منځپانگې ته ورتلل

په ورته ډول مقابله

د wikishia لخوا


په ورته ډول مقابله یا په مثل مقابله، هغه قاعده ده چې له مخې یې، که پر یو کس یا ډلې ظلم او تېری وشي، هغوی کولای شي د دفاع په موخه په هماغه اندازه او هماغه حد کې غبرګون وښيي. دا قاعده په اسلامي فقه کې، په ځانګړي ډول د قصاص په باب او د «اعتداء» د آیت په تفسیر کې څېړل شوې او له هغې څخه ګڼې فرعي مسئلې راایستل شوې دي.

د شیعه‌وو ډېری فقیهان د مقابله‌به‌مثل یا ورته مقابلې اصل په مالي او غیرمالي برخو کې مشروع ګڼي، که څه هم د عملي کولو د څرنګوالي او د تطبیق د حدودو په اړه پکې د نظرونو اختلاف شته. سید جعفر مرتضی عاملي دا قاعده فطري او عقلاني بولي، په داسې حال کې چې عباسعلي عمید زنجاني یې د عرف پر بنسټ ولاړه ګڼي.

ډېری فقیهان، سره له دې چې د دې اصل لپاره محدودیتونه مني، د غیراخلاقي لارو چارو کارول یا له حده اوښتل جایز نه ګڼي او دا یو داسې حق بولي چې اسقاطېدای شي، او د بښنې روزنیزې اغېزې تر غچ اخستل غوره ګڼي. مقدس اردبیلي هم د بقرې سورې د ۱۹۱ آیت په استناد، له مکې څخه د کافرانو ایستل د مسلمانانو د پخواني ایستلو په مقابل کې واجب بللي دي.

مفهوم‌پېژندنه او ځایګی

په مثل مقابله یا ورته مقابله هغه قاعده ده[۱] چې له مخې یې، هغه فرد یا کسان چې له ظلم یا بې‌عدالتۍ سره مخ شوي وي، حق لري د خپل ځان د دفاع لپاره په هماغه اندازه متقابل غبرګون وښيي.[۲] په فقه کې د دې اصل لپاره د تقاص، مقاصّه،[۳] اعتداء بالمثل او ردّ الکیل بالکیل اصطلاحات هم کارول شوي دي.[۴]

په ورته ډول مقابله په اسلام کې د مجرمانو پر وړاندې لومړنی اصل بلل شوی دی[۵] چې د انتقام‌غوښتنې د تمایل د تعدیل تر څنګ، د افرادو او دولتونو د تاوتریخوالي او تېري مخه هم نیولی شي.[۶] دا اصل په اسلامي فقه کې د قصاص[۷] او د اعتداء د آیت په تفسیر، او همداراز په جزایي او نړیوالو حقوقو کې څېړل شوی دی.[۸] فقیهانو د دې قاعدې پر بنسټ په غصب، غلا، جهاد، حدودو او قصاصو کې ګڼ احکام راایستلي دي؛ لکه د غاصب له ماله د تقاص جواز، د مثل په مثل قصاص، او له دښمن سره په حرامو میاشتو کې جګړه، که هغه جګړه پیل کړې وي.[۹]

د قرآني دلایلو له مخې، د تقابل اصل هم په خصوصي حقوقو (لکه تقاص) او هم په جزایي حقوقو (لکه قصاص) کې جاري دی.[۱۰] خو ډېری فقیهان د قرآن د ځینو آیتونو پر بنسټ، د په مثل مقابلې په نوم هر ډول غیراخلاقي او ظالمانه کړنې، لکه مثله کول[۱۱] یا د ملکي وګړو وژل، منع بولي.[۱۲] همداراز، شیعه مفسران په ورته ډول مقابله یو مشروع حق ګڼي، خو بښنه او صبر تر انتقام غوره بولي او سپارښتنه یې کوي.[۱۳] له دې نظره، په جګړه کې هم په مثل مقابله یو انساني او اخلاقي اصل ګڼل کېږي.[۱۴]

شیعه فقیهان د په مثل مقابلې اصل په مالي او غیرمالي چارو کې مشروع بولي، که څه هم د تطبیق د څرنګوالي او حدودو په اړه اختلافات لري.[۱۵]

