د مهدویت د آیتونو لړلیک

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د مهدویت د آیتونو د لړ لیک په اړه ده، د مهدویت له آیتونو د خبرېدو لپاره د مهدویت د آیتونو مقاله وګورئ.

د مهدویت د آیتونو لړلیک د قرآن هغه ایتونه دي چې په تفسیر کې یې له مهدویت سره اړوند بحثونو لکه ظهور، پاڅون، غیبت او د حضرت مهدي(عج) حکومت ته اشاره شوې ده. د دغه ایتونو په تفسیر یا تاویل کې، د اهل بیتو علیهم السلام په ځینو روایتونو استناد شوی دی.

ردیف متن او ژباړه د آیت درک تفسیر
۱ وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ‌ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ‌ أَنَّ الْأَرْ‌ضَ يَرِ‌ثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ؛ او په حقیقت کې په زبور کې مو وروسته له توراته ولیکل چې د ځمکې وارثان به زمونږ غوره او صالح بندګان وي. انبیاء ۱۰۵ له امام باقره نقل شوې چې له صالحانو مطلب، په اخره زمانه کې د حضرت مهدی (عج) اصحاب دي..[۱]
۲ وَنُرِ‌يدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْ‌ضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِ‌ثِينَ؛ او وموغوښتل په هغو کسانو چې په ځمکه کې خوار او ضعیف کړی شوې وو احسان وکړو او هغوی [د خلکو] امامان وګرځوو او هغوي [د ځمکې] وارثان وګرځوو. قصص ۵ د مستضعفینو د حکومت آت له امام علي(ع) په یو روایت کې د الذین استغضوا تفسیر په اهل بیتو شوی دی چې حضرت مهدی به یې دښمان خواروي. .[۲]
4 وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْ‌ضِ...؛ خدای په تاسو کې هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او ښه کارونه یې کړې دي، وعده ورکړې چې ضرور به هغوي په دې ځمکه کې [خپل] ځان ناستي وګرځوي؛... نور ۵۵ استخلاف ایت د شیخ طوسی، په وینا، له اهل بیتو روایت شوی چې دا ایت د مهدی آل محمد (ص) په باره کې دی..[۳]
۴ ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَ‌يْبَ ۛ فِيهِ ۛهُدًى لِّلْمُتَّقِينَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَ‌زَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ...؛ دا هغه کتاب دی چې هیڅ شک پکې نیشته [او] د متقیانو لپاره هدایت دی. هغوي چې په غېبو ایمان راوړي او لمونځ قایموي او له هغه څه چې روزي کړې مو یې دي انفاق کوي. بقره ۱-۳ د امامانو(ع) په ځینو روایتونو کې «غیب» په دې ایت کې په امام غائب سره تفسیر شوی دی. .[۴]
۵ ... أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا ۚ...؛ تاسو چې هر ځای کې یئ خدای به ټول (خپل لور ته) راولي. بقره ۱۴۸ له امام صادق (ع) نقل شوې چې دا ایت د قائم آل محمد او د هغه د اصحابو په اړه نازل شوی چې بې مخکینۍ وعدې به راغونډ کړی شي..[۵]
۶ وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ...او ضرور تاسو به په یو شي لکه له لوږې په وېرې او په مالونو او ځانونو او محصولاتو (فصلونو) کې په کمي سره ازمایو... بقره ۱۵۵ په یو روایت کې امام صادق (ع) د ظهور د ځینو نښو له ذکرولو وروسته دا ایت ولوسته..[۶]
۷ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُ‌وا وَصَابِرُ‌وا وَرَ‌ابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّـهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ؛ای هغو کسانو چي ایمان مو راوړی، صبر وکړئ او ټینګتیا وښیئ او د پولو ساتنه وکړئ او له خدایه ووېرېږئ، هیله ده چې وژغورل شئ. آل عمران ۲۰۰ له امام باقر(ع) په یو روایت کې د منتظرانو دندو منجمله له امام زمان سره مرابطې ته اشاره شوې ده..[۷]
۸ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّ‌سُولَ فَأُولَـٰئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّـهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ ۚ وَحَسُنَ أُولَـٰئِكَ رَ‌فِيقًا؛ هغه کسان چې د خدای او پېغمبر یې اطاعت وکړي، د هغو کسانو په ټولګه کې به وي چې خدای یې عزت کړی دی.[یعنې] له پېغمبرانو او رښتینو او شهیدانو او صالحانو سره، او دوي څومره ښه ملګري دي. نساء ۶۹ له امام صادق (ع) په یو روایت کې، نبیان په پېغمبر، او صدیقان په امام علي (ع) او شهیدان په حسنینو(ع) او صالحان په امامانو او حسن اولئک رفیقا په حضرت قائم (عج) تفسیر شوی دی..[۸]
