د مشرکانو د نجاست آیت
- دا مقاله د مشرکانو د نجاست په اړه د آیت په اړه ده. د همدې نوم د فقهي اصطلاح د معرفي لپاره، د کافرانو د نجاست په اړه مقاله وګورئ.
د توبه سوره ۲۸ آیت | |
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| د آیت نوم | د مشرکانو د نجاست آیت |
| په سورت کې موقعیت | توبه سوره |
| د آیت شمېر | ۲۸ |
| جزء | ۱۰ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نازلیدو شأن | د مشرکانو نجاست او مسجد الحرام ته د هغوی د ننوتلو منع کول |
| د نزول ځای | مدینه |
| موضوع | فقهي |
د مُشرکانو د نجاست آیت، د توبې سورت اتهویشتمه آیت ده، چې د مشرکانو د نجاست (ناپاکۍ) له امله هغوی مسجد الحرام ته له ننوتلو منع کوي.
ځينې شیعه فقیهان دا آیت د غیرمسلمو د نجاست دلیل ګڼي، خو نور بیا وايي چې د «نجس» کلمه دلته معنوي چټلتیا ته اشاره ده، نه فقهې نجاست ته، او د کفارو د شرعي نجاست لپاره پرې استناد نشي کېدای.
د مفسرانو په وینا، دا آیت د هجرت په نهم کال په مدینه کې نازله شوه او د امام علي(ع) لخوا د برائت په آیتونو کې مشرکانو ته ابلاغ شوه.
د ایت پېژندنه او متن
د توبې سورې ۲۸ آیه، له مؤمنانو غواړي چې د مشرکانو د ناپاکۍ له امله یې مسجدالحرام ته له داخلېدو منع کړي.[۱]
د مفسرانو په وینا، دا آیت د هجرت په نهم کال په مدینه کې نازله شوه[۲] او له هغو فرمانونو څخه ده چې امام علي(ع) ته دنده ورکړل شوې وه چې د حج تر مراسمو وروسته یې د برائت د آیتونو د رسولو په ترڅ کې هغه مشرکانو ته قرائت کړي.[۳]
په ځینو فقهې کتابونو کې دې آیت ته د مشرکانو د نجاست آیت ویل شوې[۴] او د کافرانو د نجاست د حکم د اثبات لپاره پرې استناد شوی دی.[۵]
يَا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرامَ بَعْدَ عامِهِمْ هذا وَ إِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شاءَ إِنَّ اللَّهَ عَليمٌ حَكيمٌ
اې مؤمنانو! بېشکه مشرکان ناپاک دي. نو دوی دې له همدې کال وروسته مسجدالحرام ته رانږدې نشي. او که تاسې (د دې اړیکو په غوڅولو کې) د فقر وېره لرئ، الله به که وغواړي ډېر ژر تاسې په خپل فضل سره بېنیازه کړي؛ الله ډېر پوه او حکيم دی.[۶]
توبه سوره، ۲۸ آیت
د کفارو د نجاست لپاره په آیت استناد
د کافرانو د نجاست د اثبات لپاره د توبې سورې په ۲۸ ایت د استناد په اړه د فقیهانو ترمنځ د اختلاف دی.[۷] د «نجس» د لغوي (اخلاقي چټلتیا) او فقهې (شرعي نجاست) معناګانو په تفسیر کې اختلاف د دوو نظریود پېدا کېدو سبب شوی دی:[۸] ځينې فقیهان دا کلمه په لغوي مانا اخلي او وایي د کفارو د شرعي نجاست د اثبات لپاره پرې استناد نه شي کېدای.[۹] ځینې نور بیا مسجدالحرام ته د مشرکانو د داخلېدو د منع کولو په قرینې سره، دا کلمه په فقهې مانا تفسیروي او دا د کفارو د ذاتي نجاست دلیل ګڼي.[۱۰]
د مشرک د مصداق په اړه هم اختلاف دی؛ ځینې یې یوازې بتپرستان بولي،[۱۱] ځینې نور بیا اهل کتاب هم مشرکان ګڼي،[۱۲] او ځینې لکه شیخ انصاري باور لري چې دا حکم یوازې د آیت د نزول د وخت په مشرکانو پورې محدود و.[۱۳]
فقیهان د دې آیت په اساس، مسجدالحرام ته د مشرکانو داخلېدل حرام ګڼي[۱۴] او که د مشرکانو شرعي نجاست ثابت شي نو نورو جوماتونو ته هم د هغوی ننوتل جایز نه دي.[۱۵]
د تجارتي اړیکو د پرې کېدو په اړه د مسلمانانو اندېښنه
د مفسرانو په وینا، کله چې د مشرکانو لپاره د حج منع کول او مسجدالحرام ته د هغوی د داخلېدو بندیز ابلاغ شو، مسلمانان له مشرکانو سره د تجارتي اړیکو د پرې کېدو له امله اندېښمن شول. نو ځکه په آیت کې له دې حکم وروسته، الله تعالی مؤمنانو ته وعده ورکړه چې د خپل فضل په وسیله به هغوی بېنیازه کړي.[۱۶]
فوټ نوټ
- ↑ سبزواری نجفی، ارشادالأذهان، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۹۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۹، ص۲۱۸
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۹، ص۲۱۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۷، ص۳۴۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: بحرالعلوم، مصابیحالأحکام، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۳۴۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۴۲؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۲ق، ج۷، ص۲۳۵.
- ↑ سوره توبه، آیه ۲۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۴۲؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۲ق، ج۷، ص۲۳۵.
- ↑ وګورئ: همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۴۶.
- ↑ خوئی، موسوعة الامام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۳۹-۴۰؛ حائری یزدی، شرح العروة الوثقی، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۴۴۹.
- ↑ فاضل جواد، مسالک الافهام الی آیات الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۱۰۱؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۴۶.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۲۱.
- ↑ فاضل جواد، مسالک الافهام الی آیات القرآن، ۱۳۶۵ش، ج۱، ص۱۰۰؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۲۱؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۲ق، ج۷، ص۲۳۵.
- ↑ شیخ انصاری، کتاب الطهارة، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۱۰۱.
- ↑ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۵۱۸؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۴۶.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط فی فقه الامامیة، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۴۷؛ راوندی، فقه القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۵۸؛ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۵۱۸؛ همدانی، مصباح الفقیه، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۴۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۳۸-۳۹؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۲۱؛ طباطبائی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۹، ص۲۲۹.
سرچينې
- بحرالعلوم، محمدمهدی بن مرتضی، مصابیح الاحکام، قم، میثم التمار، ۱۴۲۷ق.
- حائری یزدی، مرتضی، شرح العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۵ق.
- خویی، سید ابوالقاسم، موسوعة الامام الخویی، مؤسسة احیاء آثار الامام الخوئی، قم، ۱۴۱۸ق.
- سبزواری نجفی، محمد بن حبیبالله، ارشاد الاذهان الی تفسیر القرآن، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۱۹ق.
- شیخ انصاری، مرتضی، کتاب الطهارة، قم، المؤتمر العالمی بمناسبة الذکری المئویة الثانیة لمیلاد الشيخ الأعظم الأنصاری، ۱۴۱۵ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تهران، المكتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
- فاضل جواد، جواد بن سعید، مسالک الافهام الی آیات القرآن، تهران، انتشارات مرتضوی، ۱۳۶۵ش.
- فخرالدین رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
- همدانی، آقارضا، مصباح الفقیه، قم، المؤسّسة الجعفریة لإحیاء التراث، ۱۴۲۲ق.