مسوده:ادا
ونگبڼه
| دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
اَدا په اسلامي فقه کې یوه اصطلاح ده چې د شارع له لوري په ټاکلي وخت کې دننه د عبادتي عمل ترسره کولو په معنا ده؛ لکه د لمانځه په خپل ټاکلي وخت کې ادا کول. د دې په مقابل کې «قضا» ده، چې د ټاکل شوي وخت له پای ته رسېدو وروسته د عمل ترسره کولو ته ویل کېږي. کله ناکله «اَدا» د شرعي تکلیف د ترسره کولو په معنا هم کارول کېږي، که هغه په ټاکلي وخت کې ترسره شي او که له هغه وخت څخه بهر؛ لکه د قضا شوي لمانځه ادا کول.[۱]
عبادي اعمال د ترسره کېدو د وخت له پلوه پر دوو ډلو وېشل کېږي:
- هغه اعمال چې په شریعت کې ورته مشخص وخت ټاکل شوی وي؛ لکه د ورځې واجب لمونځونه او د رمضان میاشتې روژه. که دا اعمال په ټاکل شوي وخت کې ترسره شي، «اَدا» بلل کېږي او که د وخت له پای ته رسېدو وروسته ترسره شي، «قضا» ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، د سهار د لمانځه وخت د سهار له راختلو (فجر) څخه د لمر تر راختلو پورې دی او د روژې وخت له فجر څخه تر شرعي ماښامه پورې وي.
- هغه اعمال چې ورته مشخص وخت نه وي ټاکل شوی؛ لکه له جومات څخه د نجاست لرې کول او په نېکۍ امر کول او له بدۍ څخه منع کول.[۲]
فوټ نوټ
- ↑ د اسلامي فقهې د دایرة المعارف موسسه، الموسوعة الفقهیة، ټوک۸، ۱۲-۲۴مخونه.
- ↑ ذهني تهراني، بیان المراد، ټوک۱، ۳۶۳-۳۶۴مخونه؛ فاضل موحدي لنکراني، ایضاح الکفایه، ټوک۲، ۵۱۰-۵۱۴مخونه؛ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، ټوک۱، مخ۴۲۹؛ د اسلامي فقهې د دایرة المعارف موسسه، الموسوعة الفقهیة، ټوک۸، ۲۴-۲۵مخونه.
سرچينې
- ذهني تهراني، سید محمدجواد، بیان المراد، د اصول الفقه فارسي شرح، قم، ګنجینه ذهني، ۱۳۸۸ل.
- فاضل موحدي لنکراني، محمد، ایضاح الکفایة؛ تعلیقه کفایة الأصول، قم، د نوح خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۵ ل.
- مکارم شیرازي، ناصر، دائرةالمعارف فقه مقارن، قم، مدرسة الامام علي بن ابیطالب(ع)، ۱۴۲۷ ق.
- د اسلامي فقهې د دایرة المعارف موسسه، الموسوعة الفقهیة، قم، د اسلامي فقهې د دایرة المعارف موسسه، ۱۴۲۸ ق.