منځپانگې ته ورتلل

د امام رضا(ع) د حرم بقعه

د wikishia لخوا
د نورو استعمالونو لپاره، هارونیه وګورئ.
د امام رضا(ع) د حرم بقعه

د امام رضا(ع) د حرم بقعه یا هارونیه بُقعه (هغه ځای چې مبارک قبر په کې دی) د امام رضا(ع) د حرم له ټولو زړه آبادي ده چې ورباندې د سروزرو ګنبد جوړ دی او د امام رضا(ع) مبارک ضریح په هغه کې دی. د ځینې روایتونو له مخې، د امام رضا(ع) له شهادته وروسته په ۲۰۳ هجري قمري کال کې د هغه مبارکه جنازه د عباسي خلیفه مامون په حکم د هارون د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه. د تاریخي راپورونو له مخې د امام رضا(ع) بُقعه درې ځلې په بیلا بیلو دورو کې خرابه شوې ده. په بیلا بیلو دورو کې د هغې د تعمیر، پراختیا او سینګار لپاره قدم اوچت شوی دی.

د سرو زرو له ګنبد سربیره، د امام رضا(ع) بُقعه یو تاخانه هم لري چې پکې د امام رضا(ع) قبر ښودل شوی دی. د بُقعې څلورو خواوو ته، «صُفه» (یعنی دهلیزونه، دروازې) د تلو راتلو لپاره جوړې شوي دي. د دې زیارت د ودانۍ ځینې لوازمات په لاندې ډول دي: د امام رضا(ع) د قبر ډبرې، ضریحونه، صندقونه، دروازې، د سرو زرو محرابونه، او د ګاڼو لپاره تاخچې او د شیشو المارې دي.

پيژندنه او مقام

د شیعه شاعر، دعبل خزاعي د شعر ترجمه چې د امام رضا(ع) او هارون عباسي د قبر په خپلو کې د نزدیکی په هکله یې ویلی دی:
  • په طوس کې دوه قبرونه دي: له ټول د غوره کس قبر
  • او د دوي د بدترینو قبر. په دې کې یو عبرت دی.
  • چې نه هغه ناپاک دغه پاک سره له نږدې کیدو کومه ګټه پورته کوي
  • او نه هم د ناپاک نږدېوالی هغه پاک ته کوم زیان رسوي.[۱]

د امام رضا(ع) د حرم بقعه (نور نومونه یې: پاکه بقعه، ګنبدخانه، هاروني بقعه، هارونیه بقعه) د امام رضا(ع) د حرم له ټولو زیاته زړه برخه ګڼل کیږي او د سرو زرو ګنبد په هغه باندې جوړ دی چې لاندې په کې د امام رضا(ع) مباک قبر دی.[۲] دا بقعه له شمال څخه دارالفیض دروازې ته، له لویدیځ څخه د امام رضا(ع) د زیارت د بالاسر جومات ته، له ختیځ څخه د حاتم خاني د ګنبدې برنډې ته او له جنوب څخه د دارالحفاظ برنډې ته غځېدلې ده. ویل کیږي چې د دې مقبرې ځای د پراخولو په هدف څو ځله بدل شوی دی.[۳]

د ځینو څېړونکو په وینا، په هارونیه بقعه کې د امام رضا(ع) له ښخولو وروسته د ځینو کرامتونو څرګندیدل د دې لامل شول چې واکمنان د هغې ساتنې ته پاملرنه وکړي؛[۴] د مثال په توګه، د «اَلثّاقب في الْمناقب» کتاب څخه یو اقتباس په دې ډول دی:[۵] یو کس چې نوم یې انوشیروان زرتشتي و، چې د خوارزم په دربار کې یې خدمت کاوه، د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره د امام رضا(ع) په بقعه کې یې له امام متوسل شو او روغ شو.[۶] له دې پیښې وروسته، دغه کس اسلام قبول کړ او د امام رضا(ع) لومړی تابوت یې قبر ته ډالۍ کړ.[۷]