۹ هُوَ الَّذِي أَرْ‌سَلَ رَ‌سُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَ‌هُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِ‌هَ الْمُشْرِ‌كُونَ؛ هغه دی چې خپل استازی یې په هدایت او حق دین سره واستوه، چې هغه په ټولو دینونو بریالی کړی، که څه هم د مشرکانو نه وي خوښه. توبه ۳۳، صف ۹ د حضرت مهدي په حکومت کې د اسلام نړېوال کېدل [۹]
۱۰ وَذَكِّرْ‌هُم بِأَيَّامِ اللَّـهِ؛ او هغوي ته د خدای ورځې وریادې کړه ابراهیم ۵ له امام باقر(ع) روایت دی چې د خدای ورځې درې دي: هغه ورځ چې قائم قیام وکړي، د رجعت ورځ او د قیامت ورځ. [۱۰]
۱۱ قَالَ رَ‌بِّ فَأَنظِرْ‌نِي إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِ‌ينَ إِلَىٰ يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ ؛ گفت: وې ویل « ای پالونکیه، نو ماته تر هغه ورځې چې راپاڅول کیږي به، مهلت راکړه.» وې فرمایل:« تاته مهلت درکړی شو تر معلومې ورځې [او] وخته. حجر ۳۶-۳۸ له امام صادق (ع) د یو روایت له مخې، په دې ایت کې معلوم وخت د قائم آل محمد (ص) د پاڅون په وخت تفسیر شوی دی..[۱۱]
۱۲ وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْ‌آنَ الْعَظِيمَ ؛ او په رښتیا، تاته مو سبع المثاني [= فاتحه سوره] او لوی قرآن درکړ. حجر ۸۷ له امام باقر (ع) په یو روایت کې سبعا من المثاني په امامانو او قرآن العظیم د زمانې په امام تفسیر شوی دی..[۱۲]
۱۳ ...وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِ‌ف فِّي الْقَتْلِ ۖ إِنَّهُ كَانَ مَنصُورً‌ا ؛ او هر کس چې مظلوم ووژل شي، د هغه سرپرست او ولي ته مو یو طاقت ورکړی دی نو [هغه] باید په قتل کې زیاتی ونه کړي، ځکه چې له هغه سره د شرعې له خوا مرسته شوې ده. اسراء ۳۳ له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې دا ایت په امام حسین (ع) او د هغه د وینې په ولي حضرت مهدي (ع) پورې اړوند دی..[۱۳]
۱۴ وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ؛ او ووایه:« حق راغی او باطل نابود شو. هو، باطل همېشه تباه کېدونکی دی» اسراء ۸۱ له امام باقر (ع) د ایت د تفسیر په معنا کې نقل شوي چې کله چې امام قائم (عج) ظهور وکړي د باطل دولت به ختم شي..[۱۴]
۱۵ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا؛ له هغه څه چې هغوي یې په مخکې لري او هغه څه چې شاته یې پرېښي، خبر دی او حال دا چې هغوي له دې هیڅ علم نه لري. طه ۱۱۰ له امام صادق (ع) روایت دی چې له «وما خلفهم» عبارته مطلب د حضرت مهدی (ع) خبرونه دي..[۱۵]
۱۶ وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَىٰ آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا؛ او په یقین سره له دې مخکې مو له ادم سره ژمنه وکړه خو هغه (دا) هېر کړ او د هغه هوډ مو (مزبوت) ونه مونده. طه ۱۱۵ د دغه ایت په تفسیر کې له امام باقر (ع) د یو روایت له مخې خدای له پېغمبرانو په خپل ربوبیت، د شیعه امامانو په امامت او په مهدي چې په وسیله به یې د خپل دین مرسته کوي او خپل حکومت به د هغه په وسیله ښکاره کوي او له دښمنانو به یې غچ اخلي، ژمنه واخسته..[۱۶]
۱۷ قُلْ كُلٌّ مُّتَرَ‌بِّصٌ فَتَرَ‌بَّصُوا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَ‌اطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَىٰ ؛ ووایه:«ټول په انتظار کې دي نو تاسو هم په انتظار اوسئ . ډېر زر به پوه شئ چې د ښي لاس ملګري کوم دي او څوک لاره موندونکي دي» طه ۱۳۵ له امام کاظم (ع) په یو روایت کې صراط مستقیم (مینځنۍ لار) د حضرت قایم ګڼل شوې ده او هدایت د هغه چا دی چې د هغه اطاعت ته یې لاره موندې وي. .[۱۷]
۱۸ وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ حَتَّىٰ أَتَانَا الْيَقِينُ ؛ او مونږ د قیامت ورځ دروغ ګڼله تر دې چې مرګ مو راورسېد» مدثر ۴۶-۴۷ یوم الدین د قائم په ورځ او یقین د حضرت مهدی (ع) د ظهور په ورځ تفسیر شوی دی..[۱۸]
۱۹ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَ‌ةً وَبَاطِنَةً ؛ او خپل ظاهري باطني نعمتونه یې پر تاسو بشپړ کړې دي. لقمان ۲۰ له امام موسی بن جعفر(ع) په یو روایت کې باطني نعمت یې په غائب امام تفسیر کړی دی.

