منځپانگې ته ورتلل

له دښمن سره سوله

د wikishia لخوا


له دښمن سره سوله هغه تړون ته ویل کېږي چې د اختلافاتو د حل او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي. دا موضوع په اسلام او نړیوالو حقوقو کې منل شوې او د سیاسي فقهې له مسائلو څخه شمېرل کېږي. په قرآن کریم کې ځینې آیتونه د سولې موضوع ته اشاره کوي؛ له هغې ډلې د انفال سورې ۶۱ آیت چې د «د سولې آیت» په نوم مشهور دی، او د بقرې سورې ۲۰۸ آیت چې د «د سِلْم آیت» په نوم پېژندل کېږي. مالک اشتر ته د امام علی(ع) لیک هم له هغو روایتونو څخه دی چې د سولې په اړه سپارښتنې پکې شوې دي.

په اسلام کې اصل سوله او روغه جوړه ده، او جګړه یوازې د اضطراري حالت د حل یوه لار ګڼل کېږي. د شیعه مذهب له نظره، د سولې منل د معصومانو(ع) او د اسلامي ټولنې د مشر له واکونو څخه دي او باید د مصلحت پر بنسټ ترسره شي. ویل شوي چې د سولې په تړون کې باید ځینې شرطونه مراعات شي؛ لکه دا چې تړون څرګند او بې‌ابهامه وي. همدارنګه، د سولې په تړون کې د دواړو لورو د هوکړې له مخې د بندیانو د خوشې کولو او تبادلې، د جګړې د تاوان د اندازې او د ورکړې د طریقې په څېر موضوعات هم ټاکل کېدای شي.

له دښمن سره سوله له اوربند (مهادنې) سره توپیر لري؛ اوربند موقتي وي، خو سوله د جګړې دایمي پای ګڼل کېږي. د فقهي لید له مخې، د سولې تړون لازم‌الاجرا عقد دی او په هغه کې باید له هر ډول خیانت څخه ډډه وشي. که څه هم ځینې فقیهان، لکه شیخ بهایي او محدث نوري، په دې باور دي چې له کفارو سره د سولې تړون باید موقتي وي (لږ تر لږه یو یا دوه کاله او ډېر تر ډېره لس کاله).

د فقهي ښوونو له مخې، د سولې تړون د اسلامي ټولنې د مشر په مړینه نه لغوه کېږي او راتلونکی مشر هم باید ورته ژمن پاتې شي. ځینو څېړونکو د حدیبیې د سولې او د نهج‌البلاغې د ۵۳م لیک پر بنسټ د سولې ځینې موخې او پایلې بیان کړې دي؛ لکه د اسلام ساتنه، د دین تبلیغ، د خلکو هدایت او د مسلمانانو د یووالي دوام.

د صفین په جګړه کې د حکمیت منل، د امام حسن(ع) او معاویه ترمنځ سوله، او د ایران او عراق د جګړې پر مهال د امام خمیني له لوري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵۹۸ پرېکړه‌لیک منل، د اسلام په تاریخ کې د سولې له مهمو بېلګو څخه ګڼل شوي دي.

څرنګوالی او حیثیت

له دښمن سره سوله د سولې د تړونونو یو ډول دی[۱] چې له مخې یې د جګړې دواړه لوري هغه اختلافات هواروي چې د جګړې د رامنځته کېدو لامل شوي وي او د جګړې حالت پای ته رسوي.[۲] سوله د نړیوالو حقوقو او د اسلامي سیاسي فقهې له موضوعاتو څخه ده[۳] او د هغې د جواز او مشروعیت په اړه د اسلامي علماوو ترمنځ کوم اختلاف نشته.[۴] د قرآن کریم ځینې آیتونه له دښمن سره د سولې موضوع بیانوي؛ لکه د انفال سورې ۶۱ آیت (چې د سولې آیت په نوم مشهور دی) او د بقرې سورت ۲۰۸ آیت (چې د سِلْم آیت په نوم پېژندل کېږي).[۵]

