مسوده:رقیه د امام حسین(ع) لور
- د نورو کارولو لپاره، رقیه (ابهاملری کول) وګورئ.
| نقش | د کربلا په پیښه کې حضور • د کربلا له اسیرانو |
|---|---|
| وفات / شهادت | په شام د ۶۱ هجري قمري کال د صفر میاشت په پنځم کې |
| پلار | امام حسین(ع) |
| عمر | درې کال |
| مشهور امامزادګان | |
| عباس بن علي • زینب کبری • فاطمه معصومه • سید محمد • شاهچراغ • سیده نفیسه نور امامزادګان | |
رقیه د امام حسین(ع) ماشومه لور، چې ویل کیږي د کربلا په پیښه کې حاضره وه او د کربلا له بندیانو سره شام ته بوتلی شوه او د شام په کنډوالو کې وفات شوه. په دې اړه اختلاف شته چې ایا امام حسین(ع) داسې لور درلوده یا نه، او همدارنګه د هغې د نوم او قبر په اړه هم اختلاف شته. ویل کیږي چې د امام حسین(ع) په اولادونو کې د رقیه نوم په لرغونو سرچینو کې نه دی یاد شوی. په هرصورت، ځینې مراجع تقلید لکه میرزا جواد تبریزي، ناصر مکارم شیرازي، حسین نوري همداني، سید محمد علي علوي ګرګاني، او حسین مظاهري د حضرت رقیه(ع) شتون، د شام په کنډوالو کې د هغې شهادت او په شام کې د هغې قبر تایید کړی دی.
ویل کیږي چې لومړنی کتاب چې په شام کې د رقیه د شهادت کیسه یې ذکر کړې ده، د عماد الدین طبري(وفات ۷۰۰ هجري) لخوا لیکل شوی کامل بهايي کتاب دی، چې په شام کې د امام حسین د څلور کلنې لور کیسه د هغې د نوم له یادولو پرته یې ذکر کړې ده. وروسته سرچینو د دې ماشومې نومونه رُقَیّه، زینب، فاطمه او زُبَیده ذکر کړي دي.
د دمشق په ښار کې، د حضرت رقیه په نوم یو حرم شتون لري، چې د حضرت زینب(س) له حرم وروسته په دې ښار کې دوهم مهم زیارت دی چې شیعه ورته پام کوي. د ایران په شیعو کې، د دریم محرم شپه او ورځ د رقیه په نوم نومول شوې او دوي د هغې لپاره ماتم کوي.
نوم او نسب
رقیه د شیعو د دریم امام، امام حسین(ع) له لوڼو څخه شمیرل شوې ده. د امام حسین(ع) انسایکلوپیډیا وايي چې لرغونو او باوري سرچینو چې د امام حسین(ع) د اولادونو نومونه یې لیست کړي دي د هغه حضرت لپاره د رقیه په نوم د لور یادونه نه ده کړې او د سکینه او فاطمې په نوم د دوو لوڼو یادونه یې کړې ده؛ ځینو د زینب په نوم د دریمې لور یادونه هم کړې ده.[۱] د مثال په توګه، شیخ مفید د امام حسین(ع) د لوڼو په توګه یوازې سکېنه او فاطمه ذکر کړي دي.[۲]
د امام حسین(ع) د انسایکلوپیډیا د لیکوالانو د مطالعاتو پر بنسټ، یوازینی کس چې د شپږمې پیړۍ مشهور نسب پوه دی ابنفُندُق بیهقي دی[۳] ابنفُندُق په خپل کتاب «لباب الانساب» کې د امام حسین(ع) لپاره د څلورو لوڼو یادونه کړې ده چې فاطمه، سکېنه، زینب او ام کلثوم نومېږي، او زیاتوي چې زینب او ام کلثوم په ماشومتوب کې وفات شوې.[۴] هغه په خپل کتاب کې په بل ځای کې لیکي: د امام حسین(ع) له اولادونو څخه، له زین العابدین، فاطمې، سکینه او رقیه پرته بل څوک پاتې نه وو.[۵] محمد بن طلحه الشافعي(وفات: ۶۵۲ هجري) په مَطالِبُ السَؤول[۶] کې او علي بن عیسی اربلي په خپل کشف الغمه[۷] کې، د امام(ع) څلور لوڼې ګڼلي، خو هغه یوازې د زینب، سکینه او فاطمه نومونه یې ذکر کړي، او د څلورمې لور نوم یې نه دی یاد کړی. نجم الدین طبسي د ابن فندق او محمد بن طلحه له راپورونو څخه دې پایلې ته رسیدلی دی چې د امام حسین(ع) د څلورمې لور نوم رقیه و او د هغې کنیت ام کلثوم و؛[۸] خو، د امام حسین(ع) د انسایکلوپیډیا لیکوالانو پدې کې شک کړی دی.[۹]
