د اصحابي کالنجوم حدیث
| نور نومونه | د اقتدا او اهتدا حدیث |
|---|---|
| موضوع | د لارښوونې په برخه کې د صحابه و مقام |
| څخه صادر شوی | د اسلام پیغمبر(ص) ته منسوب |
| د سند اعتبار | ضعیف |
| شیعه سرچینې | بصائر الدرجات، عیون اخبار الرضا |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
د اَصحابي کَالنُجوم حدیث یا د اِقتِدا او اِهتِدا حدیث یو روایت دی چې د اسلام پېغمبر(ص) ته منسوب شوی، او د اهل سنت عالمان ترې دا معنا اخلي چې د صحابهو بېقید او شرطه پیروي لازمي ده او ټول صحابه عادل دي.
د شیعه عالمانو او د اهل سنت د ځینو عالمانو په باور دا روایت ضعیف او جعلي دی. د شیعه له نظره، د دې روایت صحیح بلل دا معنا لري چې ګواکې ټول صحابه معصوم دي، حال دا چې د هغوی تر منځ ژور اختلافات شته او دا خبره نه شي منل کېدای. همدارنګه، دا روایت له هغو قرآني آیتونو او نورو روایاتو سره سمون نه خوري چې په هغو کې د ځینو صحابهو کړنې غندلي شوې دي. د شیعه او سني عالمانو لخوا د دې روایت د نقد او کره کتنې لپاره بېلابېل اثار لیکل شوي دي.
د شیعه عالمانو په اند، که دا روایت صحیح هم وي، یوازې د هغو صحابهوو په اړه تطبیق کېدای شي چې له پېغمبر(ص) وروسته له حق لارې منحرف نه شول. په شیعه سرچینو کې د دې حدیث دوه نقلونه شته چې پکې اهلبيت(ع) د هغو صحابهوو په توګه معرفي شوي چې د هدایت سرچینه دي.
د صحابهوو د عدالت د اثبات لپاره یو مستند
«د اصحابي کالنجوم حدیث» یا «د اقتداء او اهتداء حدیث» یو روایت دی چې له اسلام پېغمبر(ص) نه نقل شوی او د خلکو د هدایت لپاره د صحابهوو مقام ته اشاره کوي.[۱] لومړی راوي چې دا حدیث یې د اهل سنتو له لوري نقل کړی، ابنحُمید[۲] (وفات: ۲۹۰ق) بلل شوی دی.[۳]
ویل شوي چې دا روایت د اهلسنت د ځینو عقایدو بنسټ جوړوي، لکه: له صحابهو بېقید او شرطه پیروي کول،[۴] د ټولو صحابهوو د مرجعیت او اسوه والي منل،[۵] د ټولو صحابهو پاک ګڼل،[۶] د ټولو صحابهو ستاینه،[۷] پر نورو خلکو د صحابهو لوړاوی[۸] او د ټولو صحابهو دعدالت منل.[۹] البته ځینو ویلي چې د دې روایت مطلب یوازې د هغوی د روایتونو په منلو او نقل کې پیروي ده، نه په فتوایي مسایلو کې.[۱۰]
د شیعه عالمانو چلند
د شیعه عالمانو په نظر، دا روایت د ضعیف سند، د تاریخي واقعیتونو او د عقلي دلیل او نقلي قطعي دلایلو له مخې جعلي دی.[۱۱] دوی وایي که دا حدیث صحیح وي، د ټولو صحابهوو پر ځای یوازې د ځانګړو کسانو په اړه صدق کوي؛ لکه امام علي(ع)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع).[۱۲]
د شیعه سني په سرچینو کې د روایت په متن کې فرق
اقتدا او اهتدا حدیث د اهلسنتو په سرچینو کې په بېلابېلو عبارتونو راغلی دی:
- «إنّما اصحابی کالنجوم بأَیهم اقتَدَیتُم اهتَدَیتم»[۱۳]
- (بېشکه زما اصحاب د ستورو په څېر دي؛ که د هر یوه پیروي وکړئ، هدایت به ومومئ)«إنَّ أصحابی بِمَنزِلَةِ النُجومِ فِی السماء، فَأَیما أَخَذتُم بِه اِهْتَدَیتُم»[۱۴] (بېشکه زما اصحاب د آسمان د ستورو په شان مقام لري، هر یو ته چې لاس واچوئ، هدایت به شئ)