تاریخچه

د امام رضا(ع) د بُقعې د لومړنی جوړولو نیټه د امام رضا(ع) له شهادت څخه لس کاله دمخه ته ورګرځولی شوې ده:[۸] په ۱۹۳ هجري قمري کال کې، د مامون عباسي په امر، د هارون عباسي په قبر باندې یوه بقعه جوړه شوه، چې د خراسان د والي (حامد بن قحطبي طايي) په ماڼۍ کې د طوس د نوقان په سناباد کې یې موقعیت درلود[۹] چې وروسته په هارونیه باندې مشهوره شوه.[۱۰] د ځینو روایتونو له مخې، د امام رضا(ع) له شهادت وروسته، په ۲۰۳ هجري قمري کال کې، د هغه جسد د مامون په امر د هارون د قبر تر څنګ دفن شو.[۱۱]

ځینې څیړونکي په دې باور دي چې د امام رضا(ع) بقعه درې ځله ویجاړه شوې ده: یو ځل د محمود غزنوي د پلار په لاس، بیا د ترکمن غُزیانو لخوا (د شپږمې قمري پیړۍ په نیمایۍ کې)، او دریم ځل د مغولو د یرغل پرمهال (به اوومې قمري پیړۍ کې)؛[۱۲] په هرصورت، دا زیانونه دومره سخت نه وو چې بقعه په بشپړه توګه ویجاړه کړي.[۱۳] په مختلفو دورو کې د بقعې د بیا رغونې او پراخولو هڅې شوي دي: د محمود غزنوي لخوا بیارغونه،[۱۴] د صفویانو په دوره کې ترمیم او سینګار،[۱۵] د مقبرې پورته صفه (دهلیز، دروازه) پرانیستل او شیشه کاري چې د قاجار په دوره کې وشوه،[۱۶] د دوهم پهلوي په دوره کې د پورتنۍ برخې پراخول او د هغې لویدیځ اړخ کاشي کاري کول[۱۷] او د اسلامي جمهوریت په دوره کې د شا اړخ پراخول.[۱۸]

د ځینو سرچینو له مخې، په ۱۳۳۰ هجري (۱۲۹۱ لمریز) کال کې د امام رضا(ع) په زیارت باندې د روسانو برید، زیارت او د سرو زرو ګنبد ته سخت زیان ورساوه؛[۱۹] هغه زیان چې ترمیم یې څو کاله وخت ونیو.[۲۰] راپور ورکړل شوی چې په ۱۳۷۳ لمریز کال کې په زیارت کې د بم په چودنه کې هم زیارت زیانمن شوی و، چې سمدلاسه ترمیم او جوړ شو.[۲۱]

د بقعه زرینه کاشي کاري چې د شپږم او اووم قمري کار له آثارو دي

د ودانۍ ځانګړتیاوې

د امام رضا(ع) بقعه څلور ګوټه ځای (تقریبا سل مربع میټره) ښودل شوی دی چې د امام رضا(ع) قبر یې لویدیځ لوري ته (پورته) کوږ شوی دی.[۲۲] په ۱۳۹۹ کال کې د بقعې حالت په لاندې ډول بیان شوی: د زیارت څلور دیوالونه څلور پراخ ټیټ تاخونه لري، چې د زیارت دروازې (صُفحې) د دوي لاندې موقعیت لري.[۲۳] د دیوال پوښښ (له فرش څخه تر طاق پورې دیوال) د ډبرو چوکاټونو څخه جوړ شوي چې د سرو زرو ټایلونه لري[یادونه ۱].[۲۴] د دیوال په پوښښه پورتنۍ برخه معرقه نفیسه کاشي ده چې د زاړه شیشه کارۍ[۲۵] پرځای کارول شوي دي.[۲۶] راپور شوی چې د سنګ مرمر کتیبو کې د دبیر الملک فرحاني شعرونه دي چې له ۱۲۸۵ لمریز کال څخه تر ۱۲۸۷ پورې د حرم د خادمانو مشر و.[۲۷] په بقعه کې له هغه کتیبو څخه،[۲۸] په مقبره کې، د علیرضا عباسي په ثلث خط کې د جمعه سوره کتیبه ده چې د قاجار په دوره کې شیشه کاري شوې ده.[۲۹]