ځینو وروستیو سرچینو رقیه د امام حسین(ع) د لور لقب ګڼلی دی[۱۰] او د هغې نوم یې زینب[۱۱] یا فاطمه[۱۲] ګڼلی دی. د رقیه د مور نوم په تاریخي سرچینو کې نه دی یاد شوی،[۱۳] خو ځینو معاصرو عالمانو د هغې د مور نوم ام اسحاق د طلحه لور بللې ده.[۱۴]
په کربلا کې شتون
سرچینې د کربلا په پیښه کې د رقیه حضور په څرګنده نه بیانوي. خو د کتاب الملهوف په ځینو نسخو کې، چې د امام حسین(ع) له خپلو اولادونو سره د خبرو اترو په وخت کې، د رقیه یادونه شوې ده؛ البته، دا یادونه نه ده شوې چې رقیه د امام حسین(ع) لور ده.[۱۵] [یادونه ۱] نجم الدین طبسي د دې جملې په دلیل سره هڅه کړې چې د امام حسین لپاره د رقیه په نوم د لور شتون ثابت کړي؛[۱۶] خو دا اټکل هم شوې چې کیدی شي دا رقیه د امام علي(ع) لور وي چې د مسلم بن عقیل میرمنه وه؛[۱۷] په ورته وخت کې، ویل کیږي چې دا جمله د لهوف کتاب په ډیرو نسخو کې نشته.[۱۸]
د ینابع الموده په کتاب کې، په ورته جمله کې د لږ توپیر سره، د رقیه نوم د امام حسین(ع) د لور سکينې تر څنګ یاد شوی دی.[۱۹]
د وفات کیسه
ویل کیږي چې هغه لومړنی کتاب چې په شام کې د امام حسین(ع) د ماشومی لور د شهادت کیسه یې ذکر کړې ده، د کامل بهايي کتاب دی چې د عماد الدین طبري(وفات ۷۰۰ هجري) لخوا لیکل شوی.[۲۰] د عماد الدین طبري په وینا، یوه څلور کلنه نجلۍ په شام کې د کربلا د بندیانو سره وه. یوه شپه یې خپل پلار په خوب کې ولید، او کله چې ویښه شوه نو ډیر یې ژړل او بې صبري یې کوله، خپل پلار یې غوښته. د هغې د ژړا په اوریدو سره، یزید امر وکړ چې د امام حسین سر هغې ته راوړل شي. ماشومې د خپل پلار د پرې شوي سر په لیدلو سره وویریده او غمجنه شوه، او له همدې سببه وفات شوه.[۲۱]
راپورونه

د شام په کنډوالو کې د امام حسین(ع) سره منسوب د یوې ماشومې د شهادت په اړه ځینې راپورونه په لاندې ډول دي:
- عماد الدین طبري په کامل بهايي کې د ماشومې نوم نه یادوي، خو د هغې عمر څلور کاله او د هغې شهادت د یزید په کور کې د خپل پلار د سر له لیدلو څخه څو ورځې وروسته راپوروي.[۲۲] د کامل بهايي د راپور له مخې محدث قمي، د امام حسین(ع) د لور شهادت د خپل پلار د سر له لیدلو او هغه ته د څو جملو له ویلو وروسته سمدلاسه بیانوي..[۲۳]
- ملا حسین کاشفي(وفات: ۹۱۰ هجري) د طبري معلومات په تفصیل سره بیان کړي، مګر د امام حسین د لور نوم یې نه دی یاد کړی، او هغه یې د څلورو کلونو په عمر کې یاده کړې ده.[۲۴] کاشفي د هغې د وفات ځای د یزید ماڼۍ او د هغې د وفات وخت د هغې د پلار د پرې شوي سر له لیدلو وروسته یاد کړی دی..[۲۵]
