Jump to content

عدالت صحابه

د wikishia لخوا
(له د صحابه عدالت نه مخ گرځېدلی)

د صحابه و د عدالت د نظریې پر اساس د اهل سنت وایي چې د پېغمبر ټول اصحاب عادل او جنتیان دي. د دغه نظریې له مخې پر صحابه و نیوکه او اعتراض صحیح نه دی او د هغوي روایتونه بې له جرح او تعدیل منل کیږي. شیعه عالمان او ځینې اهل سنت عالمان د پېغمبر(ص) اصحاب د نورو مسلمانانو په شان ګڼي او د صحابه و د عدالت نظریه ردوي.

د صحابه و د عدالت پلویان د قران په ځينو ایتونو او د پېغمبر په ځینو روایتونو استدلال کوي چې له هغو څخه د بیعت رضوان آیت دی چې له صحابه و یې د خدای د رضا والي خبره کړې ده. د دې په مقابل کې مخالفان دغه ایتونه یوازې له هغو اصحابو سره مخصوص ګڼي چې په رضوان بیعت کې موجود وو او له هغه وروسته هم په خپل عهد او پیمان باقي پاتې شول. همداراز د مخالفانو له نظره د اصحابو د عادلوالي نظریه د قرآن له ځینو ایتونو سره چې د پېغمبر په اصحابو کې د منافقانو خبر ورکوي، په ټکر کې ګڼي. د اصحابو د عدالت د نظریې په کره کتنه کې د ځینو اصحابو د عدالت خلاف کړنو او عملونو لکه په ارتداد، د شرابو څښلو، علي ته کنځل کولو، د مسلمانانو په وژلو او د یو بل په وړاندې په لښکر کشیو هم استناد شوی دی.

ځینې شیعه محققان باوري دي چې د صحابه و د عدالت نظریه د ځینو اهدافو لپاره لکه د درې ګونو خلیفه ګانو د خلافت د توجیه او د معاویه بن ابي سفیان سلطنت ته د مشروعیت ورکولو لپاره مطرح شوې ده. د صحابي د اجتهاد د نظریې جوړېدل، د مسلمانانو ترمینځ اختلاف، له قران او سنته د اصحابو د فهم مرجع ګڼل، د صحابه و قول او سیرت ته حجیت ورکول، او له هغوي د نقل شویو حدیثونو بې له جرح او تعدیله منل، د دغه نظریې له پایلو ګڼل شوي دي.

صحابي څوک دی؟

صحابي هغه چاته ویل کیږي چې له رسول الله مبارک(ص) سره یې ملاقات کړی وي او کله چې له دنیا تللی هماغه شان یې په هغه حضرت ایمان لرلی او مسلمان وي.[۱] له ملاقاته مطلب هم کتنه ده هم ورسره ناسته پاسته، هم ملګرتیا او د یو بل خیال ساتل، که څه هم له یو بل سره یې خبرې نه وي کړې.[۲] البته ځینې کسانو له دغه تعریف سره یو شمېر شرطونه ورزیات کړې دي؛ منجمله له پېغمبر سره یې د همنشینۍ اوږدوالی، له هغه حضرته د روایت حفظوالی، د پېغمبر په څنګ کې جنګېدل او شهادت،[۳] او ځینو نورو د صحابي والي لپاره یوازې د پېغمبر په لیدلو او یا ناستې پاستې بسنه کړې ده؛[۴] خو په اومه او اتمه پېړۍ کې د اهل سنتو د لوی عالم ابن حجر عسقلاني په وینا، هغه څه چې د عالمانو په نزد منل شوې همدا لومړی تعریف دی.[۵]

د ځینو سرچینو په راپور، د پېغمبر(ص) د وفات په وخت د اصحابو شمېر ۱۱۴ زره تنه و.[۶] هغو کسانو ته چې په وړوکوالي کې یې پېغمبر درک کړی صحابه صغار(واړه صحابیان) او ښځو ته صحابیات ویل کیږی.[۷]