- «مَثَلُ أَصحابی مَثَلُ النُجوم، مَن اقْتَدی بِشَیءٍ مِنها اِهتَدی»[۱۵] (د اصحابو مثال د ستورو مثال دی؛ هر څوک چې د هغوی له یو څخه پیروي وکړي، هدایت به ومومي)
ویل شوي چې وروستی نقل د دې حدیث تر ټولو مشهور نقل دی؛[۱۶] که څه هم دا لږ تعبيري اختلافونه د حدیث په مفهوم کې کوم بدلون نه راولي.[۱۷]
په شیعه نقلونو کې د صحابه و د مصداق په توګه د اهل بېتو ټاکنه
دا روایت په شیعه سرچینو کې په یو مختلف مضمون سره هم نقل شوی دی:
- محمد بن حسن صفار (وفات: ۲۹۰ق) په کتاب بصائر الدرجات کې: په دې نقل کې د اسلام پېغمبر په قرآن او خپل سنتو د عمل له سپارښتنې وروسته، د خپلو اصحابو خبره د عمل معیار ګرځوي او وایي: «زما اصحاب د ستورو په څېر د هدایت وسیله ده». کله چې له حضرت څخه پوښتنه کېږي چې دا اصحاب څوک دي؟ هغه فرمايي: «زما اهل بیت».[۱۸]
- شیخ صدوق (وفات: ۳۸۱ق) په کتاب عیون اخبار الرضا(ع) کې: په دې نقل کې د امام رضا(ع) څخه د دې حدیث د صحت پوښتنه کېږي او هغه وایي چې د اصحابو مطلب هغه کسان دي چې د پېغمبر(ص) له وفات وروسته یې په دین کې بدلون رانه وسته.[۱۹]
ویل شوي چې د دې روایاتو له مخې، یوازې اهلبيت(ع) د دې حدیث مصداق کېدای شي، او نور روایات لکه د سفینه حدیث، د ثقلین حدیث او د کساء حدیث هم دا مطلب تاییدوي.[۲۰] په ځینو اهلسنتو سرچینو کې د «أصحابی کالنجوم» پر ځای «أهلُ بیتی کالنجوم بأیهم اقتدیتم اهتدیتم» عبارت راغلی دی.[۲۱]
د روایت د مینځ پانګې ستونزې
د شیعه عالمانو له نظره، د «اصحابي کالنجوم» روایت د هغه تفسیر او اخستون په رد کې ګڼ دلایل وړاندې شوي چې دا روایت یې د ټولو صحابهوو د عدالت او عصمت لپاره دلیل ګرځولی دی. دغه دلایل درې اصلي برخې لري:
- د روایت د محتوا او د هغه لوازماتو او پایلو لکه د ټولو صحابهو عصمت، عدالت او هدایتګرۍ منل، د هغوی ترمنځ د ژورو اختلافاتو او متضادو کړنو له امله — چې ان تر جنګونو او وینو تویېدو پورې رسېدلي — امکان نه لري.[۲۲]
- د دې روایت منځپانګه د قرآن د هغو آیتونو سره نه شي یوځای کېدی چې د ځینو صحابهوو غندنه کوي او په هغوی کې د منافقینو شتون څرګندوي؛ لکه د انفال سورې ۱۵ او ۱۶ آیتونه، د توبې سورې ۱۶، ۲۳، ۲۴، ۲۵، ۳۸، ۸۶، ۸۷ او ۱۰۷ آیتونه، او د جمعې سورې ۱۱ آیت.[۲۳]
- دا حدیث له هغو روایاتو سره چې د پېغمبر(ص) له لوري د ځینو صحابهوو له پیروۍ څخه منعه کوي[یادونه ۱]، د ځینو صحابهو ارتداد ته اشاره کوي[یادونه ۲]، د دین په احکامو کې په خپل جهل د ځینو اصحابو اعتراف بیانوي[۲۴]، په دین باندي د هغوي د نه پابندۍ[۲۵] او د هغوي د بدعتي والي په اړه راغلي.[۲۶] سره په ټکر کې دی.[۲۷]
د اهل سنتو له نظره د روایت جعلي والی او ضعیف والی
د اهل سنتو یو شمېر عالمان لکه ابنحَزم (وفات: ۴۵۶ق)،[۲۸] ابنعبدالبر قرطبي (وفات: ۴۶۳ق)،[۲۹] ابنقدامه (وفات: ۶۲۰ق)،[۳۰] ابوحیان اندلسي (وفات: ۷۴۵ق)،[۳۱] ابنقَیم الجوزیه (وفات: ۷۵۱ق)،[۳۲] ابنابيالعِزّ حنفي (وفات: ۷۹۲ق)[۳۳] او محمد ناصرالدین الباني (وفات: ۱۴۲۹ق)[۳۴] د «اصحابي کالنجوم» روایت جعلي، نامعتبر، باطل او دروغ ګڼلی دی.
ځینې نور لکه بيهقي (وفات: ۴۵۸ق)،[۳۵] ابن تيميه (وفات: ۷۲۸ق)،[۳۶] ابنمُلَقَّن (وفات: ۸۰۴ق)،[۳۷] سخاوي (وفات: ۹۰۲ق)[۳۸] او مبارکفوري (د د هند په ټاپوزمه کې د ۱۳ قمري پېړۍ محدث او فقيه، وفات: ۱۳۵۳ق)،[۳۹] دا روایت د جدي ضعف لرونکی ګڼي او وايي چې دا یوازې په غيرمعتبره کتابونو کې راغلی دی.
همدارنګه ویل شوي چې د اهلسنتو د رجالپوهانو له نظره د دې روایت یو شمېر راويان ضعیف او جاعلان بلل شوي دي.[۴۰]
ځانګړه لیکنه

د شیعه عالمانو له خوا د اقتدا او اهتدا حدیث په اړه جدا جدا نقدي کتابونه لیکل شوي دي:[۴۱]
- احمد بن علي نجاشي، د «مسألة فی قول النبي اصحابي کالنجوم» په نوم یو کتاب شیخ مفید ته منسوب کړی دی.[۴۲] ویل شوي چې دا کتاب اوس نهدی موندل شوی، خو د نوم له مخې اټکل کېږي چې شیخ مفید دا روایت جعلي نهدی بللی.[۴۳]
- آقا بزرګ تهراني د یو بل کتاب یادونه کوي چې نوم یې «شرحُ حدیثِ أَصحابي کالنجومِ بِأَیهِم اقْتَدَیْتُم اهْتَدَیْتُم» دی او لیکوال یې نامعلوم دی.[۴۴] د هغه په وینا، په دې کتاب کې د دې حدیث د جعليوالي او بطلان لپاره دلایل وړاندې شوي دي.[۴۵]
- شیعه معاصر متکلم سيد علي ميلاني، هم د «اصحابي کالنجوم» په نوم یو کتاب لیکلی دی. هغه په دې کتاب کې د دې روایت سند او منځپانګه څېړلې او نقد کړې ده.[۴۶]
- د «نظراتٌ فی حدیثِ اَصحابي کَالنّجوم» په نوم کتاب هم د اهل سنتو لیکوال، صالح بن سعید بن هلابي، تألیف کړی دی. لیکوال پکې له دې حدیث سره ورته شپږ روایتونه راوړي او د اهل سنتو د علماوو د نظر له مخې یې د سند له اړخه کمزوري او جعلي بللي دي.[۴۷]
اړوند موضوعات
فوټ نوټ
- ↑ سبحانی، الالهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۴۴۳؛ ترکاشوند، «نقد و بررسی سندی و دلالی حدیث اصحابی کالنجوم»، ص۱۳۲.
- ↑ ابنحمید، منتخب المسند، ۱۴۰۸ق، ص۲۱۵.
- ↑ بستانی، «واکاوی رویکرد شیعه به حدیث «أصحابی کالنجوم»»، ص۱۶۰.
- ↑ زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۶۲۸.
- ↑ ابنعساکر، تبیین کذب المفتری، ۱۴۰۴ق، ص۴۲۰.
- ↑ غزالی، الاقتصاد فی الاعتقاد، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ رفاعی حسینی، البرهان، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۳.
- ↑ هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۶۱۵.
- ↑ سفارینی، لوامع الانوار، ۱۴۰۲ق، ج۱، ص۵۳.
- ↑ عینی، عمدة القاری، دار إحیاء التراث العربی، ج۱۰، ص۲۰۲؛ ابنعبدالبر، الاستذکار، ۱۴۲۱ق، ج۴، ص۷.
- ↑ ابنشاذان، الایضاح، ۱۳۶۳ش، ص۵۲۱؛ شیخ مفید، الافصاح، ۱۴۱۴ق، ص۴۹؛ ابوالصلاح حلبی، تقریب المعارف، ۱۴۰۴ق، ص۳۹۳-۳۹۷؛ کراجکی، التعجب، ۱۴۲۱ق، ص۹۴.
- ↑ شیخ طوسی، تلخیص الشافی، ۱۳۸۳ق، ج۲، ص۲۴۹؛ ابنطاووس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۵۲۳؛ قمی شیرازی، الاربعین، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۰۵؛ شوشتری، الصوارم المهرقة، ۱۳۶۷ق، ج۳، ص۵.
- ↑ ابنبطه عکبری، الابانة الکبری، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۲۱۰.
- ↑ بیهقی، المدخل الی السنن، ۱۴۳۷ق، ج۲، ص۵۸۰.
- ↑ قضاعی، مسند الشهاب، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۷۵.
- ↑ ترکاشوند، «نقد و بررسی سندی و دلالی حدیث «صحابی کالنجوم»، ص۱۳۲.
- ↑ ترکاشوند، «نقد و بررسی سندی و دلالی حدیث «صحابی کالنجوم»، ص۱۳۲.
- ↑ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۱.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۸۷.
- ↑ ترکاشوند، «نقد و بررسی سندی و دلالی حدیث «صحابی کالنجوم»، ص۱۴۰
- ↑ ابنحجر عسقلانی، لسان المیزان، ۲۰۰۲م، ج۱، ص۴۰۴؛ ذهبی، معجم الشیوخ الکبیر، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۳.
- ↑ ابنحیون، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۸۷؛ ابوالصلاح حلبی، تقریب المعارف، ۱۴۰۴ق، ص۳۹۳ و ص۳۹۶-۳۹۷؛ کراجکی، التعجب من أغلاط العامة، ۱۴۲۱ق، ص۹۵؛ ابنطاووس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۵۲۳؛ عاملی نباطی، الصراط المستقیم، ۱۳۸۴ق، ج۳، ص۱۴۶؛ شوشتری، الصوارم المُهرقة، ۱۳۶۷ق، ص۵.
- ↑ شیخ مفید، الإفصاح فی الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۵۴-۶۳؛ ابوالصلاح حلبی، تقریب المعارف، ۱۴۰۴ق، ص۳۹۳-۳۹۴.
- ↑ وګورئ: تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۲۹۴؛ حنفی، فلک النجاة، ۱۴۱۸ق، ص۱۴۹.
- ↑ دارمی، سنن، ۱۳۴۹ق، ج۱، ص۵۱؛ طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۵ق، ج۱۱، ص۳۵۹.
- ↑ سرخسی، المبسوط، دار المعرفة، ج۲۴، ص۷
- ↑ شیخ مفید، الإفصاح فی الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۴۹ و ۵۴؛ ابوالصلاح حلبی، تقریب المعارف، ۱۴۰۴ق، ص۳۹۴-۳۹۶؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۴۳۳-۴۳۴.
- ↑ ابنحزم، الإحکام فی اصول الأحکام، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۶۱.
- ↑ ابنعبد البر قرطبی، جامع بیان العلم و فضله، ۱۳۹۸ق، ج۲، ص۹۰-۹۱.
- ↑ ابنقدامه، المنتخب من علل الخلال، دارالرایة، ج۱، ص۱۴۳.
- ↑ أبوحیان، البحر المحیط، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۵۸۲.
- ↑ ابنقیم، إعلام الموقعین، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۱۷۱.
- ↑ ابنأبیالعز، شرح الطحاویة، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۱۳۲.
- ↑ ألبانی، صفة صلاة النبی(ص)، مکتبة المعارف، ص۴۹.
- ↑ بیهقی، المدخل الی علم السنن، ۱۴۳۷ق، ج۲، ص۵۸۱.
- ↑ ابنتیمیه، منهاج السنّة، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۳۶۴.
- ↑ ابنملقن، البدر المنیر، ۱۴۲۶ق، ج۹، ص۵۸۴.
