د خاصف النعل حدیثونه
موضوع | د قرآن د تأویل لپاره له ظالمانو سره د امام علي(ع) مبارزه، د پيغمبر(ص) نه وروستو جانشيني او په نورو اصحابو باندې د امام افضلیت. |
---|---|
څخه صادر شوی | پیغمبر(ص) |
د سند اعتبار | متواتر |
شیعه سرچینې | التفسیر القمي، الکافي، تهذیب الأحکام، المسترشد في امامة علی بن ابي طالب، الارشاد |
سنی سرچینې | سنن الترمذی، مسند احمد بن حنبل |
د خَاصِفُالنَّعْل حدیث (یعنی د پيزارو ګنډونکی) دا د پیغمبر(ص) یو قول دی چې د امام علی(ع) مقام او فضیلت په کې بیانوي چې امام خاصف النعل یاد شوی دی ځکه چې هغه دغه وخت هغه د پیغمبر(ص) د پيزارو په ګنډلو بوخت و. په دې اړه بېلابېل روايتونه شته چې ټول د امام علي(ع) لپاره د خاصف النعل د لقب په استعمال کې شريک دي.
د قرآن مجید د تأویل لپاره ظالمانو سره مقابله د دې روایتونو له موضوعاتو څخه یو موضوع دی. د امام علی(ع) و امامت باندې نص، د قرآن د تأویل په علم باندې دغه پوره پوهه او د خلافت په وخت کې د هغه په ټولو جنګونو کې په حق شونه، دا هغه ګټې دي چې له دې روایت اخستی شوي دي. د خاصف النعل په نورو روایتونو کې، پیغمبر(ص) امام علی(ع) د امت هدایت کوونکی او له ځان وروسته خلیفه معرفي کړی دی.
دا حدیثونه په پراخه توګه د دواړو فریقو (شیعه او سنی) په کتابونو کې لکه کتب اربعه او صحاح سته کې راغلي دي. څیړونکی له دې حدیثونو څخه ځینې مستفیض، متواتر او صحیح ګڼلي دي.
اُم سَلَمه عایشه ته د دې حدیث په وریادولو سره له هغې وغوښتل چې د امام په خلاف بغاوت مه کوه. امام علی(ع) په خپلو ځینو خبرو کې د خپل حقانیت د ثابتولو لپاره د خاصف النعل حدیث سره دلیل راوړی دی. دا حدیثونو د شاعرانو په شعرونو کې هم راغلي دي لکه د سیدِ حِمیَري په شعرونو کې.
موقعیت او اهمیت
د خاصف النعل حدیث یا د خاصف النعل حدیثونه، د پيغمبر(ص) هغه ډله روایتونه دي، چې د امام علی(ع) د مقام او فضائلو په هکله راغلي دي لکه امامت او خلافت، مشرکانو او ظالمانو سره د هغه جنګونه، چې په دې حدیثونو کې کله چې هغه د پيغمبر(ص) د پيزارو په ګنډلو لګیا و د (خاصف النعل) په عنوان سره یاد شوی دی.[۱] د خاصف النعل لقب په دې ټولو روایتونو کې د امام علی مشترک لقب دی.
خصف د یو بل سره د شیانو راټولولو او نښلولو ته ویل کیږي[۲] او هغه کس ته، چې د پيزارو ټوټې راټولوي او په خپل اصلي شکل کې یې راولي، خاصف النعل ویل کیږي.[۳] د امام علی(ع) په لاس د رسول الله(ص) د پيزارو په ګنډولو کې د هغه ډېر تواضع[۴] او دنیا ته پام نه کول او ساده ژوند څرګندیږي.[۵] له دې وروسته چې پيغمبر(ص) د هغه لپاره د خاصف النعل ټکی وکاروه[۶] نو دا د امام علی(ع) له ځانګړو لقبونو څخه شمیرل شوی دی.[۷]
ویل شوي چې دا حدیثونه د امامانو(ع) د امامت له نصوصو څخه وو[۸] او د امام علی(ع) له خاصو فضیلتونو څخه وو[۹] او په نورو اصحابو باندې د هغه د فضیلت څرګندونه کوي.[۱۰] د خاصف النعل حدیث سربېره په دې چې د امام په ستاینه کې راغلی دی د هغه په فضیلت دلالت سره سم[۱۱] د هغه د امامت او خلافت په اړه واضح او څرګند نص ګڼل کیږي.[۱۲] ځينو شيعه او سني پوهانو د دغو احاديثو اهميت د امام علي(ع) په فضيلت کې د منزلت او د غدير د احاديثو په شان ګڼلى دى.[۱۳]
د حدیث اعتبار
