من علمني حرفا فقد صیرني عبدا
| موضوع | اخلاقي او روزنیز |
|---|---|
| څخه صادر شوی | امام علي(ع) |
| د سند اعتبار | پرته له سند |
| شیعه سرچینې | جامع السعادات |
| روایي مؤید | له پیغمبر اکرم(ص) په عوالي اللئالي کې یو روایت |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
مَن عَلَّمَنی حَرفاً فَقَد صَیَّرَنی عَبداً، امام علی(ع) ته منسوب یو عبارت دی چې معنا یې دا ده: «څوک چې یو ټکی ماته رازده کړي نو زه یې خپل مریې جوړ کړی یم». دا عبارت د علم د زده کړې او د استاد مقام ښايي او د استاد په مقابله کې د شاګرد مریې شونه یوه کنایه ده.
دا عبارت په رسائل فارسي او جامع السادات کې له سند پرته ذکر شوی دی، او ځینې څېړونکي امام علي(ع) ته د دې د نسبت په اړه شک لري، خو محتوا یې تاییدوي.
داسې موضوع د رسول الله(ص) په یوه روایت کې په ځینې سرچینو لکه عوالي اللئالي او بحار الانوار راغلی دی، دا جمله په عام کلتور، ادب او مختلفو هنرونو لکه خطاطۍ او شاعري کې هم منعکس شوې ده.
مقام او اهمیت
مَن عَلَّمَنی حَرفاً فَقَد صَیَّرَنی عَبداً، امام علی(ع) ته منسوب یو عبارت دی چې د استاد او زده کړې مقام په کې بیان شوی دی.[۱] د استاد د درناوي په مقام کې په ترانو کې،[۲] د درسي کتابونو په جلدونو،[۳] خوشنویسۍ کې[۴] او شعر[۵] کې ترې ګټه اخستې شوې ده.
د دې عبارت مطلب په نورو شکلونو هم بیان شوی لکه: «أَنَا عَبْدُ مَنْ عَلَّمَنِی حَرْفًا؛ زه د هغه چا غلام یم چې ماته یې یو ټکی رازده کړ»[۷] او «مَن عَلَّمَنی حَرفاً کُنتُ لَهُ عَبداً؛ هر چا چې ماته یو ټکی رازده کړ نو زه یې غلام یم» د دې نسبت هم امام علی(ع) ورکړی شوی دی.[۸]
مینځپانګه
د دې عبارت «مَن عَلَّمَنی حَرفاً فَقَد صَیَّرَنی عَبداً»، معنا دا ده: «چا چې ماته یو ټکی رازده کړ، زه یې خپل مریې جوړ کړی یم»[۹] شیعه عالم محمد تقي مصباح یزدي (وفات ۱۳۹۹) دا خبره د زده کوونکي د علمي شخصیت په جوړښت کې د ښوونکي د نفوذ په توګه تعبیروي، نه د ریښتینې غلامۍ په توګه.[۱۰] شیعه عالم قبانچي هم د دې غلامۍ په مجازي اړخ ټینګار کوي، دا د پوهې د مقام د عظمت نښه ګڼي.[۱۱] نراقي په جامع السادات کې دې روایت ته په پام پیغمبر(ص) او امامان علیهم السلام د ریښتیني ښوونکو په توګه معرفي کوي چې له خدای وروسته د مینې د لوړې درجې حق لري.[۱۲] امام علي(ع) هم د همدې منطق په کارولو سره ځان د پیغمبر(ص) د بنده په توګه معرفي کوي او پیغمبر(ص) د خپل استاد په توګه معرفي کوي.[۱۳]
سرچینې او د سند اعتبار
د هرات په تاریخنامې کې (په اوومه او اتمه پېړۍ) کې دا عبارت د «قد» له توري پرته امام علي(ع) ته منسوبه شوی دی.[۱۴] همدارنګه ادهم عزلتي خلخالي(وفات ۱۰۵۲ هـ ق) په رسائل فارسي[۱۵] او ملا محمد مهدي نراقي(وفات ۱۲۰۹ هـ ق) په جامع السادات کې،[۱۶] دا خبره پرته له کوم سنده ا مام علي(ع) ته منسوبه کړې ده.[۱۷] ابوسعید خادمي حنفي (وفات ۱۱۵۶ هـ ق)[۱۸] او قبانچي د امام زین العابدین(ع) د حقونو د رسالې په شرحه کې[۱۹] هم د دې عبارت امام علي(ع) ته نسبت ورکړی دی.