- ↑ سخاوی، المقاصد الحسنة، ۱۳۷۵ق، ج۱، ص۲۷.
- ↑ مُبارَکفوری، تحفة الأحوذی، ۱۴۱۰ق، ج۱۰، ص۱۵۵.
- ↑ ترکاشوند، «نقد و بررسی سندی و دلالی حدیث «صحابی کالنجوم»، ص۱۳۵-۱۳۶.
- ↑ بستانی، «واکاوی رویکرد شیعه به حدیث «أصحابی کالنجوم»»، ص۱۶۱.
- ↑ نجاشی، الرجال، ۱۴۱۶ق، ص۴۰۲.
- ↑ بستانی، «واکاوی رویکرد شیعه به حدیث «أصحابی کالنجوم»»، ص۱۶۱.
- ↑ آقابزرگ طهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۱۸۸.
- ↑ طهرانی، الذریعة، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۱۸۸.
- ↑ حسینی میلانی، أصحابی کالنجوم، ۱۴۲۹ق، ص۱۱-۱۳.
- ↑ هلابی، نظرات فی حدیث اصحابی کالنجوم، ۱۳۹۰ق، ص۱۳۴-۱۴۲.
سرچينې
- آقابزرګ طهراني، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- ابنعساکر، تبیین کذب المفتری: فیما نسب إلی الإمام أبي الحسن الأشعري، بیروت، دار الکتاب العربي، ۱۴۰۴ق.
- ابوحیان، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۰ق.
- البانی، محمد، صفة صلاة النبی(ص)، ریاض، مکتبة المعارف، بېنېټې.
- ابوالصلاح حلبي، تقی بن نجم، تقریب المعارف، بېځایه، مطبعة الهادی، ۱۴۱۷ق.
- ابنأبیالعز الحنفی، علی بن علی، شرح الطحاویة فی العقیده السلفیه، عربستان، د اسلامي چارو وزارت، ۱۴۱۸ق.
- ابنبطة عکبری، عبیدالله بن محمد، الابانة الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۶ق.
- ابنتیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویه، د محمد رشاد سالم په تحقیق، بېځایه، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیه، ۱۴۰۶ق.
- ابنحجر العسقلانی، احمد بن علی، لسان المیزان، بیروت، دار البشائر الإسلامیة، ۲۰۰۲م.
- ابنحزم، علی بن احمد، الإحکام فی اصول الأحکام، قاهره، دارالحدیث، ۱۴۰۴ق.
- ابنحمید، عبد، منتخب المسند، بېځایه، مکتبة النهضة العربیة، ۱۴۰۸ق.
- ابنحیون، نعمان بن محمد، دعائم الاسلام، قم، آل البیت(ع)، ۱۳۸۵ق.
- ابنشاذان، فضل، الایضاح، تهران، د تهران پوهنتون خپرونې، ۱۳۶۳ش.
- ابنطاووس، علی بن موسی، الطرائف فی معرفة مذاهب الطوائف، قم، خیام، ۱۴۰۰ق.
- ابنعبد البر النمری القرطبی، یوسف، الاستذکار، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۱ق.
- ابنعبدالبر، یوسف، جامع بیان العلم و فضله، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۳۹۸ق.
- ابنقدامه، عبدالله بن احمد، المنتخب من علل الخلال، اردن، دار الرایة، بېنېټې.
- ابنقیم، محمد بن ابی بکر، إعلام الموقعین عن رب العالمین، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.
- ابنملقن، عمر بن علی، البدر المنیر فی تخریج الأحادیث والآثار الواقعة فی الشرح الکبیر، ریاض، دارالهجرة، ۱۴۲۶ق.
- بستانی، قاسم، «واکاوی رویکرد شیعه به حدیث «أصحابی کالنجوم»» (د "أصحابی کالنجوم" حدیث په اړه د شیعه لیدلوري څېړنه)، د حدیثي معارفو مجله، ګڼه ۱۱، پسرلی او اوړی ۱۴۰۱ش.
- بیهقی، احمد بن حسین، المدخل الی السنن الکبری، قاهره، دار الیسر للنشر والتوزیع، ۱۴۳۷ق.