د نظریې بیان

د اهل سنتو د مشهورو عالمانو د نظر مطابق ټول صحابه عادل دي.[۸] ابن حجر عسقلاني د ټولو اهل سنتو تر مینځ موافقه ادعا د ټولو اصحابو عدالت ګڼلی او د هغې مخالفان یې ګوته په شمېر مُبتَدِعه بللي دي.[۹] هغه همداراز له ابن حزم (وفات ۴۵۶ق) نقل کړې چې ټول صحابیان به جنت ته ځي او په هغوي کې به یو هم دوزخ ته نه ځي.[۱۰]

سره له دې له اهل سنتو عالمانو مازَری (محمدبن علی بن عمرالمازری مُکَنّی په ابوعبدالله، وفات۵۳۰ یا ۵۳۶ق) یوازې د یوې ډلې اصحابو عدالت منلی چې له پېغمبر سره یو ځای وو، د هغه حضرت درناوی او عزت یې کړی او مرسته یې ورسره کړې ده. او «له هغه نوره چې له هغوي سره نازل شوی» پېروي کړې ده.[۱۱] ځینو نورو اهل سنتو هم د پېغمبر اصحاب د نورو مسلمانانو په شان ګڼلي او باوري دي چې یوازې پېغمبر سره ملګرتیا او لیدل یې د عدالت سبب نه ګرځي.[۱۲]

د احمد حسین یعقوب په وینا د صحابه د عدالت مطلب دا دی چې پر اصحابو دروغ تړل او جرحه یې جایزه نه ده، که څه هم خطا یې کړې وي.[۱۳] ابن اثیر د اسدالغابه په سریزه کې لیکي:« ټول صحابیان عادل دي او هیڅ جرحه پرې نه شي کېدی»[۱۴] له دې امله ځینو اهل سنتو عالمانو ویلي چې څوک چې د پېغمبر په یو صحابي اعتراض وکړي کافر دی.[۱۵]

همداراز د صحابه له عدالته مطلب یې یوه داسې ځانګړنه ګڼلې چې په اساس یې د صحابه و روایتونه منل کیږي. خطیب بغدادي لیکلي دي: هر حدیث چې له پېغمبر سره متصل کیږي عمل پرې هغه وخت لازم دی چې د راویانو عدالت یې ثابت شي، بې له صحابه و؛ ځکه چې د صحابه و عدالت ثابت شوی دی؛ ځکه چې خدای تعالی هغوي عادل ګڼلي او د هغوي د طهارت خبر یې ورکړی دی.[۱۶]

د موافقانو دلیلونه

اهل سنتو د صحابه و د عدالت د ثابتولو لپاره د قران په ځینو ایتونو او د پېغمبر(ص) په ځینو روایتونو استدلال کړی دی؛[۱۷] منجمله:

