منځپانگې ته ورتلل

د حلال محمد حلال الی یوم القیامة حدیث

د wikishia لخوا
د حلال محمد حلال الی یوم القیامة حدیث
موضوعد پيغمبر(ص) خاتمیت او د اسلامي قوانينو تلپاتې والی
څخه صادر شویپیغمبر(ص)، امام باقر(ع) او امام صادق(ع)
اصلي راویزُرارة بن اَعیَن او سَماعَة بن مِهران
د سند اعتبارد ځینو روایتونو صحیح‌السندوالی
شیعه سرچینېمحاسن، بصائر الدرجات او کافي
د سلسلةالذهب حدیثد ثقلین حدیثد کساء حدیثد عمر بن حنظلة مقبولهد قرب نوافل حدیثد معراج حدیثد ولایت حدیثد وصایت حدیثد جنود عقل او جهل حدیثد شجره حدیث


د حَلاَلُ مُحَمَّدٍ حَلاَلٌ إِلَی یَوْمِ اَلْقِیَامَةِ حدیث، د روایتونو هغه ډلې ته وايي چې د پیغمبر(ص) خاتمیت او د اسلام د دین تلپاتی والی تاییدوي. د دې احادیثو پر اساس له پیغمبر(ص) وروسته به بل پيغمبر یا بل کتاب رانه شي.

شیعه فقها، د دې روایتونو په دلیل سره، په دې باور دي چې د اسلام دین به منسوخ نه شي او د هغه احکام به تر هغه وخته پورې ثابت او تلپاتې وي چې تر څو یې موضوعات بدل نشي. همدارنک د فقهي مسلو په برخه کې د اسلامي احکامو د دوام د ثابتولو لپاره هم دا حدیثونه د دلیل په توګه وړاندې کوي، لکه د مړي د تقلید مسله کې.

دا حدیث د دریمې پیړۍ راهیسې د شیعو په حدیثي سرچینو کې، لکه الکافي او المحاسن کې، په مختلفو الفاظو سره روایت شوی، او ځینې یې صحیح ګڼل شوي دي.

د حدیث مفهوم او مقام

د حَلاَلُ مُحَمَّدٍ حَلاَلٌ إِلَی یَوْمِ اَلْقِیَامَةِ حدیث، هغه روایتونو ته اشاره کوي چې د پیغمبر(ص) ختم نبوت او د اسلام د قوانینو تلپاتې والی تاییدوي[۱] او بیانوي چې له پیغمبر(ص) وروسته به هیڅ پیغمبر مبعوث نه شي او نه به کوم کتاب نازل شي.[۲] شیعه فقیهان، په شمول د شیخ انصاري[۳] او میرزا ناییني[۴]، دا روایتونه د دې نښه ګڼي چې د اسلام دین به منسوخ نه شي. سید ابوالقاسم خويي[۵] او مرعشي نجفي هم دا حدیثونه د شریعت د تل پاتې والي او د اسلام د احکامو د ثبات نښه ګڼي تر څو چې د احکامو موضوعات بدل نه شي.[۶] علامه حلي د اسلامي شریعت تلپاتې والی د دین له ضروریاتو څخه ګڼي.[۷]

د شیعه نسخه پيژندونکي عالم، علي صدرای خویي په وینا، محمد باقر بهاري همداني (وفات کال۱۳۲۲ یا ۱۳۳۳ هجري) د دې روایت په تشریح کې یوه رساله لیکلې ده.[۸]

د حدیث معتبروالی او سرچینې

جعفر کاشف الغطاء په کشف الغطاء کې دغه احادیث له معنوي لحاظه متواتر ګڼي.[۹] محمد تقي مجلسي په روضة المتقين کې[۱۰] او علامه مجلسي په بحار الانوار او مَرآةُ العقول کې د دغو احاديثو له نقلولو وروسته، ځينې يې صحيح السند ګڼلي دي.[۱۱]