- ترکاشوند، حسن، «نقد و بررسی سندی و دلالی حدیث صحابی کالنجوم (د "أصحابی کالنجوم" حدیث د سند او دلالت نقد او څېړنه)»، د کلام اسلامي فصلنامه، ګڼه ۹۷، پسرلی ۱۳۹۵ش.
- ترمذی، محمد بن عیسی، سنن، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۳ق.
- تفتازانی، سعدالدین، شرح المقاصد، پاکستان، دارالمعارف النعمانیة، ۱۴۰۱ق.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی صحیحین، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۱ق.
- حسینی میلانی، سید علی، أصحابی کالنجوم، قم، نشر الحقائق، ۱۴۲۹ق.
- حنفی، علی محمد، فلک النجاة فی الامامة و الصلاة، بېځایه، مؤسسه دارالسلام، ۱۴۱۸ق.
- دارمی، عبدالله بن رحمن، سنن، دمشق، مطبعة الاعتدال، ۱۳۴۹ق.
- ذهبی، محمد بن احمد، معجم الشیوخ الکبیر، طائف، مکتبة الصدّیق، ۱۴۰۸ق.
- ذهبی، محمد حسین، التفسیر والمفسرون، قاهره، مکتبة الوهبة، ۱۴۲۱ق.
- رفاعی حسینی، احمد بن علی، البرهان المؤید لصاحب موالید، بیروت، دارالکتب النفیس، ۱۴۰۸ق.
- زرکشی، محمد بن بهادر، البرهان فی علوم القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۳۹۱ق.
- زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، قاهره، دارالریان، ۱۴۰۷ق.
- سبحانی، جعفر، الإلهیات علی هدی الکتاب والسنة والعقل، قم، المرکز العالمی للدراسات الإسلامیة، ۱۴۱۲ق.
- سخاوی، محمد بن عبد الرحمن، المقاصد الحسنة، مصر، مکتبة الخانجی، ۱۳۷۵ق.
- سرخسی، محمد بن احمد، المبسوط، بیروت، دارالمعرفة، بېنېټې.
- سفارینی، محمد بن احمد، لوامع الأنوار البهیة، دمشق، مؤسسه الخافقین، ۱۴۰۲ق.
- شوشتری، نورالله بن شریف الدین، الصوارم المُهرقة فی نقد الصواعق المُحرقة، تهران، مطبعة النهضة، ۱۳۶۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، تلخیص الشافی، نجف، مطبعة الآداب، ۱۳۸۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الافصاح فی الامامة، بیروت، دارالمفید، ۱۴۱۴ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الافصاح فی الامامة، قم، د شیخ مفید کانګره، ۱۴۱۳ق.
- طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۵ق.
- عاملی نباطی، علی بن محمد بن علی، الصراط المستقیم إلی مستحقی التقدیم، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۴ق.
- عینی، بدرالدین، عمدة القاری شرح صحیح البخاری، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بېنېټې.
- غزالی، محمد بن محمد، الاقتصاد فی الاعتقاد، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
- قضاعی، محمد بن سلامة، مسند الشهاب، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۷ق.
- قمی شیرازی، محمدطاهر، الاربعین فی امامة الائمه الطاهرین، د سید مهدي رجایي په تحقیق، بېځایه، بېخپرونکي، ۱۴۱۸ق.
- کراجکی، محمد بن علی، التعجب من أغلاط العامة فی مسألة الإمامة، قم، دارالغدیر، ۱۴۲۱ق.
- مبارکفوری، تحفة الأحوذی بشرح جامع الترمذی، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
- متقی هندی، علی بن حسام الدین، کنز العمال فی سنن الأقوال و الأفعال، بیروت، مؤسسة دار الکتب العلمیة، ۱۹۹۸م.
- مظفر، محمدحسن، دلائل الصدق لنهج الحق، قم، آل البیت(ع)، ۱۴۲۲ق.
- نجاشی، احمد بن علی، الرجال، قم، د اسلامي نشر مؤسسه (د مدرسینو ټولنې پورې تړلې)، ۱۴۱۶ق.
- هلابی، صالح بن سعید، نظرات فی حدیث أصحابی کالنجوم، مدینه، الجامعة الاسلامیة، ۱۳۹۰ق.
- هیثمی، علی بن ابیبکر، مجمع الزوائد و منبع الفوائد، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۲ق.
| ||||||||||||||||||||||||||