  1. هغه ایتونه چې بیانوي خدای له صحابه و راضي شوی دی؛ لکه «وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِ‌ینَ وَالْأَنصَارِ وَالَّذِینَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَّ‌ضِی اللَّـهُ عَنْهُمْ وَرَ‌ضُوا عَنْهُ»؛ آیت (او له مهاجرو او انصارو لومړي مخکښان، او هغه کسان چې په نیکۍ سره یې د هغوي پېروي وکړه، خدای له دوي راضي دی او هغوي هم( له هغه راضي دي)[۱۸] همداراز «لَّقَدْ رَضِيَ اللَّـهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ»؛ [۱۹] آیت (په رښتیا خدای کله چې مومنانو له تاسره له هغه ونې لاندې بیعت کاوه له هغوي راضي شو).[۲۰] اهل سنت عالمانو له صحابه و د خدای رضایت د هغوي ټولو په عدالت دلیل ګڼلی او ویلې یې دي چې له چا چې خدای خوښ شي، هیڅکله په هغه غضب نه کوي.[۲۱] د شیعه عالمانو په نظر دا ایتونه د ټولو صحابه و په عدالت دلالت نه لري؛ ځکه چې د لومړي ایت له ظاهره داسې اخستون کیږي چې د خدای مطلب، ځینې مهاجر او انصار دي نه ټول.[۲۲] په دوهم ایت کې هم یوازې هغه صحابه مراد دي چې په رضوان بیعت کې موجود وو او په خپل عهد و پیمان باقي پاتې شول نه ټول اصحاب.[۲۳] همداراز د ټولو صحابه و عدالت د «وَمِمَّنْ حَوْلَكُم مِّنَ الْأَعْرَ‌ابِ مُنَافِقُونَ ۖ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ ۖ مَرَ‌دُوا عَلَى النِّفَاقِ»[۲۴] له ایت سره غږملتیا نه لري؛ ځکه چې دغه ایت ځینې اصحاب منافق ګڼي.[۲۵]
  2. هغه ایتونه چې مسلمانان تر ټولو ښه او وسط امت معرفي کوي، لکه د «كُنتُمْ خَیرَ أُمَّةٍ أُخْرِ‌جَتْ لِلنَّاسِ»[۲۶] ایت او «وَ کَذلِکَ جَعَلْناکُمْ أُمَّةً وَسَطاً».[۲۷] ایت ځینو اهل سنتو مفسرانو امت وسط په عادل امت تفسیر کړی دی[۲۸] او ویلې یې دي چې که څه هم د امت لفظ عام دی خو مطلب ترې خاص (صحابه) دي او ایت د اصحابو په اړه نازل شوی دی؛[۲۹] په داسې حال کې چې شیعه عالمان وایي دغه ایت د پېغمبر د ځینو اصحابو په کړچار دلالت کوي چې شتون یې سبب شو د پېغمبر(ص) امت تر ټولو ښه امت وبلل شي، نه ټول اصحاب.[۳۰]
  3. اصحابي کالنجوم حدیث؛ په دې حدیث کې د پېغمبر اصحاب داسې ستورو ته ورته ګڼل شوي چې هر یو سره اقتدا وشي، د هدایت سبب کیږي. د شیعه عالمانو او ځینو اهل سنت عالمانو له نظره دغه روایت جعلي او جوړ کړی شوی دی او د قرآن له ایتونو او د پېغمبر له نورو روایتونوسره سمون نه لري.[۳۱]

د صحابه و د عدالت د اثبات لپاره د قرآن په ځینو نورو ایتون[۳۲] او حدیثونو لکه « خیر القرون قرنی» حدیث او«لا تَسُبّوا اصحابی» حدیث استدلال شوی دی.[۳۳] په داسې حال کې چې د پېغمبر په اصحابو کې د منافقینو او مرتدینو شتون د دې مخه نیسي چې دغه ایتونه او روایتونه د ټولو صحابه و په عدالت دلالت ولري.[۳۴] د بېلګې په توګه د مفسرانو په وینا د نبأ آیت چې وایي:«که یو فاسق تاسو ته خبر راوړ، د هغه په هکله لټون وکړئ»،[۳۵] د ولید بن عقبه په هکله چې له صحابه و و نازل شوی دی.[۳۶]

د صحابه و کړچار

شیعه عالمان او ځینې اهل سنت عالمان په دې باور دي چې د ځینو اصحابوکړچار، د هغوي د عدالت نظریه ماتوي. د سید محسن امین په وینا، د عبیدالله بن جَحش، عبیدالله بن خطل، ربیعه بن امیه او اشعث بن قیس په شان صحابه مرتد شوې دي.[۳۷] همداراز د ځینو روایتونو له مخې چې په صحیح بخاري کې راغلي، پېغمبر د ځینو اصحابو د ارتداد په خپله خبر ورکړی دی.[۳۸]

همداراز په تاریخي کتابونو کې د ځینو اصحابو له خوا د عدالت خلاف کارونو لکه د شرابو څښل، حضرت علي ته کنځل کول، د عادل امام په خلاف خروج او د مسلمانانو د وژلو راپورونه راغلې دي. منجمله بُسر بن اَرطاة د امام علي له شیعیانو کابو دېرش زره کسان وژلې دي،[۳۹] مغیره بن شعبه کابو نهه کاله په منبر په امام علي پسې کنځل کول،[۴۰] خالد بن ولید، مالک بن نُویره شهید کړ او هماغه شپه یې د هغه مېرمنې سره ملاستی وکړ[۴۱] او ولید بن عقبه شراب څښل.[۴۲] له شافعي هم نقل شوي چې د پېغمبر په اصحابو کې د معاویة بن ابي سفیان، عمرو بن عاص، مغیرة بن شعبه او زیاد بن ابیه ګواهي نه قبلیږي.[۴۳]

