاب د ۲۸م آیت پر اساس خپلو مېرمنو ته اختیار ورکړ چې د خدای او رسول اطاعت غوره کړي او یا د دنیا او ذاتي غوښتنې، هغوی اطاعت غوره کړ؛ نو دا آیت د هغوی د قدرونې په توګه نازل شوه.[۱۵]
- یو شمېر قبایلو پر پېغمبر(ص) فشار راووړ چې له دوی څخه واده وکړي واخلي تر څو د رسول الله د نژدېوالي ویاړ ترلاسه کړي. د پیغمبر ټول ودونه د مصلحت له مخې وو، نو دې ایت د دې لړۍ د دوام مخه ونیوله.[۱۶]
- په یوه روایت کې راغلي چې د جاهلیت په زمانه کې د ښځو تبادله یو رواج و، او دا آیت د همدې ناسم دود د مخنیوي لپاره نازل شوې. یوه ورځ عُیَینة بن حصین د خدای له رسول وغوښتل چې عایشه د هغه له ښځې سره تبادله کړي. پیغمبر(ص) د همدې آیت پر بنسټ دا عمل حرام اعلان کړ.[۱۷]
فوټ نوټ
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ټوک۲۲، مخ۲۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ل، ټوک۸، مخ۵۷۵.
- ↑ قرطبی، تفسیر القرطبی، ۱۳۸۴ق، ټوک۱۴، مخ۲۱۹.
- ↑ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ټوک۶، مخ۳۹۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۷، مخ۳۹۰.
- ↑ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ټوک۶، مخ۳۹۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۸، مخ۵۷۵؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۱۶، مخ۳۳۶.
- ↑ وګورئ: قرطبی، تفسیر القرطبی، ۱۳۸۴ق، ټوک۱۴، مخ۲۱۹؛ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث، ټوک۸، مخ۳۵۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ل، ټوک۸، مخ۵۷۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ل، ټوک۸، مخ۵۷۵؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۱۶، مخ۳۳۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخونه۳۸۷-۳۸۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۷، مخ۳۹۳.
- ↑ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ټوک۶، مخ۳۹۶؛ قرطبی، تفسیر القرطبی، ۱۳۸۴ق، ټوک۱۴، مخ۲۱۹.
- ↑ فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۴۲۵ق، ټوک۲، مخ۲۴۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۷، مخ۳۹۳.
- ↑ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ټوک۲۲، مخ۲۲.
- ↑ قرطبی، تفسیر القرطبی، ۱۳۸۴ق، ټوک۱۴، مخ۲۲۱؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۷، مخ۳۹۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۱۶، مخ۲۷۳.
- ↑ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ټوک۶، مخ۳۹۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۷، مخونه۳۹۱-۳۹۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ټوک۱۷، مخونه۳۹۱-۳۹۲.
- ↑ شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۳۹۹ق، مخ۲۷۵؛ ابنکثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ټوک۶، مخ۳۹۸.
سرچينې
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۹ هـ ق.
- سیوطي، جلالالدین، الدر المنثور، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۴ هـ ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، بیروت، دارالمعرفه د چاپ او نشر مؤسسه، ۱۳۹۹ هـ ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، الميزان في تفسیر القرآن، قم، د اسلامي خپرندوی دفتر (د جامعه مدرسین اړوند)، ۱۴۱۷ هـ ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان، تهران، د ناصر خسرو خپرندويه مؤسسه، ۱۳۷۲ل.
- طبري، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ هـ ق.
- طوسي، محمد بن حسن، التبیان في تفسیر القرآن، دار إحیاء التراث العربي، بې نېټه.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان في فقه القرآن، قم، د مرتضوي خپرندویه مؤسسه، ۱۴۲۵ هـ ق.
- قرطبي، شمسالدین محمد بن احمد، تفسیر القرطبي، قاهره، دارالکتب المصریه، ۱۳۸۴ هـ ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ل.