دا احادیث له دریمې هجري پېړۍ راوروسته په مختلفو شیعه منابعو کې روایت شوي دي لکه محاسن،[۱۲] بصائر الدرجات،[۱۳] تفسیر فُرات کوفي،[۱۴] الکافي،[۱۵] رساله مُحکم و مُتشابه،[۱۶] او ځینې راویانو لکه زُراره او سَماعة بن مهران له پیغمبر(ص)، امام باقر(ع) او امام صادق(ع) څخه نقل کړی دی. او همدارنګ شیخ حر عاملي هم دغه حدیثونه په وسائل الشیعه[۱۷] او الفصول المهمه کې نقل کړي دي.[۱۸]

دا روایتونه په مسند دارمی او نورو اهل سنتو کتابونو کې په بیلا بیلو ټکو سره راغلی دی.[۱۹]

فقهي استعمالات

د لسمې څخه تر پنځلسمې هجري پېړۍ پورې ډېر شیعه فقها، لکه مقدّس اردبیلي (وفات: ۹۹۳ هجري)،[۲۰] عبدالله فاضل تُوني،[۲۱] یوسف بن احمد بحراني،[۲۲] جعفر کاشف‌الغطاء،[۲۳] میرزای قمي،[۲۴] سید ابوالحسن اصفهاني،[۲۵] سید ابوالقاسم خویي،[۲۶] و مرعشي نجفي (وفات: ۱۴۱۱ هجري)، په بیلا بیلو فقهي موضوعاتو لکه د جمعې د لمانځه د واجبیت،[۲۷] د مړو د تقلید د جواز یا عدم جواز،[۲۸] د غل د لاس پرې کولو،[۲۹] او قصاص اخیستلو[۳۰] کې د دې حکمونو د استمرار لپاره په دې روایتونو سره دلیل راوړی دی.

د حدیث متن او ژباړه

عَنْ زُرَارَةَ قَالَ: سَأَلْتُ أَبَا عَبْدِ اللَّهِ ع- عَنِ الْحَلَالِ وَ الْحَرَامِ فَقَالَ حَلَالُ مُحَمَّدٍ حَلَالٌ أَبَداً إِلَی یَوْمِ الْقِیَامَةِ وَ حَرَامُهُ حَرَامٌ أَبَداً إِلَی یَوْمِ الْقِیَامَةِ لَا یَکُونُ غَیْرُهُ وَ لَا یَجِیءُ غَیْرُه.[۳۱]


زراره وویل: ما له امام صادق(ع) څخه د حلال او حرام په اړه پوښتنه وکړه. هغه وفرمایل: د محمد(ص) حلال تر قیامت ورځې پورې حلال دی، او د هغه حرام تر قیامت ورځې پورې حرام دی؛ نه به له دې پرته بل څه وي او نه به کوم بل څه راشي.



