منځپانگې ته ورتلل

د قرآن پریښودل

د wikishia لخوا
دا مقاله د قرآن کریم پریښودلو په اړه ده. د همدې نوم د یوې آیت لپاره، د فرقان سوره ۳۰ آیت وګورئ.

د قرآن کریم پریښودل(مهجوریت ) د فرقان سوره له ۳۰ آیت څخه اخیستل شوی مفهوم دی، چې پکې پیغمبر(ص) له قرآن کریم څخه د غفلت په اړه خدای ته شکایت کوي. په دې مفهوم باندې په شیعه روایتونو کې هم ټینګار شوی او په مختلفو اړخونو کې د قرآن کریم د پریښودلو معنی لري، له هغې ځینې د سم پوهاوي نشتوالی، عملي غفلت، او د هغې په ظاهري بڼه قناعت. د قرآن کریم مفسرینو د دې اصطلاح مختلف تحلیلونه وړاندې کړي دي؛ د قرآن کریم ظاهري پریښودل یا نافرماني څخه نیولې تر د اهل بیت علیهم السلام څخه د قرآن جلا والی، چې د هغې اصلي مفسرین دي. امام خمیني د قرآن کریم په سیاسي او ټولنیزو اړخونو ټینګار کوي او پریښودل یې د دې تعلیماتو له پامه غورځول ګڼي او همدا یې د اسلامي نړۍ د ستونزو لامل ګڼلی دی.

پریښودل(مهجوریت) په ډیرو مواردو کې لیدل کیږي لکه د قرآن کریم تلاوت، اوریدل، حفظ کول، غور کول، تفسیر کول او عمل کول، او په خالص ډول یې کارول یا د رایې له لارې یې تفسیر کول هم د دې د پریښودلو مصداقونه دي. د قرآن د پریښودو لاملونه د اهل بیت علیهم السلام څخه د قرآن جلاوالی، د سطحي لید زیاتیدل، د اجتهاد پریښودل، او له سیاست څخه د دین جلاوالی دی.

د هغې پایلې فرقه پالنه، وروسته پاتې والی، د خرافاتو خپریدل، فقر، استبداد او له معنویت څخه لرې والی دي. ځینې شخصیتونو لکه علامه طباطبایي، امام خمیني، او سید جمال الدین اسدآبادي هڅه کړې چې د قرآن پریښودل له منځه یوسي.

مفهوم پیژندل او دریځ

د قرآن پریښودل(مهجوریت) یوه اصطلاح ده چې د فرقان سوره له ۳۰ آیت څخه اخیستل شوې ده، په کوم کې چې پیغمبر(ص) د قرآن په وړاندې د خپل قوم د بې پروایۍ په اړه خدای ته شکایت کوي.[۱] شیعه روایتونو هم د قرآن پریښودلو په وړاندې خبرداری ورکړی دی؛ په شمول د سید رضي په نهج البلاغه[۲] کې او کلیني په کافي[۳] کې، د دې موضوع په اړه له شیعه امامانو څخه ځینې روایتونه نقل کړي دي.

په عمومي نظر، د قرآن پریښودل د قرآن په اهمیت او حیثیت باندې په سمه توګه نه پوهیدل، د قرآن د تعلیماتو پریښودل، د غفلت له امله یې له پامه غورځول، او د قرآن په ظاهري بڼه باندې اکتفا کول، د مهجوریت مصداقونه ګڼل شوي دي.[۴] شیعه قرآن څیړونکی عالم سید محمد علي ایازي د قرآن پریښودل د قرآن نامعلوم پاتې کیدو او د ژوند له عمل چارو څخه د قرآن وتلو په توګه تعبیر کړی دی.[۵]

قرآن پوهانو د فرقان سوره په ۳۰ آیت کې د قرآن پریښودلو اصطلاح معنی په اړه څو نظرونه وړاندې کړي دي:

  • مهجور نیول: پایله یې نه اوریدل، مخ اړول، او په ښکاره ډول د قرآن پریښودل[۶] یا په هغه باندې ایمان نه راوړل دي.[۷]
  • مهجورول: په آیت کې د «اِتّخَذوا» کلمې پراساس، په دې حالت کې د آیت معنی دا ده: مسلمانانو، سره له دې چې قرآن لولي، خو د هغه په حقیقت نه پوهیدل او د هغه د مهمو مسلو پریښودل، او د هغه د تعلیماتو په خلاف عمل کولو له امله یې په حقیقت کې قران پریښی دی او له قرآن څخه لرې پاتې شوي دي.[۸] د دې پر اساس، حسن مصطفوي په خپل کتاب التحقیق في کلمات القرآن کې د قرآن مهجوریت د قرآن د پریښودلو په معنی ګڼلي دي، که څه هم یو ډول ښکاره اړیکه ورسره لري.[۹]
  • له اهل بیتو څخه د قرآن جلا کول: ځینې حدیثونو ته په پام لکه د ثقلین حدیث او د دوهم خلیفه لخوا د حسبنا کتاب الله د عبارت رواجیدل په څیر روایتونو ته پام کول، د قرآن غلط فهمۍ لامل شوي دي.[۱۰]

له شیعه مراجع تقلید څخه یو امام خمیني، د سیاسي او ټولینز لید توګې پر اساس، چې د نورو څیړونکو څخه توپیر لري، په دې باور دی چې د قرآن د ټولنیزو او سیاسي تعلیماتو حجم د هغې د عبادتي محتوا په پرتله ډېر زیات دی[۱۱] او له همدې امله، د قرآن پریښودل یعنی د هغې سیاسي او ټولنیز احکام پریښودل او یوازی عبادتي برخې باندې یې بسنه کول. هغه د اسلامي ټولنې د اوسنیو ستونزو دلیل د قرآن کریم د دغه برخې د تعلیماتو په پریښودلو کې ګڼي.[۱۲]

ابعاد

قرآني عالمانو د قرآن مهجوریت په مختلفو ابعادو او طریقو کې څېړلی او د هغې لپاره یې مصداقونه ذکر کړي دي؛ له هغې ځینې د تلاوت، استماع (اوریدلو)، حفظ کولو، غور کولو، تفسیر کولو او په عمل کې مهجوریت.[۱۳] د شیعه مفسر مکارم شیرازي په وینا، د قرآن مهجوریت کې د قرآن یوازې ظاهري کارول شامل دي (لکه د مذهبي ځایونو په سینګار کې د آیتونو کارول یا د ناروغانو د درملنې لپاره یې کارول)، د قرآن په تعلیماتو باندې د لویدیځو افکارو لومړیتوب، او په خپله رای او نظر سره د قرآن تفسیر.[۱۴]

نورو مفسرینو هم د تلاوت، اوریدلو، حفظ کولو، غور کولو او د قرآن په احکامو عمل نه کولو د قران د مهجوریت نښې ګڼلي دي.[۱۵] امام خمیني د قرآن مهجوریت په دې کې ګڼي چې د قرآن له اساسي تعلیماتو غفلت وشي او په هغوی عمل ونه شي.[۱۶] د هغه په اند، یوازې د قرآن بهرني اړخونو لکه تجوید، لغوي او ادبي بحثونو، یا د هغې معجزاتي اړخونو ته پاملرنه د قرآن مهجوریت له منځه نه وړي.[۱۷]

لاملونه

د قرآن د پریښودو او مهجوریت د عواملو او دلایلو په توګه یو شمیر لاملونه ذکر شوي دي، له هغو ځینې د قرآن له اصلي مفسرینو اهل بیتو علیهم السلام څخه د قرآن د جلا کولو هڅه،[۱۸] د مفسرینو د قرآن کریم په ظاهري بڼه باندې بوختیا او د خپل ذوق مطابق د قرآن تفسیرونه کول، د اجتهاد ور بندول او د اخباریزم خپرول، د مسلمانانو د یوې ډلې له دنیا څخه جدا کیدل، د قرآن غیر موثره ګڼل، او د قرآن د سیاسي او ټولنیزو تعلیماتو سره مقابله کول.[۱۹]