- فخرالدین طُریحي (وفات ۱۰۸۵ هجري) په خپل کتاب منتخب طُریحي کې، پرته له دې چې د ماشومې نوم یاد کړي، لومړنی کس دی[۲۶] چې هغه یې درې کلنه ګڼلې او د هغې له خپل پلار سره د زړه درد او د خبرو اترو راپور یې ورکړی دی.[۲۷]
- د دیارلسمې پیړۍ په وروستیو کې، محمد حسین ارجستاني د ماشومې نوم زبیده، د هغې عمر یې درې کاله او د پیښې ځای یې د شام کڼدواله راپور کړی دی.[۲۸] د دې پیښې له ذکر کولو دمخه، ارجستاني په شام کې د امام حسین(ع) د لور رقیه په نوم د شتون یادونه کړې ده.[۲۹] ویل کیږي چې دا لومړۍ سرچینه ده چې د ماشومې نوم یې یاد کړی او د وفات ځای یې د شام کڼدواله ذکر یې کړی دی. هغه د ماشومې یادونه کوي او د هغې د مړینې ځای د شام خرابه یادوي.[۳۰]
- د څوارلسمې پیړۍ په لومړیو کې، محمد جواد یزدي د پیښې ځای د شام خرابه ګڼي او وايي چې د هغې د نوم په اړه اختلاف شتون لري، چې ایا دا زُبَیده، رُقَیه، زینب، سُکَیْنَه وه که فاطمه وه.[۳۱]
- سید محمدعلي شاه عبدالعظیمي (وفات ۱۳۳۴ هجري) لومړی کس و[۳۲] چې د ماشومې نوم یې رقیه او د هغې عمر یې درې کاله یاد کړی دی.[۳۳]
- شیخ عباس قمي (وفات ۱۳۵۹ هجري) هم دا پیښه له کامل بهايي څخه روایت کړې او د څلور کلنې ماشومې نوم یې نه دی یاد کړی.[۳۴]
- ذبیح الله محلاتي په ریاحین الشریعة کې[۳۵] او محمد مهدي حائري په معالی السابطین[۳۶] کې، که څه هم دوی د دې ماشومې د کامل بهايي څخه پیښه بیان کړې، د هغې نوم یې رقیه یاد کړی دی.
- سید محمد جواد ذهني تهراني (وفات په ۱۳۸۱ کې) د هغې د عمر له یادولو پرته د هغې نوم فاطمه بیان کړی دی.[۳۷]
شکونه

د رقیه په نوم د یوې ماشومې د شتون او په شام کې د هغې د وفات او د هغې د حرم په اړه د نظرونو اختلاف شتون لري. ځینې د تقلید مراجع لکه میرزا جواد تبریزي، ناصر مکارم شیرازي، حسین نوري همداني، سید محمد علي علوي ګرګاني، او حسین مظاهري د حضرت رقیه شتون او د شام په کنډوالو کې د هغې شهادت او په شام کې د هغې قبر تایید کړی او دا خبره یې منلی شوی ګڼلې ده.[۳۸]
مرتضی مطهري په شام کې د امام حسین(ع) د لور د شهادت کیسه د عاشورا د پیښې لفظي تحریف ګڼلې ده.[۳۹] د تهران یو عالم عزیزالله خوشوقت هم د ایران په یوه تلویزیوني پروګرام کې رقیه د کربلا د شهیدانو د یو کس لور ګڼلې وه او ویلي یې وو چې په تاریخ کې د امام حسین(ع) د لور په توګه د رقیه یادونه نه ده شوی.[۴۰] د خوشوقت خبرې په ایران کې د مخالفتونو او غبرګونونو څپه راپارولې وه..[۴۱] د ځینو خبري اژانسونو په وینا، خوشوقت د خپلو خبرو په تحریف اعتراف وکړ او د امام حسین(ع) د لور رقیه شتون او د هغې قبر یې یقینی وګڼلو.[۴۲]
ویل شوي چې د رقیه د وفات په اړه شک نشته چې د صفرې په میاشت کې و، مګر د ورځې په اړه یې دقیق معلومات نشته. په هرصورت، ځینو عامو شیعه تقویمونو ویلي دي چې د صفرې پنځمه د هغې د وفات ورځ وه.[۴۳]
حرم