.[۱۹]

۲۰ وَلَئِن جَاءَ نَصْرٌ‌ مِّن رَّ‌بِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ؛او که ستا د پالونکي له لوري کامیابي راورسیږي ضرور به وایي:«مونږ له تاسو سره وو» عنکبوت ۱۰ له امام صادق (ع) روایت دی چې د پالونکي له مرستې مطلب حضرت قائم (ع) دی.[۲۰]
۲۱ وَيُرِ‌يدُ اللَّـهُ أَن يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ‌ الْكَافِرِ‌ينَ لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِ‌هَ الْمُجْرِ‌مُونَ ؛ [خو] خدای غوښتل چې حق [اسلام]په خپلو کلماتو سره ثابت او د کافرانو مونډ وباسي. چې حق ثابت او باطل تباه کړي که څه هم د مجرمانو نه وي خوښه. انفال ۷-۸ له امام باقر(ع) په یو روایت کې د ایت په تفسیر کې له هغه چا مطلب چې باطل به ختموي امام زمان ګڼل شوی دی..[۲۱]
۲۲ إِنَّ اللَّـهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي ؛ خدای تعالی به تاسو د یو سیند په ذریعه وازمایي . نو هر څوک چې ترې وڅښي زما [له پېروانو] نه دی. بقره ۲۴۹ له امام صادق (ع) د دغه ایت په ذیل کې نقل شوي چې د امام زمان (ع) اصحاب به هم د طالوت د ملګرو په شان ازمویل کیږی.[۲۲]
۲۳ وَالْعَصْرِ‌ إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ‌ ؛ قسم په عصر [پر باطل د حق په غلبې] چې بېشکه انسان په تاوان کې دی. عصر-1 له امام صادق (ع) په یو روایت کې راغلي چې په دې ایت کې له عصر مطلب د امام زمان (ع) ظهور او خروج دی.[۲۳]
۲۴ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ ؛ او [ثابت او] پایداره دین همدا دی. بینه ۵ له امام صادقه د یو روایت په اساس له «دِينُ الْقَيِّمَة» مطلب حضرت قائم اخستل شوی دی. [۲۴]
۲۵ سَلَامٌ هِىَ حَتَّىٰ مَطْلَعِ الْفَجْرِ‌ ؛[هغه شپه] د سهار تر راختو سوله او سلامتي ده. قدر ۵ له امام صادق (ع) په یو روایت کې «مَطْلَعِ الْفَجْر» د حضرت قائم (ع) د لمر په راختلو تعبیر شوی دی. .[۲۵]
۲۶ وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّی؛قسم په ورځ چې کله راوځلیږي. لیل ۲ د امامانو (ع) په ځینو روایتونو کې چې د دغه ایت په ذیل کې راغلي له ورځې مطلب د امام زمان (ع) ظهور تفسیر شوی دی..[۲۶]
۲۷ وَالنَّهَارِ إِذَا جَلَّاهَا؛قسم په ورځ چې کله [ځمکه] رڼا کړي. شمس ۳ امام صادق (ع) په یو روایت کې «ورځ» په دغه ایت کې په امام قائم (ع) تفسیر کړې ده.. [۲۷]
۲۸ وَالْفَجْرِ؛قسم په فجر (سهار) فجر ۱ امام صادق (ع) فجر په دغه ایت کې په قائم تفسیر کړی دی..[۲۸]
۲۹ وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْبُرُوجِ؛ قسم له ستورو په ډک اسمان بروج ۱ له پېغمبر (ص) نقل شوي چې په دې ایات کې له بروجه مطلب امامان دي چې لومړی یې علي (ع) او اخر یې مهدي دی..[۲۹]
۳۰ هَلْ أَتَاک حَدِیثُ الْغَاشِیةِ وُجُوهٌ یوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ تَصْلَیٰ نَارًا حَامِیةً؛آیا تا ته د «غاشیه» خبر رسېدلی دی؟ په هغه ورځ چې ځینې څېرې به خوارې وي، چې هڅه یې کړې [چټي] زیار یې ایستلی. او په سوزنده اور کې به سوزي. غاشیه ۱-۴ له امام صادق (ع) په یو روایت کې دا ایت د حضرت قائم په قیام تفسیر شوی دی..[۳۰]
۳۱ فَلَا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ الْجَوَارِ‌ الْكُنَّسِ؛ نه، نه! قسم په تلونکو ستورو [چې] له سترګو پناه شي اوبیا راووځي. تکویر ۱۵-۱۶ له امام باقر (ع) په یو روایت کې دا ایت د امام زمان غیبت او ظهور ته اشاره لري .[۳۱]
۳۲ فَذَٰلِكَ يَوْمَئِذٍ يَوْمٌ عَسِيرٌ‌ عَلَى الْكَافِرِ‌ينَ غَيْرُ‌ يَسِيرٍ‌؛هغه ورځ [څومره] ترخه ورځ ده! په کافرانو اسانه نه ده. مدثر ۱۰-۹ له امام صادق(ع) نقل شوي چې په دې ایت کې د امام زمان ظهور او قیام ته اشاره ده. .[۳۲]
۳۳ حَتَّىٰ إِذَا رَ‌أَوْا مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرً‌ا وَأَقَلُّ عَدَدًا؛تر دې چې هغه ورځ چې وعده یې ورکول کیږي وویني، بیا به پوه شي چې د چا مرسته کوونکی کمزوری او د چا شمېر کم دی. جن ۲۴ امام کاظم (ع) په یو روایت کې له دغه ایته مطلب امام زمان او ملګري یې ګڼلې دي (یعني کافران به وویني چې امام زمان او ملګري یې کمزوري او کم نه دي). .)[۳۳]