ګنبد

د امام رضا(ع) د زیارت طلايي ګنبد د دوه ګوني پوښ لرونکی ګنبد دی[۳۰] چې د مسو ټایلونه د سرو زرو رنګ سره دي[۳۱]، چې د زیارت کوونکو لپاره د زیارت له خورا اغیزمنو سمبولونو څخه ګڼل کیږي.[۳۲] د دې ګنبد په اوږده کتیبه د علي رضا عباسي په خط، په ۱۰۱۰ هجري کې د اصفهان څخه مشهد ته د شاه عباس صفوي د پیاده سفر او د زیارت بیارغونې د سفر حال دی.[۳۳] او نورې ټولې کتیبې په ثلث خط کې د محمد رضا امامي دي (د صفوي دورې یو مشهور خطاط) چې د ۱۰۸۴ هجري له زلزلې وروسته د شاه سلیمان صفوي په امر د هغې د بیارغونه په هکله دي.[۳۴]

ځینو څیړونکو د ګنبد د عرقچین (ښکته پوښ) جوړول محمود غزنوي ته (شاوخوا ۴۰۰ هجري) او د پورتنۍ پوښ جوړول یې د سنجار د سلجوقي وزیر ابو طاهر قمي ته منسوب کړي دي.[۳۵] ویل شوي دي چې د بقعې ګنبد د شاه طهماسب صفوي د واکمنۍ پرمهال د سروزرو شوی دی.[۳۶] دا ګنبد په مختلفو دورو کې بیا رغول شوی دی، په شمول د: سلیمان صفوی د واکمنۍ پرمهال،[۳۷] د قاجار په دوره کې وروسته له هغه چې روسانو په زیارت بمباري وکړه،[۳۸] د دوهم پهلوي په دوره کې، او د اسلامي جمهوریت په دوره.[۳۹]

سرداب

د ځینو سرچینو له مخې، د امام رضا(ع) د بقعې لاندې یو سرداب دی چیرې چې د امام رضا(ع) قبر مبارک موقعیت لري.[۴۰] ځینې په دې باور دي چې دا سرداب د هارون عباسي د مقبرې له ورکیدو پر محال(اتمې پیړۍ) دمخه شتون نه درلود او د زیارت د ځمکې د تدریجي لوړوالي له امله رامینځته شوی دی.[۴۱] په ۱۳۷۹ کال کې، د حضرت معصومه(ع) په نوم باندې د ځمکې لاندې د همدې بقعې لاندې تر لری پورې یو هال جوړ شو او نادري ضریح سرداب ته منتقل شو په داسې طریقې سره چې د ضریح یوه برخه د هغه هال دیوال کې راغله او خلک یې له هلته زیارت کولی شي.[۴۲]

د امام رضا(ع) د حرم بقعه او په مرکز کې یې د سیمین او زرین ضریح

صُفّې

د مقبرې په ټولو څلورو خواوو کې، مقبرې ته د لاسرسي لپاره دهلیزونه (صُفّې، دروازې) شتون لري:[۴۳] سویلي دهلیز مخې ته موقعیت لري او د دار الحفاظ برنډې سره وصل دی.[۴۴] ختیځ دهلیز د مقبرې پښو اړخ ته دی او د حاتم خاني گنبد برنډې سره وصل دی.[۴۵] شمالي دهلیز شا اړخ ته دی او د دار الفیض او توحیدخانه دوو برنډو سره وصل دی.[۴۶] د شاه طهماسپ صفوي د مقبرې د موقعیت له امله، دا د شاه طهماسپ د برنډې په نوم پیژندل کیږي.[۴۷] لویدیځ دهلیز یا بالاسر د مقبرې او بالاسر جومات ترمنځ دی.[۴۸]

