په قبرونو ودانۍ جوړول
په قبرونو ودانۍ جوړول، یعنې د قبرونو پر سر د هر ډول ودانۍ جوړول، لکه ګنبد، ضریح او جومات. د ډېرو مسلمان عالمانو په نظر، پر قبر ودانۍ کول یو روا او مشروع کار دی. دوی په دې اړه د رسول الله(ص) په سیرې، د صحابهوو او تابعینو په کړنو استناد کوي؛ خو د وهابيانو په نظر دا کار بدعت او شرک دی. هغوی د هغو ودانیو د نړولو فتوا ورکړې چې د قبرونو پر سر جوړې شوي وي.
وهابيانو د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو وختونو کې د شیعه امامانو او د دین د مشرانو د قبرونو پر ودانیو بریدونه کړي دي، چې د بقیع بقعه ګان یې یوه بېلګه ده. همدارنګه هغوی په ۱۲۱۶ قمري کال کې پر کربلا یرغل وکړ، د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) حرمونه یې ونړول او د هغو شتمنۍ او قېمتي توکي یې لوټ کړل.
مفهوم پېژندنه او ځایګاه

د قبرو پر سر د بنا کولو مطلب د هر ډول ودانۍ جوړول دي، لکه ګنبد، بارګاه (بقعه)، کور، ضریح، جومات او نور..[۱] پر قبرو ودانۍ کول، په ځانګړي ډول د پیغمبرانو، صالحانو او اولیاوو پر قبرو، هغه مسله ده چې نن سبا (په پنځلسمه هجري پېړۍ کې) وهابيان پرې خورا حساسېږي او نور مسلمانان، په ځانګړي ډول شیعهګان، له دې امله ملامتوي او رټي.[۲] له همدې امله د دې کار د مشروعیت بحث د دین له نظره د مسلمانانو د عالمانو او څېړونکو تر پام لاندې راغلی دی.[۳]
د قبرو پر سر د ودانۍ جوړولو مخينه
ويل کېږي چې د اسلام له راښکاره کېدو وروسته د قبرو پر سر ودانۍ کول د مسلمانانو یو عملي سیرت و او دا کار نه د رسول الله(ص) له خوا رد شو، نه د هغه د صحابهوو او تابعینو له لوري.[۴] مثلاً د تاریخ د لیکونکو په وینا، رسول الله(ص) فاطمه بنت اسد د جومات په یوه برخه کې خاورو ته وسپارله چې د اسلام په تاریخ کې د فاطمې په نامه د قبر په توګه مشهور و.[۵] همدارنګه، د حدیبیې له سولې سره هممهاله، د قبرو پر سر لومړی جوړ شوی جومات یا ودانۍ د ابوجُندُل له لوري د ابوبصیر صحابی پر قبر جوړ شو او رسول الله(ص) په دې له پوهېدو سره سره هغه منع نه کړ[۶]

د رسول الله(ص) جسد هم د هغه په کور کې خاورو ته وسپارل شو او د دې کور د ساتنې او رغونې کار د هغه له وفات وروسته له لومړیو کلونو څخه د مسلمانانو او خلفاوو تر پام لاندې و.[۷] دا طریقه د رسول الله(ص) له زمانې وروسته، د صحابهوو او تابعینو په وخت کې هم جاري وه او د قبرو پر سر ودانۍ کول د مسلمانانو تر منځ یو عام دود و. د بېلګې په توګه، روایت شوی چې عقیل بن ابي طالب په خپل کور کې یوه کنده وکيندله او هلته یوې ډبرې ته ورسید چې معلومه شوه د صخر بن حرب د لور حبیبه قبر دی. هغه بیا کندې ته خاورهواچوله او پر سر یې یوه کوټه جوړه کړه.[۸]
د مصر د شافعي مذهب عالم سمهودي (وفات ۹۱۱ق)، لیکي چې د حمزه بن عبدالمطلب پر مزار یو ښکلی او کلک ګنبد و چې اوسپنیز ور یې درلود او د الناصر لدینالله د خلافت په دوره کې جوړ شوی و.[۹]