۳۴ خَاشِعَةً أَبْصَارُ‌هُمْ تَرْ‌هَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۚ ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ؛ سترګې به یې ټیټې وي، د ذلت [دوړې] به پرې پرتې وي. دا هماغه ورځ ده چې دوي ته یې وعده ورکول کېده. معارج ۴۴ امام باقر (ع) د دغه ایت په تفسیر کې فرمایي: د موعود له ورځې مطلب، د حضرت قائم(ع) د خروج او ظهور ورځ ده..[۳۴]
۳۵ وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ؛ او هغه کسان چې د جزا په ورځ باور لري. معارج ۲۶ امام باقر (ع) د دغه ایت په اړه فرمایي: د جزا له ورځې مطلب د حضرت قائم (ع) د راڅرګندېدو او خروج ورځ ده.[۳۵]
۳۶ قُلْ أَرَ‌أَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرً‌ا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاءٍ مَّعِينٍ,ووایه: ماته خبر راکړئ ، که ستاسو [د څښاک] اوبه په ځمکه کې ننوځي نوڅوک به درته روانې اوبه راولي؟ ملک ۳۰ له امامانو (ع) په یو روایت کې دا ایت د حضرت مهدي (ع) او په نړۍ کې د عدل پراخوونکي په ظهور تفسیر شوی دی.. [۳۶]
۳۷ يُرِ‌يدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ‌ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّـهُ مُتِمُّ نُورِ‌هِ وَلَوْ كَرِ‌هَ الْكَافِرُ‌ونَ ؛غواړي چې په خپلو خولو سره د خدای رڼا غلې کړي او حال دا چې خدای خپله رڼا بشپړوي که څه هم د کافرانو نه وي خوښه. صف ۸ له امام موسی کاظم(ع) د« خدای به خپله رڼا بشپړه کړي» عبارت په اړه نقل شوي چې یعنې د قائم (ع)ولایت. [۳۷]
۳۸ اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْ‌ضَ بَعْدَ مَوْتِهَا؛پوه شئ چې خدای به ځمکه له مرګه وروسته ژوندۍ کړي. حدید ۱۷ په یو روایت کې له امام باقر (ع) د ځمکې ژوندي کول د حضرت مهدي په وسیله تفسیر شوې دي.. [۳۸]
۳۹ يُعْرَ‌فُ الْمُجْرِ‌مُونَ بِسِيمَاهُمْ فَيُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِي وَالْأَقْدَامِ؛مجرمان به له څېرو پېژندل کیږي او له تندیو او پښو به یې راونیسي. الرحمن ۴۱ د پاڅون په وخت، خدای تعالی امام زمان ته د مخونو پېژندل عطا کوي..[۳۹]
۴۰ فَوَرَ‌بِّ السَّمَاءِ وَالْأَرْ‌ضِ إِنَّهُ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَا أَنَّكُمْ تَنطِقُونَ ؛نو د اسمان او ځمکې په پالونکي قسم چې په رښتیا حق هغه دی لکه څنګه چې تاسو په خپله خبرې کوئ. ذاریات ۲۳ له امام زین العابدین (ع) په یو روایت کې حق، په امام زمان تفسیر شوی دی..[۴۰]
۴۱ وَاسْتَمِعْ يَوْمَ يُنَادِ الْمُنَادِ مِن مَّكَانٍ قَرِ‌يبٍ يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ۚ ذَٰلِكَ يَوْمُ الْخُرُ‌وجِ؛او هغه ورځ چې جارچي به له یو نزدې ځای غږ کړي، واورئ. هغه ورځ چې د (قیامت) غږ به په حقه اوري، هغه [ورځ له ځمکې] د بهر راوتلو ورځ ده. ق ۴۱-۴۲ له امام صادق (ع) په یو حدیث کې، صیحه د امام زمان په نوم او یوم الخروج په رجعت تفسیر شوی دی..[۴۱]
۴۲ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا؛ که [کافر او مومن] له یو بله جدا شوي وای، ضرور به مو کافران په دردوونکي عذاب اخته کړې وو. فتح ۲۵ له امام صادق(ع) په یو روایت کې له ایته مطلب دا دی: د هغو ایماندارو کسانو چې د هغوي په صلب کې دي د ظهور تر وخته د منافقانو او کفارو د سزاګانو ځنډول.[۴۲]
۴۳ قُل لِّلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُ‌وا لِلَّذِينَ لَا يَرْ‌جُونَ أَيَّامَ اللَّـهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ؛هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی ووایه چې له هغو کسانو چې د خدای [د کامیابۍ] د ورځې هیله نه لري، تېر شي، چې [خدای هره] ډله دهغه څه [په سبب] چې کړې یې دي سزا کړي. جاثیه ۱۴ له امام صادق (ع) په یو حدیث کې د امام زمان د پاڅون ورځ له ایام الله څخه ده..[۴۳]
