صرخه

صَرخه د یمن د انصارالله غورځنګ یو سیاسي ـ مذهبي شعار دی چې د دې غورځنګ د فکري، کلتوري او سیاسي هویت د نښې په توګه پېژندل کېږي. انصارالله دا شعار د قرآني ښوونو اخیستل شوی بولي او هغه د مقاومت او د بهرني نفوذ پر ضد د دریځ په چوکاټ کې تفسیر کوي. ځینو دا شعار د ایران د اسلامي انقلاب له شعارونو اغېزمن بللی دی. په دې شعار کې تکبیر، پر امریکا او اسرائیلو مرګ، پر یهودو لعنت او د اسلام د بریا ټینګار شامل دي.
انصارالله هر کال د «صرخې اوونۍ» تر عنوان لاندې د دې شعار د درناوي لپاره یوه اوونۍ لمانځي چې بېلابېل پروګرامونه او مراسم پکې ترسره کېږي.
پېژندنه او محتوا
صرخه د چیغې او فریاد په معنا ده[۱] او د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي او مذهبي شعار نوم دی چې هغه د قرآن له ښوونو اخیستل شوی بولي.[۲] دا شعار د دې غورځنګ د فکري او کلتوري چوکاټ یوه برخه ګڼل کېږي[۳] او د انصارالله د هویتي او سیاسي نښې په توګه په غونډو او رسنیو کې کارول کېږي.[۴] د انصارالله رسمي بیرغ سپین رنګ لري چې د صرخې شعار پرې په شین او سور رنګ لیکل شوی دی.[۵] ویل کېږي چې د صرخې شعار د ایران د اسلامي انقلاب له شعارونو اغېزمن شوی دی.[۶]
د صرخې شعار لومړی ځل د دې غورځنګ لومړي مشر حسین بدرالدین الحوثي د ۲۰۰۲م کال په لومړیو کې د یمن د مران سیمې په امام الهادي مدرسه کې مطرح کړ.[۷] ځینې د دې شعار د پیل نېټه ۲۰۰۰م کال بولي[۸] او هغه د منځني ختیځ لپاره د امریکا او اسرائیلو د سیاستونو او د فلسطین د دویم انتفاضې له رامنځته کېدو وروسته غبرګون ګڼي.[۹]
د صرخې شعار پنځه عبارتونه لري:
- الله اکبر: د انصارالله د معنوي ځواک او روحیې سرچینه ګڼل کېږي.
- «الموت لأمریکا» (مړه دې وي امریکا) او «الموت لإسرائیل» (مړه دې وي اسرائیل): د امریکا د سیاستونو پر ضد مخالفت او د صهیونیسټي رژیم د نابودۍ غوښتنه څرګندوي.
- «اللَّعنةُ علی الیهود» (پر یهودو لعنت): چې له اسلام دښمنه یهودو پر ضد په مخالفت تفسیر شوی دی.
- «النصر للإسلام» (بریا د اسلام ده).[۱۰]
د صرخې شعار کارونه
حوثیان دا شعار د استکبار د هیبت د کمزوري کولو وسیله ګڼي[۱۱] او هغه د نرمې مبارزې لپاره اغېزناکه وسله بولي.[۱۲] دا شعار په پیل کې د وېرې فضا د ماتولو او په یمن او سیمه کې د بهرني نفوذ او سلطې پر وړاندې د اعتراض د روحیې د پیاوړتیا لپاره کارول کېده.[۱۳] همداراز دا د امریکا او اسرائیلو د سیمهییزو سیاستونو پر وړاندې د مقابلې وسیله هم بلل شوې ده.[۱۴] د انصارالله د درېیم مشر عبدالملک الحوثي په وینا، دا شعار د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو پر وړاندې د عامه بسیج (د خلکو سرتاسري چمتووالی) سبب ګرځي.[۱۵]
ویل شوي چې پر دې شعار ټینګار له اسرائیلو سره د یمن د اړیکو د عادي کولو له پروژې څخه په لرې ساتلو کې مهم رول لوبولی دی.[۱۶] همداراز ویل شوي چې د دې شعار پورته کول په یمن کې د امریکا د نفوذ د کمېدو، آن د دې هېواد د سفیر تر وتلو پورې، اغېز درلودلی دی.[۱۷]