ویل کېږي چې د اهل سنت د څلورو فقهي امامانو پر قبرونو هم ګنبدونه او ودانۍ جوړې شوې وې. د تاریخ له مخې، د حنفي مذهبي د امام ابو حنیفه (وفات ۱۵۰ق)، قبر په بغداد کې ګنبد او بارگاه درلوده چې په څلورمه او پینځمه پېړۍ کې جوړ شوی و.[۱۰] همدارنګه په بقیع کې د مالکي مذهبي د امام مالک بن انس (وفات ۱۷۹ق) ،[۱۱] په مصر کې د شافعيانو امام محمد بن ادریس شافعي (وفات ۱۵۰ق )[۱۲] او په بغداد کې د حنبليانو د امام د احمد بن حنبل (وفات ۲۴۱ق) پر قبرونو هم ګنبدونه لګېدلې وو.[۱۳]
د جعفر سبحاني په وینا،[۱۴] سره له دې ټولو شواهدو، د اسلام په تاریخ کې لومړني کسان چې د قبرو پر سر د ودانۍ جوړولو مخالفت یې وکړ ابنتیمیه او د هغه شاګرد ابنقیّم جوزي وو، چې د دې کار د حرمت او د ودانیو د نړولو فتوا یې ورکړه.[۱۵]
د مسلمانو عالمانو نظر

مسلمان عالمان، پرته له وهابيانو، د قبرو پر سر د ودانۍ جوړول مشروع بولي او د مشروعیت د ثابتولو لپاره په لاندې دلایلو استناد کوي:
- د کهف سوره د ۲۱مې آیت پر بنسټ، کله چې خلک د اصحاب کهف له وضعیت څخه خبر شول او د دوی جسدونه یې په غار کې ولیدل، د مشرکانو یوې ډلې وړاندیز وکړ چې غار وتړل شي تر څو دا پېښه چې د قیامت د رښتینوالۍ نښه وه هیره شي؛ خو مومنان له دې خبر شول او پرېکړه یې وکړه چې د هغوی پر قبرونو جومات جوړ کړي، څو یاد یې ژوندی پاتې شي او د خلکو د عبادت ځای وي.[۱۶] ځینو مسلمان عالمانو د قبرو پر سر د ودانۍ د مشروعیت لپاره په همدې آیت استناد کړی دی.[۱۷]
- د پیغمبرانو، اولیاوو او صالحانو پر قبرو د ودانۍ جوړول او ساتنه یې د «تعظیم شعائر» په معنا ګڼل شوې چې په آیت وَمَنْ يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ کې پرې ټینګار شوی دی.[۱۸]
- د رسول الله(ص) او د مسلمانانو عملي سیره د اسلام له لومړیو څخه تر وروسته زمانو پورې د دې مشروعیت ښيي.[۱۹] حاکم نیشابوري په اَلمُستدرَکُ عَلَی الصّحیحَین کې د هغو روایاتو تر څنګ چې په قبرونو د ودانۍ جوړولو نهی کوي لیکي چې په دغو روایاتو عمل نه کېږي؛ ځکه د قبرو پر سر بنا کول هغه څه دي چې د مسلمانانو مشرانو پرې عمل کړی او وروسته نسلونو یې تعقیب کړی دی.[۲۰]
- ځینو نورو د مسلمانو عالمانو ترمنځ د قبرو پر سر د بنا کولو مشروعیت یو اجماعي حکم بللی دی.[۲۱]
- په شیعه روایي سرچینو کې داسې روایات شته چې په ځانګړي ډول د پیغمبرانوو او اولیاوو پر قبرو د ودانۍ جوړولو مشروعیت څرګندوي. د بېلګې په توګه، په یوه روایت کې راغلي چې امام صادق(ع) خپل ملګري صفوان جمّال ته یو اندازه مال ورکړ چې د امام علي(ع) قبر ورغوي.[۲۲]
د وهابیت نظر
وهابيان د ابن تیمیه د نظرونو په پیروي سره[۲۳] د قبرو پر سر د ودانۍ جوړولو مخالفان دي او دا کار بدعت او شرک ګڼي..[۲۴] دوی په هغو روایاتو استناد کوي چې ګواکې رسول الله(ص) د قبرو پر سر له جومات جوړولو نهی کړې ده.[۲۵] د دې ډلې په ځواب کې ویل شوي چې دا روایات د حرمت او بدعت حکم نه ثابتوي، بلکې نهایتاً د کراهت حکم څرګندوي؛[۲۶] ځکه د اسلامي مذاهبو فقهاوو یوازې د مکروهوالي فتوا ورکړې ده. البته همدغو فقهاوو د پیغمبرانو، اولیاوو او د الهي اوصیاوو پر قبرو جوړې شوې ودانۍ د کراهت له حکم څخه معاف ګڼلې دي.[۲۷] حتی ځینو د دین د عالمانو پر قبرونو ودانۍ جوړول هم مکروه نه دي بللي.[۲۸]
