منځپانگې ته ورتلل

مسوده:بني آدم

د wikishia لخوا

بني آدم یا بنیادم د ټولو انسانانو په معنا دی؛ هغه کسان چې د اسلامي باور له مخې، نسب یې حضرت آدم(ع) ته رسېږي.[۱] دا تعبیر په قرآن کریم کې اووه ځله کارول شوی او د اعراف سورې په ۲۶، ۲۷، ۳۱، ۳۵ او ۱۷۲ آیتونو، د اسراء سورې په ۷۰ آیت او د یس سورې په ۶۰ آیت کې راغلی دی.[۲] ډېری اسلامي مفسران باور لري چې په قرآن کې دا تعبیر ټولو انسانانو ته خطاب دی، نه کومې ځانګړې ډلې یا دین ته. سره له دې، ځینو لیدلورو دا خطاب یوازې مسلمانانو پورې محدود بللی دی؛[۳] خو دا نظر د نورو مفسرانو له خوا نه دی منل شوی، ځکه د اسلام د پیغمبر د رسالت د نړیوالتوب له امله، دا خطاب هم ټول انسانان رانغاړي.[۴]

له لغوي پلوه، بني آدم د آدم د اولادونو په معنا دی. که څه هم د «ابن» کلمه په اصل کې د زوی په معنا ده، خو په عربي ژبه او د قرآن کریم په استعمال کې، دا تعبیر په عامه توګه د ټولو انسانانو لپاره، که نارینه وي او که ښځینه، کارول کېږي.[۵] (په پښتو کې بني آدم ته د بنیادم ټکی کارول کیږي چې د انسان معنا هم ورکوي.)

په فارسي ادبیاتو کې د سعدي مشهور شعر د «بني آدم» په نوم پېژندل کېږي چې د انسانانو ترمنځ پیوستون او یووالي ته اشاره کوي.[۶]

فوټ نوټ

  1. ↑ قرشي بنایي، قاموس قرآن، ټوک۱، مخ۳۸.
  2. ↑ قرشي بنایي، قاموس قرآن، ټوک۱، مخ۳۸.
  3. ↑ مراغي، تفسیر المراغي، ټوک۴، مخ۱۷۶.
  4. ↑ د مثال په توګه وګورئ: طباطبایي، المیزان، ټوک۷، ۶۸-۷۲مخونه؛ فضل‌الله، من وحی القرآن، ټوک۷، مخ۲۷؛ مغنیه، تفسیر الکاشف، ټوک۲، ۲۴۳-۲۴۴مخونه؛ آلوسي، روح‌المعاني، ټوک۴، ۳۴۳ او ۳۶۹مخونه؛ ابوحیان اندلسي، البحر المحیط، ټوک۱، مخ۲۸۱.
  5. ↑ طباطبایي، المیزان، ټوک۷، مخ۶۹.
  6. ↑ سعدي، ګلستان سعدي، مخ۳۳.

سرچينې

  • آلوسي، سید محمود، روح‌المعاني في تفسیر القرآن العظیم، څېړنه: علي عبدالباري عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
  • ابوحیان اندلسي، محمد بن یوسف، البحر المحیط في التفسیر، څېړنه: صدقي محمد جمیل، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • سعدي، مصلح‌بن عبدالله، ګلستان سعدي، تهران، دانش، ۱۳۷۶ل.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان في تفسیر القرآن، قم، د قم د حوزې علمې مدرسینو د ټولنې د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۷ق.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، من وحی القرآن، بیروت، دارالملاک للطباعة و النشر، ۱۴۱۹ق.
  • قرشي بنابي، علی‌اکبر، قاموس القرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۱ل.
  • مراغي، احمد مصطفي، تفسیر المراغي، بیروت، دارالاحیاء التراث العربي.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.