حسین الحوثي د ۲۰۰۲م کال د جنورۍ په ۱۷مه، د «الصرخة فی وجه المستکبرین» تر سرلیک لاندې وینا کې دا شعار د ظالمانو پر ضد د مبارزې لومړی ګام وباله او هغه یې په یمن کې د زیدیه د احیا د بهیر اصلي نښه وبلله.[۱۸]
د صرخې شعار ته غبرګونونه
د صرخې شعار لومړنی غبرګون د علي عبدالله صالح د حکومت لهخوا وشو؛ هغه د دې شعار پورته کول منع اعلان کړل او له امله یې له حسین الحوثي او د هغه له پلویانو سره پوځي مقابله وشوه.[۱۹] یمني مفتي، قاضي محمد بن محمد الوزیر، د دې شعار پورته کول بدعت وباله.[۲۰] ځینو منتقدانو هم دا ډول شعارونه د سیاسي کړکېچونو د زیاتېدو او په نړیوال ډګر کې د یمن د دریځ د کمزوري کېدو سبب ګڼلي دي.[۲۱] همداراز د دې شعار یوه برخه د یهود ضدوالي او دښمنۍ د بېلګې په توګه تر نیوکې لاندې راغلې ده.[۲۲]

له بلې خوا، دا شعار د یمن له پولو هاخوا هم خپور شوی او د ځینو ملتونو او ډلو له هرکلي سره مخ شوی دی. دا د مقاومت له چورلیز سره د همغږۍ نښه ګڼل کېږي[۲۳] او په ځینو لاریونونو کې هم پورته شوی دی.[۲۴]
د صرخې اوونۍ
د یمن انصارالله د شوال د میاشتې وروستۍ جمعه د شعار ورځې په نوم نومولې ده او هر کال د یوې اوونۍ لپاره د دې ورځې او «صرخې اوونۍ» د درناوي مراسم ترسره کوي.[۲۵] په دې اوونۍ کې، چې د انصارالله له مهمو کلنیو مراسمو څخه شمېرل کېږي، پوځي رسمګذشتونه (پریډونه) او بېلابېل سیمینارونه جوړېږي.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ «پرچم انصارالله یمن کدام است؟»، د اویس قرني جهادي ډلې وېبپاڼه.
- ↑ «شعار الصرخة امتداد لمشروع قرآني رسم للشعب اليمني مسار التحرر من هيمنة القوى الخارجيه»، د الثوره وېبپاڼه.
- ↑ «چرا شعار صرخه به نماد هویت سیاسی در یمن تبدیل شد؟»، د یمن الاسلام وېبپاڼه.
- ↑ «چرا شعار صرخه به نماد هویت سیاسی در یمن تبدیل شد؟»، د یمن الاسلام وېبپاڼه.
- ↑ «پرچم انصارالله یمن کدام است؟»، د اویس قرني جهادي ډلې وېبپاڼه.
- ↑ حلالی، «شعار حوثیها نسخهای از شعارهای جمهوری اسلامی»، د اندیپندنت خبري شبکې وېبپاڼه؛ «استجابة ضعيفه لدعوة الحوثيين الى الصرخه»، د الجزیرې خبري شبکې وېبپاڼه.
- ↑ صالح الدعانی، «البنیة الصوتیه و دلالاتها فی نص شعار الصرخه»، مخ۲۱۷؛ البنوس، «الصرخه.. هتاف الاحرار»، وبگاه خبری ۲۱سبتمبر؛ البهکلی، «الصرخه فی وجه المستکبرین...» د الثوره وېبپاڼه.
- ↑ شاکر ابو راس، «شعار الصرخة من الاستضعاف إلى التمكين»، د انصارالله وېبپاڼه.
- ↑ شاکر ابو راس،«شعار الصرخة من الاستضعاف إلى التمكين»، د انصارالله وېبپاڼه.
- ↑ علی البجلی، «مضامين الشعار.. تجليات الرؤية القرآنيه في مواجهة الهيمنه»، د المسیرې خبري شبکې وېبپاڼه.
- ↑ عمیر، «الصرخه.. جهاد و ارادة الامه فی مواجهة الطغاه»، د یمنی پرس وېبپاڼه.
- ↑ صالح الدعانی، «البنیة الصوتیه و دلالاتها فی نص شعار الصرخه»، مخ۲۱۷.