د وهابيانو لخوا د قبرونو نړول
- اړوند مقالې: د بقیع ویجاړول، یوم الهدم، په کربلا د وهابیانو حمله، د امام حسین(ع) د حرم ویجاړول، د عسکریینو د حرم ویجاړول
د وهابیت فقها نه یوازې پر قبرو د ودانۍ جوړول حرام او بدعت ګڼي، بلکې د هغو ودانیو د نړولو فتوا یې هم ورکړې او عملي کړې چې له مخکې پر قبرونو جوړې شوې وې. هغوی یو ځل په ۱۲۲۰ق کال[۲۹] او بل ځل د ۱۳۴۴ق د شوال په اتمه نېټه د بقیع قبرستان ونړاوه. په دواړو بریدونو کې حضرت فاطمې(س) ته منسوب ګنبد (بیت الاحزان) او ټول تاریخي آثار، په شمول د بقیع د بقعو، له منځه یووړل شول او د نبوي حرم ځینې برخې هم زیانمنې شوې.[۳۰]

وهابيانو په ۱۲۱۶ق کال د غدیر اختر په ورځ پر کربلا برید وکړ[۳۱]، د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) حرمونه یې ونړول او شتمنۍ یې لوټ کړې.[۳۲]
په ۱۳۸۴ او ۱۳۸۶ هجري لمریز کلونو کې تکفیري ترهګرو چې د وهابیت همغه فکر یې درلود، د عسکریینو حرم په بمونو والوزاوه چې په پایله کې د حرم طلاپوښ ګنبد، کاشيکاري، دیوالونه او منارې ونړېدلې.[۳۳]
فوټ نوټ
- ↑ شربینی، مغنی المحتاج، ۱۴۲۱ق، ټوک۱، مخ۳۶۴.
- ↑ سبحانی، آیین وهابیت، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، مخ۳۸.
- ↑ سبحانی، آیین وهابیت، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، مخ۹۲-۹۳.
- ↑ رضوانی، وهابیت و مسئله قبور، ۱۳۹۰ش، مخ۳۲.
- ↑ سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۳۷۴ق، ټوک۳، مخ۳.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۴۲۶ق، ټوک۱۶، مخ۱۸۲؛ غماری حسنی، احیاء المقبور من ادلة جواز بناء المساجد علی القبور، ۱۴۲۹ق، مخ۶۹.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۳۷۴ق، ټوک۲، مخ۱۰۹-۱۱۰؛ امین، کشف الارتیاب، ۱۴۱۱ق، مخ۳۱۵-۳۱۶.
- ↑ نمیری بصری، تاریخ المدینة، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۱۲۰.
- ↑ سمهودی، وفاء الوفاء، ۱۳۷۴ق، ټوک۳، مخ۱۰۴.
- ↑ ابن جوزی، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، ۱۴۱۲ق٬ ټوک۱۶، مخ۱۰۰؛ ابن بطوطه، تحفة النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار: رحلة ابن بطوطة، دار الشرق العربی، ټوک۱، مخ۱۷۲.
- ↑ ابن جبیر، الرحلة، دار بیروت للطباعة و النشر، مخ۱۷۳؛ ابن بطوطه، تحفة النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار: رحلة ابن بطوطة، دار الشرق العربی، ټوک۱، مخ۶۵.
- ↑ ابن بطوطه، تحفة النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار: رحلة ابن بطوطة، دار الشرق العربی، ټوک۱، مخ۲۵.
- ↑ ابن بطوطه، تحفة النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار: رحلة ابن بطوطة، دار الشرق العربی، ټوک۱، مخ۱۷۳.