همداراز په جمل جنګ کې د یو بل په لاس د اصحابو وژله چې پکې د اصحابو دوه ډلې یو بل ته مخامخ شوې وې، د ټولو اصحابو د عدالت له نظریې سره سمون نه خوري؛ معتزله اهل سنت ابن ابي الحدید، د جنګ جمل جوړوونکي اصحاب ټول دوزخیان ګڼلي او په هغو کې یې یوازې عایشه، طلحه او زبیر د توبې په وجه استثنا کړې دي. هغه همداراز په صفین جنګ کې د شام د لښکریانو په اړه هم په بغاوت د هغوي د ټینګار په وجه، همداز عقیده لري. هغه خوارج هم د خپلو معتزلي هم فکرو د نظر مطابق دوزخیان ګڼلې دي.[۴۴]

اهداف او پایلې

شیعیان د صحابه و د عدالت نظریه نه مني او باوري دي چې د پېغمبر(ص) اصحاب هم د نورو مسلمانانو په شان دي او له پېغمبر سره د مصاحبت په وجه د هیچا عدالت نه ثابتیږي.[۴۵] د هغوي له نظره ممکنه نه ده چې د پېغمبر(ص) ټول اصحاب د تقوا هغې درجې ته رسېدلې وي چې وکړی شو هغوي په عدالت (د کبیره ګناه پرېښودل او په صغیره ګناه ټینګار نه کول) وستایو، په داسې حال کې چې د اسلامي تاریخ د سرچینو په وینا ځینو اصحابو له وېرې، ناچارۍ، او د تالیف قلوب له مخې په پېغمبر د ایمان څرګندونه کړې ده.[۴۶] د هغوي له نظره، د صحابه و د عدالت خبره د ځینو اهدافو او مقاصدو لپاره شوې چې ځینې یې دا دي:

همداراز د صحابي د اجتهاد د نظریې جوړول د صحابه و د ځینو کړنو د توجیه، له قرآن او سنته د صحابه پوهې ته مرجعیت ورکولو، د هغوي قول او سیرت ته حجیت ورکولو، د جرح او تعدیل د قواعدو له اجرا کولو پرته د صحابه و د نقل شویو حدیثونو د منلو لپاره دي اود مسلمانانو تر مینځ اختلاف د صحابه و د عدالت د نظریې له پایلو ګڼل شوې دي.[۴۸]

کتاب پیژندنه

د صحابه و د عدالت مساله د شیعه او سني له اختلافي مسایلو ده چې د صحابه لیکنې،[۴۹] تفسیری[۵۰] او کلامی[۵۱] اثارو او کتابونو کې ورته توجه شوې ده. همداراز شیعیانو په دې اړه مستقل او پوره پوره کتابونه لیکلي چې ځینې یې دا دي:

  • په فارسۍ ژبه عدالت صحابه لیک د سید علی میلانی د ۱۴ لمریزې پېړۍ شیعه عالم. په دې کتاب کې د صحابه و عدالت د نظریې په دلایلو کره کتنه شوې ده. لیکوال د قرآن ځینې آیتونه، د ځینو اصحابو کبیره ګناهونه، او د ځینو اصحابو د نه عادلوالي په اړه د اهل سنتو بزرګانو او عالمانو قولونه راوړې دي.
  • عدالت صحابه در پرتو قرآن، سنت و تاریخ د شیعه مرجع تقلید محمدآصف محسني لیک. په دې کتاب کې د صحابه و عدالت د مذهبونو تر مینځ د نزدېکت په نظر سره جاجول شوی دی. د شیعه سني عالمانو په نزد د صحابه مفهوم او د قرآن ایتونو ته په پام سره د ځینو اصحابو د فسق او نفاق د وجود اثبات، د دغه کتاب له بحثونو دي. لیکوال همداراز دا خبره رد کړې ده چې شیعیان ټول صحابه کافر ګڼي.[۵۲]