د دمشق په ښار کې، د رقیه سره منسوب یو زیارت شتون لري، کوم چې د حضرت زینب(س) له حرم وروسته د شیعو لپاره دوهم د پام زیارت دی.[۴۴] ویل کیږي چې دا زیارت هماغه ځای دی چیرې چې رقیه وفات شوه او ښخ شوه؛[۴۵] د باب الفرادیس (د دمشق د تاریخي دروازو څخه یوې دروازې) ته نږدې دی او د اموي جومات او د شام بازار څخه لږ واټن لري.[۴۶] په دې اړه اختلاف شتون لري چې ایا دا زیارت د امام حسین(ع) د لور رقیه یا د امام علي(ع) د لور رقیه حرم دی. د شیعه تاریخ پوه احمد خامه یار په وینا، د حضرت رقیه زیارت په اصل کې په دمشق کې د راس الحسین زیارت و، چې ویل کیږي د امام حسین(ع) د سر مبارک د ښخولو ځای دی. په عثماني سرچینو کې، دا زیارت د حضرت رقیه د قبر په توګه معرفي شوی و؛ خو په زړو سرچینو کې، رقیه د امام علي(ع) د لور په توګه معرفي شوې ده، او په وروستیو سرچینو کې، د امام حسین(ع) د لور په توګه.[۴۷]
ماتم

د ایراني شیعو په منځ کې، د محرم د دریمې ورځې شپه او ورځ د رقیه په نوم نومول شوي دي او دوي د هغې لپاره ماتم کوي.[۴۸] د هغې په یاد کې ډیرې نوحې او شعرونه هم لیکل شوي دي.[۴۹]
په ایران کې ډیر جوماتونه، امام باړې او ډلې د رقیه په نوم نومول شوي دي. د ایران د کلتور او اسلامي لارښوونې وزارت د احصایو له مخې، په ۱۴۰۱ هجري کال کې، په ایران کې له ۶۰ څخه ډیر جوماتونه د حضرت رقیه په نوم نومول شوي دي.[۵۰] ماتم کوونکي معمولا هغه کلمې بیانوي کوي چې شیخ عباس قمي په خپل کتاب نفس المهموم کې د هغې څخه نقل کړي دي، چې خپل پلار ته یې په غم کې ویلي دي.[۵۱] [یادونه ۲]

شیعه مجتهد او عارف محمد حسین غروي اصفهاني هم په خپل دیوان کې د معاصر شعر په توګه د رقیه(ع) په الفاظو کې یو اوږد شعر لیکلی دی.[۵۲]
د حضرت رقیه (س) د خادمانو نړیواله ټولنه (مجمع جهانی خادمان حضرت رقیه) له ۱۳۹۳لمریز کال[۵۳] راهیسې، هر کال د صفر په پنځمه نیټه، د امام حسین(ع) د لور رقیه د شهادت په مناسبت، د ایران په مختلفو سیمو او اسلامي هیوادونو لکه کربلا، نجف، مشهد، قم او کاظمین کې، د ایران په مختلفو سیمو او اسلامي هیوادونو لکه کربلا، نجف، مشهد، قم او کاظمین کې د رقیه لپاره د دسترخوان په اچولو سره د ماتم مراسم ترسره کوي.[۵۴]
فوټ نوټ
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۲.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ټوک۲، مخ۱۳۵.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۳.
- ↑ ابنفندق، لباب الانساب، مخ۳۵۰.
- ↑ ابنفندق، لباب الانساب، مخ۳۵۵.
- ↑ شافعی، مطالب السئول، مخ۲۵۷.
- ↑ اربلی، کشف الغمة، ټوک۲، مخ۳۸.
- ↑ طبسی، رقیه بنت الحسین، ۸-۹مخونه.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۳.
- ↑ قائدان، اماکن زیارتی سیاحتی سوریه، مخ۵۷؛ مقدس، راهنمای اماکن زیارتی در کشور سوریه، مخ۱۱۷.
- ↑ قائدان، اماکن زیارتی سیاحتی سوریه، مخ۵۷.
- ↑ مقدس، راهنمای اماکن زیارتی در کشور سوریه، مخ۱۱۷.