امام خمیني د مفسرینو یوې خاص ډلې سره د قرآن د تفسیر خاص کول او په آیتونو کې له عامه فکر منع کول د قرآن د پریښودو له عواملو څخه ګڼل شوي دي.[۲۰] هغه دین له سیاست څخه د جلا کولو مفکورې ته وده ورکول د قرآن د پریښودو لپاره د یو مهم لامل ګڼلی دی؛ ځکه چې د آیتونو په محدودولو سره، دا ښايي چې قرآن مجید سیاسی او ټولنیز احکام نه لري او همدې سره په اسلامي هیوادونو کې زبرځواکي او تسلط ساتي.[۲۱]

تاریخي څیړونکی رسول جعفریان په دې باور دی چې د صفویانو له دورې راهیسې، د مذهب د علمی سرچینو په اړه د شیعه طریقې په کلکه د حدیثونو او د روايي تفسیرونو په لور متمرکزې شوې، چې دا د دې لامل چې له قرآن څخه یې فاصله پيدا شي.[۲۲]

د اخباري فکر، صوفي مکتب او حکومتي پالیسیو درې ګونی تسلط د قرآن د پریښودو له نورو لاملونو په توګه ګڼل شوي دي؛ د دې پر بنسټ، دا ویل شوي چې اکثر به د ځانګړو مکتبونو او مذهبي افکارو تر اغیز لاندې حکومتونو په ټولنیزې صحنه کې د قرآن له څرګند شتون سره موافق نه درلود، بلکې د خطر احساس به یې کاوه؛ له همدې امله، به یې هڅه کوله چې قرآن له پامه وغورځوي.[۲۳]

پایلې

په اسلامي ټولنه کې د قرآن کریم د پریښودو ځینې اغیزې او پایلې ذکر شوي دي، چې ځینې یې دا دي:

  • د خلکو ترمنځ فرقه پالنه او جلاوالی[۲۴]
  • د جعلي او خرافاتي اسلام او جعلي احادیثو خپریدل؛[۲۵]
  • د مسلمانانو قدرت، عظمت او وقار له لاسه ورکول[۲۶] او د هغوی وروسته پاتې کیدل؛
  • له معنویت څخه د مسلمانانو لری والی او د انسانی ارزښت او اخلاقو پر ضد مسلې رامنځه کیدل؛[۲۷]
  • په ټولنه کې د بې ارزښته او بې کفایته اشخاصو چوکۍ او حکومت ته رسیدل او په ټولنه کې د فقر او بې وزلۍ خپریدل؛[۲۸]
  • د واکمنانو ظلم او د سیاسي او ټولنیزو چارو څخه د خلکو واټن؛[۲۹]
  • له الهي عذاب سره مخ کیدل.[۳۰]

د مهجوریت له منځه وړونکي مخکښان

سید محمد علي ایازي، یو قرآني څیړونکی، په دې باور دی چې علامه طباطبایي، د تفسیر المیزان په لیکلو سره، او امام خمیني، په اسلام کې د حکومت د مسلو په وړاندیز کولو سره، د قرآن د مهجوریت په له منځه وړلو کې او د قرآني مفاهیمو په بیا ژوندي کولو کې مهم رول لوبولی دی.[۳۱] همدارنګه، سید جمال الدین اسدآبادي (وفات: ۱۳۱۴ هجري) قرآن کریم ته د بیرته ستنیدو د غورځنګ له مخکښانو څخه و او په پنځلسمه پیړۍ کې له دې شعار سره د اصلاح د غورځنګونو هڅونکی وو.[۳۲]

فوټ نوټ

  1. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۵، ص۲۰۵؛ مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۸، ص۴۲۳.
  2. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۴۷، ص۲۰۴؛ نامه ۴۷، ص۴۲۲.
  3. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۱۳؛ ج۸، ص۲۸.
  4. اشرفی امین، «مهجوریت آموزه‌های دینی و قرآنی از دیدگاه علامه شیخ محمد عبده»، ص۲۸۱؛ فقهی‌زاده و اشرفی امین، «عوامل و زمینه‌های مهجوریت قرآن در بعد سیاسی و اجتماعی در اندیشه امام خمینی»، ص۵۸.
  5. ایازی، «در جامعه ای که قرآن مهجور است افراد ناشایسته، بی‌خاصیت و ناسالم بر سر کار می‌آیند»، در سایت مجمع مدرسین و محققین حوزه علمیه قم.
  6. طوسی، التبیان، ج۷، ص۴۸۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۲۶۳؛ زمخشری، الکشاف، ج۳، ص۲۷۷.
  7. فیض کاشانی، الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۱۱؛ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۴، ص۴۵۵.
  8. غفاری، «مهجوریت قرآن»، ص۸۹-۹۰؛ مؤمنی، «درآمدی بر مهجوریت قرآن کریم»، ص۶۰-۶۱.
  9. مصطفوی، التحقیق فی کلمات القرآن، ۱۳۶۹ش، ج۱۱، ص۲۴۰.
  10. اخوان مقدم، «نگاهی نو به معنای مهجوریت قرآن در آیه ۳۰ سوره فرقان، بر اساس واژه‌های همنشین و سیاق»، ص۲۳-۲۸.
  11. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۲۵۵؛ ج۵، ص۱۸۸.
  12. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۵ش، ج۱۶، ص۳۴؛ فقهی‌زاده و اشرفی امین، «عوامل و زمینه‌های مهجوریت قرآن در بعد سیاسی و اجتماعی در اندیشه امام خمینی»، ص۵۸-۵۹.
  13. مؤمنی، «درآمدی بر مهجوریت قرآن کریم»، ص۶۱-۷۳.
  14. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۵، ص۷۷.
  15. موسوی، «مهجوریت قرآن، اسباب و نشانه‏‌ها»، ص۱۴-۱۶.
  16. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۶، ص۳۴.
  17. امام خمینی، آداب الصلاة، ۱۳۷۸ش، ص۱۹۸.
  18. مؤمنی، «رابطه مهجوریت قرآن و مهجوریت اهل بیت(ع)».
  19. اشرفی امین، «مهجوریت آموزه‌های دینی و قرآنی از دیدگاه علامه شیخ محمد عبده»، ص۲۸۲-۲۸۳؛ فقهی‌زاده و اشرفی امین، «عوامل و زمینه‌های مهجوریت قرآن در بعد سیاسی و اجتماعی در اندیشه امام خمینی»، ص۶۰.
  20. امام خمینی، آداب الصلاة، ۱۳۷۸ش، ص۱۹۹.
  21. فقهی‌زاده و اشرفی امین، «عوامل و زمینه‌های مهجوریت قرآن در بعد سیاسی و اجتماعی در اندیشه امام خمینی»، ص۶۵-۶۷.
  22. جعفریان، «نهضت بازگشت به قرآن برای احیای عظمت از دست رفته بود»، مصاحبه با نشریه مهرنامه.
  23. نباتی، «تثلیث مهجوریت قرآن در جامعه ایرانی»، مندرج در سایت ایکنا.
  24. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۴۷، ص۲۰۵؛ اشرفی امین، «وحدت مسلمانان و رابطه آن با مهجوریت قرآن از دیدگاه مصلحان دینی»، ص۶.
  25. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۵، ص۲۷۴.
  26. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۵ش، ج۱۶، ص۳۸–۳۹.
  27. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۵ش، ج۱۰، ص۵۳۰-۵۳۳.
  28. ایازی، «در جامعه ای که قرآن مهجور است افراد نا شایسته، بی خاصیت و ناسالم بر سرکار می آیند»، مندرج در سایت مجمع مدرسین و محققین حوزه علمیه قم.
  29. اشرفی امین، «مهجوریت آموزه‌های دینی و قرآنی از دیدگاه علامه شیخ محمد عبده»، ص۲۸۴.
  30. صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۲۸۶.
  31. ایازی، «مهجوریت قرآن»، ص۶۳۴.
  32. ایازی، «مهجوریت قرآن»، ص۶۳۳.

سرچينې