د یوولسمې هجري قمري پیړۍ یو شیعه عالم هاشم بن سلیمان بَحراني، په دې باور دی چې د خاصف النعل حدیثونه له سنیانو څخه په نهو طریقو روایت شوي دي[۱۴] او له شیعو څخه په دوو طریقو.[۱۵] ځینې په دې باور دي چې د خاصف النعل حدیثونه په شیعه او سني منابعو کې په پراخه کچه راغلي دي.[۱۶] دا حدیثونه په کتب اربعه کې[۱۷] او د شیعو په نورو وړاندینیو سرچینو کې راغلي دي.[۱۸] او په ورپسې کتابونو کې په مکرر ډول ذکر شوی دی.[۱۹] د اهل سنتو په وړاندی کتابونو لکه سنن ترمذي،[۲۰] په پخوانیو سني سرچینو کې لکه سنن ترمذي،[۲۱] سنن نسایي،[۲۲] او مُسنَد احمد[۲۳] کې د دې ځینې روایتونو ته اشاره شوې ده او د اهل سنتو په نورو سرچینو کې[۲۴] هم منعکس شوي دي.[۲۵]
شیخ مفید د خاصف النعل ځینې حدیثونه د فریقینو په نزد کې معتبر ګڼلي دي[۲۶] مقدّس اردبیلي دا حدیث مشهور او معتبر بللی او لیکلي یې دي چې د دې حدیث په صحت باندې چا هم اعتراض نه دی کړی.[۲۷] ځینو لیکلي دي چې د دې حدیث په صحت او وثاقت باندې اجماع ده.[۲۸] ځینو شیعه عالمانو ویلي دي چې دا احاديث مستفض دي.[۲۹] او ځینو نورو يې متواتر ګڼلي دي.[۳۰]
ترمذي چې يو سني محدث او د صحاح سته له ليکوالانو څخه دى، د پخوانيو محدثينو په نقل سره په خپل کتاب کې د خاصف النعل روايت صحيح بللى دى.[۳۱] ګنجي شافعي چې د اهل سنتو له محدثينو څخه دى هم د دې اعتبار لوړ، ښه او صحیح ګڼلی دی.[۳۲]
ځينو شيعه علماوو د خاصف النعل حدیثونو ته یو باب ځانګړی کړی دی او له سرچينو څخه یې دا حدیثونه راټول کړي دي چې په هغو کې د اهل سنتو سرچینې هم دي.[۳۳]
د دې حدیث بیلا بیل نقلونه او لاسته راوړنې
د خاصف النعل حدیث په بیلا بیلو عبارتونو او ډېرو موضوعاتو او په مختلفو ځایونو او وختونو کې راغلی دی او ویلي یې دي چې د دې مسلې د تکرار ښودنه کوي او د امام علی(ع) په فضیلت هم ټینګار کوي.[۳۴] ځينې حدیثونه یې دا دي:
د قرآن د تأویل لپاره د جنګ کولو روایتونه
په ځینې حدیثونو کې، خاصف النعل د رسول الله(ص) هغه قول سره راغلی دی چې د خپلو اصحابو په مجلس کې یې وفرمایل: «...إِنَّ مِنْكُمْ مَنْ يُقَاتِلُ عَلَى تَأْوِيلِ الْقُرْآنِ كَمَا قَاتَلْتُ عَلَى تَنْزِيلِهِ فَاسْتَشْرَفَ لَهَا الْقَوْمُ، وَفِيهِمْ أَبُوبَكْرٍ وَعُمَرُ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ أَبُوبَكْرٍ: أَنَا هُوَ، قَالَ: لَا قَالَ عُمَرُ: أَنَا هُوَ، قَالَ: لَا، وَلَكِنْ خَاصِفُ النَّعْلِ» - يَعْنِي عَلِيًّا...» ؛[۳۵] له ما وروسته به په تاسو کې یو کس د دې قرآن د تأویل لپاره جنګ وکړي لکه څه رنګ چې يې ما د تنزیل لپاره جګړه وکړه.» ځینو حاضرو کسانو چې ویل شوی دي ابوبکر او عمر وو، وپوښتل چې ایا هغوي هماغه کسان دي؟ پيغمبر(ص) هغوي ته منفي ځواب ورلکولو سره سم هغه کس یې هغه سړی وګڼه چې د پيزارو په ګنډلو بوخت دی. په هغه وخت کې امام علي(ع) د پېغمبراکرم(ص) پيزار ګنډل.[۳۶] ځينې محدثان او مفسرين په دې اند دي چې رسول الله(ص) دا حديث د اصلاح ذات البين د آیت له نازلیدو وروسته فرمایلی دی.[۳۷]
څیړونکیو له دې حدیثه بیلا بیلې ګټې اخستي دي:
- د امامت ثابتیدل
مقدّس اردبیلي چې له شیعه فقهاوو څخه دی(وفات: ۹۹۳هـ ق) دا حدیث د امام علي(ع) په امامت باندې ښکاره نص ګڼلی دی.[۳۸] د هغه په باور او داسې د نورو په باور، د پيغمبر(ص) جګړې سره د علی(ع) د جګړې ورته والی د هغه علی(ع) په امامت باندې دلالت کوي.[۳۹] او د نورو د امامت په رد باندې دلیل دی.[۴۰] البته ځينو سني علماوو لکه شافعي او ابن تيميه، سره له دې چې دا حديث صحيح ګڼي، په امامت باندې د دې حدیث دلالت نه مني.[۴۱] شافعي د دې حدیث یوازینۍ ګټه دا ښودلی چې امام به ظالمانو سره څه رنګ جنګ کوي.[۴۲]
- د قرآن په تأویل باندې بشپړ علم