- ↑ واردی، روزشمار تاریخ اسلام، ټوک۲، مخ۶۶.
- ↑ هادیمنش، «پژوهشی در هویت تاریخی حضرت رقیه (علیهاالسلام)»، د امامت د جامع اطلاع رسونې بنسټ .
- ↑ سید ابن طاووس، الملهوف على قتلى الطّفوف، مخ۱۴۱.
- ↑ طبسی، رقیه بنت الحسین، مخ۲۵.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۴؛ طبسی، رقیه بنت الحسین، مخ۲۵.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۴.
- ↑ قندوزی، ینابیع المودّه، ټوک۳، مخ۷۹.
- ↑ د تاریخ څیړونکي یو ډلی، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهدا(ع)، ټوک۲، مخ۱۴۸؛ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۴.
- ↑ طبری، کامل بهائی، مخ۵۲۳.
- ↑ طبری، کامل بهائی، مخ۵۲۳.
- ↑ قمی، نفس المهموم، مخ۴۱۶.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۵.
- ↑ واعظ کاشفی، روضة الشهدا، ۳۸۹ او۳۹۰مخونه.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۷.
- ↑ طریحی، المنتخب فی جمع المراثی والخطب، مخ۱۳۶.
- ↑ ارجستانی، انوار المجالس، مخ۱۶۱.
- ↑ ارجستانی، انوار المجالس، مخ۱۶۰.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۷.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۸، اخیستل شوي له: یزدی، شعشعة الحسینی، ټوک۲، ۱۷۱-۱۷۳مخونه.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ټوک۱، مخ۳۸۹.
- ↑ شاه عبدالعظیمی، الإیقاد، مخ۱۲۷.
- ↑ قمی، نفس المهموم، ۴۱۵ او۴۱۶مخونه؛ قمی، منتهی الامال، ټوک۱، ۴۳۷ او ۴۳۸مخونه.
- ↑ محلاتی، ریاحین الشریعة، ټوک۳، مخ۳۰۹.
- ↑ حائری، معالی السبطین، مخ۸۵۶.
- ↑ ذهنی تهرانی، از مدینه تا مدینه، ۹۵۵ او۹۵۶مخونه.
- ↑ «نظر مراجع تقلید درباره حضرت رقیه(س)»، د ولي عصر څېړنیزې مؤسسې وېبپاڼه؛ «حضرت رقیه سلام الله علیها در کلام بزرگان و مراجع عظام تقلید»، د ولي عصر څېړنیزې مؤسسې وېبپاڼه.
- ↑ مطهری، حماسه حسینی، ټوک۲، مخ۱۷۰.
- ↑ «اظهارات متفاوت آیتالله خوشوقت درباره حضرت رقیه(س)»، د عقیق ویبپاڼه.
- ↑ «پاسخ چهار تن از مراجع تقلید به برخی شبهه پراکنیها راجع به حضرت رقیه (سلامالله علیها)»، د شیعه نیوز ویبپاڼه؛ «نظر مراجع تقلید درباره حضرت رقیه(س)»، د ولي عصر څېړنیزې مؤسسې وېبپاڼه؛ «حضرت رقیه سلام الله علیها در کلام بزرگان و مراجع عظام تقلید»، د ولي عصر څېړنیزې مؤسسې وېبپاڼه.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: «اعتراض آیت الله خوشوقت به اقدام غیرشرعی و اخلاقی صدا و سیما»، شیعه نیوز خبري آژآنس؛ «واکنش آیت الله خوشوقت به شیطنتها»، جهان نیوز خبري آژانس.
- ↑ واردی، روزشمار تاریخ اسلام، ټوک۲، مخ۶۶.
- ↑ قائدان، اماکن زیارتی سیاحتی سوریه، مخ۵۷.
- ↑ قائدان، اماکن زیارتی سیاحتی سوریه، ۵۷ او۵۸مخونه.
- ↑ خامهیار، آثار پیامبر(ص) و زیارتگاههای اهل بیت(ع) در سوریه، مخ۲۳۷.
- ↑ خامهیار، آثار پیامبر(ص) و زیارتگاههای اهل بیت(ع) در سوریه، ۲۴۰ـ۲۳۷مخونه.