د قاعدې د اعتبار دلایل

د اعتداء آیت په مثل د مقابلې د قاعدې له مهمو دلایلو څخه ګڼل شوی دی.[۱۶] د شیعه‌وو ځینو علماوو لکه شیخ طوسي او علامه طباطبایي، او همداراز د اهل‌سنت ځینو مفسرانو لکه زمخشري او قرطبي دا دلالت منلی دی.[۱۷] ناصر مکارم شیرازي باور لري چې د دې آیت له مخې، که ناحقه تېری وشي، مقابل لوری کولای شي د دفاع په توګه په مثل یا ورته مقابله وکړي، او دا حکم مالي او غیرمالي دواړه حقوق رانغاړي.[۱۸]

سید جعفر مرتضی عاملي په خپل کتاب «الإسلام ومبدأ المقابلة بالمثل» کې د دښمنانو پر وړاندې د مثل مقابلې مشروعیت د احادیثو پر بنسټ تأیید کړی[۱۹] او دا یې فطري او عقلاني چاره بللې ده؛ ځکه د اسلام او د مسلمانانو د ژوند ساتنه پرې ولاړه ده. هغه په دې اړه قرآني او روایي دلایل د عقلاني او فطري حکم د ارشاد په توګه ګڼي.[۲۰] عباسعلي عمید زنجاني هم دا قاعده عرفي بولي او وايي چې د ملتونو ترمنځ یې کارېدنه تر داخلي ټولنیزو اړیکو پراخه او څرګنده ده.[۲۱] په همدې تړاو، د امام علي(ع) په وصیت هم استناد شوی دی؛ هغه د خپل عمر په وروستیو ورځو کې وصیت وکړ چې له شهادت وروسته یې له انتقام اخیستنې ډډه وشي، او ټینګار یې وکړ که د ابن‌ملجم د ضربې له امله وفات شي، یوازې یو متقابل ګوزار دې ورکړل شي او له مثله کولو دې ډډه وشي.[۲۲]

د قاعدې مصداقونه او تطبیقونه

مقدس اردبیلي د بقرې سورې د ۱۹۱ آیت په استناد، چې په مدینه کې نازل شوی، له مکې څخه د کافرانو ایستل پر مسلمانانو واجب بللي او دا یې د مسلمانانو د پخواني ایستلو په مقابل کې تحلیل کړي دي.[۲۳] د احد جګړې پر مهال، کله چې د پېغمبر(ص) د تره حمزه جسد مثله شو، ځینو مسلمانانو غوښتل په مثل مقابله وکړي،[۲۴] خو د نحل سورې د ۱۲۶ آیت په نازلېدو، چې صبر ته یې بلنه ورکوله، دا اقدام ودرول شو.[۲۵]

د اسلام د لومړیو جګړو د اسیرانو غلامول، تر ډېره د هغه مهال د جګړه‌ییز عرف او د په مثل مقابلې د قاعدې پر بنسټ ترسره کېدل.[۲۶] د ایران اسلامي جمهوریت د ایران او عراق په جګړه کې، د عراق د کیمیاوي وسلو د کارونې په مقابل کې له ورته متقابل اقدام څخه ډډه وکړه.[۲۷] خو په ځینو مواردو کې د تمبولو او مخنیوي لپاره متقابل نظامي اقدام وشو؛ لکه د ۱۳۶۲ لمریز کال د سلواغې ۲۳مه. خو د امام خمیني په امر، د ملکي وګړو د ساتنې لپاره تر هر اقدام مخکې خبرتیا ورکول کېده.[۲۸] د ۱۳۹۸ لمریز کال د قاسم سلیماني تر ترور وروسته، ځینو شننو د دغه اقدام په وړاندې د ایران غبرګون د نړیوالو حقوقو له مخې د په مثل مقابلې په چوکاټ کې ارزولی دی.[۲۹] همداراز، د ایران اسلامي جمهوریت د رمضان جګړې (د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو ګډه جګړه) او هم د اسرائیلو پر وړاندې د دولس ورځنۍ جګړې پر مهال په مثل مقابله یا یې ګواښ د تمبولو او مخنیوي د وسیلې په توګه مطرح کړی دی.[یوې غوره سرچینې ته اړتیا ده]