ځينې شيعه عالمان د خاصف النعل هغه حدیث چې د امام علي(ع) د قرآن د تأویل لپاره جنګ په کې بیان دی، په قرآن باندې د هغه حضرت(ع) د بشپړې پوهې باندې[۴۳] او د قرآن د تأویل په علم[۴۴] باندې د هغه په پوهې باندې دلیل ګڼي.[۴۵] همدارنګ له دې روایته په دې پوهیدلي دي چې د خدای کتاب له امام پرته کافي نه دی او د هغو خلکو خبرې چې قرآن کافي ګڼي او د آیتونو د تفسیر لپاره د معصومو اړتیا ردوي، باطله ده.[۴۶]
- د امام علی(ع) د خلافت د زمانې د جنګونو حقانیت
د علماوو يوې ډلې ويلي دي چې د پېغمبراکرم(ص) دغه خبرې، د امام علي(ع) په جنګونو کې د هغه د حقانیت په هکله وړاندې وینه او ثبوت دى چې د هغه د خلافت په وخت کې له دريو ډلو ناکثین، قاسطین او مارقین سره ترسره شول.[۴۷] ځینې دا خبره د هغه مخالفانو د ارتداد نښه ګڼلې ده چې له امام سره جنګیدلي دي.[۴۸]
مشرکانو سره د مقابلې روایت
د هجري قمري کال په څلورمه هجري قمري کې د شافعي مذهب محدث حاکم نیشابوري په وینا، د حدیبیه د صلحې په وخت کې سهیل بن عمرو د مشرکانو له څو مشرانو سره رسول الله(ص) ته حاضر شول او د سولې د تړون له شرطونو یې یو شرط په لاندې ډول وړاندې کړ: «که زموږ د خلکو څخه کوم څوک تاسو ته راغلی، نو هغه به بیرته موږ ته راولی.» پیغمبر(ص) په دې خبره خپه شو او ځواب یې ورکړ: «اې د قریشو ډلې! له دې غوښتې مو لاس واخلئ، که نه وي زه به تاسو ته یو داسې سړی درولېږم چې زړه یې په ایمان سره ازمویلی شوی دی، ترڅو ستاسو سرونه ووهي؛ په داسې حال کې چې تاسو به له دینه وتلي یئږ» ابوبکر او عمر وویل: «ایا هغه کس موږ یو؟» پیغمبر(ص) وفرمایل: «نه، هغه همدا اوس زما پيزار ګنډي.» په دې وخت کې امام علي(ع) د پېغمبر اکرم(ص) د پیزارو په ګنډلو بوخت و.[۴۹]
سيد هاشم بحراني دغه روايت د ثقيف قبيلې[۵۰] لپاره ګواښ او نسايي په کنده يا حضرموت کې د «بنووَلیعه» د قبيلې په ګواښ کې ګڼلى دى.[۵۱]
- د امام علی(ع) د امامت ثابتیدل
یو شمیر علماوو دغه حدیث د امام علی(ع) د امامت لپاره دلیل ګڼلی دی. هغوی ویلي دي چې له مشرکانو سره جګړه او د هغوی سرونه پرې کول د خدای په حکم وو او هغه خاصف النعل چې د روایت له مخې «زړه یې په ایمان سره ازمویلی شوی دی»، هغه یوازینی کس دی چې د امامت او د رسول الله(ص) د جانشینۍ وړ دی هغه امام علی(ع) دی.[۵۲]
هغه روایت چې د پیغمبر(ص) جانشینان بیانوي
یو شیعه محدث او فقیه حُرّ عامِلي له پیغمبر اکرم(ص) څخه یو روایت نقل کړی دی چې په هغه کښې امام علی د خاصف النعل په لقب سره ذکر شوی دی، د هغه او له هغه وروسته د هغه د امام حسین(ع) له نسل څخه د اولادونو په امامت باندې په کې څرګندونه شوې ده.[۵۳] هغه په یو بل حدیث کې راوړ يدي چې پيغمبر(ص) د ابوبکر او عمر د دې پوښتنې په ځواب کې چې له هغه وروسته به خليفه څوک وي، خپل خلیفه خاصف النعل ونومول، په داسې حال کې چې علي(ع) د پيغمبر(ص) د پیزارو په ګنډلو بوخت و.[۵۴] له عائشې څخه هم ورته روایت راغلی دی.[۵۵]
ابوالصلاح حلبي (۴۴۷هـ ق) په تقریب المعارف کې روایت کړی دی چې رسول الله(ص) په یوه سفر کې له ابوبکر او عمر څخه وغوښتل چې خاصف النعل ته د «امیرالمومنین» په توګه سلام وکړي. په داسې حال کې چې امام علي(ع) د پېغمبراکرم(ص) د پیزارو په ګنډلو بوخت و.[۵۶]
د امت د هادي روایت
خزاز د کفایه الاثر کتاب لیکوال یو روایت نقل کړی چې په کې پیغمبر(ص) د رعد سوره د اووم آیت د «هادی» ټکي په تفسیر کې امام علی(ع) ته د خاصف النعل معرفی کړی دی. چې هغه په هغه وخت کې په یوه کونج کې د پېغمبر اکرم(ص) د پيزارو په ګنډلو بوخت و، بیا یې د امام فضائل بیان او له ځان وروسته یې دولس امامان معرفي کړل چې شمېر یې د بني اسرائیلو د نقیبانو په اندازه دی او مهدي یې له هغو څخه یو کس وګڼه.[۵۷]