نظریة عدالة الصحابة والمرجعیة السیاسیة فی‌ الاسلام لیک د احمد حسین یعقوب،[۵۳] عدالت صحابه، لیک د سید محمد یثربی،[۵۴] بررسی‌ نظریه‌ عدالت‌ صحا‌به‌ لیک د غلامحسین زینلي[۵۵] او نظریه‌ عدالت‌ صحا‌به‌ چې د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې څیړندویه ډلې لیکلی دی[۵۶] ځینې نور کتابونه دي چې د صحابه و د عدالت د نظریې په کره کتنه کې لیکل شوې دي.

اړونده څېړنه

فوټ نوټ

  1. ابن‌ حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۵۸.
  2. شهید ثانی، الرعایة فی علم الدرایة، ۱۴۰۸ق، ص۳۳۹.
  3. وګورئ: ابن‌ حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۵۹.
  4. یعقوب، نظریة عدالة الصحابة، ۱۴۲۹ق، ص۱۵.
  5. ابن‌ حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۵۹.
  6. شهید ثانی، الرعایة فی علم الدرایة، ۱۴۰۸ق، ص۳۴۵.
  7. ابن‌ حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۶۷۹؛ ج۸، ص۱۱۳.
  8. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰؛ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۹۹۲م/۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲.
  9. ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶۲.
  10. ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶۳.
  11. نگاه کنید به: ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶۳.
  12. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۷۸-۱۳۸۴ق، ج۱، ص۹.
  13. یعقوب، نظریة عدالة الصحابة، ۱۴۲۹ق، ص۱۵.
  14. ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰.
  15. ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶۲.
  16. خطیب بغدادی، الکفایه، المکتبة العلمیه، ج۱، ص۶۴.
  17. خطیب بغدادی، الکفایه، المکتبة العلمیه، ج۱، ص۶۴؛ ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶۲.
  18. سوره توبه، آیه۱۰۰.
  19. سوره فتح، آیه۱۸.
  20. خطیب بغدادی، الکفایه، المکتبة العلمیه، ج۱، ص۶۴؛ ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶۲-۱۶۳.
  21. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۹۹۲م/۱۴۱۲ق، ج۱، ص۴.
  22. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۳۷۴؛ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۴۴۵.
  23. طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۹، ص۳۲۹.
  24. سوره توبه، آیه ۱۰۱.
  25. سوره توبه، آیه۱۰۱.
  26. سوره آل عمران، آیه۱۱۰.
  27. سوره بقره، آیه ۱۴۳.
  28. سیوطی، الدرالمنثور، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۴۴؛ فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۸۴.
  29. خطیب بغدادی، الکفایه، المکتبة العلمیه، ج۱، ص۶۴.
  30. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۲۳.
  31. سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۴۴۳.
  32. سوره فتح، آيه۲۹؛ سوره حدید آیه ۱۱؛ سوره حشر، آیات ۸- ۱۰؛ سوره توبه، آیه ۱۱۷؛ وګورئ: دوخی، عدالة الصحابه بین القداسة و الواقع، ۱۴۳۰ق، ص۴۲-۸۷.
  33. ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶۵.
  34. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۳۷۴.
  35. سوره حجرات، آیه ۶.
  36. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۱۹۸.
  37. امین، اعیان الشیعة، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م، ج۱، ص۱۶۳.
  38. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۱۲۱، ح۶۵۸۵.
  39. ابن اعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م، ج۴، ص۲۳۸.
  40. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۰۰ق/۱۹۷۹م، ج۵، ص۲۴۳.
  41. ابن حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۵۶۱.
  42. ابن حجر عسقلانی، الاصابه، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۴۸۲.
  43. ابوریة، شیخ المضیرة ابوهریرة، دار المعارف، ص۲۱۹.
  44. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۷۸-۱۳۸۴ق، ج۱، ص۹.
  45. شهید ثانی، الرعایة فی علم الدرایة، ۱۴۰۸ق، ص۳۴۳؛ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م، ج۱، ص۱۶۱.
  46. امین، اعیان الشیعة، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م، ج۱، ص۱۶۲.
  47. یعقوب، نظریة عدالة الصحابه، بی‌تا، ص۱۰۷.
  48. فخعلی، «گفتمان عدالت صحابه»، پایگاه تخصصی وهابیت‌پژوهی.
  49. ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۹۹۲م/۱۴۱۲ق، ج۱، ص۴؛ ابن اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۰؛ ابن حجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۱۶۱-۱۶۵.
  50. د بېلګې په توګه وګورئ: علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۳۷۴-۳۷۵.
  51. د بېلګې په توګه وګورئ: سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۴۴۵.
  52. «عدالت صحابه در پرتو قرآن، سنت و تاریخ»، پایگاه اطلاع‌رسانی حدیث شیعه.
  53. نظریة عدالة الصّحابة والمرجعیة السیاسیة فی الإسلام، کتابخانه مدرسه فقاهت.
  54. عدالت صحابه، محموعه نقد و بررسی، سایت پاتوق کتاب فردا.
  55. بررسی نظریه عدالت صحابه، شبکه جامع کتاب گیسوم.
  56. نظریه عدالت صحابه، سایت مجمع جهانی اهل‌بیت.