۴۴ هَلْ يَنظُرُ‌ونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُ‌ونَ؛ایا له دې پرته بله تمه لري چې قیامت په داسې حال کې چې ګمان یې نه کوي، ناڅاپه پر هغوی راشي.؟ زخرف ۶۶ د «ساعةَ بغتةً» په تفسیر کې له امام باقر (ع) په یو روایت کې له ساعته مطلب د حضرت مهدي د پاڅون او قیام وخت ګڼل شوی دی..[۴۴]
۴۵ وَلَمَنِ انتَصَرَ‌ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ ؛او هر څوک چې د ظلم [له لیدلو] وروسته مرسته وغواړي [اوانتقام واخلي] پر هغوي [د غندنې] لاره نیشته. شوری ۴۱ له امام باقر په یو روایت کې چې په تفسیر القمي کې راغلی، ایت له بني امیه و، دروغ بلونکو او ناصبیانو څخه د امام زمان په غچ اخستلو تفسیر شوی دی..[۴۵]
۴۶ مَن كَانَ يُرِ‌يدُ حَرْ‌ثَ الْآخِرَ‌ةِ نَزِدْ لَهُ فِي حَرْ‌ثِهِ ۖ وَمَن كَانَ يُرِ‌يدُ حَرْ‌ثَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَ‌ةِ مِن نَّصِيبٍ ؛څوک چې د اخرت کښت وغواړي، کشت یې ورزیاتوو او څوک چې د دنیا کرونده وغواړي هغه ته ترې هم ورکوو خو په اخرت کې به یې هیڅ برخه نه وي. شوری ۲۰ مَا لَهُ فِي الْآخِرَ‌ةِ مِن نَّصِيبٍ یعنې د حق په حکومت کې به له حضرت قائم (ع) سره هیڅ برخه او ونډه ونه لري.. [۴۶]
۴۷ سَنُرِ‌یهِمْ آیاتِنَا فِی الْآفَاقِ وَفِی أَنفُسِهِمْ حَتَّیٰ یتَبَینَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُ ؛ډېر زر به خپلې نښې په [ډول ډول] افقونو کې او د هغوي په زړونو کې هغوي ته وروښیو، چې ورته روښانه شي چې هغه حق دی. فصلت ۵۳ له امام باقر(ع) په یو روایت کې دا ایت د حضرت قائم (ع) په خروج او ظهور تفسیر شوی دی..[۴۷]
۴۸ لِّنُذِیقَهُمْ عَذَابَ الْخِزْی فِی الْحَیاةِ الدُّنْیا,چي د دنیا په ژوند کې د رسوایۍ عذاب په هغوي وڅکو. فصلت ۱۶ د «عذاب الخزی» تفسیر د امام زمان (ع) له پاڅونه مخکې د ضدي مخالفانو په دنیاوي عذاب شوی دی ).[ ۴۸]
۴۹ وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَینَاهُمْ فَاسْتَحَبُّوا الْعَمَیٰ عَلَی الْهُدَیٰ فَأَخَذَتْهُمْ صَاعِقَةُ الْعَذَابِ الْهُونِ بِمَا کانُوا یکسِبُونَ؛خو ثمودیان: نو هغوی ته مو لاره وښودله خو ړوندوالي ته یې پر هدایت ترجیح ورکړه، نو د هغه څه په [سزا] چې کول به یې ذلیلوونکي صاعقې هغوي راونیول. فصلت ۱۷ امام صادق (ع) په دغه ایت کې ثمود د شیعیانو په یوې ډلې [ چې د ثمود په شان یې د سرکښۍ له مخې د وحي حقایق تکذیب کړل] او صاعقه د ظهور په وخت د تورې په عقوبت او سزا تفسیر کړې ده..[۴۹]
۵۰ وَأَشْرَ‌قَتِ الْأَرْ‌ضُ بِنُورِ‌ رَ‌بِّهَا؛او ځمکه یې د پالونکي په رڼا روښانه شی. زمر ۶۹ له امام صادق (ع) نقل شوي چې د ځمکې پالونکی، یعنې د ځمکې امام چې له ظهوره وروسته به یې خلک له رڼا برخمن شي..[۵۰]
۵۱ وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِینٍ؛او ضرور به له لږ وخت وروسته د هغه له خبره خبر شئ. ص ۸۸ له امام باقر (ع) په یو روایت کې له «وَلَتَعْلَمُنَّ» مطلب د قائم د ظهور وخت دی[۵۱]
۵۲ وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِ لَإِبْرَ‌اهِيمَ؛او بې شکه ابراهیم د هغه له پېروانو دی. صافات ۸۳ د امامانو او منجمله د حضرت مهدی او د هغه د شیعیانو د صفاتو په باره کې.[۵۲]
۵۳ وَلَوْ تَرَ‌ىٰ إِذْ فَزِعُوا فَلَا فَوْتَ وَأُخِذُوا مِن مَّكَانٍ قَرِ‌يبٍ ؛او ای کاش لیدلې دې وای هغه وخت چې [کافران] ترهېدلې دي.[هلته چې] د تېښتې لاره نه ده پاتې او له نزدې ځایه راګېر شوې دي. سبا ۵۱ په بحار الانوار کې له پېغمبر(ص) او امام باقر(ع) روایتونه نقل شوي چې ښیي د دغه ایت له مصداقونو، د حضرت مهدي (ع) د قیام په وخت د سفیاني خروج دی..[۵۳]