- ↑ هادیمنش، هودج خون، ۹۰-۹۳ او ۱۳۶مخونه.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به: «مجموعه ابیات در رثا و شهادت حضرت رقیه(س)»، د حوزې د اطلاع رسونې ویبپاڼه؛ «مجموعه اشعار شهادت بنت الحسین حضرت رقیه(س)»، د حوزې د اطلاع رسونې ویبپاڼه.
- ↑ «گزارش آماری از کانونهای فرهنگی هنری مساجدی که به نام یا القاب حضرت رقیه(س) در کشور فعالیت دارند»، د فرهنگ او اسلامي لارښونې وزارت ویبپاڼه.
- ↑ شعرانی، ترجمه نفس المهموم، مخ۴۱۷.
- ↑ غروی اصفهانی، دیوان کمپانی، مخ۱۱۲.
- ↑ «برپایی بزرگترین سفره نذری حضرت رقیه(س) در پانصد نقطه جهان»، د حوزې رسمي خبري آژانس.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: «بزرگترین سفره نذری نمادین حضرت رقیه (س) در ۵۰۰ نقطه جهان»، تسنیم خبري آژانس؛ «برپایی بزرگترین سفره جهانی حضرت رقیه (س) همزمان با سراسر کشور در رشت»، مهر خبري آژانس.
یادونه
- ↑ «یا اُختاه! یا اُمّ کلثوم! وأنتِ یا زینب! وأنتِ یا رقیة! وأنتِ یا فاطمة! وأنتِ یا رَباب! انظرن إذا أنا قُتِلتُ فلاتشققنَ عَلَی جَیباً، ولا تُخمِشنَ عَلَی وَجهاً، ولا تَقُلنَ عَلَی هَجراً؛ زما خورې، اې امکلثوم! او ته اې زینب! او ته اې رقیه! او ته اې فاطمه! او ته اې رباب! پام وکړئ، کله چې زه ووژل شم، نو زما لپاره ګرېوانونه څیرې نه کړئ، مخونه مو ونه ګرئ (خراش نه کړئ) او ناوړه خبرې ونه کړئ» (سید ابن طاووس، الملهوف علی قتلی الطفوف، ۱۴۱۷ق، ۱۴۱ مخ).
- ↑ یا أبتاه من ذا الذی خضبک بدمائک، یا أبتاه من ذا الذی قطع وریدیک، یا أبتاه من ذا الذی أیتمنی علی صغر سنی، یا أبتاه من بقی بعدک نرجوه، یا أبتاه من للیتیمة حتی تکبر (قمی، نفس المهموم، ۱۴۲۱ق، مخ۴۱۶.)
سرچينې
- آقابابایي، مهدي، کتابشناسی حضرت رقیه بنت الحسین، اصفهان، نورالحیات، لومړی چاپ، ۱۳۹۸ ل.
- «اظهارات متفاوت آیتالله خوشوقت درباره حضرت رقیه(س) + فیلم» (د حضرت رقیې (س) په اړه د آیت الله خوشوقت متفاوتې څرګندونې + ویډیو)، د عقیق وېبپاڼه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۲ لیندۍ ۱۳۹۱ ل، د کتنې نېټه: ۲۵ کب ۱۴۰۴ ل.
- «اعتراض آیت الله خوشوقت به اقدام غیرشرعی و اخلاقی صدا و سیما»، (د راډیو او ټلویزیون پر غیر شرعي او غیر اخلاقي کړنې د آیت الله خوشوقت نیوکه: هغه چا چې دا کار کړی، نه به یې بښم)، د شیعه نیوز خبري اژانس، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۸ مرغومی ۱۳۹۱ ل، د کتنې نېټه: ۱۷ وږی ۱۴۰۰ ل.
- «برپایی بزرگترین سفره نذری حضرت رقیه(س) در پانصد نقطه جهان» (د نړۍ په پنځه سوه نقطو کې د حضرت رقیې (س) د ترټولو لوی نذري دسترخوان جوړول)، د حوزې رسمي خبري اژانس، د کتنې نېټه: ۱۴ زمری ۱۴۰۳ ل، د کتنې نېټه: ۷ زمری ۱۴۰۴ ل.
- ابنفندق بیهقي، علي بن زید، لباب الانساب و الالقاب و الاعقاب، د مهدي رجایي څېړنه، د آیت الله المرعشي کتابتون، قم، ۱۳۸۵ ل / ۲۰۰۷ م.