فوټ نوټ

  1. استرآبادی، الفوائد المدنیّة، ۱۴۲۶ق، مخ۲۴۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۱۸، مخ۳۴۰-۳۴۲.
  2. برقی، المحاسن، دار الکتب الإسلامیة، ټوک۱، مخ۲۶۹؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۳۶۳ش، ټوک۱، مخ۱۴۸؛ کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ټوک۲، مخ۱۷؛ سید مرتضی، رسالة المحکم والمتشابة، ۱۳۸۶ش، مخ۵۵.
  3. انصاری، فرائد الأصول، ۱۴۳۷ق، ټوک۲، مخ۵۳۷.
  4. نایینی، اجود التقریرات، ۱۳۶۸ش، ټوک۲، مخ۵۱۵.
  5. خویی، صراط النجاة، ۱۴۱۶ق، ټوک۳ مخ۴۵۰.
  6. مرعشی نجفی، السرقة علی ضوء القرآن و السنة، ۱۴۲۴ق، مخ۳۱۵.
  7. علامه حلی، نهایة الوصول إلی علم الأصول، ۱۴۲۵ق، ټوک۵، مخ۷۹.
  8. صدرایی خویی، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث، ۱۳۸۲ش، ټوک۳، مخ۳۷۸.
  9. کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۱، مخ۱۹۰.
  10. مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ټوک۱۲، مخ۱۹۶
  11. مجلسی، بحارالانور، ۱۴۰۳ق، ټوک۱۶، مخ۳۵۴؛ ټوک۴۷، مخ۳۵ و ټوک۹، مخ۳؛ مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۲۰۱.
  12. برقی، المحاسن، دار الکتب الإسلامیة، ټوک۱، مخ۲۶۹.
  13. صفار، بصائر الدرجات، ۱۳۶۳ش، ټوک۱، مخ۱۴۸.
  14. کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، مخ۹۳.
  15. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ټوک۲، مخ۱۷.
  16. سید مرتضی، رسالة المحکم والمتشابة، ۱۳۸۶ش، مخ۵۵.
  17. شیخ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ټوک۲۷، مخ۱۶۹.
  18. الفصول المهمة، ۱۴۱۸ق، ټوک۱، مخ ۴۲۷ او ۶۴۴.
  19. دارمی، مسند الدارمی، ۱۴۲۱ق، ټوک۱، مخ۴۰۲؛ ابن قتیبة الدینوری، تأویل مختلف الحدیث، ۱۴۱۹ق، مخ۲۷۱؛ بیهقی، المدخل إلی السنن الکبری، دار الخلفاء للکتاب الإسلامی، مخ۱۰۷.
  20. مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۱، مخ۸.
  21. فاضل تونی، الاجتهاد و التقلید، ۱۴۱۵ق، مخ۲۶۳.
  22. بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ټوک۹، مخ۴۰۳ او ۴۲۴.
  23. کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۱، مخ۱۹۰.
  24. میرزای قمی، مناهج الاحکام، ۱۴۲۰ق، مخ۲۱.
  25. اصفهانی، صلاة المسافر، ۱۴۱۵ق، مخونه۹۸-۹۹.
  26. خویی، صراط النجاة، ۱۴۱۶ق، ټوک۳ مخ۴۵۰.
  27. بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ټوک۹، مخ۴۲۴؛ میرزای قمی، مناهج الاحکام، ۱۴۲۰ق، مخ۲۱.
  28. بحرانی، شرح الرسالة الصلاتیة، ۱۴۰۳ق، مخ۲؛ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ټوک۱، مخ۲۲۷.
  29. مرعشی نجفی، السرقة علی ضوء القرآن و السنة، ۱۴۲۴ق، مخ۳۱۵.
  30. مرعشی نجفی، القصاص علی ضوء القرآن و السنة، ۱۴۲۴ق، ټوک۱، مخ۳۰.
  31. کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ټوک۲، مخ۱۷.