د ودانی لوازم

د امام رضا(ع) د حرم د ودانۍ ځینې لوازم دا دي: د امام رضا(ع) د قبر ډبرې، زیارتونه، صندوقونه، دروازې، د سرو زرو محرابونه، او د ګاڼو صندوقونه او تاخونه.[۴۹]

د قبر ډبرې

ځینې عالمانو د امام رضا(ع) د قبر تر ټولو زړه ډبره د شپږمې پیړۍ د لومړیو وختونو د مرمر ډبره ګڼلې ده.[۵۰] دا ډبره، چې ځینو تاریخي شاهکار بللی دی،[۵۱] چې کتیبې یې په کوفي خط سره محرابي ډیزاین لري.[۵۲] ځینې په دې باور دي چې دا ډبره د امام رضا(ع) د قبر ډبره نه ده؛ بلکې له مدینې څخه مرو ته د هغه حضرت د سفر په اوږدو کې د هغه د یو مقام ډبره ده.[۵۳] د امام رضا(ع) د قبر دویمه ډبره هغه ده چې په بقعه کې د امام په قبر لګیدلې ده.[۵۴] د دې ډبرې په اړه شته معلومات کم ګڼل شوي دي.[۵۵]

د ځینو سرچینو له مخې، د امام رضا(ع) د قبر دریمه ډبره په ۱۳۷۹ کال کې د امام په قبر کې ولګولې شوه.[۵۶] دا ډبره د شنه مرمر ډبره ده چې ورباندې د امام رضا(ع) په اړه معلومات لیکل شوي دي.[۵۷] د دې ډبرې په اړخونو باندې لیکل شوی متنونو ځینې آیتونه دي لکه د نفس مطمئنه آیت، د تطهیر آیت، د اولی الامر آیت، او د صافات سوره ۸۰ او ۸۱ آیتونه.[۵۸] د دې ډبرې په پښو اړخ ته د امام رضا(ع) په ستاینه کې د جامي شعرونه لیکل شوي دي.[۵۹]

ضریحونه (جالۍ)

د امام رضا(ع) زیارت جالۍ د لرګیو یا فلزاتو څخه جوړ شوې، یا د دواړو ترکیب دی، چې د امام رضا(ع) له قبر ګېر چاپیر دي.[۶۰] ویل کیږي چې د امام رضا(ع) په قبر د جالۍ لګولو پيل نه دی معلوم؛ خو د هغې د نصبولو تاریخ د صفویانو له دورې څخه معلوم دی.[۶۱] د ځینو سرچینو له مخې، له صفوي دورې څخه تر اسلامي جمهوریت دورې پورې، د امام رضا(ع) د قبر لپاره پنځه ضریحونه(جالۍ) جوړ شوي دي:[۶۲] د شاه طهماسبي ضریح (لګولی شوی: شاه طهماسب په دوره کې چې د لومړی صفوي دوره وه)،[۶۳] د شاه عباسی فولادي ضریح، چې د فتح علي شاه ضریح مشهور و (لګولی شوی: د شاه عباس په دوره کې د لومړی صفوی دوره کې)،[۶۴] د مُرصّع نادري ضریح یا نګین نشان ضریح (لګول شوی: ۱۱۶۳ هجري)،[۶۵] د شیر و شکر ضریح (لګول شوی: ۱۳۳۸ لمریز کال کې)،[۶۶] د سیمین و زرین ضریح (لګول شوی: ۱۳۷۹ لمریز کال کې).[۶۷]

صندوقونه

د امام رضا(ع) د بقعې د صندوقونو تر ټولو زوړ تاريخ[یادونه ۲] شاوخوا ۵۰۰ هجري (د سلطان سنجر سلجوقي دورې) پورې اړه لري.[۶۸] دا صندوق هماغه دی چې د ابن بطوطه (وفات ۷۷۰ هجري) په سفرنامه کې بيان شوی دی:[۶۹] د لرګيو يو صندوق چې د سپينو زرو په تختو سره پوښل شوی دی.[۷۰]

