منځپانگې ته ورتلل

پر واجباتو اجرت اخستل

د wikishia لخوا

پر واجباتو اجرت اخستل د واجب اعمالو د ترسره کولو لپاره پیسې اخستلو ته وایي.[۱] دا مسله په پیل کې په ځینو عبادتونو کې په خواره واره ډول بحث کیده، مګر د شهید ثاني له وخت راهیسې، دا د فقهي قاعدې په توګه د پام وړ شوه[۲] او د فقهې په مختلفو څانګو لکه لمونځ، د مړي سمبالول، او قضاوت کې وکارول شوه.[۳] د دې اهمیت د اړینو مسلکونو لکه طب او د ټولنې قضاوت سره د تړاو له امله دی؛ ځکه چې که په دې مواردو کې د اجر ترلاسه کول منع وي، نو باید د هغو کسانو د ژوند لپاره یوه لاره وموندل شي چې په دوی کې کار کوي.[۴]

شیعه فقها پر واجباتو د اجرت اخستلو د جواز په اړه مختلف نظرونه لري؛ ځینې یې په بشپړ ډول حرام ګڼي او ترلاسه شوي اجرونه حرام ملکیت ګڼي.[۵] سید ابوالقاسم خويي دا جائز ګڼلی او وايي چې د قربت نیت سره هیڅ ټکره نه لري.[۶] بلې ډلې د واجباتو د ډولونو ترمنځ توپیر کړی دی؛ دوي په تعبدي او تعییني واجباتو باندې اجرت اخستل جایز نه ګڼي،[۷] خو په توصلي او کفايي واجباتو یې جایز ګڼي.[۸]

په ټولنیز نظم پورې اړوند واجباتو کې، لکه تعلیم، طب، قضاوت، او نظامي چارې، چې په نظام واجباتو مشهور دي، ځینې فقها په کې د اجرت ترلاسه کولو د حرمت قاعده د پلي کیدو وړ نه ګڼي؛[۹] ځکه چې د دې واجباتو پریښودل په ټولنیز نظم کې ګډوډي رامینځته کوي.[۱۰] همدارنګه، د حرمت له قانون سره سره، د دې دندو د ترسره کولو لپاره د اجرت ترلاسه کول د معصومینو(ع) له له وخت راهیسې عام وو[۱۱] او حتی هغه کسان چې د حرمت مطلق منونکي دي هغوي هم په دې قضیو کې استثناوې لري.[۱۲]

د مستحباتو په اړه هم د نظر اختلاف شتون لري. هغه کسان چې د واجباتو لپاره اجرت اخستل جائز ګڼي د مستحباتو لپاره یې هم جایز ګڼي.[۱۳] خو مخالفان یې د مستحباتو لپاره اجرت اخستل مکروه ګڼي.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. موسوی بجنوردی، قواعد فقهیه، ۱۴۰۱ق، ټوک۲، مخ۱۶۵.
  2. جبار گلباغی و همکاران، «واکاوی تاریخی قاعده اخذ اجرت بر واجبات با رویکرد به آراء صاحب عروه»، مخ۱۴۳.
  3. بروجردی، «تحلیل فقهی مشروعیت کسب درآمد از انجام فعل واجب»، ۲۷-۲۸مخونه؛ چوپان پسندآباد، «قاعده حرمت اخذ اجرت بر واجبات»، مخ۹۵؛ محمدی رزینی، «اخذ اجرت در حضانت از منظر فقه اسلامی»، مخ۵۳.
  4. فخلعی و شیخی، «بررسی اشکال تخصیص‌ناپذیری قاعده حرمت اخذ اجرت بر واجبات»، ۲۶-۲۷مخونه؛ بروجردی، «تحلیل فقهی مشروعیت کسب درآمد از انجام فعل واجب»، ۲۷-۲۸مخونه.
  5. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ټوک۲۲، مخ۱۱۶؛ مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ټوک۸، مخ۸۹.
  6. خویی، مصباح الفقاهه، ۱۴۱۷ق، ټوک۱، ۴۶۰.-۴۶۶مخونه
  7. فحرالمحققین، ایضاح الفوائد، ۱۳۸۷ق، ټوک۲، مخ۲۵۷؛ انصاری، المکاسب المحرمة، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۱۳۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۷۷ش، ټوک۱، مخ۴۹۹.
  8. انصاری، المکاسب المحرمة، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۱۳۵؛ امام خمینی، المکاسب المحرمة، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، ۲۹۷-۲۹۹مخونه؛ موسوی بجنوردی، قواعد فقهیه، ۱۴۰۱ق، ټوک۲، ۱۶۸-۱۶۹مخونه؛ فخلعی و شیخی، «بررسی آرای فقها در مورد منافات اخذ اجرت با قصد قربت با رویکردی بر دیدگاه امام خمینی»، مخ۸۶.
  9. فخلعی و شیخی، «بررسی اشکال تخصیص‌ناپذیری قاعده حرمت اخذ اجرت بر واجبات»، ۲۶-۲۷مخونه.
  10. بحرالعلوم، بلغة الفقیه، ۱۴۰۳ق، ټوک۲، مخ۵.
  11. انصاری، المکاسب المحرمة، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۱۳۷-۱۳۸؛ موسوی بجنوردی، القواعد الفقهیة، ۱۴۰۱ق، ټوک۲، ۱۶۹-۱۷۰مخونه؛ مکارم شیرازی، انوار الفقاهة، ۱۴۲۶ق، ټوک۱، مخ۴۱۶؛ رجائی‌پور و قریب، «اشکال مشهور در اجرت خواهی بر واجبات نظامیه»، مخ۱۲۳.
  12. فخلعی و شیخی، «بررسی اشکال تخصیص‌ناپذیری قاعده حرمت اخذ اجرت بر واجبات»، مخ۲۶.
  13. مدرسی، بررسی گسترده فقهی اجرت بر واجبات، مستحبات و فروعات متناسب، ۱۳۹۲ش، مخ۱۸۳.
  14. شیخی و همکاران، «بررسی اسناد قرآنی و روایی قاعده حرمت اخذ اجرت بر واجبات»، ۱۳۱-۱۳۵مخونه.