د خاصف النعل حدیث سره دلیل راوړنه
د ځینو روایتونو د راپور له مخې، کله چې عایشې د امام علی(ع) په وړاندې د بغاوت پریکړه وکړه، هغې له ام سلمه څخه وغوښتل چې د هغې سره یوځای شي.[۵۸] ام سلمه هغه منعه کړه او د امام د فضیلت په بیانولو کې يې له پیغمبر(ص) څخه هغه روایت نقل کړی چې په کې خاصف النعل خپل ځای ناستی بللی و.[۵۹] عائشې د ام سلمه خبره تاييد کړه؛[۶۰] خو د امام له مخالفته يې ډډه ونه کړه.[۶۱] د ځينو روايتونو له مخې د ام سلمې د خبرو له اورېدو وروسته عائشې پرېکړه وکړه چې د امام علي(ع) په خلاف له بغاوته لاس واخلي، خو عبدالله بن زبير هغه له دې کاره واړوله.[۶۲]
امام علي په خپلو ځینو ویناوو کې پخپله په خاصف النعل حدیثونو سره دلیل راوړی دی.[۶۳] او په دې خبرې به یې فخر کاوه.[۶۴] د بېلګې په توګه احمد بن علي طبرسي چې په شپږمه هجري پېړۍ کې یو شیعه محدث او متکلم دی، په خپل کتاب الاحتجاج کې یو راپور ورکوي چې امام د جمل په جنګ کې د خپل حقانیت د ثابتولو لپاره دا حدیث نقل کړی دی.[۶۵]
د دې لقب د کارولو سبب
ويل شوي دي چې پيغمبر(ص) د امام علي(ع) لپاره د خاصف النعل د اصطلاح د استعمالولو وجه دا وه چې د امام ډېر لوی تواضع څرګند کړي په داسې حال کې چې د پيغمبر(ص) په نږد دومره خاص مقام او ورسره نزدې تعلق لري. د دې قول له مخې پيغمبر(ص) په غیر مستقیم ډول خلکو ته د یو داسې شخص د مشرۍ لارښوونه وکړه چې د تواضع ځانګړتیا لري.[۶۶] ځینې په دې باور دي چې د مشهور نوم پر ځای د نوي تعبیر کارول له دې سببه دي به په یادونو کې به ښه پاتې شي او پیغمبر(ص) د امام علی(ع) د پېژندنې لپاره د مختلفو تعبیرونو په کارولو سره دا غوښتل چې د هغه لپاره د خلکو په ذهنونو کې د ډېرو پاتې کیدو لاره هواره کړه؛ لکه څنګه چې پیغمبر(ص) د علي(ع) لپاره ابوتراب لقب کارول په همدې غرض وو.[۶۷]
په نظم او شعر کې
د خاصف النعل روایتونه د تاریخ په اوږدو کې د شاعرانو په شعرونو کې منعکس شوي دي.[۶۸] په هغو کې سید حِمیَري،[۶۹] ابو علویه اصفهاني، سید مهدی بحرالعلوم او نورو په خپلو شعرونو کې د خاصف النعل حدیث ذکر کړی دی.[۷۰] یا د خاصف النعل عنوان یې د امام د لقب په توګه یاد کړی دی.[۷۱] مختلفو کتابونو دا شعرونه نقل کړي دي.[۷۲]

ځانګړی لیکلنې
- «علیٌ(ع) خاصفُ نَعلِ النَّبی(ص) و قراءةٌ فی رُموزِ الْحدیث و معانیه» کتاب په عربۍ ژبه، ماجد عطیه لیکلی دی. لیکوال د خاصفالنعل نبوي حدیث په ذکر کولو سره، د امام علی(ع) بلافصل خلافت او امامت ثابتولو پسې دی.[۷۳]
- د کارشناسی ارشد والا یو پایان لیک چې په دې عنوان سره دی: «اثبات امامت بلافصل امیرالمومنین(ع) در حدیث مقاتله (خاصفالنعل)، با تأکید بر روش علامه میر حامد حسین» چې د دې حدیث اعتبار او دلالت یې پرتله کړی دی.[۷۴]
- یوه مقاله چې عنوان یې «معناکاوی روایتهای جنگ تأویل» چې د په خاصف النعل حدیث کې د هغه حضرت د قرآن د تأویل لپاره د جنګیدو معنا يې ځیرتیا سره څیړلې ده.[۷۵]
اړونده څیړنې
فوټ نوټ
- ↑ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۲۸۵؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۳۳۵؛ علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۲۰، ابنشهرآشوب مازندرانی، مناقب آل أبی طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۴۴.
- ↑ ابنمنظور، لسان العرب، بیروت، ج۹، ص۷۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۳۵.
- ↑ عطیه، علی علیهالسلام خاصف نعل النبی صلیاللهعلیهوآله، ۱۴۳۶ق، ص۱۳.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۰۳.
- ↑ فاضل لنکرانی، آیة التطهیر رؤیة مبتکرة، ۱۴۲۴ق، ص۱۳۸.
- ↑ سبط ابنجوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۱۶؛ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۶؛ شیعی سبزواری، راحة الأرواح، ۱۳۷۸ش، ص۸۶.
- ↑ حلبی، تقریب المعارف، ۱۴۰۴ق، ص۲۰۲،
- ↑ شیخ مفید، الإفصاح فی الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۶.
- ↑ جمعی از نویسندگان، فی رحاب أهل البیت(ع)، ۱۴۲۶ق، ج۲۲، ص۵۲.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۸۵،
- ↑ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳۲؛ طبری، کامل البهائی فی السقیفة، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۲۰؛ عطیه، علی علیهالسلام خاصف نعل النبی صلیاللهعلیهوآله، ۱۴۳۶ق، ص۱۲۳.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۷؛ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة لابنأبی الحدید، ۱۳۸۳ش، ج۹، ۲۸؛ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۶۹.
- ↑ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۲۸۵.
- ↑ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۶۹.
- ↑ کاشف الغطاء، العقائد الجعفریة، ۱۴۲۵ق، ص۷۴؛ کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۷.
- ↑ ابنشاذان نیشابوری، الإیضاح، ۱۳۶۳ش، ص۴۵۱.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۲۱؛ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۲۲؛ شیخ مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۱۹؛ ابنحیون، شرح الأخبار، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۰۳؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۲۷۵؛ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۲۵۴.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، کشف الیقین، ۱۴۱۱ق، ص۱۳۷؛ علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۲۰؛ طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۱۸۹؛ ابنشهرآشوب مازندرانی، مناقب آل أبی طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۴۴.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۲۱؛ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۲۲؛ شیخ مفید، الإختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۱۹؛ ابنحیون، شرح الأخبار، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۰۳؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۲۷۵؛ شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۲۵۴.
- ↑ ترمذی، سنن ترمذی، ۱۴۱۹، ج۵، ص۴۵۲.
- ↑ نسایی، سنن النسائی، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۱۲۷-۱۲۸.
- ↑ ابنحنبل، مسند الإمام أحمد بن حنبل، ۱۴۱۶ق، ج۱۷، ص۳۹۱.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: ابنمغازلی شافعی، مناقب ابنالمغازلی الشافعی، ۱۴۲۴ق، ص۹۹؛ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۱۴۹؛ متقی هندی، کنز العمال، ۱۹۸۹م، ج۱۳، ص۹۹، ۱۴۷؛ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة لابنأبی الحدید، ۱۳۸۳ش، ج۶، ۲۱۷.
- ↑ د لا زیاته معلوماتو لپاره وګورئ: شرف الدین، المراجعات، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۶؛ فیروزآبادی، فضائل الخمسة، ۱۳۹۲ق، ج۲، ۳۴۹-۳۵۰.
- ↑ شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۸۰.
- ↑ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳۲.
- ↑ عطیه، علی علیهالسلام خاصف نعل النبی صلیاللهعلیهوآله، ۱۴۳۶ق، ص۱۹.
- ↑ شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۸۰؛ شیخ الشریعه اصفهانی، القول الصراح فی نقد الصحاح، قم، ص۲۱۷؛ عطیه، علی علیهالسلام خاصف نعل النبی صلیاللهعلیهوآله، ۱۴۳۶ق، ص۱۲.
- ↑ شرف الدین، المراجعات، ۱۴۲۶ق، ص۳۱۹؛ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۳۷.
- ↑ ترمذی، سنن ترمذی، ۱۴۱۹، ج۵، ص۴۵۲.
- ↑ گنجی شافعی، کفایة الطالب، ۱۴۰۴ق، ص۹۸.
- ↑ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۲۸۵؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۳۳۵؛ علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۲۰.مرعشی، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۶۰۶-۶۱۳؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۸۵-۹۲؛ نقوی، عبقات الأنوار، ۱۳۶۶ش، ج۱۵، ص۱۰۰؛ ابنشهرآشوب مازندرانی، مناقب آل أبی طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۴۴.
- ↑ عطیه، علی علیهالسلام خاصف نعل النبی صلیاللهعلیهوآله، ۱۴۳۶ق، ص۱۹.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۳۲.
- ↑ ابنحنبل، مسند الإمام أحمد بن حنبل، ۱۴۱۶ق، ج۱۷، ص۳۹۱، ج۱۸، ص۲۹۶. با کمی اختلاف در: ابنعطیه، ابهی المداد، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۷؛ شیخ مفید، الإفصاح فی الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۵؛ میلانی، تشیید المراجعات، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۲۸۲؛ طبری، المسترشد فی إمامة علی بن أبی طالب(ع)، ۱۴۱۵ق، ص۳۵۷؛ سید بن طاووس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۷۰؛ مرعشی، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳۱، ص۱۴۹.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۲۱؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۱۱؛ ابنشعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۲۸۹؛ شیخ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۱۶.
- ↑ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳۲.
- ↑ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳۳؛ بیاضی، الصراط المستقیم، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۶۳.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۱۵۴.
- ↑ میلانی، تشیید المراجعات، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۴۶۹، به نقل از ابنتیمیه؛ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳۲، به نقل از شافعی.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۱۵۴؛ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳۲، به نقل از شافعی
- ↑ حسینی تهرانی، امام شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۱۴۸.
- ↑ ابنعطیه، ابهی المداد، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۸.
- ↑ حسینی تهرانی، امام شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۱۴۸.
- ↑ حسینی تهرانی، امام شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۱۴۸.
- ↑ نقوی، عبقات الأنوار، ۱۳۶۶ش، ج۱۱، ص۱۶۶، شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۷۹؛ سلطان الواعظین شیرازی، شبهای پیشاور، ۱۳۷۹ش، ص۹۰۱.
- ↑ سلطان الواعظین شیرازی، شبهای پیشاور، ۱۳۷۹ش، ص۹۰۱.
- ↑ ترمذی، سنن ترمذی، ۱۴۱۹، ج۵، ص۴۵۱؛ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۲۲؛ طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۱۸۹؛ مرعشی، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۶۰۶.
- ↑ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۲۸۶.
- ↑ نسایی، سنن النسائی، ۱۴۱۱ق، ج۵، ص۱۲۷-۱۲۸.
- ↑ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۳۳۶-۳۳۷؛ بیاضی، الصراط المستقیم، ۱۳۸۴ش، ج۲، ص۶۳؛ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۲۳۲.
- ↑ شیخ حر عاملی، إثبات الهداة، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۲۵۷.
- ↑ شیخ حر عاملی، إثبات الهداة، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۲۳.
- ↑ طبری، المسترشد فی إمامة علی بن أبی طالب(ع)، ۱۴۱۵ق، ص۶۲۲؛ شیخ حر عاملی، إثبات الهداة، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۲۷۵؛ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۴۲.
- ↑ حلبی، تقریب المعارف، ۱۴۰۴ق، ص۲۰۳.
- ↑ خزاز، کفایة الأثر، ۱۴۰۱ق، ص۸۸.
- ↑ طبری، کامل البهائی فی السقیفة، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۱۸-۲۲۰.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغة لابنأبی الحدید، ۱۳۸۳ش، ج۶، ۲۱۷، طبرسی، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۶۶، شیخ حر عاملی، إثبات الهداة، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۲۳، ۱۵۶؛ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۲۴۲؛ سلطان الواعظین شیرازی، شبهای پیشاور، ۱۳۷۹ش، ص۷۴۰.
