منځپانگې ته ورتلل

مسوده:څلورګونې غلې

د wikishia لخوا


غَلّاتِ اَربَعه یا څلورګونې غَلې، په شیعه فقهه کې هغو څلورو محصولاتو؛ غنمو، وربشو، خرما او ممیزو ته ویل کېږي چې زکات پرې واجبېږي. په دغو محصولاتو کې د زکات وجوب د نصاب حد ته د رسېدو (شاوخوا ۸۴۷ تر ۸۸۵ کیلوګرامه) او د زکات د تعلق پر مهال د مالکیت په شرط پورې تړلی دی، او د زکات د تعلق وخت،د زکات اندازه او د هغې د محاسبې طریقه د اوبه خوَر د طریقې او د تولیدي لګښتونو د کمولو په څېر شرایطو پر بنسټ ټاکل کېږي.

د زکات اندازه د اوبه خور یا پڼه کولو د طریقې له مخې، لسمه برخه (طبیعي اوبه خور) یا شلمه برخه (له لګښت سره) ده او په ګډه طریقه کې د دواړو په تناسب محاسبه کېږي.

د څلورګونو غَلو د زکات شرط

غلاتِ اربعه هغو څلورو کرنیزو محصولاتو؛ غنمو، وربشو، خرما او ممیزو ته ویل کېږي چې زکات پرې واجبېږي. دا څلور له هغه نهو څیزونو څخه دي چې زکات پکې واجب دی.

په غلاتِ اربعه کې د زکات وجوب، د زکات پر عمومي شرایطو سربېره، د محصول د نصاب حد ته رسېدو او د زکات د تعلق پر مهال د هغه د مالکیت په شرط پورې تړلی دی.[۱] د غلاتو د زکات نصاب پنځه وَسْق دی چې هر وسق له شپېتو صاعو سره برابر ګڼل کېږي. دغه اندازه، د صاع د معیار د اختلاف له امله، شاوخوا ۸۴۷ تر ۸۸۵ کیلوګرامه اټکل شوې ده.[۲]

د زکات د وجوب وخت

په شیعه فقهه کې په غلاتِ اربعه د زکات د تعلق د وخت په اړه بېلابېل نظرونه شتون لري. د مشهور قول له مخې، په غنمو او وربشو کې د زکات د تعلق وخت هغه مهال دی چې دانه جوړه شي، په خرما کې هغه مهال دی چې ژېړه یا سره شي او په انګورو کې هغه مهال دی چې محصول په غوره بدل شي.[۳] په مقابل کې، ځینې کسان د زکات د تعلق وخت هغه مهال بولي چې د محصول وروستی نوم (غنم، وربشې، خرما یا انګور) پرې صدق وکړي.[۴]

د زکات د ادا کولو وخت

د غلاتو د زکات د ادا کولو وخت له هغې مرحلې وروسته دی چې محصول د راټولولو او سپارلو وړ شي؛ له همدې امله، په غنمو او وربشو کې له رېبلو او له بوسو څخه د دانې له بېلولو وروسته، او په خرما او ممیزو کې له ټولولو او وچېدو وروسته زکات ادا کېږي.[۵] که مالک د امکان په وخت کې له ادا کولو څخه ډډه وکړي، نو ضامن به وي.[۶]

د زکات اندازه

د زکات اندازه د اوبه خور یا پڼه کولو د طریقې له مخې توپیر لري: په طبیعي اوبه‌خور (لکه باران یا روانو اوبو) کې د محصول لسمه برخه، او په لګښت لرونکې اوبه خور (لکه د وسایلو او ماشینونو کارولو) کې یې شلمه برخه واجبېږي. که له دواړو طریقو څخه استفاده وشي، معیار غالبه طریقه ده او که دواړه برابر وي، زکات په ګډه توګه محاسبه کېږي.[۷]

د نصاب حد د زکات اندازه شرط او وضاحت
۸۴۷.۲۰۷ کیلوګرامه ۱۰٪ (لسمه برخه / یو پر لس) د طبیعي اوبه خور په بڼه کې
۵٪ (شلمه برخه / یو پر شل) د مصنوعي اوبه خور په بڼه کې
۷.۵٪ (اووه نیم سلنه / اووه اعشاریه پنځه سلنه) د ګډ اوبه خور په بڼه کې

د زکات په محاسبه کې استثنايي موارد

د فقیهانو د مشهور نظر پر بنسټ، زکات د ځینو مواردو له کمولو وروسته، لکه د ځمکې حکومتي ونډې (لکه مقاسمه)[۸] او د تولید لګښتونه (مَؤونه)، واجب کېږي.[۹] که څه هم د دغو مواردو په جزئیاتو کې، لکه د خراج (د ځمکې مالیې) د شاملېدو او همدارنګه د نصاب د محاسبې د څرنګوالي په اړه، چې د لګښتونو له کمولو مخکې وي که وروسته، د نظر اختلاف شتون لري. په دې منځ کې، په دې اړه چې آیا خراج د مقاسمې حکم لري که نه، بېلابېل نظرونه مطرح شوي دي او له مقاسمې سره د خراج د یوځای کولو قول د فقیهانو مشهور نظر ته منسوب شوی دی.[۱۰] مشهور فقها په دې باور دي چې د زکات نصاب باید د لګښتونو (مَؤونه) له کمولو وروسته محاسبه شي.[۱۱]

فوټ نوټ

سرچينې

  • بني‌هاشمي خمیني، سید محمدحسن، توضیح‌المسائل مراجع، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو د ټولنې د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۲۴ق.
  • حکیم، سید محسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، مکتبة آیة الله المرعشي النجفي، ۱۳۸۸-۱۳۹۱ق.
  • خویي، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئي، قم، مؤسسة احیاء آثار الإمام الخوئي، لومړی چاپ، ۱۴۱۸ق.
  • طباطبايي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشّی)، څېړنه: احمد محسني سبزواري، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • طباطبايي یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، دویم چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • د اسلامي فقهې د دایرة‌المعارف بنسټ، فرهنګ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، تر څارنې لاندې: سید محمود هاشمي شاهرودي، قم، مؤسسه دائرة‌المعارف فقه اسلامي، ۱۳۸۲ل.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام في شرح شرائع الإسلام، سمون (تصحیح): عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴ق.