د من مات حدیث
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د مَنْ ماتَ حدیث له پيغمبر اکرم(ص) څخه راغلی دی، د دې حدیث مطابق هر څوک چې په داسې حال کښې مړ شي چې د خپلې زمانې امام یې نه وي پیژندلی نو هغه د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی. دا حدیث په بیلا بیلو ټکو سره د شیعو او سنیانو په کتابونو کې راغلی دی او په دې باندې شیعه او سنیان یوه خوله دي.
خو بیا هم د شیعه او سنیانو تر مینځ له دې حدیثه بیلا بیل مطلبونه اخستی شوي دي:
شیعه دا حدیث د امامت مسئلې سره اړوند ګڼي او له دې څخه د امام د پېژندلو او د هغه د اطاعت د لازموالی راوباسي؛ خو سنيان په دې اند دي چې دا روايت له اسلامي حاکم سره د خلکو د اړيکو او له هغه سره د بيعت د اړتيا په مسله پورې اړه لري.
«مَنْ ماتَ وَ لَمْ يَعْرِفْ إمامَ زَمانِهِ فَقَدْ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّة؛ څوک چې مړ شو او د خپل وخت امام یې نه وي پېژندلی، بې له شکه د جاهلیت په مرګ مړ دی.»
د «من ماتَ» حدیث موقعیت
په اسلامي منابعو کې د «من مات» په ټکلي سره ځینې روايتونه راغلي دي؛[۱] خو د «من مات» د حديث مطلب د رسول الله(ص) دا مشهور قول دی: «مَنْ ماتَ وَ لَمْ یعْرِفْ إمامَ زَمانِهِ مَاتَ مِیتَةً جَاهِلِیة؛ هر څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې د خپل وخت امام ونه پېژني، د جاهلیت په مرګ مړ دی» چې په شیعه او سني احادیثو کې راغلي دي.[2]
دا حدیث هم په ځینې نوور ټکو سره هم روایت شوی چې دې سره لږ څه توپیر لري. د بېلګې په توګه په كافي كتاب كې دا حديث له امام صادق(ع) څخه روايت شوى چې پېغمبراكرم(ص) وفرمايل: «مَنْ مَاتَ وَ لَیسَ لَهُ إِمَامٌ فَمِیتَتُهُ مِیتَةٌ جَاهِلِیةٌ؛ هر څوک چې مړ شي او امام ونه لري، د هغه مرګ د جاهلیت مرګ دی.»[۳] همدارنګه په ځینو سني منابعو کې د پیغمبر(ص) فرمایلي دي: «مَنْ مَاتَ بِغَیرِ إِمَامٍ مَاتَ مِیتَةً جَاهِلِیةً؛ څوک چې له امام پرته مړ شي؛ هغه د جهالت په مرګ مړ شو.»[۴]
علامه مجلسي دا روايت د شيعه او سنيانو تر مینځ متواتر ګڼلى دى.[5] شیخ بهايي هم ویلي چې په دې حدیث شیعه او سنيان متفق دي.[۶]
له جاهلي مرګه مراد
«مَنْ مَاتَ بِغَیرِ إِمَامٍ مَاتَ مِیتَةً جَاهِلِیةً؛ څوک چې بې له امام مړ شو؛ د جاهلیت په مرګ مړ دی.»