د ځینو سرچینو له مخې، د د لومړي شاه عباس صفوي د واکمنۍ پر مهال، د امام رضا(ع) د مقبرې لپاره یوه صندوقچه(د ۱۰۱۱ هجري کال کې) جوړه شوه چې د عليرضا عباسي په خطاطۍ کې په سرو زرو لیکل شوې وه.[۷۱] د دې متن کې آیت الکرسي او د امام رضا(ع) خاص درود و.[۷۲] ویل کیږي چې دا صندوقچه په ۱۳۱۱ لمریز کال کې د خرابیدو له امله لرې کړې شوه او د هغې زرینې کتیبې د آستان قدس رضوي موزیم ته ولیږدول شوې.[۷۳]

مخامخ تاخ

په ځینو سرچینو کې، د عباسي صندوق د امام رضا(ع) د بقعې وروستۍ صندوق ګڼل کیږي[۷۴] او په نورو کې، د امام رضا(ع) په بقعه کې وروستۍ صندوق لرګین صندوق ګڼل کیږي.[۷۵] ویل کیږي چې په ۱۳۱۱ کال کې، د قبر لپاره د لیمو له شفاف مرمر څخه یو صندوق جوړ شو، چې له دننه څخه روښانه شوی و.[۷۶] ویل کیږي چې دا صندوق په ۱۳۷۹ کال کې د قبر ډبرې سره بدل کړی شو.[۷۷]

دروازې

هغه دروازې چې د امام رضا(ع) د حرم په مختلفو ځایونو کې نصب شوي دي عموما تاریخي او هنري ارزښت لرونکي ګڼل شوي دي.[۷۸] د امام رضا(ع) د حرم له دروازو څخه د بقعې دروازې، په شمول د مخکینۍ دروازې او د پښو اړخ ته دروازې، د زیارت له خورا ارزښتناکو دروازو څخه ګڼل شوي دي.[۷۹]

زرین محرابونه

سر اړخ ته لږیدلی د شیشو تاخچې

د ځینو سرچینو له مخې، د امام رضا(ع) د حرم د تاریخي محرابونو په منځ کې، په بقعه کې دوه د سرو زرو محرابونه دي، چې د اوومې پیړۍ (۶۱۲ هجري) کې کاشي کاري شوي دي.[۸۰] دا دوه محرابونه په مخامخ برخه (د مقبرې جنوب لویدیځ دیوال) او پښو اړخ ته برخه (د مقبرې جنوب ختیځ دیوال) کې موقعیت لري.[۸۱] د کتیبو له مخې، د پښو اړخ ته محراب د علي بن محمد بن ابي طاهر کاشي[۸۲] (یا محمد بن ابي طاهر کاشي)[۸۳] لخوا جوړ شوی دی او مخامخ محراب د محمد بن ابي طاهر کاشي په لاس د ابو زید نقاش په مرسته جوړ شوی دی.[۸۴] د ځینو سرچینو له مخې، په دې محرابونو په کتیبو باندې ځینې آیتونه لکه آمنَ الرسول آیت، د ولایت آیت، او د شهادت آیتونه نقش شوي دي.[۸۵] راپور ورکړل شوی چې دا دوه محرابونه د ۱۳۴۰ څخه تر ۱۳۴۴ پورې د بیارغونې په جریان کې د زیارت موزیم ته لیږدول شوي دي.[۸۶]