د نهج‌البلاغې په ۵۳م لیک کې، چې د مالک اشتر د عهدنامې په نوم مشهور دی، د سولې موضوع یاده شوې او په اړه یې لارښوونې شوې دي.[۶] شیعه څېړونکو د حدیبیې د سولې تړون، د نهج‌البلاغې ۱۶م لیک او همدارنګه د نهج‌البلاغې ۵۳م لیک ته په اشارې سره د سولې موخې او اغېزې بیان کړې دي؛ له هغو څخه د اسلام ساتنه، د اسلام دین تبلیغ او د خلکو هدایت او د مسلمانانو د یووالي دوام یاد شوي دي.[۷]

دا چې اصل سوله ده او که اصل جګړه، هغه موضوع ده چې د شیعه فقیهانو ترمنځ پکې اختلاف شته او هر لوری د خپل نظر د اثبات لپاره د قرآن له آیتونو او روایتونو استدلال کړی دی.[۸] خو ویل شوي چې په اسلام کې اصل سوله او روغه جوړه ده او جګړه یوازې د اضطراري حالاتو لپاره ځانګړې شوې لار ده.[۹]

له اوربند سره توپیر

له دښمن سره سوله له اوربند سره توپیر لري؛ سوله د جګړې پای ته رسول دي چې د جګړې د دواړو لورو په هوکړه د زیانونو د جبران او ورته نورو موضوعاتو له موافقې سره مل وي.[۱۰] خو اوربند هغه تړون دی چې د جګړې د درولو لپاره د یوې ټاکلې مودې په موخه ترسره کېږي او د ماتېدو احتمال هم پکې شته.[۱۱] په فقهي متونو کې اوربند د مُهادنې[۱۲] تر عنوان لاندې د جهاد په باب[۱۳] کې څېړل شوی او احکام یې بیان شوي دي.[۱۴]

شرایط

ویل شوي چې د سولې منل او د هغې اړوند د تړونونو لاسلیکول د رسول اکرم(ص)، معصوم امام(ع) او د اسلامي ټولنې د مشر له واکونو څخه دي.[۱۵] د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۱۱۰مې مادې له مخې هم د جګړې او سولې اعلان د رهبرۍ له دندو څخه شمېرل شوی دی.[۱۶] له دې سره سره، ځینې څېړونکي په دې باور دي چې د هېواد حاکم هم کولای شي د پوځي قوماندانانو، سیاستوالو او فقیهانو له مشورې وروسته د سولې تړون لاسلیک کړي.[۱۷] پر همدې بنسټ ویل شوي چې اسلامي حکومت باید د اسلامي ټولنې د مصلحت له مخې د سولې د تړون شرایط او موده وټاکي.[۱۸] دغه مصلحت دښمنانو ته د مال په ورکړه یا نه ورکړه کې هم په پام کې نیول کېدای شي؛[۱۹] لکه څنګه چې مُحدّث نوري د روایتونو پر بنسټ ویلي، د اسلامي ټولنې مشر د سولې له غوره کولو وروسته اختیار لري چې له دښمن څخه مال واخلي یا له مال پرته له جګړې لاس واخلي.[۲۰]

د سولې په تړون کې، د مال پر ورکړې سربېره، د بندیانو خوشې کول، د ټپیانو تبادله او د جګړې د تاوان ورکول هم د سولې د شرطونو په توګه ټاکل کېدای شي.[۲۱] له حقوقي پلوه، د سولې تړون باید څرګند، روښانه او لیکلی وي، څو د خیانت او سرغړونې زمینه برابره نه شي.[۲۲] سید رضي، مالک اشتر ته د امام علي(ع) د لیک په استناد، د سولې د تړون څرګندوالی اړین بللی، ترڅو له هر ډول تأویل او ابهام څخه لرې وي.[۲۳]

ویل شوي چې د سولې تړون په ځانګړي وخت پورې محدود نه دی او یوازې د دواړو لورو په فسخ یا د یوه لوري په سرغړونه پای ته رسېږي.[۲۴] خو شیخ بهایي په دې باور دی چې له کفارو سره د سولې تړون باید موقتي وي؛ لږ تر لږه یو یا دوه کاله او ډېر تر ډېره لس کاله.[۲۵] مُحدّث نوري هم دا مهال‌وېش د اهل‌بیتو(ع) له روایتونو سره سمون لرونکی بللی دی.[۲۶] د سولې د تړون د نه دایمي ‌والي په اړه ویل شوي چې له کفارو سره جهاد د اسلام له احکامو څخه دی او د سولې تړون باید د دغه شرعي حکم د تعطیل لامل نه شي.[۲۷]