سرچينې

  • ابن قتیبه دینوري، عبدالله بن مسلم، تأویل مختلف الحدیث، څېړنه: محمد محی‌الدین الأصفر، المکتب الاسلامي – مؤسسة الإشراق، دوهم چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • استرآبادي، محمد امین، الفوائد المدنیة، څېړنه: رحمت‌الله رحمتي اراکي، قم، مؤسسه النشر الإسلامي، لسم چاپ، ۱۴۲۶ق.
  • اسماعیلي‌زاده، عباس، «بررسی سندی روایت حَلَالُ مُحَمَّدٍ حَلَالٌ أَبَداً إِلَی یَوْمِ الْقِیَامَةِ و...» (د “حلالُ محمدٍ حلالٌ أبداً إلی یوم القیامة …” روایت د سند څېړنه)، د قرآن او حدیث علومو مجله، ۱۰۹ ګڼه، منی او ژمی ۱۴۰۱هـ ل.
  • اصفهاني، سید ابو الحسن، صلاة المسافر، د سید حسین علوي خوانساري تقریر، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • انصاري، مرتضی، فرائد الأصول، څېړنه: د ذوي القربی د نشر مؤسسه، قم، ذوي القربی، ۱۴۳۷ق.
  • بحراني، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة في أحکام العترة الطاهرة، څېړنه: محمدتقي ایرواني او سید عبدالرزاق مقرم، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۵ق.
  • بحراني، یوسف بن احمد، شرح الرسالة الصلاتیة، سمون: عادل بن احمد بحراني، بوشهر، محمد بن شیخ عبدالحمید، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • برقي، احمد بن محمد، المحاسن، سمون: جلال‌الدین محدث ارموي، قم، دار الکتب الإسلامیة، بې‌نېټې.
  • بیهقي، احمد بن حسین، المدخل إلی السنن الکبری، څېړنه: محمد ضیاءالرحمن الأعظمي، کویت، دار الخلفاء للکتاب الإسلامي، بې‌نېټې.
  • خویي، سید ابوالقاسم، صراط النجاة (له حاشیو سره)، څېړنه: موسی مفیدالدین عاصي عاملي، قم، مکتب نشر المنتخب، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق.
  • دارمي، عبدالله بن عبدالرحمن، مسند الدارمي، سعودي عربستان، دار المغني، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • سید مرتضی، علي بن حسین، رسالة المحکم والمتشابه، مشهد، د آستان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۳۸۶هـ ش.
  • شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، الفصول المهمة في أصول الأئمة (تکملة الوسائل)، سمون: محمد بن محمد حسین قائیني، قم، د امام رضا(ع) د اسلامي معارف مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
  • صدرایي خوبي، علي، فهرستگان نسخه‌های خطی حدیث و علوم حدیث شیعه، قم، دار الحدیث، ۱۳۸۲هـش.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات في فضائل آل محمد(ص)، قم، د حضرت آیت‌الله العظمی مرعشي نجفي عامه کتابتون، ۱۳۶۳هـ ش.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، نهایة الوصول إلی علم الأصول، څېړنه: ابراهیم بهادري، قم، د امام صادق(ع) مؤسسه، ۱۴۲۵ق.
  • فاضل توني، عبدالله بن محمد، الاجتهاد والتقلید (الوافیة في الأصول)، قم، مجمع الفکر الإسلامي، دوهم چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • فیض کاشاني، محسن، ده رساله (لس رسالې)، سمون: رسول جعفریان، اصفهان، د امیرالمؤمنین(ع) کتابتون، لومړی چاپ، ۱۳۷۱هـش.
  • کاشف الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، د قم د حوزې علمي د اسلامي تبلیغاتو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
  • کراجکي، محمد بن علي، کنز الفوائد، قم، دار الذخائر، ۱۳۶۹هـ ل.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۶۳هـ ل.
  • کوفي، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفي، څېړنه: محمد کاظم، تهران، د اسلامي ارشاد وزارت د چاپ او نشر مؤسسه، ۱۴۱۰ق.
  • مجلسي، محمد باقر، مرآة العقول في شرح أخبار آل الرسول، څېړنه: سید هاشم رسولي محلاتي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، دوهم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • مجلسي، محمدتقي، روضة المتقین في شرح من لا یحضره الفقیه، سمون: حسین موسوي کرماني او علي‌پناه اشتهاردي، قم، د کوشانبور اسلامي فرهنګي مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۴۰۶ق.
  • مجلسي، محمد باقر، بحارالانور الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار(ع)، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • مرعشي نجفي، سید شهاب‌الدین، السرقة علی ضوء القرآن و السنة (غلا د قرآن او سنت په رڼا کې)، د سید عادل علوي تقریر، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون او چاپخانه، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ق.
  • مرعشي نجفي، سید شهاب‌الدین، القصاص علی ضوء القرآن و السنة (قصاص د قرآن او سنت په رڼا کې)، د سید عادل علوي تقریر، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون او چاپخانه، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • مقدس اردبیلي، احمد بن محمد، مجمع الفائدة والبرهان في شرح إرشاد الأذهان، څېړنه: آقا مجتبی عراقي، علي‌پناه اشتهاردي او آقا حسین یزدي اصفهاني، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴هـ ل.
  • میرزای قمي، محمد بن حسن، مناهج الأحکام في مسائل الحلال والحرام، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۲۰ق.
  • ناییني، محمدحسین، اجود التقریرات (د آیت‌الله ناییني تقریرات)، د سید ابوالقاسم خویي له خوا ترتیب شوي، قم، کتابفروشي مصطفوي، ۱۳۶۸هـ ل.