- اربلي، علي بن عیسی، کشف الغمة في معرفة الأئمة، د سید هاشم رسولي محلاتي لمنلیک (تعلیقه)، تبریز، مکتبة بنيهاشمي، ۱۳۴۰ ل / ۱۳۸۱ ق.
- ارجستاني، محمدحسین، انوار المجالس، تهران، د اسلامیه کتاب پلورنځی، ۱۳۷۴ ل.
- «برپایی بزرگترین سفره جهانی حضرت رقیه (س) همزمان با سراسر کشور در رشت» (په رشت کې له ټول هېواد سره هممهاله د حضرت رقیې (س) د ترټولو لوی نړیوال نذري دسترخوان جوړول)، د مهر خبري اژانس، د کتنې نېټه: ۴ زمری ۱۴۰۴ ل، د کتنې نېټه: ۷ زمری ۱۴۰۴ ل.
- «بزرگترین سفره نذری نمادین حضرت رقیه (س) در ۵۰۰ نقطه جهان» (د نړۍ په ۵۰۰ نقطو کې د حضرت رقیې (س) ترټولو لوی ننداریز نذري دسترخوان)، د تسنیم خبري اژانس، د کتنې نېټه: ۱۸ زمری ۱۴۰۳ ل، د کتنې نېټه: ۷ زمری ۱۴۰۴ ل.
- «پاسخ چهار تن از مراجع تقلید به برخی شبهه پراکنیها راجع به حضرت رقیه (سلامالله علیها)» (د حضرت رقیې (سلامالله علیها) په اړه ځینو خپرو شویو شبهو ته د څلورو تنو مراجعو ځواب)، د شیعه نیوز وېبپاڼه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۱ ل، د کتنې نېټه: ۲۵ کب ۱۴۰۴ ل.
- حائري، محمدمهدي، معالي السبطین، د رضا کوشاري ژباړه، قم، تهذیب، ۱۳۸۹ ل.
- «حضرت رقیه سلام الله علیها در کلام بزرگان و مراجع عظام تقلید» (حضرت رقیه سلام الله علیها د علماوو او مراجعو په خبرو کې)، د ولي عصر څېړنیزې مؤسسې وېبپاڼه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۴ وری ۱۳۹۹ ل، د کتنې نېټه: ۲۵ کب ۱۴۰۴ ل.
- خامهیار، احمد، آثار پیامبر(ص) و زیارتگاههای اهلبیت(ع) در سوریه، تهران، مشعر، ۱۳۹۳ ل.
- ذهني تهراني، سید محمدجواد، از مدینه تا مدینه، تهران، پیام حق، پنځم چاپ، ۱۳۸۹ ل.
- سید بن طاووس، علي بن موسی، الملهوف على قتلى الطّفوف، د فارس تبریزیان (حسون) څېړنه، دار الاسوة، دویم چاپ، ۱۴۱۷ ق.
- شافعي، محمد بن طلحه، مطالب السؤول في مناقب آل الرسول، بیروت، البلاغ، ۱۴۱۹ ق.
- شاه عبدالعظیمي، سید محمدعلي، الإیقاد في وفاة النبي و الزهراء و الأئمة أجمعین و تفصیل واقعة الطف تماما، نجف، المطبعة الحيدریة، ۱۳۸۲ ق / ۱۹۶۳ م.
- شعراني، ابوالحسن، دمع السجوم ترجمه کتاب نفس المهموم، قم، د هجرت خپرندویه مؤسسه، ۱۳۸۳ ل.
- شیخ مفید، محمد بن نعمان، الارشاد، قم، د شیخ مفید کنګره، ۱۴۱۳ ق.
- طبري، عمادالدین حسن بن علي، کامل بهائي، د اکبر صفدري قزویني څېړنه او سمون، تهران، مرتضوي، ۱۳۸۳ ل.
- طبسي، نجمالدین، رقیه بنت الحسین؛ پاسخی به تأملات و سؤالات (رقیه د حسین لور؛ اندېښنو او پوښتنو ته ځوابونه)، د عباس جهانشاهي برابرول او سمون، تهران، دلیل ما، ۱۳۹۳ ل.