فوټ نوټ

  1. جعفر‌پیشه و فیاض، «مفهوم و مبانی فقه بشردوستانه»، مخ۲۰.
  2. وګورئ: خویی، موسوعة الامام الخوئی، ۱۴۱۸ق، ټوک۳۱، مخ۱۰۱؛ آیتی و شادروان، «مقابله به مثل و اقدامات تلافی‌جویانه از منظر فقه و حقوق بین الملل»، مخ۶۵.
  3. «بررسی فقهی تقاص در سب»، د آیت‌الله علیدوست د معلوماتي وېبپاڼه.
  4. آیتی و شادروان، «مقابله به مثل و اقدامات تلافی‌جویانه از منظر فقه و حقوق بین الملل»، مخ۶۵.
  5. امامی، «قصاص در ضرب»، مخ۹۷.
  6. صحرایی اردکانی، فخری و زاهدی میل سفید، «مبانی و بنیان‌های فقهی-حقوقی مقابله به مثل در وقعه شهادت سردار سلیمانی»، مخ۲۸۷.
  7. د مثال په توګه وګورئ: مرعشی نجفی، القصاص علی ضوء القرآن و السنة، ټوک۱، مخ۱۹.
  8. د مثال په توګه وګورئ: آیتی و شادروان، «مقابله به مثل و اقدامات تلافی‌جویانه از منظر فقه و حقوق بین الملل»، مخونه۶۸-۶۷؛ یزدی، فقه القرآن، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۳۲۲.
  9. موسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت، ټوک۱، مخ۱۶۴.
  10. هوشمند فیروزآبادی، «قاعده مقابله به مثل در قرآن»، مخ۱۶۲.
  11. جعفر‌پیشه و فیاض، «مفهوم و مبانی فقه بشر‌دوستانه»، مخ۲۱.
  12. آیتی و شادروان، «مقابله به مثل و اقدامات تلافی‌جویانه از منظر فقه و حقوق بین الملل»، مخ۷۱.
  13. جعفر‌پیشه و فیاض، «مفهوم و مبانی فقه بشر‌دوستانه»، مخ۲۱.
  14. محمدی، «اصول انسانی و اخلاقی جنگ و جهاد در قرآن»، مخ۸۳.
  15. «بررسی فقهی تقاص در سب»، د آیت‌الله علیدوست د معلوماتي وېبپاڼه.
  16. آیتی و شادروان، «مقابله به مثل و اقدامات تلافی‌جویانه از منظر فقه و حقوق بین الملل»، مخ۶۸.
  17. عاملی، الاسلام و مبدا المقابلة بالمثل، بې ځايه، مخ۲۱؛ علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، چاپ اسماعیلیان، ټوک۲، مخ۶۳.
  18. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲، مخ۳۳.
  19. عاملی، الاسلام و مبدا المقابلة بالمثل، بی‌ځایه، مخونه۳۴-۳۳.
  20. عاملی، الاسلام و مبدا المقابلة بالمثل، بی‌ځایه، مخ۱۸.
  21. عمید زنجانی، فقه سیاسی، ۱۴۲۱ق، ټوک۳، مخ۴۸۴.
  22. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۴۷، ۱۳۷۴ش، مخ۴۲۲؛آیتی و شادروان، «مقابله به مثل و اقدامات تلافی‌جویانه از منظر فقه و حقوق بین الملل»، مخ۷۰.
  23. مقدس اردبیلی، زبدة البیان فی أحکام القرآن، تهران، بی‌نېټه، مخ۳۰۸.
  24. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیرالقرآن، دار احیاء التراث العربی،ټوک۶، مخ۴۴۰.
  25. محمدی، «اصول انسانی و اخلاقی جنگ و جهاد در قرآن»، مخ۸۴.
  26. عرب ابوزیدآبادی، «بردگان از جاهلیت تا اسلام (تحلیل و بررسی تاریخی)»، مخ۶.
  27. «جنگ شیمیایی عراق و عدم مقابله به مثل جمهوری اسلامی ایران...، د فارس خبري آژانس.
  28. «اولين مقابله به مثل در جنگ شهرها»، نوید شاهد.
  29. صحرایی اردکانی، فخری و زاهدی میل سفید، «مبانی و بنیان‌های فقهی-حقوقی مقابله به مثل در واقعه شهادت سردار سلیمانی»، مخ۲۹۵.