د زیوراتو تاخچې او د شیشې المارې

د ځینو سرچینو له مخې د زیوراتو تاخچې او د شیشې المارې، له چوکاټونه جوړې شوې د بقعې په څلورو دیوالونو کې لګولې شوي دي او په کې هغه قیمتي څیزونه په کې کیښودی شوي دي چې پاچاهانو او لویانو حرم ته ډالۍ کړي دي.[۸۷] د دې تاخچو او د شیشې المارو تاریخ په سمه توګه معلوم نه دی؛ خو تاخچې د ناصر الدین شاه په زمانې کې موجودې وې.[۸۸] په دې تاخچو او د شیشې المارو کې ګرانبیه څیزونه کیښودی شوي دي او ځینې په بیلا بیلو دورو کې[۸۹] بدل شوي دي؛[۹۰] د یو راپور له مخې له ۱۳۷۹ لمریز کال راهسې د امام رضا(ع) د حرم په بقعه کې اته تاخچې او څلور د شیشې المارې په ظاهره برابرې اندازه کې موجودې دي.[۹۱]

فوټ نوټ

  1. ↑ ابوالفرج اصفهانی، الاغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۳۳۵.
  2. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۶۳؛ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۳.
  3. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۳.
  4. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۲۷-۲۸.
  5. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۲۸.
  6. ↑ ابن‌حمزه طوسی، الثاقب فی المناقب، ۱۴۱۲ق، ص۲۰۵-۲۰۶.
  7. ↑ ابن‌حمزه، الثاقب فی المناقب، ۱۴۱۲ق، ص۲۰۵-۲۰۶.
  8. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۴.
  9. ↑ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۱.
  10. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۶۰گ؛ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۵۸.
  11. ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۸، ص۵۶۸؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۱.
  12. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۶۱.
  13. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۶۲.
  14. ↑ ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۹، ص۴۰۱.
  15. ↑ وګور‎ئ‎‎‎: ملا جلال‌الدین منجم، تاریخ عباسی، ۱۳۶۶ش، ص۲۱۸.
  16. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۹-۴۲۰.
  17. ↑ د دې پرمختګ په اړه د بشپړ راپور لپاره، وګورئ: شهرستانی، «توسعه حرم مطهر»، ص۱۱۵-۱۲۰.
  18. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۲۱.
  19. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۸۲.
  20. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۸۸-۸۹؛ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۲۰.
  21. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۲۳.
  22. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۶۳؛ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۳.
  23. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۳.
  24. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۳.
  25. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۷۰.
  26. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۴.
  27. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۶۹؛ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۴.
  28. ↑ برای جزئیات سایر کتیبه‌ها نگاه کنید: مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۶۴-۷۲.
  29. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۷۱.
  30. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۰۶.
  31. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۱۰۱-۱۰۲.
  32. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۷۱-۷۲.
  33. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۵۷؛ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۱۰۲؛ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۰۸.
  34. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۵۷؛ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۱۰۲-۱۰۳؛ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۰.
  35. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۵۶؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۷۴.
  36. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۱۷.
  37. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۵۷؛ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۱۰۲-۱۰۳.
  38. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۸۲.
  39. ↑ لباف خانیکی، «گنبد و بقعه مطهر»، ص۴۲۱؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۷۵-۷۶.
  40. ↑ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۶۱.
  41. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۶-۸۷.