۵۴ قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنفَعُ الَّذِينَ كَفَرُ‌وا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنظَرُ‌ونَ,ووایه:«د کامیابۍ په ورځ به د هغو کسانو چې کافران شوي، ایمان راوړل فایده ونه کړي اونه به هغوي ته مهلت ورکړی شي. سجده ۲۹ له حضرت صادق(ع) نقل شوي چې د فتحې او بریالیتوب ورځ هغه ورځ ده چې نړۍ به د حضرت مهدي (ع) پر مخ پرانستل شي..[۵۴]
۵۵ وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَىٰ دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ‌ لَعَلَّهُمْ يَرْ‌جِعُونَ؛او قطعا پر هغه لوی عذاب سربېره، د دې دنیا عذاب هم ورڅکو،هیله ده چې [د خدای] یاد ته ستانه شي. سجده ۲۱ له امام صادق (ع) په یو روایت کې له عذاب اکبره مطلب، په اخره زمانه کې په تورې سره د حضرت قائم خروج ګڼل شوی دی. [۵۵]
۵۶ وَیوْمَئِذٍ یفْرَ‌حُ الْمُؤْمِنُونَ ؛او هغه ورځ ده چې مومنان به د خدای په مرسته خوشاله شي. روم ۴ له امام صادق(ع) د یو روایت په اساس په هغه ورځ د مومنانو له خوشالۍ مطلب د حضرت قایم په قیام او ظهور خوشالي ده. [۵۶]
۵۷ إِن نَّشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاءِ آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ ؛او که وغواړو په هغوي به له اسمانه یوه معجزه راکوزه کړو، چې په وړاندې یې څټونه خاضع شي. شعراء ۴ له امام باقر (ع) نقل شوي: دا ایت د قائم آل محمد (ص) په باره کې نازل شوی چې نوم به یې د اسمان له لورې اعلان شي..[۵۷]
۵۸ أَفَرَ‌أَيْتَ إِن مَّتَّعْنَاهُمْ سِنِينَ ﴿٢٠٥﴾ ثُمَّ جَاءَهُم مَّا كَانُوا يُوعَدُونَ ﴿٢٠٦﴾ مَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يُمَتَّعُونَ؛ولې نه پوهېږې چې که کلونه هغوي برخمن کړو،(۲۰۵) او بیا هغه څه چې ترې وېرول کېدی شي، هغوي ته ورسیږي.(۲۰۶) هغه څه چې ترې برخمنېدل په کار یې نه راځي [او عذاب ترې نه غړوي] شعراء ۲۰۵-۲۰۷ له امام صادق (ع) په روایت کې دغه ایت « ما كَانُوا يُوعَدُون» په امام زمان او « ما كَانُوا يُمَتَّعُون» په بني امیه و تفسیر شوی دی.[۵۸]
۵۹ اللَّـهُ نُورُ‌ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْ‌ضِ ۚ مَثَلُ نُورِ‌هِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ ۖ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ ۖالزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّ‌يٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَ‌ةٍ مُّبَارَ‌كَةٍ زَيْتُونَةٍ لَّا شَرْ‌قِيَّةٍ وَلَا غَرْ‌بِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ‌ ۚ نُّورٌ‌ عَلَىٰ نُورٍ‌ ۗ يَهْدِي اللَّـهُ لِنُورِ‌هِ مَن يَشَاء؛خدای د اسمانونو او ځمکې نور دی. د هغه د نور مثل د هغه څراغدان په څېر دی چې پکې یو څراغ او هغه څراغ په یوه شیشه کې دی. هغه شیشه ته وا ځلانده ستوری دی چې له مبارکې زیتوني ونې چې نه ختیځ ده او نه لویدیځه رابلیږي. نزدې ده چې تیل یې- که څه هم اور ورته نه وي رسیدلې- رڼا ورکړي. د رڼا لپاسه رڼا. خدای چې هر څوک وغواړي په خپلې رڼا سره هدایتوي. نور ۳۵ له امام علي (ع) په یو روایت کې « يَهْدِي اللَّـهُ لِنُورِ‌هِ مَن يَشَاء» «خدای چې هرڅوک وغواړي په خپل نورسره هدایتوي» په حضرت مهدي (ع) تفسیر شوی دی..[۵۹]
۶۰ الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْ‌ضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُ‌وا بِالْمَعْرُ‌وفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ‌ ۗ وَلِلَّـهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ‌؛هماغه کسان چې کله ورته په ځمکه کې وس ورکړو، لمونځ قایموي او زکات ورکوی او خلک ښو کارونو ته بلي او له بدو کارونو یې منعې کوي او د ټولو کارونو انجام د خدای په لاس کې دی. حج ۴۱ په ځینو روایتونو کې دا ایت په حضرت مهدی (ع) او ملګرو یې تفسیر شوی دی..[۶۰]