البته له اهل سنتو عالمانو څخه عبدالقادر آلغازي (وفات کال ۱۳۹۸ق)، د دې عبارت نسبت یو کس ته چې نوم یې شعبه دی[۲۰] او له اهل سنتو عالمانو څخه عَجْلوني(وفات ۱۱۶۲ق)، دا د مشهورو کلام ته منسوب ګڼلی دی.[۲۱]

البته، ناصر مکارم شیرازي، چې یو شیعه مرجع تقلید دی، او ځینو څیړونکو د دې حدیث امام علي(ع) ته په نسبت ورکولو کې شک کړی دی.[۲۲] خو آیت الله خامنه اي، چې یو شیعه مرجع تقلید دی، د دې حدیث محتوا سمه ګڼلې ده.[۲۳]
ورته عبارتونه
- «مَنْ تَعَلَّمْتَ مِنْهُ حَرْفاً صِرْتَ لَهُ عَبْدا» له پیغمبر(ص) څخه په عَوالِي اللَئالي کې له ابن ابي جمهور او بِحار الاَنوار کې.[۲۴]
- «مَن عَلَّمَنی حَرفاً مَلَّکَنی عَبداً؛ هر څوک چې ماته یو ټکی رازده کړي نو د یو غلام په توګه زما مالک شوی دی.» سید محمد صادق بحرالعلوم د یو متل په توګه.[۲۵]
- «أَنَا عَبْدُ مَنْ تَعَلَّمْتُ مِنْهُ؛ زه د هغه چا غلام یم چې مې ترې زده کړه وکړه» شهید ثاني په مُنیَة المُرید کې یو نامعلوم کس ته نسبت ورکړی دی.[۲۶]
- «أَنَا عَبْدُ مَنْ تَعَلَّمْتُ مِنْهُ حَرْفًا؛ زه د هغه چا غلام یم چې مې ترې یو ټکی زده کړی دی» فخررازي د یو متل په توګه راوړی دی.[۲۷]
فوټ نوټ
- ↑ علامه طباطبایی، تعالیم اسلام، ۱۳۸۷ش، ص۲۰۹؛ مصباح یزدی، نگاهی گذرا به حقوق بشر از دیدگاه اسلام، تدوین عبدالحکیم سلیمی، ص۱۳۹؛ مطهری، انسان کامل، ۱۴۰۲ش، ص۲۱۶-۲۱۷؛ مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهجالبلاغه، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۱۵۷.
- ↑ وګورئ: «سرود من علمنی حرفا قد صیرنی عبدا به مناسبت روز معلم»، سایت آپارات.
- ↑ «عربی سال اول آموزش متوسطه دهه شصت سال ۱۳۶۸»، سایت کوشان بوک.
- ↑ وګورئ: «اثر ۴۸۰ بخط محمد تعریفی خشتی: حدیث خوشنویسی شده من علمنی حرفا فقد صیرنی عبدا»، سایت شمیم ثلث؛ «اثر حسن مختاری در هنر خوشنویسی : محفل خوشنویسی»، سایت ۱۰۰ هنر.
- ↑ وګورئ: «من علمنی حرفا فقد صیرنی عبدا»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ «من علمنی حرفا فقد صیرنی عبدا»، پایگاه اطلاعرسانی حوزه.
- ↑ الخادمی، بريقة محمودية، ۱۳۴۸ق، ج۴، ص۳.
- ↑ قبانچی، شرح رساله الحقوق امام زین العابدین(ع)، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۰۶.
- ↑ نراقی، ترجمه متن کامل جامع السعادات، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۴۳۸.