  42. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۷-۸۸.
  43. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۶۳؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۵۵.
  44. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۵۵.
  45. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۵۵.
  46. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۵۵.
  47. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۵۵.
  48. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۵۵.
  49. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۹-۶۴.
  50. ↑ امام، مشهد طوس، ۱۳۴۸ش، ص۴۳۴؛ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۳۳؛ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۶۴.
  51. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۸۰.
  52. ↑ امام، مشهد طوس، ۱۳۴۸ش، ص۴۳۴-۴۳۵.
  53. ↑ افشار، یادگارهای یزد، ۱۳۵۴ش، ج۲، ص۹۱۸-۹۲۴.
  54. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۱.
  55. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، مشهد، ۱۳۹۵ش، ص۸۲.
  56. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۰؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۸۲.
  57. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۱.
  58. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۲.
  59. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۲.
  60. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۲.
  61. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۸۸.
  62. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳.
  63. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳.
  64. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳-۱۵.
  65. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۵-۱۸.
  66. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۸-۲۲؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۹۱-۹۲.
  67. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۲۲-۲۴؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۹۲-۹۵.
  68. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۸۴؛ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۳۶؛ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۶۵؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۸۳.
  69. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۸۴-۸۵.
  70. ↑ ابن‌بطوطه، رحلة ابن‌بطوطه، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۵۵.
  71. ↑ نعمتی، «کتیبه‌های زرین علیرضا عباسی»، ص۳۴۰.
  72. ↑ نعمتی، «کتیبه‌های زرین علیرضا عباسی»، ص۳۴۱-۳۴۴.
  73. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۳۶-۳۹.
  74. ↑ موسوی‌پناه، حرم در واژه‌ها، ۱۳۹۱ش، ص۳۲.
  75. ↑ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۶۵.
  76. ↑ احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۳۸؛ عطاردی، تاریخ آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۶۶-۶۸؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۸۵-۸۶.
  77. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۸۶.
  78. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۴۳.
  79. ↑ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۴۳.
  80. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۴۱؛ میشدار، «محراب پایین‌ پا»، ص۴۳۸؛ لباف خانیکی، «محراب پیش‌رو»، ۴۴۰.
  81. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۷۶.
  82. ↑ میشدار، «محراب پایین‌پا»، ص۴۳۸.
  83. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۴۶؛ عالم‌زاده، حرم رضوی به روایت تاریخ، ۱۳۹۵ش، ص۵۶.
  84. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۴۱؛ میشدار، «محراب پایین‌پا»، ص۴۴۰.
  85. ↑ مؤتمن،‌ راهنما،‌ ۱۳۴۸ش، ص۷۶.
  86. ↑ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۴۱.
  87. ↑ اخوان مهدوی، «خوانچه‌های جواهرات»، ص۳۹۲؛ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳۲.
  88. ↑ اخوان مهدوی، «خوانچه‌های جواهرات»، ص۳۹۲؛ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳۲.
  89. ↑ په دی هکله کې د لازیات معلومات لپاره وګورئ: احتشام کاویانیان، شمس الشموس، ۱۳۵۴ش، ص۶۳-۷۰.
  90. ↑ اخوان مهدوی، «خوانچه‌های جواهرات»، ص۳۹۲-۳۹۳.
  91. ↑ اخوان مهدوی، «خوانچه‌های جواهرات»، ص۳۹۳؛ سوهانیان حقیقی، نفایس حرم رضوی، ۱۴۰۱ش، ص۱۳۵.