پر سولې پابندي

ټول امامي فقیهان د سولې تړون لازم عقد ګڼي او باور لري چې دا تړون یوازې د دواړو لورو په هوکړه لغوه کېدای شي.[۲۸] همدارنګه د اسراء سورې د ۳۴م آیت او د نحل سورې د ۹۱م آیت په څېر د قرآن د ګڼو آیتونو پر بنسټ، پر تړونونو او نړیوالو ژمنو د وفادارۍ او د هغو د ماتولو د حرمت لپاره استدلال شوی دی.[۲۹] د امام علي(ع) په هغه لیک کې چې مالک اشتر ته یې استولی، د سولې تړون ته د ژمنتیا پر اړتیا ټینګار شوی او له تړون ماتونې، دوکې او خیانت څخه منع شوې ده.[۳۰] د سولې تړون د اسلامي ټولنې د مشر په مړینه نه لغوه کېږي، او راتلونکی مشر هم مکلف دی چې د هغه موادو ته ژمن پاتې شي؛[۳۱] لکه څنګه چې امام حسین(ع) د امام حسن(ع) تر شهادت وروسته له معاویه سره د هغه د سولې تړون ته پابند پاتې شو.[۳۲]

د اسلامي ښوونو له مخې، که دښمن د سولې تړون مات کړي، نو بیا پر هغه تړون پابندي روا نه ده.[۳۳] همدارنګه ویل شوي چې که د سولې تړون یوازې د دښمن د یوې ډلې له خوا مات شي، نو تړون یوازې د هماغې ډلې په اړه لغوه کېږي، نه د ټولو دښمنانو په اړه.[۳۴] ځینې فقیهان هم په دې باور دي چې که د اسلامي ټولنې مشر پوه شي چې کفار د خیانت نیت لري یا غواړي د سولې تړون مات کړي، نو کولای شي تر هغوی مخکې خپله هم تړون لغوه کړي.[۳۵]

د اسلام په تاریخ کې د سولې بېلګې

د اسلام په تاریخ کې د سولې له مهمو بېلګو څخه لاندې موارد یادېږي:

اړوندې لیکنې

تپل شوې سوله

فوټ نوټ

  1. ↑ د لیکوالانو ډلي، فرهنگ فقه فارسی، ټوک۵، مخ۹۲.
  2. ↑ عظیمی شوشتری و آخوندی، جنگ و صلح در اسلام، مخ۶۰۸.
  3. ↑ عمید زنجانی، فقه سیاسی، ټوک۳، مخ۳۷۸.
  4. ↑ عظیمی شوشتری و آخوندی، جنگ و صلح در اسلام، مخ۶۰۸.
  5. ↑ محمدیان او نور، اصطلاحات نظامی در فقه اسلامی، مخ۸۶؛ د څېړونکو ډلی، فرهنگ موضوعی جهاد و دفاع، مخ۲۳۵.
  6. ↑ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۵۳، مخ۴۴۲.
  7. ↑ عمید زنجانی او نور، دانشنامه فقه سیاسی، ټوک۲، مخ۲۲۲؛ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ټوک۱۱، مخ۱۱۰؛ عظیمی شوشتری، آخوندی، جنگ و صلح در اسلام، ۱۳۲ او ۱۶۶مخونه.
  8. ↑ د مثال په توګه وګورئ: محقق داماد، حقوق بین‌الملل: رهیافتی اسلامی، ۶۳ - ۹۹مخونه؛ برزنونی، «اسلام؛ اصالت جنگ یا اصالت صلح؟»، ۱۴-۱۰۵مخونه؛ ورعی، بررسی فقهی اصل در روابط خارجی دولت اسلامی، ۵۷-۱۱۳مخونه.
  9. ↑ حسینی آهق، دانشنامه جهان اسلام «صلح»، مخ۴۱.
  10. ↑ نوروزی، «مفهوم آتش‌بس و آثار حقوقی آن»، د شرق ورځپاڼه.
  11. ↑ نوروزی، «مفهوم آتش‌بس و آثار حقوقی آن»، د شرق ورځپاڼه.
  12. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۲۹۲؛ خامنه‌ای، «مهادنه (قرارداد ترک مخاصمه و آتش‌بس)»، مخ۵.
  13. ↑ دمثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، ټوک۲۱، مخ۲۹۱.
  14. ↑ مطهری، سیری در سیره ائمه اطهار(ع)، ۶۸-۶۹ مخونه؛ د څېژړونکي ډلی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت، ټوک۱، ۱۰۴-۱۰۵مخونه.
  15. ↑ د څېړونکي ډلی، فرهنگ موضوعی جهاد و دفاع در آینه آیات و روایات، مخ۲۳۸؛ شریفی اشکوری، فقرات فقهیه، ټوک۴، مخ۱۴۶.
  16. ↑ «قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران»، مخ۶۱.
  17. ↑ قلعه‌جی، الموسوعة الفقهیة المیسره، ټوک۲، مخ۱۲۳۸.
  18. ↑ شریفی اشکوری، فقرات فقهیه، ټوک۴، مخ۱۴۶.
  19. ↑ شریفی اشکوری، فقرات فقهیه، ټوک۴، مخ۱۴۶.
  20. ↑ مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، ټوک۱۱، مخ۱۲۹.
  21. ↑ عظیمی شوشتری و آخوندی، جنگ و صلح در اسلام، مخ۶۱۶؛ قلعه‌جی، الموسوعة الفقهیة المیسره، ټوک۲، مخ۱۲۳۸ او ۱۲۳۹.
  22. ↑ عظیمی شوشتری و آخوندی، جنگ و صلح در اسلام، ۱۳۹۳ش، مخ۶۲۵.
  23. ↑ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۵۳، مخ۴۴۲.
  24. ↑ عظیمی شوشتری و آخوندی، جنگ و صلح در اسلام، مخ۶۱۳.
  25. ↑ شیخ بهایی، جامع عباسی، مخ۴۰۳.
  26. ↑ مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، ټوک۱۱، مخ۱۲۹.
  27. ↑ عظیمی شوشتری و آخوندی، جنگ و صلح در اسلام، مخ۶۱۲.
  28. ↑ حسینی آهق، دانشنامه جهان اسلام «صلح»، مخ۴۴.
  29. ↑ عظیمی شوشتری و آخوندی، جنگ و صلح در اسلام، مخ۶۲۰ او ۶۲۱.
  30. ↑ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۵۳، مخ۴۴۲.
  31. ↑ شریفی اشکوری، فقرات فقهیه، ټوک۴، مخ۱۴۶.
  32. ↑ جعفریان، حیات فکری و سیاسی ائمه‏(ع)، مخ۱۵۷؛ پیشوایی، سیره پیشوایان، مخ۱۴۷.
  33. ↑ قلعه‌جی، الموسوعة الفقهیة المیسره، ټوک۲، مخ۱۲۳۹.
  34. ↑ شریفی اشکوری، فقرات فقهیه، ټوک۴، مخ۱۴۶.
  35. ↑ شریفی اشکوری، فقرات فقهیه، ټوک۴، مخ۱۴۶.
  36. ↑ ابن‌مزاحم، وقعة صفین، مخ ۴۹۰.
  37. ↑ پیشوایی، سیره پیشوایان، مخ۱۱۶.
  38. ↑ پیشوایی، سیره پیشوایان، مخ۱۳۱.
  39. ↑ امام خمینی، صحیفه امام، ټوک۲۰، مخ۱۱۸.