له شیخ کلیني څخه په یو نقل کې د «من مات» حدیث معنا امام صادق(ع) «د جاهلیت مرګ» هم بیان کړی دی. د روایت پوره متن داسې دي:
ابنابییعفور نقلوي: له امام صادق(ع) څخه د پيغمبر(ص) د دې وینا په هکله پوښتنه وشوه «هر کس چې په داسې حال کې مړ شي چې یو امام نه لري د هغه مرګ د جاهلیت مرګ دی» چې آیا دلته له مرګه مطلب د کفر په حالت مړیدل دي؟ امام صادق(ع) ځواب ورکړ: «مطلب یې د ګمراهۍ په حالت مړیدل دي» ما ورته وویل چې که څوک اوس په دې زمانه کې مړ شي او پيشوا ونه لري، نو د هغه مرګ د جاهلیت مرګ دی؟ ويې فرمایل: «هو».[۷]
د حدیث سرچینې
ځينې هغه شیعه او سني سرچینې چې د «من مات» حدیث یې نقل کړی دی په لاندې ډول دي:
شیعه سرچینې
- کافي، د کلیني کتاب[۸]
- کمال الدین و تمام النعمة، د شیخ صدوق کتاب[۹]
- کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، د خزاز رازي کتاب.[۱۰]
د اهل سنتو کتابونه
- مسند احمد بن حنبل[۱۱]
- مسند ابوداود سلیمان بن داود طیالسي[۱۲]
- مسند الشامیین، ابوالقاسم طبراني[۱۳]
د شیعه او سني پوهانو له نظره د حدیث مفهوم
شيعه او سني علماوو هر يو د خپلو فقهي عقيدې له مخې د «من مات» حدیث په اړه بېلابېل توضیحات کړي دي:
شیعه
شیعه له «من مات» حدیث څخه د امامت مسئله راوباسي او دا په ټولو زمانو کې د امام د موجودیت[14] او د امام د پیژندلو او د هغه د اطاعت د ضرورت دلیل ګڼي[15] د شیعو د عقیدو مطابق، په دې روایت کې له امام مطلب، اهلبیت او معصوم امامان دي او په اوسني عصر کې بايد پر امام مهدي د دې زمانې د امام په توګه عقيده ولرلی شي.[16]
اهل سنت
سنيانو د دې روايت بل تفسير او مطلب وړاندې کړى دى. دوی په دې روایت کې د «امام» معنی د اسلامي ټولنې حاکم ګڼي، چې د اسلامي ټولنې د ساتلو لپاره باید د هغه اطاعت وکړي او د هغه په بیعت کې پاتې شي.[۱۷] دغه متابعت ټولو مسلمانو واکمنانو ته شامل دی که هغه ظالمان او ګناهګاران وي هم خېر دی. ابن تیمیه د پورتني حدیث په تفسیر کې له یزید بن معاویه سره د رسول الله(ص) د صحابه کرامو او تابعانو اطاعت او بیعت راوباسلی او لازم ګڼلی دی.[۱۸]
البته ځینې سني سرچینو، په دې روایت کې له «امامه» مراد پيغمبر(ص) اخستی دی او باوري دي چې باید په پیغمبر(ص) باندې ایمان ولرلی شي؛ ځکه چې هغه د ځمکې د خلکو لپاره په دې دنیا کې امام دی.[۱۹]
فوټ نوټ
سرچينې
- ابنتیمِیه، تقیالدین، مختصر منهاج السنة، تلخیص عبدالله بن محمد الغنیمان، صنعاء، دارالصدیق، چاپ دوم، ۱۴۲۶ق.
- ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیرالقرآن، تحقیق دکتر محمد جعفر یاحقی و دکتر محمد مهدی ناصح، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق
- شیخ بهایی، الاربعون حدیثاً، قم، نشر جامعه مدرسین، چاپ سوم، ۱۴۳۱ق.
- تفتازانی، سعدالدین، تحقیق عبدالرحمن عمیره، نشر الشريف الرضی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- طبرانی، سلیمان بن احمد، مُسندالشامیین، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
- أحمد بن حنبل، أبو عبدالله، مُسند احمد، تحقیق شعیب الأرنؤوط، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
- برقی، ابوجعفر احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، تحقیق و تصحیح جلالالدین محدث، قم، دار الکتب الاسلامیة، چاپ دوم، ۱۳۷۱ق.
- خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الأثر فی النصّ علی الأئمة الإثنی عشر، قم، نشر بیدار، ۱۴۰۱ق.
- سید بن طاووس، رضیالدین علی، الاقبال بالاعمال الحسنة، تحقیق و تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- شیخ صدوق، کمال الدین و تمام النعمة، تحقیق و تصحیح علیاکبر غفاری، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
- ابوداود طیالسی، سلیمان بن داود، مسند ابیداود الطیالسی، تحقیق محمد بن عبدالمحسن ترکی، مصر، دار هجر، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- مسلم بن حجاج قشیری نیشابوری، صحیح مسلم المسند الصحیح المختصر بنقل العدل عن العدل إلی رسول الله، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دارالاحیاء التراث العربی، بیتا.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق و تصحیح علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، تحقیق و تصحیح: سیدهاشم رسولی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- قندوزی، ینابیع الموده لذوی القربی، نشر اسوه، ۱۴۱۳ق،
- محمد بن حبان بن احمد، صحیح ابنحبان، تحقیق شعیب الأرنؤوط، بیروت، مؤسسةالرسالة، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- ملاصدرا، صدرالدین شیرازی محمد بن ابراهیم، شرح اصول الکافی، تحقیق و تصحیح: محمد خواجوی، تهران، مؤسسه مطالعات و تحقیقات فرهنگی، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.