- ↑ سبحانی، آیین وهابیت، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، مخ۳۸.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ټوک۱، مخ۴۷۸؛ ابنتیمیه، مجموعة الرسائل و المسائل، لجنة التراث العربی، ټوک۱، مخ۵۹-۶۰؛ ابنقیم جوزی، زاد المعاد، ۱۴۱۵ق، ټوک۳، مخ۴۴۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ټوک۶، مخ۳۲۸؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ټوک۱۳، مخ۲۶۵-۲۶۷؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۲، مخ۳۸۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: غماری، إحیاء المقبور من أدلة بناء المساجد على القبور، ۱۴۲۹ق، مخ۲۱-۲۲؛ سبحانی، آیین وهابیت، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، مخ۴۵.
- ↑ سبحانی، الوهابیة فی المیزان، ۱۳۸۵ش، مخ۳۳-۳۷؛ سبحانی، آیین وهابیت، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، مخ۴۳-۴۴.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ټوک۱، مخ۵۲۵؛ ابنحجر هیتمی، الفتاوی الفقهیة الکبری، المكتبة الإسلامیة، ټوک۲، مخ۱۶؛ طاهری خرمآبادی، البناء علی القبور شرع ام خرافة؟، ۱۴۳۰ق، مخ۶۱.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ټوک۱، مخ۵۲۵.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ټوک۱، مخ۵۲۵؛ امین، کشف الارتیاب، ۱۴۱۱ق، مخ۲۸۸.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۰۰، مخ۲۸۰.
- ↑ امین، کشف الارتیاب، ۱۴۱۱ق، مخ۲۸۶.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابنباز، مجموع فتاوی، دار القاسم للنشر، ټوک۱۳، مخ۲۳۷؛ قفاری، أصول مذهب الشیعة الإمامیة الإثنی عشریة (عرض و نقد)، ۱۴۱۴ق، ټوک۲، مخ۴۸۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: مسلم، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ۶۶۶-۶۶۷؛ بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۱۰ق، ټوک۱، مخ۲۹۱.
- ↑ طاهری خرمآبادی، البناء علی القبور؛ شرع ام خرافة، ۱۴۳۰ق، مخ۴۳-۴۵؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۳۲، مخ۲۵۰.
- ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق، ټوک۲، مخ۱۲۷-۱۲۸؛ طاهری خرمآبادی، البناء علی القبور؛ شرع ام خرافة، ۱۴۳۰ق، مخ۴۳-۴۵؛ جمعی از نویسندگان(د لیکوالانو یوه ډله)، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۲۷ق، ټوک۳۲، مخ۲۵۰.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: هیتمی، الفتاوی الفقهیة الکبری، المكتبة الإسلامیة، ټوک۲، مخ۱۷.
- ↑ جبرتی، عجائب الآثار، دار الجیل، ټوک۳، مخ۹۱.
- ↑ جبرتی، عجائب الآثار، دار الجیل، ټوک۳، مخ۹۱؛ ماجری، البقیع قصة التدمیر، ۱۴۱۱ق، مخ۱۱۳-۱۳۹؛ امینی، بقیع الغرقد، ۱۳۸۶ش، مخ۴۹.
- ↑ طعمه، تراث کربلاء، ۱۳۹۳ش، مخ۱۱۶.
- ↑ طعمه، سلمانهادی، تاریخ مرقد الحسین و العباس، ۱۴۱۶ق، مخ۲۶۳.
- ↑ صحتی سردرودی، گزیده سیمای سامرا، ۱۳۸۸ش، مخ۶۸؛ خامهیار، تخریب زیارتگاههای اسلامی در کشورهای عربی، ۱۳۹۳ش، مخ۲۹ و ۳۰.
سرچينې
- ابن بطوطه، محمد بن عبدالله، تحفة النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار: رحلة ابن بطوطة (د ابن بطوطه سفرنامه)، بېځایه، دار الشرق العربي، بېنېټې.
- ابن جبیر، محمد بن احمد، الرحلة، بیروت، دار بیروت د چاپ او خپرولو لپاره، بېنېټې.
- ابن جوزي، عبدالرحمن بن علي، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، څېړنه: محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۲هـ ق.
- ابن باز، عبدالعزیز، مجموع فتاوی (د فتواؤ ټولګه)، ریاض، دار القاسم للنشر، بېنېټې.
- ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموعة الرسائل و المسائل (د لیکونو او مسئلو ټولګه)، څېړنه: سید محمد رشیدرضا، بېځایه، لجنة التراث العربی (د عربي میراث کمېټه)، بېنېټې.
- ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة، بېځایه، د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون، ۱۴۰۶هـ ق.
- ابن حجر هیتمي، احمد بن محمد، الفتاوی الفقهیة الکبری، بېځایه، اسلامي کتابتون، بېنېټې.
- ابن قیم جوزي، محمد بن ابوبکر، زاد المعاد فی هدی خیر العباد، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۵هـ ق.
- امین، سید محسن، کشف الارتیاب، بیروت، بېخپرندویه، ۱۴۱۱هـ ق.
- امیني، محمدامین، بقیع الغرقد، تهران، مشعر خپرندویه، ۱۳۸۶هـ ش.
- بخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاري، دمشق، دار طوق النجاة، ۱۴۱۰هـ ق.
- جبرتي، عبدالرحمان، عجائب الآثار، بیروت، دار الجیل، بېنېټې.
- د لیکوالانو یوه ډله، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، کویت، د اوقافو او اسلامي چارو وزارت، ۱۴۲۷هـ ق.
- حاکم نیشابوري، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱هـ ق.
- حر عاملي، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، سمون: سید محمدرضا حسيني جلالي، قم، مؤسسه آلالبیت، ۱۴۱۶هـ ق.
- خامهیار، احمد، تخریب زیارتگاههای اسلامی در کشورهای عربی (په عربي هېوادونو کې د اسلامي زیارتځایونو ویجاړول)، قم، دارالإعلام لمدرسة اهلالبیت(ع)، ۱۳۹۳هـ ش.
- رضواني، علياصغر، وهابیت و مسئله قبور (وهابیت او د قبرونو مسئله)، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۰هـ ش.
- سبحاني، جعفر، آیین وهابیت (د وهابیت آیین)، قم، د قم د حوزې د مدرسینو ټولنه، بېنېټې.
- سبحاني، جعفر، الوهابیة في المیزان، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، ۱۳۸۵هـ ش.
- سمهودي، علي بن عبدالله، وفاء الوفاء، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۳۷۴هـ ق.
- شربیني، محمد بن احمد، مغني المحتاج، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۱هـ ق.
- صحتي سردرودي، محمد، گزیده سیمای سامرا سینای سه موسی، تهران، مشعر خپرندویه، ۱۳۸۸هـ ش.
- طاهري خرمآبادي، سید حسن، البناء علی القبور شرع ام خرافة؟، قم، د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي نړیواله ټولنه، ۱۴۳۰هـ ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۳هـ ق.
- طباطبایي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷هـ ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۱۵هـ ق.
- طعمه، سلمان هادي، تراث کربلاء (د کربلا میراث)، تهران، نشر مشعر، ۱۳۹۳هـ ش.
- طعمه، سلمان هادي، تاریخ مرقد الحسین و العباس (د امام حسین او حضرت عباس د زیارت تاریخ)، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، ۱۴۱۶هـ ق.
- عاملي، جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، قم، علمي ـ فرهنګي مؤسسه دارالحدیث، ۱۴۲۶هـ ق.
- علامه مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳هـ ق.
- غماري حسني، احمد، احیاء المقبور من ادلة جواز بناء المساجد علی القبور، قاهره، مکتبة القاهرة، ۱۴۲۹هـ ق.
- قفاري، ناصر بن عبدالله، أصول مذهب الشیعة الإمامیة الإثنی عشریة (عرض و نقد) د دولسامامي شیعه مذهب اصول (تشریح او نقد)، بېځایه، بېخپرندویه، ۱۴۱۴هـ ق.
- ماجري، یوسف، البقیع قصة التدمیر (بقیع؛ د ویجاړولو کیسه)، بیروت، مؤسسة بقیع لاحیاء التراث، ۱۴۱۱هـ ق.
- مسلم، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۱۲هـ ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴هـ ش.
- نمیري بصري، عمر بن شبة، تاریخ المدینة، بېځایه، دار الفکر خپرونې، ۱۴۱۰هـ ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||