- ↑ طبری، کامل البهائی فی السقیفة، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۱۸-۲۲۰.
- ↑ سلطان الواعظین شیرازی، شبهای پیشاور، ۱۳۷۹ش، ص۷۴۱.
- ↑ طبری، کامل البهائی فی السقیفة، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۲۲۰.
- ↑ ابنشاذان نیشابوری، الإیضاح، ۱۳۶۳ش، ص۴۵۱؛ بحرانی، غایة المرام، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۲۸۶؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۶، ص۴.
- ↑ مغنیه، الجوامع و الفوارق، ۱۴۱۴ق، ص۱۷۹.
- ↑ طبرسی، الإحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۷۰،
- ↑ «نام بردن از امیرالمؤمنین علیهالسلام با عنوان خاصف النعل یا «کفشدوز»، سایت ثقلین.
- ↑ «نام بردن از امیرالمؤمنین علیهالسلام با عنوان خاصف النعل یا «کفشدوز»، سایت ثقلین.
- ↑ مثال په توګه: ابنشهرآشوب مازندرانی، مناقب آل أبی طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۴۵.
- ↑ شیخ حر عاملی، إثبات الهداة، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۳۴۱؛ الغدیر، ج۲، ۴۵۰؛ ابنشهرآشوب مازندرانی، مناقب آل أبی طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۴۵.
- ↑ عطیه، علی علیهالسلام خاصف نعل النبی صلیاللهعلیهوآله، ۱۴۳۶ق، ص۱۳۱.
- ↑ سبط ابنجوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۴۵؛ محدث ارموی، تعلیقات نقض، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۹۷۶.
- ↑ شیخ حر عاملی، إثبات الهداة، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۳۴۱؛ الغدیر، ج۲، ۴۵۰؛ ابنشهرآشوب مازندرانی، مناقب آل أبی طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۴۵.
- ↑ عطیه، ماجد بن احمد، علی علیهالسلام خاصف نعل النبی صلیاللهعلیهوآله، کربلا، العتبة الحسینیة المقدسة، ۱۴۳۶ق.
- ↑ «اثبات امامت بلافصل امیرالمومنین علیهالسلام در حدیث مقاتله بررسی شد.»، پایگاه جامع اطلاع رسانی امامت.
- ↑ مرادی، محمد، «معناکاوی روایتهای جنگ تأویل»، نشریه علوم حدیث، دوره ۱۹، شماره ۷۴، شماره پیاپی ۷۴، زمستان ۱۳۹۳ش.
سرچينې
- ابنابی الحدید، شرح نهج البلاغة لابنأبی الحدید، قم، مکتبة آیة الله المرعشی، ۱۳۸۳ش.
- ابنحنبل، احمد بن محمد، مسند الإمام أحمد بن حنبل، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۶ق.
- ابنحیون، نعمان بن محمد، شرح الأخبار فی فضائل الأئمة الأطهار(ع)، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۹ق.
- ابنشاذان نیشابوری، فضل، الإیضاح، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، ۱۳۶۳ش.
- ابنشعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول عن آل الرسول صلی الله علیه و آله، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- ابنشهرآشوب مازندرانی، محمد بن علی، مناقب آل أبی طالب علیهم السلام، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
- ابنعطیه، جمیل حمود، أبهی المراد فی شرح مؤتمر علماء بغداد، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۴۲۳ق.
- ابنمغازلی شافعی، مناقب ابنالمغازلی الشافعی، بیروت، دارالأضواء، چاپ سوم، ۱۴۲۴ق.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دارصادر، چاپ سوم، بیتا.
- «اثبات امامت بلافصل امیرالمومنین علیهالسلام در حدیث مقاتله بررسی شد.»، پایگاه جامع اطلاع رسانی امامت، تاریخ بازدید: ۹ حرداد ۱۴۰۲ش.
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تبریز، بنیهاشمی، ۱۳۸۱ق.
- بحرانی، سید هاشم غایة المرام و حجة الخصام فی تعیین الإمام من طریق الخاص و العام، بیروت، مؤسسة التأریخ العربی، ۱۴۲۲ق.
- بیاضی، علی بن یونس، الصراط المستقیم إلی مستحقی التقدیم، قم، المکتبة المرتضویة، ۱۳۸۴ش.
- ترمذی، محمد بن عیسی، الجامع الصحیح و هو سنن الترمذی، قاهره، دارالحدیث، ۱۴۱۹ق.
- جمعی از نویسندگان، فی رحاب أهلالبیت(ع)، قم، المجمع العالمی لأهل البیت(ع)، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفی عبد القادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۱ق.