سرچينې

  • ابن اثير، علي بن محمد، الکامل في التاريخ، بيروت، دار صادر، ۱۳۸۵هـ.
  • ابن بطوطه، محمد بن عبدالله طنجي، رحلة ابن‌بطوطة (تحفه النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار) (د ابن بطوطه سفرنامه) ، څېړنه: عبد الهادي التازي، رباط (مراکش)، د مراکش شاهي اکاډمي، ۱۴۱۷هـ.
  • ابن حمزه طوسي، عبدالله بن حمزه، الثاقب في المناقب، څېړنه: نبيل رضا العلوان، قم، د انصاريان خپرندويه، ۱۴۱۲هـ.
  • ابو الفرج اصفهاني، علي بن حسين، الاغاني، بيروت، دار إحياء التراث العربي، ۱۴۱۵هـ.
  • احتشام کاويانيان، محمد، شمس الشموس يا أنيس النفوس (د آستان قدس تاريخ)، مشهد، بې‌خپرونکي، ۱۳۵۴ل.
  • اخوان مهدي، علي، «خوانچه‌های جواهرات»(د ګاڼو خوانچې)، په د آستان قدس رضوي دايرةالمعارف کې (ټوک ۱: الف–س)، مشهد، د آستان قدس رضوي د څېړنو بنسټ، ۱۳۹۳ل.
  • حسيني، سيد حسن، «درهای حرم» (د حرم دروازې)، په د آستان قدس رضوي دايرةالمعارف کې (ټوک ۱: الف–س)، مشهد، د آستان قدس رضوي د څېړنو بنسټ، ۱۳۹۳ل.
  • دلير، ابوالقاسم، «در دوروی پایین‌ پای مبارک» (د ټيټ مبارک پښه دوه مخې ته دروازې)، په د آستان قدس رضوي دايرةالمعارف کې (ټوک ۱: الف–س)، مشهد، د آستان قدس رضوي د څېړنو بنسټ، ۱۳۹۳ل.
  • دلير، ابوالقاسم، «در دوروی پیش‌ روی مبارک» (د مبارک مخامخ برخې دوه مخې دروازې»، په د آستان قدس رضوي دايرةالمعارف کې (ټوک ۱: الف–س)، مشهد، د آستان قدس رضوي د څېړنو بنسټ، ۱۳۹۳ل.
  • طبري، محمد بن جرير، تاريخ الطبري (تاريخ الأمم والملوک)، څېړنه: محمد ابوالفضل ابراهيم، بيروت، بې‌خپرونکي، بې‌نېټه.
  • عالم‌زاده، بزرگ، حرم رضوی به روایت تاریخ (حرم رضوي د تاريخ په روايت کې)، مشهد، به‌نشر (د آستان قدس رضوي خپرونې)، ۱۳۹۵ل.
  • عطاردی، عزيزالله، د آستان قدس رضوي تاريخ، تهران، د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت د چاپ او خپرونو اداره او د عطارد خپرونې، ۱۳۷۱ل.
  • لباف خانيکي، رجبعلي، «گنبد و بقعه مطهر» (ګنبد او سپېڅلې بقعه)، په د آستان قدس رضوي دايرةالمعارف کې (ټوک ۲: ش–ی)، مشهد، د آستان قدس رضوي د څېړنو بنسټ، ۱۳۹۹ل.
  • لباف خانيکي، رجبعلي، «محراب پیش‌رو» (مخامخ محراب)، په د آستان قدس رضوي دايرةالمعارف کې (ټوک ۲: ش–ی)، مشهد، د آستان قدس رضوي د څېړنو بنسټ، ۱۳۹۹ل.
  • مؤتمن، علي، راهنما یا تاریخ آستان قدس رضوی (لارښود يا د آستان قدس رضوي تاريخ)، تهران، بې‌خپرونکي، ۱۳۴۸ل.
  • مفيد، محمد بن محمد، الارشاد في معرفة حجج الله على العباد، قم، د شيخ مفيد د زرکلنې نړيوال کنفرانس، ۱۴۱۳هـ.
  • ملا جلال‌الدين منجم، تاریخ عباسی یا روزنامه ملاجلال (تاريخ عباسي يا د ملا جلال ورځپاڼه)، څېړنه: سيف‌الله وحيدنيا، تهران، د وحيد خپرونې، ۱۳۶۶ل.
  • موسوي‌پناه، سيد ابراهيم، حرم در واژه‌ها (واژه‌شناسی حرم مطهر امام رضا) حرم په وييونو(ټکو) کې (د امام رضا د سپېڅلي حرم وييونو(ټکو) پېژندنه)، مشهد، آستان قدس رضوي، ۱۳۹۱ل.
  • ميشدار، ابراهيم، «محراب پایین‌ پا» (د ټيټ پښه محراب)، په د آستان قدس رضوي دايرةالمعارف کې (ټوک ۲: ش–ی)، مشهد، د آستان قدس رضوي د څېړنو بنسټ، ۱۳۹۹ل.
  • نعمتي، بهزاد، «کتیبه‌های زرین علیرضا عباسی» (د عليرضا عباسي د سرو زرو کتيبې)»، په د آستان قدس رضوي دايرةالمعارف کې (ټوک ۲: ش–ی)، مشهد، د آستان قدس رضوي د څېړنو بنسټ، ۱۳۹۹ل.