سرچينې

  • «قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران» (د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي قانون)، تهران، بین‌المللي الهدی، ۱۳۸۸ل.
  • ابن‌مزاحم، نصر، وقعة صفین، قم، د آیت‌الله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۰۴ق.
  • امام خمیني، سید روح‌الله، صحیفه امام، تهران، د امام خمیني د آثارو د تنظیم او نشر مؤسسه، ۱۳۸۹ل.
  • برزنوني، محمدعلي، «اسلام؛ اصالت جنگ یا اصالت صلح؟» (اسلام؛ د جګړې اصل که د سولې اصل؟)، حقوقي مجله، د ولسمشرۍ د حقوقي او پارلماني چارو د مرستیالۍ د نړیوالو حقوقي چارو د مرکز خپرونه، ۳۵مه ګڼه، ۱۳۸۴ل.
  • پیشوایي، مهدي، سیره پیشوایان، قم، د امام صادق (ع) مؤسسه، ۱۳۹۰ل.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان خپرندویه، ۱۳۸۱ل.
  • د څېړونکو یوه ډله، فرهنگ موضوعی جهاد و دفاع در آینه آیات و روایات، قم، زمزم هدایت، لومړی چاپ، ۱۴۲۹ ق.
  • د لیکوالانو یوه ډله، فرهنگ فقه فارسی، قم، د اسلامي فقهې د دایرة المعارف مؤسسه، ۱۳۸۷ل.
  • د لیکوالانو یوه ډله، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت، قم، د اسلامي فقهې د دایرة المعارف مؤسسه، ۱۳۸۲ل.
  • حسیني آهق، مریم، دانشنامه جهان اسلام، تهران، د اسلامي دایرة المعارف بنسټ، ۱۳۷۵ل.
  • خامنه‌اي، سید علي، «مهادنه (قرارداد ترک مخاصمه و آتش‌بس)» (مهادنه (د جګړې د درولو او اوربند تړون))، د فقه اهل بیت فصلنامه، ۱۱مه او ۱۲مه ګڼه، د ۱۳۷۶ ل. کال منی او ژمی.
  • شریفي اشکوري، الیاس، فقرات فقهیه: رساله عملیه، تصحیح سمون: علي موسوي زماني او محسن مهري خوانساري، قم، آل ایوب، ۱۳۸۱ل.
  • شیخ بهايي، محمد بن حسین، جامع عباسی، قم، د اسلامي انتشاراتو دفتر، ۱۳۸۶ل.
  • عظیمي شوشتري، عباسعلي او مصطفی آخوندي، جنگ و صلح در اسلام، قم، زمزم هدایت، ۱۳۹۳ل.
  • عمید زنجاني، عباسعلي او نور، دانشنامه فقه سیاسی: (مشتمل بر واژگان فقهی و حقوق عمومی)، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۸۹ل.
  • عمید زنجاني، عباسعلي، فقه سیاسی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۷ل.
  • قلعه‌جي، محمد رواس، الموسوعة الفقهیة المیسرة، بیروت، دار النفائس، ۱۴۲۱ق.
  • محقق داماد، مصطفی، حقوق بين‌الملل، تهران، د اسلامي علومو د نشر مرکز، ۱۳۹۳ل.
  • محمدیان، مرتضی، مصطفی آخوندي او محمدصالح کمیلي خراساني، اصطلاحات نظامی در فقه اسلامی، تهران، د اسلامي انقلاب د ساتونکو سپاه کې د ولي فقیه استازولي، ۱۳۷۸ل.
  • مطهري، مرتضی، سیری در سیره ائمه اطهار(ع)، قم، صدرا انتشارات، اووه ویشتم چاپ، ۱۳۸۴ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ل.
  • نجفي، محمدحسن، جَواهر الکلام فی شرحِ شرائعِ الاسلام، سمون: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دارُ اِحیاء التُّراثِ العربي، اووم چاپ، ۱۳۶۲ل.
  • نهج البلاغة، سمون: صبحي صالح، قم، هجرت، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق.
  • نوري، حسین بن محمدتقي، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسة آل البیت، لومړی چاپ، ۱۴۰۸ق.
  • ورعي، جواد، بررسی فقهی اصل در روابط خارجی دولت اسلامی، قم، د حوزې او پوهنتون څېړنیز مرکز، ۱۳۹۰ل.
  • نوروزي، قدرت‌الله، «مفهوم آتش‌بس و آثار حقوقی آن» (د اوربند مفهوم او د هغې حقوقي پایلې)، شرق ورځپاڼه، د مطلب خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۴ل. د کتنې نېټه: ۲۰ تله ۱۴۰۶ لمریز کال.