منځپانگې ته ورتلل

د مړي ترکه

د wikishia لخوا
د مړي ترکه مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.

د مړي تَرَکهٔ یا د مړي ماتَرَک[۱] هغه ټولو شتمنیو، منقولو او غیر منقولو ملکیتونو، او د مړ شوي کس څخه پاتې مالي حقونو ته ویل کیږي.[۲] په ماترک کې داسې توکي هم شامل دي لکه د مړ شوي کس په نورو باندې قرضې،[۳] د خیار حقونه، د ټیلیفون لاینونه[۴] او د ونډو بازار ونډې.[۵]

د شیعه فقهې له مخې، مخکې له دې چې دا شتمنۍ د وارثانو ترمنځ ووېشل شي، د مړ شوي کس پورونه باید ورکړل شي او د هغه قانوني وصیتونه باید ترسره شي.[۶] د شیعه فقهاوو د اجماع له مخې،[۷] که مړ شوی کس پورونه یا نور حقونه ونه لري، نو د هغه شتمنۍ د مړینې وروسته سمدلاسه وارثانو ته لیږدول کیږي.[۸]

د پورونو له ورکړې مخکې د وارثانو د ملکیت په اړه د فقهاوو ترمنځ اختلاف دی؛ ځینې فقها په دې باور دي چې وارثان د پورونو او حقونو تر ورکړې پورې د تَرَکې مالکان نه ګڼل کیږي.[۹] ځینې شیعه عالمان په دې باور دي چې که د مړ شوي کس پورونه د هغه د ټولو شتمنیو څخه کم وي، وارثان د تَرَکې (شتمنۍ) مالکان کیږي.[۱۰] بله ډله په دې باور ده چې وارثان د مړ شوي کس د مړینې له شیبې څخه حتی د پورونو له ورکړې دمخه هم د ترکه مالک دي.[۱۱]

د ترکې ذکر د فقهې په بیلا بیلو بابونو کې شوی دی لکه حجر،[۱۲] د فطرې زکات،[۱۳] وصیت[۱۴] او ارث[۱۵]

فوټ نوټ

  1. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۶، مخ۳۹۷.
  2. ↑ مغنیه، الفقه علی مذاهب الخمسه، ۱۳۷۴ش، مخ۴۹۳.
  3. ↑ امام خمینی، حاشیه بر رساله ارث ملا هاشم خراسانی، ۱۳۸۵ش، مخ۲۴.
  4. ↑ «انتقال سیم کارت متوفی»، سایت دادسو.
  5. ↑ «با سهام افراد فوت شده چه کنیم؟»، د عصر ایران خبري وېبپاڼه.
  6. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ټوک۲، مخ۴۵۳؛ قبله‌ای خویی، ارث، ۱۳۸۱ش، مخ۲۲.
  7. ↑ حسینی عاملی، مفتاح الکرامه، بې نېټې، ټوک۸، مخ۸۹.
  8. ↑ حسینی عاملی، مفتاح الکرامه، بی‌تا، ټوک۸، مخ۸۹؛ آشتیانی، کتاب القضاء، ۱۴۲۰ق، ټوک۱، مخ۵۷۴.
  9. ↑ محقق اردبیلی، زبدة البیان، بې نېټې، مخ۶۴۹.
  10. ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ټوک۴، مخ۸۱۶؛ میرزای قمی، جامع الشتات، بې نېټې، ټوک۲، مخ۵۹۵.
  11. ↑ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۹، ټوک۲، مخ۱۴۴؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۹۴ق، ټوک۲۶، ۸۴-۸۵مخونه.
  12. ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۹۴ق، ټوک۲۶، مخ۸۵؛ میرزای قمی، جامع الشتات، بې نېټې، ټوک۲، مخ ۵۹۵.
  13. ↑ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۱۴۴.
  14. ↑ شیخ انصاری، الوصایا و المواریث، ۱۴۱۵ق، مخ۲۰۱.
  15. ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۹ق، ټوک۴، مخ۸۱۶؛ مغنیه، الفقه علی مذاهب الخمسه، ۱۳۷۴ش، مخ۴۹۶.

سرچينې

  • آشتیاني، محمدحسن بن جعفر، کتاب القضاء، تهران، د زهیر خپرندویه ټولنه، د علامه آشتیاني کانګره، ۱۴۲۵ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، تحریر الوسیله، نجف، دارالکتب العلمیه، ۱۳۹۰ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، حاشیه بر رساله ارث ملاهاشم خراسانی (د ملاهاشم خراساني د میراث رسالې حاشیه)، تهران، د امام خمیني د آثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه، ۱۳۸۵ل.
  • «انتقال سیم کارت متوفی» (د مړ شوي کس د سیم‌کارت انتقال)، د دادسو وېب‌سایټ. د خپرېدو نېټه: ۲۶ وږي ۱۴۰۴ش، د لیدنې نېټه: ۴ تله ۱۴۰۴ل.
  • «با سهام افراد فوت شده چه کنیم؟» (د وفات شوو کسانو د ونډو (سهامو) سره څه وکړو؟)، د عصر ایران خبري وېب‌سایټ. د خپرېدو نېټه: ۱۹وږي ۱۴۰۰ش، د لیدنې نېټه: ۴ تله ۱۴۰۴ل.
  • حسيني عاملي، سید محمدجواد، مفتاح الکرامه فی شرح قواعد العلامه، بیروت، د آل‌البیت مؤسسه، بې نېټې.
  • شیخ انصاري، مرتضی، الوصایا و المواریث، قم، د شیخ انصاري د زېږون د دوهمې سلیزې د یاد نړیوال کنفرانس خپرونې، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، الخلاف، قم، د اسلامي نشر مؤسسه، ۱۴۰۹ق.
  • قبله‌ای خویي، خلیل، ارث، تهران، د سمت خپرندویه، ۱۳۸۱ل.
  • محقق اردبیلي، احمد، زبده البیان فی احکام القرآن، تهران، المکتبه المرتضویه لإحیاء الآثار الجعفریه، بې نېټې.
  • محقق حلّي، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام فی مسائل الحرام و الحلال، تهران، د استقلال خپرندویه، ۱۴۰۹ق.
  • مغنیه، محمدجواد، الفقه علی مذاهب الخمسه، تهران، د الصادق مؤسسه، ۱۳۷۴ل.
  • د فقه اسلامي دایرةالمعارف مؤسسه، فرهنگ فقه، د سید محمود هاشمي شاهرودي تر څارنې لاندې، تهران، د فقه اسلامي دایرةالمعارف مؤسسه، ۱۳۸۷ل.
  • میرزای قمي، ابوالقاسم بن حسن، جامع الشتات، تهران، د رضوان شرکت خپرونې، بې نېټې.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، تهران، دارالکتب العلمیه، ۱۳۹۴ق.