۶۱ وَيَقُولُونَ لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّ‌بِّهِ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّـهِ فَانتَظِرُ‌وا إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِ‌ينَ؛او وایی:« ولې د خدای له لوري په هغوي کومه معجزه نه نازلیږي؟» ووایه:«په غیبو یوازې خدای پوهیږی. نو په تمه اوسئ چې مونږ هم له تاسو سره په تمه یوو.» یونس ۲۰ له امام صادق(ع) په یو روایت کې غیب په حضرت قایم تفسیر شوی دی..[۶۱]
۶۲ أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُ‌وا السَّيِّئَاتِ أَن يَخْسِفَ اللَّـهُ بِهِمُ الْأَرْ‌ضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُ‌ونَ ؛آیا هغه کسان چې بد تدبیرونه کوي، خوندي شول له دې چې خدای هغوي په ځمکه کې ننباسي، یا له داسې ځایه چې ګمان هم نه کوي پرې عذاب نازل کړی؟ نحل ۴۵ د دغه ایت په تفسیر کې له امام صادق (ع) په یو روایت کې له ال محمد (ص) څخه د یو کس او ورسره د ۳۱۳ کسانو ظهور او خسف بیدا ته اشاره شوې ده..[۶۲]
۶۳ أَتَىٰ أَمْرُ‌ اللَّهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوهُ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِ‌كُونَ ؛د خدای امر راورسېد، نو بیړه پکې مه کوئ. هغه سپېڅلی او له هغه څه پاک دی چې دوي یې ورسره شریک ګرځوي. نحل ۱ د امامانو (ع) په روایتونو کې له امر الله مطلب د امام زمان (ع) ظهور ته اشاره لري.. [۶۳]
۶۴ حَتَّىٰ إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّ‌سُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُ‌نَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَاءُ ۖ وَلَا يُرَ‌دُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِ‌مِينَ ؛تر هغه وخته چې زمونږ استازي نهیلي شول او [خلکو] ګمان وکړ چې هغوي ته دروغ ویل شوي، زمونږ مرسته هغوي ته ورسیده. نو هغه کسان چې غوښتل مو نجات بیا موند، خو له مجرمو کسانو زمونږ عذاب نه ستنیږي. یوسف ۱۱۰ له حضرت علي (ع) په یو روایت کې راغلي چې مومنان به د غیبت په زمانه کې ډېر سخت ژوند لري تر دې چې د خدای په مرسته(د امام زمان په راڅرګندېدو سره) یې غوټه پرانستل شي.[۶۴]
۶۵ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّـهَ وَأَطِيعُوا الرَّ‌سُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ‌ مِنكُمْ؛ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د خدای اطاعت کوئ او د پېغمبر یې او د اولی الامر هم اطاعت کوئ. نساء ۵۹ د ایت په تفسیر کې د غایب امام فایده تر وریځو شاته لمر ته ورته ګڼل شوې چې خلک د لمر له رڼا ګټه پورته کوي که څه هم وریځو پټ کړی وي.. [۶۵]
۶۶ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْ‌ضِ طَوْعًا وَكَرْ‌هًا وَإِلَيْهِ يُرْ‌جَعُونَ؛هر څوک چې په اسمانونو او ځمکه کې دي خوښ یا ناخوښ یې سر د هغه امر ته ټیټ کړی او د هغه لور ته به ستنول کیږئ. آل عمران ۸۳ له امام صادق (ع) په یو روایت کې دا ایت د امام زمان ظهور او د هغه په وسیله د توحید کلمې په لور د ټولو هدایت ته اشاره لري [۶۶]
۶۷ يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَ‌بِّكَ لَا يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرً‌ا ۗ قُلِ انتَظِرُ‌وا إِنَّا مُنتَظِرُ‌ونَ ؛هغه ورځ چې ستا د پالونکي ځینې نښې راښکاره شي.هغه څوک چې مخکې یې ایمان نه دی راوړی یا په خپل ایمان کې یې کوم خیر لاسته نه دی راوړی، ایمان راوړل یې ګټه نه کوي. ووایه؛[ په تمه اوسئ چې مونږ هم په تمه یوو] انعام ۱۵۸ امام صادق(ع) په «یوم یأتی بعض آیات ربک» کې له یومه مطلب د حضرت قایم د څرګندېدو ورځ ګڼلې او ایات یې په امامانو او ایه منتظره یې چې انتظار یې کیږي په امام زمان تفسیر کړې ده..[۶۷]
۶۸ وَمِن قَوْمِ مُوسَىٰ أُمَّةٌ یهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ یعْدِلُونَ ؛او د موسی په قوم کې ځینې داسې خلک دي چې حقو ته لارښوونه کوي او په حقه فیصله کوي. اعراف ۱۵۹ له امام صادق (ع) په یو روایت کې د موسی (ع) د قوم ځینې مومنان د حضرت مهدي (ع) ملګري ګڼل شوې دي.[۶۸]