سرچينې

  • قرآن کریم.
  • ابن اثیر، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفة الصحابه، دار الفکر، بیروت، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۹م.
  • ابن ابی‌الحدید، عبدالحمید، شرح نهج البلاغة، به کوشش محمدابوالفضل ابراهیم، قاهره، ۱۳۷۸-۱۳۸۴ق/۱۹۵۹-۱۹۶۴م.
  • ابن عبد البر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۹۹۲م/۱۴۱۲ق.
  • ابن اعثم کوفی، احمد بن اعثم، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۱م.
  • ابن حجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابه، تحقیق عادل احمد عبدالموجود، علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابوریة، محمود، شیخ المضیرة ابوهریرة، مصر، دار المعارف، بی‌تا.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعة، تحقق حسن امین، بیروت، دار التعارف، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق احسان عباس، بیروت، جمعیة المستشرقین الالمانیه، ۱۴۰۰ق/۱۹۷۹م.
  • حمیدی، محمد بن فتوح، الجمع بین الصحیحین البخاری و مسلم، تحقیق علی حسین البواب، بیروت، دار ابن حزم، ۱۴۲۳ق/۲۰۰۲م.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، الکفایه فی علم الروایة، تحقیق ابوعبدالله السورقی و ابراهیم حمدی المدنی، مدینه، المکتبة العلمیه، بی‌تا.
  • دوخی، یحیی عبدالحسین، عدالة الصحابه بین القداسة و الواقع، المجمع العالمی لاهل بیت، ۱۴۳۰ق.
  • سبحانی، جعفر، الالهیات علی هدی الکتاب و السنه و العقل، قم، المرکز العالمی للدراسات الاسلامیه، ۱۴۱۲ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، الرعایة، فی علم الدرایة، تحقیق عبدالحسین محمدعلی بقال، قم: مکتبة آیة الله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۸ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه محمدجواد بلاغی، تهران، انتشارات ناصر خسور، ۱۳۷۲ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد قصیر عاملی، مقدمه آقابزرگ تهرانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • یعقوب، احمدحسین، نظریة عدالة الصحابة و المرجعیة السیاسیة في الإسلام، راجعه علی الکورانی عاملی، ۱۴۲۹ق.
  • یعقوب اردنی، احمدحسین، نظریة عدالة الصحابة و المرجعیة السیاسیة في الإسلام، امان (اردن)، مطعبة الخیام، چاپ اول، بی‌تا.
  • فخعلی، محمدتقی، مجموعه گفتمان‌های مذاهب اسلامی، گفتمان عدالت صحابه، مشعر، تهران، بی‌تا.

بهرنۍ لینکونه