- حسینی تهرانی، سید محمد حسین، امام شناسی، مشهد، علامه طباطبایی، چاپ سوم، ۱۴۲۶ش.
- حلبی، ابوالصلاح، تقریب المعارف، قم، انتشارات الهادی، ۱۴۰۴ق.
- خزاز قمی، علی بن محمد، کفایة الأثر، قم، انتشارات بیدار، ۱۴۰۱ق.
- سبط ابنجوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص من الأمة فی ذکر خصائص الأئمة، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
- سلطان الواعظین شیرازی، شبهای پیشاور در دفاع از حریم تشیع، تهران، دارالکتب الإسلامیه، چاپ سی و نهم، ۱۳۷۹ش.
- سید بن طاووس حسنی، علی بن موسی، الطرائف فی معرفة مذاهب الطوائف فی معرفة مذاهب الطوائف، قم، خیام، ۱۴۰۰ق.
- شرف الدین، سید عبدالحسین، المراجعات، قم، المجمع العالمی لأهل البیت، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
- شیخ طوسی، محمد بن الحسن، الأمالی، قم، دارالثقافة، ۱۴۱۴ق.
- شیخ طوسی، محمد بن الحسن، تهذیب الأحکام، تحقیق خرسان، تهران، دار الکتب الإسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- شیخ الشریعه اصفهانی، القول الصراح فی نقد الصحاح، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، بیتا.
- شیخ حر عاملی، محمد بن حسن، إثبات الهداة، بیروت، مؤسسة الأعلمی، ۱۴۲۲ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نُعمان، الإختصاص، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الإفصاح فی الإمامة، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الجمل، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
- شیعی سبزواری، ابو سعید، راحة الأرواح، تهران، میراث مکتوب، چاپ دوم، ۱۳۷۸ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، تفسیر المیزان، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه، چاپ سوم، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، احمد بن علی، الإحتجاج، مشهد، نشر المرتضی، ۱۴۰۳ق.
- طبری، عماد الدین، کامل البهائی فی السقیفة، قم، المکتبة الحیدریة، ۱۴۲۶ق.
- طبری، محمد بن جریر بن رستم، المسترشد فی إمامة أمیر المؤمنین(ع)، قم، مؤسسة الواصف، ۱۴۱۵ق.
- عطیه، ماجد بن احمد، علی علیهالسلام خاصف نعل النبی صلیاللهعلیهوآله، کربلا، العتبة الحسینیة المقدسة، ۱۴۳۶ق،
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف الیقین فی فضائل أمیر المومنین(ع)، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، بیروت، دارالکتاب اللبنانی، ۱۹۸۲م.
- فاضل لنکرانی، محمد، شهاب الدین اشراقی، آیة التطهیر رؤیة مبتکرة، قم، مرکز فقه الأئمة الأطهار(ع)، چاپ سوم، ۱۴۲۴ق.
- فیروزآبادی، فضائل الخمسة من الصحاح الستة، تهران، انتشارات اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۲ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- کاشف الغطاء، شیخ جعفر، العقائد الجعفریة، قم، مؤسسة أنصاریان، چاپ سوم، ۱۴۲۵ق.
- کاشف الغطاء، شیخ جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب بن اسحاق، الکافی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- گنجی شافعی، محمد بن یوسف، کفایة الطالب فی علی بن ابی طالب(ع)، تهران، دار احیاء تراث أهل البیت، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- محدث ارموی، میر جلال الدین، تعلیقات نقض، تهران، انتشارات انجمن آثار ملی، ۱۳۵۸ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، تحقیق: ابراهیم میانجی و محدباقر بهبودی، قم، چاپ سوم ، ۱۴۰۳،
- متقی هندی، علی بن حسامالدین، کنز العمال فی سنن الاقوال و الافعال، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۹۸۹م.
- مرعشی، قاضی نورالله، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۹ق.
- مظفر، محمدحسین، دلائل الصدق، قم، مؤسسة آلالبیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- مغنیه، محمد جواد، الجوامع و الفوارق بین السنة و الشیعة، بیروت، مؤسسة عز الدین، ۱۴۱۴ق.
- مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، حدیقة الشیعة، قم، انتشارات انصاریان، چاپ سوم، ۱۳۸۳ش.
- میلانی، سید علی، تشیید المراجعات و تفنید المکابرات، قم، مرکز الحقائق الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۲۷ق.
- مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمومنین(ع)، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۵ش.
- «نام بردن از امیرالمؤمنین علیهالسلام با عنوان خاصف النعل یا «کفشدوز»، سایت ثقلین. تاریخ بازدید: ۹ حرداد ۱۴۰۲ش.
- نسائی، احمد بن علی، السنن الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیة، منشورات محمد علی بیضون، ۱۴۱۱ق.
|