- طریحي، فخرالدین، المنتخب في جمع المراثي والخطب (په منتخب طریحي مشهور)، د نضال علي سمون، بیروت، د الاعلمي مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ ق.
- غروي اصفهاني، محمدحسین، دیوان کمپاني؛ د آیتالله حاج شیخ محمدحسین غروي اصفهاني د فارسي شعرونو د دیوان کلیات، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۷ ل.
- قائدان، اصغر، اماکن زیارتی سیاحتی سوریه، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ ل.
- قمي، شیخ عباس، منتهی الآمال، تهران، د اسلامیه کتاب پلورنځی، ۱۳۳۸ ل / ۱۳۷۹ ق.
- قمي، شیخ عباس، نفس المهموم، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۴۲۱ ق.
- قندوزي، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع الموده لذوالقربی، قم، اسوه، ۱۴۲۲ ق.
- د تاریخ څېړونکو یوه ډله، د سیدالشهدا (ع) د پاڅون او مقتل جامع تاریخ، د مهدي پیشوایي تر څارنې لاندې، قم، د امام خمیني ښوونیزه او څېړنیزه مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۳۹۱ ل.
- «گزارش آماری از کانونهای فرهنگی هنری مساجدی که به نام یا القاب حضرت رقیه (س) در کشور فعالیت دارند» (په هېواد کې د هغو جوماتونو د فرهنګي او هنري مرکزونو احصایوي راپور چې د حضرت رقیې (س) په نوم یا لقبونو فعالیت کوي)، د فرهنګ او ارشاد اسلامي وزارت وېبپاڼه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۱۱ وږی ۱۴۰۱ ل، د کتنې نېټه: ۷ زمری ۱۴۰۴ ل.
- «مجموعه ابیات در رثا و شهادت حضرت رقیه(س)» (د حضرت رقیې (س) په ویر او شهادت کې د بیتونو ټولګه)، د حوزې د معلوماتي رسونې پایګاه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۲ غویی ۱۴۰۱ ل، د کتنې نېټه: ۷ زمری ۱۴۰۴ ل.
- «مجموعه اشعار شهادت بنت الحسین حضرت رقیه(س)» (د حسین د لور حضرت رقیې (س) د شهادت د شعرونو ټولګه)، د حوزې د معلوماتي رسونې پایګاه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۲ غویی ۱۴۰۱ ل، د کتنې نېټه: ۷ زمری ۱۴۰۴ ل.
- محلاتي، ذبیحالله، ریاحین الشریعة در ترجمه دانشمندان بانوان شیعه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، بې نېټې.
- محمدي ريشهري، محمد و همکاران، دانشنامه امام حسین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، دارالحدیث، دویم چاپ، ۱۳۸۸ ل.
- مطهري، مرتضی، حماسه حسیني، تهران، د صدرا خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۲ ل.
- مقدس، احسان، راهنمای اماکن زیارتی در کشور سوریه: ویژه کارگزاران حج و زیارت، تهران، مشعر، ۱۳۸۹ ل.
- واردي، سیدتقي، روزشمار تاریخ اسلام، قم، د دارالثقلین خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ ل.
- واعظ کاشفي، ملاحسین، روضة الشهدا، د ابوالحسن شعراني سمون، تهران، د اسلامیه خپرندویه ټولنه، بې نېټې.
- «واکنش آیت الله خوشوقت به شیطنتها»، (شیطنتونو ته د آیت الله خوشوقت غبرګون)، د جهاننیوز خبري اژانس، د مطلب خپرېدو نېټه: ۲۷ مرغومی ۱۳۹۱ ل، د کتنې نېټه: ۱۷ وږی ۱۴۰۰ ل.
- هاديمنش، ابوالفضل، «پژوهشی در هویت تاریخی حضرت رقیه (علیهاالسلام)» (د حضرت رقیې (علیهاالسلام) د تاریخي هویت په اړه یوه څېړنه)، د امامت د معلوماتي رسونې جامع بنسټ، د مطلب خپرېدو نېټه: ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ ل، د کتنې نېټه: ۷ زمری ۱۴۰۴ ل.
- هاديمنش، ابوالفضل، هودج خون؛ گذری بر عزاداری و نامگذاری شبهای محرم، قم، د راډیو او ټلویزیون د اسلامي څېړنو مرکز، ۱۳۸۰ ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||