سرچينې

  • آیتي، سید محمدرضا او محمداسماعیل شادروان، «قاعده مقابله به مثل و اقدامات تلافی‌جویانه از منظر فقه و حقوق بین الملل»، د فقه او اسلامي څېړنو مجله، ګڼه ۱۰، ژمی ۱۳۸۶ل.
  • امامي، مسعود، «قصاص در ضرب»، د اهل‌بیت فقه فصلنامه، ګڼه ۴۴، ژمی ۱۳۸۴ل.
  • «بررسی فقهی تقاص در سب» (په ښکنځل کې د تقاص فقهي څېړنه)، د آیت‌الله علیدوست د معلوماتي وېبپاڼه، د خپرېدو نېټه: ۶ چنګاښ ۱۳۹۵ل، د کتنې نېټه: ۱۱ غویی ۱۴۰۲ل.
  • جعفرپیشه، مصطفی او محمدصادق فیاض، «مفهوم و مبانی فقه بشر‌دوستانه»، د حکومتي فقه د ګفتمان مجله، پنځم کال، ګڼه ۸، پسرلی او اوړی ۱۴۰۰ل.
  • «جنگ شیمیایی عراق و عدم مقابله به مثل جمهوری اسلامی ایران؛ الگوی تابعیت از قوانین بین المللی در زمان تجاوز (د عراق کیمیاوي جګړه او د ایران اسلامي جمهوریت له خوا په مثل مقابله نه کول؛ د تېري پر مهال د نړیوالو قوانینو د پيروي بېلګه)، فارس خبري آژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۲ کب ۱۳۹۳ل، د کتنې نېټه: ۱۶ غویی ۱۴۰۲ل.
  • خویي، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئي، قم، ۳۱ ټوک، د الخوئي اسلامي بنسټ، ۱۴۱۸ق.
  • صحرایي اردکاني، محمد، فخري، سید مسعود، او زاهدي میل‌سفید، محمدحسن، «مبانی و بنیان‌های فقهی-حقوقی مقابله به مثل در واقعه شهادت سردار سلیمانی»، د درېیم زریز په بشري او اسلامي علومو مجله، ۲ دوره، ګڼه ۳، پسرلی ۱۴۰۰ل.
  • عاملي، جعفر مرتضی، الاسلام و مبدا المقابلة بالمثل، بې‌ځایه، د اسلامي مطالعاتو مرکز، ۱۴۳۰ق.
  • عرب ابوزیدآبادي، عبدالرضا، «بردگان از جاهلیت تا اسلام (تحلیل و بررسی تاریخی)»، د اسلامي تاریخ په هنداره کې څېړنې دوه‌فصلنۍ مجله، درېیم کال، ګڼه ۴، ژمی ۱۳۸۵ل.
  • علامه طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د اسماعیلیان چاپ، ۲ ټوک، بې‌نېټې.
  • عمید زنجاني، عباسعلي، فقه سیاسی، تهران، امیرکبیر، څلورم چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • د اسلامي فقه دایرةالمعارف مؤسسه، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، د سید محمود هاشمي شاهرودي تر سرپرستۍ لاندې، قم، د اسلامي فقه دایرةالمعارف مؤسسه، ۱۴۲۶ق.
  • محمدي، ابراهیم، «اصول انسانی و اخلاقی جنگ و جهاد در قرآن»، د پوځي مدیریت او قوماندې څېړنو مجله، ۸ دوره، ګڼه ۲۷، منی او ژمی ۱۳۸۵ل.
  • مرعشي نجفي، سید شهاب‌الدین، القصاص علی ضوء القرآن و السنة، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي د کتابتون خپرندویه، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • مقدس اردبیلي، احمد، زبدة البیان فی أحکام القرآن، تهران، المرتضویة کتابتون د جعفري آثارو د بیا ژوندي کولو لپاره، بې‌نېټې.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۲ ټوک، ۱۳۷۴ل.
  • هوشمند فیروزآبادي، حسین، «قاعده مقابله به مثل در قرآن»، د اسلامي حقوقو مجله، ګڼه ۴۷، ژمی ۱۳۹۴ل.
  • یزدي، محمد، فقه القرآن، قم، اسماعیلیان، ۲ ټوک، ۱۴۱۵ق.
  • «اولين مقابله به مثل در جنگ شهرها» (د ښارونو په جګړه کې لومړۍ په مثل مقابله)، نوید شاهد، د خپرېدو نېټه: ۳۰ وږي ۱۳۸۹ل، د کتنې نېټه: ۱۹ وری ۱۴۰۵ل.