۶۹ قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَىٰ رُكْنٍ شَدِيدٍ ؛[لوط] وویل: کاش چې تاسو سره د مقابلې لپاره مې طاقت درلود یا مې یو کلک پناه ځای ته پناه وړې وای. هود ۸۰ امام صادق (ع) قوة په امام قایم (ع) او رکن شدید د امام زمان په ملګرو او اصحابو تفسیر کړی دی.[۶۹]
۷۰ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّـهَ عَلَىٰ نَصْرِ‌هِمْ لَقَدِيرٌ‌ ؛هغو کسانو ته چې جنګ پرې تپل شوی، د [جهاد]اجازه ورکړل شوې ده، ځکه چې ظلم پرې شوی او البته خدای د هغوي په کامیابۍ سخت توانمن دی. حج ۳۹ امام صادق(ع) دا ایت د حضرت قایم (ع) په اړه ګڼي چې کله راووځي د امام حسین د وینې غچ به اخلي..[۷۰]
۷۱ إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا وَأَكِيدُ كَيْدًا فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا؛هغوی چل ول کوي او[زه هم] ورسره چل کوم. نو کافرانو ته مهلت ورکړه اوهغوي لږ په خپل حال پرېږده. طارق ۱۵-۱۷ له امام صادق (ع) نقل شوې چې کافرانو ته له مهلت ورکولو مطلب دا دی چې د امام زمان د ظهور او راوتلو تر وخته هغوی ته مهلت ورکول کیږی..[۷۱]
۷۲ أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ‌ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاءَ الْأَرْ‌ضِ ۗ أَإِلَـٰهٌ مَّعَ اللَّـهِ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُ‌ونَ ؛[څوک] دی هغه ذات چې د مضطر او مجبور کس –کله یې چې وبلي- دعا قبلوي او مصیبت یې لرې کوي او تاسو په دې ځمکه کې ځای ناستي ګرځوي؟ ایا له خدای سره شریک بل معبود شته؟ څومره کم نصیحت اخلئ. نمل ۶۲ په ځینو روایتونو کې دغه ایت د امام مهدي (ع) په پاڅون تفسیر شوی دی او له مضطر مطلب هم امام زمان تفسیر شوی دی..[۷۲]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، تصحیح عبدالحسین امینی، نجف، دار المرتضویه، ۱۳۵۶ش.
  • استرآبادی، علی، تأویل الآیات الظاهره فی فضائل العترة الطاهره، تصحیح حسین ولی، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۰۹ق.
  • بحرانی، سید هاشم بن سلیمان، البرهان فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسه بعثه، ۱۳۷۴ش.
  • بحرانی، سید هاشم، المحجة فیما نزل فی القائم الحجه، تحقیق طالب زکی، قم، دار الموده، ۱۴۲۷ق.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، تصحیح عبداللطبف کوهمری، بیدار، قم، ۱۴۰۱ق.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تصحیح علی اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد، تصحیح محسن بن عباسعلی کوچه باغی، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۴ق.
  • طبری، محمد بن جریر، دلائل الامامه، تصحیح قسم الدراسات الاسلامیه مؤسسه البعثه، قم، بعثت، ۱۴۱۳ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد قصیر عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبه للحجه، تصحیح عبادالله تهرانی و علی احمد ناصح، قم، دار المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • عروسی حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.‏
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیه، ۱۳۸۰ق.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن بن شاه مرتضی، تفسیر الصافی، تصحیح حسین اعلمی، تهران، مکتبة الصدر، ۱۴۱۵ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح طیب موسوی جزایری، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تصحیح کاظم محمد، تهران، مؤسسه الطبع و النشر فی وزارة الارشاد الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمود محرمی زرندی، قم، المؤتمر العالمی لالفیه الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبه للنعمانی، تصحیح علی اکبر غفاری،‌ تهران، نشر صدوق‌، ۱۳۹۷ق.
  • یزدی حایری، علی، الزام الناصب فی اثبات الحجه الغائب، تصحیح عاشور علی، بیروت، موسسه الاعلمی، ۱۴۲۲ق.