- ↑ مصباح یزدی، نگاهی گذرا به حقوق بشر از دیدگاه اسلام، تدوین عبدالحکیم سلیمی، ص۱۳۹.
- ↑ قبانچی، شرح رسالة الحقوق امام زین العابدین(ع)، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۰۶.
- ↑ نراقی، جامع السعادات، اعلمی، ج۳، ص۱۴۲.
- ↑ مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهجالبلاغه، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۱۵۷.
- ↑ سیفی هروی، تاریخنامه هرات، ۱۳۸۳ش، ص۴۷۶.
- ↑ عزلتی خلخالی، رسائل فارسی ادهم خلخالی، ۱۳۸۱ش، ج۲، ص۶۴۴-۶۴۵.
- ↑ نراقی، جامع السعادات، اعلمی، ج۳، ص۱۴۲.
- ↑ نراقی، جامع السعادات، اعلمی، ج۳، ص۱۴۲.
- ↑ الخادمی، بريقة محمودية، ۱۳۴۸ق، ج۴، ص۳.
- ↑ قبانچی، شرح رساله الحقوق امام زین العابدین(ع)، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۰۶.
- ↑ آلغازی، بیان المعانی، ۱۳۸۲ق، ج۴، ص۱۹۰.
- ↑ عجلونی، کشف الخفاء، ۱۳۵۱ق، ج۲، ص۲۶۵.
- ↑ مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهجالبلاغه، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۱۵۷؛ سلیمانی آشتیانی و درایتی، مجموعه رسائل در شرح احادیثی از کافی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۳۲۱.
- ↑ خامنهای، «بیانات در دیدار معلمان استان فارس»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله خامنهای.
- ↑ ابنابیجمهور، عوالی اللئالی، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۹۲؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۷، ص۱۶۶-۱۶۷.
- ↑ بحرالعلوم، «مقدمه»، الفوائد الرجالیة، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۳۸.
- ↑ شهید ثانی، منیة المرید، ۱۴۳۱ق، ص۸۵.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۵، ص۴۲۹ و ج۲۱، ص۴۸۳.
سرچينې
- «اثر حسن مختاری در هنر خوشنویسی : محفل خوشنویسی» (د حسن مختاري اثر د خوشنویسۍ په هنر کې: د خوشنویسۍ محفل)، د ۱۰۰ هنر وېبسایټ، د لېدنې نېټه: ۵ کب ۱۴۰۳ش.
- «اثر ۴۸۰ بخط محمد تعریفی خشتی: حدیث خوشنویسی شده من علمنی حرفا فقد صیرنی عبدا» (د محمد تعریفي خشتي په خط ۴۸۰ اثر: خوشنویس شوی حدیث (من علّمنی حرفاً فقد صیّرنی عبداً)، د شمیم ثلث وېبسایټ، د لېدنې نېټه: ۵ کب ۱۴۰۳ش.
- آلغازي، عبدالقادر، بیان المعانی علی حسب ترتیب النزول، دمشق، مطبعة الترقي، ۱۳۸۲ق / ۱۹۶۲م.
- ابنابيجمهور، محمد بن زینالدین، عوَالي اللئالي العزیزیة فی الاحادیث الدینیة، تحقیق: مجتبی عراقي، قم، د سید الشهدا(ع) مؤسسه، ۱۴۰۳ق / ۱۹۸۳م.
- بحرالعلوم، سید محمدصادق، «مقدمه»، الفوائد الرجالیه، د سید محمدمهدي بحرالعلوم اثر، تهران، مکتبة الصادق(ع)، ۱۳۶۳ش.
- الخادمي، محمد، بريقة محمودية فی شرح طريقة محمدية و شريعة نبوية فی سيرة احمدية، بېځایه، مطبعة الحلبي، ۱۳۴۸ق.
- «جمله مشهوری که سند روایی ندارد» (هغه مشهوره جمله چې روایي سند نه لري)، د قرآن نړیوال خبري اژانس (ایکنا)، د خپرېدو نېټه: ۲۲ تله ۱۳۹۶ش، د لېدنې نېټه: ۲ کب ۱۴۰۳ش.