سرچينې

  • امام خمینی، سید روح‌الله،، المکاسب المحرمة، تهران، (د امام خمیني د آثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه)د امام خمیني د اثارو د سمون او خپرولو مؤسسه، ۱۴۱۵ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله،، تحریر الوسیلة، تهران، (د امام خمیني د آثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه)د امام خمیني د اثارو د سمون او خپرولو مؤسسه، ۱۳۷۷ل.
  • انصاری، مرتضی، المکاسب المحرمة، قم، (د شیخ اعظم انصاري د درناوي کنفرانس)د شیخ اعظم انصاري د لمانځنې کنګره، ۱۴۱۵ق.
  • بحرالعلوم، سید محمد، بلغة الفقیه، تهران، مکتبة الصادق(ع)، ۱۴۰۳ق.
  • بروجردی، مصطفی، «تحلیل فقهی مشروعیت کسب درآمد از انجام فعل واجب»(د واجب فعل د ترسره کولو له لارې د عاید ترلاسه کولو د مشروعیت فقهي تحلیل)، د د اسلامي فقهې او د حقوقو مبانی دوه‌ فصلنامه، ګڼه ۲۷، ۱۴۰۰ل.
  • جبار گلباغی ماسوله، سید علی و عباسعلی سلطانی و محمدتقی فخلعی، «واکاوی تاریخی قاعده اخذ اجرت بر واجبات با رویکرد به آراء صاحب عروه»، د اسلامي فقهې او حقوقو څېړنیزه فصلنامه، ګڼه ۴۲، ۱۳۹۴ل.
  • چوپان پسندآباد، محمد، «قاعده حرمت اخذ اجرت بر واجبات»، د مشهد د الهیاتو پوهنځي مجله، ګڼه ۳۷-۳۸، ۱۳۷۶ل.
  • خویی، سید ابوالقاسم، مصباح الفقاهه، قم، نشر انصاریان، ۱۴۱۷ق.
  • رجائی‌پور، مصطفی و محمد قریب طرزه، «اشکال مشهور در اجرت خواهی بر واجبات نظامیه»،د فقه او د تمدن تاریخ فصلنامه، شپږم کال، ګڼه ۱، ۱۳۸۸ش.
  • زین العابدین بن علی شهید ثانی، مسالک الافهام، قم، مؤسسه المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شیخی، مجیدرضا و محسن جهانگیری و عباسعلی سلطانی، «بررسی اسناد قرآنی و روایی قاعده حرمت اخذ اجرت بر واجبات»(د واجباتو د اجرت‌اخیستنې د حرمت قاعدې قرآني او روایي اسنادو څېړنه)، د اسلامی مطالعاتو فصلنامه : فقه و اصول، ګڼه ۹۸، ۱۳۹۳ل.
  • فخرالمحققین، محمد بن حسن، ایضاح الفوائد، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۳۸۷ق.
  • فخلعی، محمدتقی و مجیدرضا شیخی، «بررسی اشکال تخصیص‌ناپذیری قاعده حرمت اخذ اجرت بر واجبات»،د مدنی د فقه معارفو دوه‌ فصلنامه، ګڼه ۴، ۱۳۹۰ل.
  • فخلعی، محمدتقی و مجیدرضا شیخی، «بررسی آرای فقها در مورد منافات اخذ اجرت با قصد قربت با رویکردی بر دیدگاه امام خمینی»، د پژوهش‌نامه متین فصلنامه، ګڼه ۵۱، ۱۳۹۰ل.
  • محمدی رزینی، ستار و معظمه صفرزاده و محمدعلی نجیبی، «اخذ اجرت در حضانت از منظر فقه اسلامی»، د امامیې د فقه مزالعاتو دوه‌ فصلنامه، ګڼه ۲۰، ۱۴۰۲ل.
  • مدرسی یزدی، سید محمدرضا، بررسی گسترده فقهی اجرت بر واجبات، مستحبات و فروعات متناسب، قم، دارالتفسیر، ۱۳۹۲ل.
  • مقدس اردبیلی، احمد، مجمع الفائدة و البرهان، قم، اسلامي خپرندوی، ۱۴۰۳ق.
  • موسوی بجنوردی، سید محمد، قواعد فقهیه، تهران، مؤسسه عروج، ۱۴۰۱ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی او علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، اووم چاپ، ۱۳۶۲ل.