- خامنهای، سید علي، «بیانات در دیدار معلمان استان فارس (د فارس ولایت له ښوونکو سره په لیدنه کې ویناوې)»، د آیتالله خامنهای د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېبسایټ، د لېدنې نېټه: ۲ کب ۱۴۰۳ش.
- «سرود من علمنی حرفا قد صیرنی عبدا به مناسبت روز معلم» (د من علّمنی حرفاً قد صیّرنی عبداً سرود د ښوونکي د ورځې په مناسبت)، د آپارات وېبسایټ، د خپرېدو نېټه: ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ش، د لېدنې نېټه: ۲ کب ۱۴۰۳ش.
- سلیماني آشتیاني، مهدي، او محمدحسین درایتي، مجموعه رسائل در شرح احادیثی از کافی (د کافي له ځینو احادیثو د شرح په اړه د رسالو ټولګه)، قم، دارالحدیث، لومړی چاپ، ۱۳۸۷ش.
- سیفي هروي، سیف بن محمد، تاریخنامه هرات، تهران، اساطیر، ۱۳۸۳ش.
- شهید ثاني، زینالدین بن علي، منیة المرید، بیروت، مؤسسة التاریخ العربي، ۱۴۳۱ق / ۲۰۱۰م.
- «عربی سال اول آموزش متوسطه دهه شصت سال ۱۳۶۸» (د لسمې لسیزې (۱۳۶۸ش) د منځني ښوونځي د لومړي کال عربي کتاب)، د کوشان بوک وېبسایټ، د لېدنې نېټه: ۱۳ کب ۱۴۰۳ش.
- عجلوني، اسماعیل بن محمد، کشف الخفاء و مزیل الإلباس عما اشتهر من الأحادیث على ألسنة الناس، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۳۵۱ق.
- عزلتي خلخالي، ادهم، رسائل فارسی ادهم خلخالی (د ادهم خلخالي فارسي رسالې)، تصحیح: عبدالله نوراني، تهران، د فرهنګي آثارو او مفاخر ټولنه، ۱۳۸۱ش.
- علامه طباطبایي، سید محمدحسین، تعالیم اسلام (د اسلام ښوونې)، راټولونه: سید هادي خسروشاهی، قم، بوستان کتاب قم، ۱۳۸۷ش.
- فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ق / ۱۹۹۱م.
- قبانيچي، حسن، شرح رساله الحقوق امام زین العابدین(ع)، بیروت، مؤسسة الاعلمي للمطبوعات، ۱۴۲۲ق / ۲۰۰۲م.
- نراقي، محمدمهدي، ترجمه متن کامل جامع السعادات (د جامع السعادات د بشپړ متن ژباړه)، ژباړن: کریم فیضي، قم، قائم آل محمد(عج)، ۱۳۸۸ش.
- نراقي، محمدمهدي، جامع السعادات، بیروت، اعلمي، څلورم چاپ، بېنېټې.
- مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، بېځایه، مؤسسة الوفاء، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
- مصباح یزدي، محمدتقي، نگاهی گذرا به حقوق بشر از دیدگاه اسلام (د اسلام له نظره د بشري حقونو لنډه کتنه)، تدوین: عبدالحکیم سلیمي، بېځایه، بېناشره، بېنېټې.
- مطهري، مرتضی، انسان کامل، تهران، صدرا، ۱۴۰۲ش / ۱۴۴۵ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، اخلاق اسلامی در نهجالبلاغه (اسلامي اخلاق په نهجالبلاغه کې)، قم، نسل جوان، لومړی چاپ، ۱۳۸۵ش.
- «من علمنی حرفا فقد صیرنی عبدا» (من علّمنی حرفاً فقد صیّرنی عبداً)، د حوزې د معلوماتي پاڼې وېبسایټ، د خپرېدو نېټه: ۱۴ لړم ۱۳۸۸ش، د لېدنې نېټه: ۲ کب ۱۴۰۳ش.
| ||||||||||||||||||||||||||