- ↑ «چرا شعار صرخه به نماد هویت سیاسی در یمن تبدیل شد؟»، د یمن الاسلام وېبپاڼه.
- ↑ صالح الدعانی، «البنیة الصوتیه و دلالاتها فی نص شعار الصرخه»، مخ۲۱۷.
- ↑ «گزیده بیانات سید عبدالملک الحوثی در روز صرخه یمن(۱۴۰۲)»، د اویس قرني جهادي ډلې وېبپاڼه.
- ↑ «شعار الصرخة امتداد لمشروع قرآنی...»، د الثوره وېبپاڼه.
- ↑ «شعار الصرخة امتداد لمشروع قرآنی...»، د الثوره وېبپاڼه.
- ↑ «گزیده بیانات سید عبدالملک الحوثی در روز صرخه یمن(۱۴۰۲)»، د اویس قرني جهادي ډلې وېبپاڼه.
- ↑ «السید حسین الحوثی.. الفكر الجهادی و الانتماء الیمنی»، د المیادین خبري شبکې وېبپاڼه.
- ↑ الوزیر، فتوی حول الصرخه التی استحدثت فی بعض مساجد الیمن، د شبوه برس وېبپاڼه.
- ↑ «چرا شعار صرخه به نماد هویت سیاسی در یمن تبدیل شد؟»، د یمن الاسلام وېبپاڼه.
- ↑ البعوه، «شعار الصرخه و معاداة السامیه»، د انصار الله وېبپاڼه.
- ↑ «چرا شعار صرخه به نماد هویت سیاسی در یمن تبدیل شد؟»، د یمن الاسلام وېبپاڼه.
- ↑ عبدالملک، «الصرخه.. من حصریتها فی جبال دوله الی انتشارها فی میادین دول»، د یمنی پرس وېبپاڼه.
- ↑ «پرچم انصارالله یمن کدام است؟»، د اویس قرني جهادي ډلې وېبپاڼه؛ «الصرخه المنطلقات و الاهداف»، د صعده نیوز وېبپاڼه.
- ↑ «الحوثیون یحییون اسبوع الصرخه: رسائل للاعداء و الحلفاء»، د العربی الجدید وېبپاڼه.
سرچينې
- «استجابة ضعيفه لدعوة الحوثيين الى الصرخه» (د حوثیانو د «صرخې» (نارې) بلنې ته کمزوری غبرګون)، د الجزیرې خبري شبکې وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱۴ وږی ۱۳۹۳ل، د لیدنې نېټه: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- البعوه، زید، «شعار الصرخه و معاداة السامیه»( د صرخې شعار او د یهودو دښمني (Antisemitism))، د انصارالله وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۶ چنګاښ ۱۳۹۸ل، د لیدنې نېټه: ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- البنوس، عبدالفتاح، «الصرخه.. هتاف الاحرار» (صرخه… د آزادو خلکو نارې)، د ۲۱ سپتمبر خبري وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱ل، د لیدنې نېټه: ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- «پرچم انصارالله یمن کدام است؟» (د یمن د انصارالله بیرغ کوم دی؟)، د اویس قرني جهادي ډلې وېبپاڼه، د لیدنې نېټه: ۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- البهکلي، صادق، «الصرخه فی وجه المستکبرین.. السلاح الذی لم یستطع الاعداء مواجهته»(د مستکبرینو پر وړاندې صرخه… هغه وسله چې دښمنان یې د مقابلې توان نه لري)، د الثوره وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۹ل، د لیدنې نېټه: ۵ کب ۱۴۰۴ل.
- «چرا شعار صرخه به نماد هویت سیاسی در یمن تبدیل شد؟»( ولې د صرخې شعار په یمن کې د سیاسي هویت پر نښان بدل شو؟)، د یمن الاسلام وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ل، د لیدنې نېټه: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- حلالي، خلود، «شعار حوثیها نسخهای از شعارهای جمهوری اسلامی» (د حوثیانو شعار د اسلامي جمهوریت د شعارونو یوه نسخه ده)، د انډيپنډنټ خبري اژانس وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱۹ وږی ۱۳۹۸ل، د لیدنې نېټه: ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- «الحوثیون یحییون اسبوع الصرخه: رسائل للاعداء و الحلفاء»( حوثیان د صرخې اونۍ لمانځي: دښمنانو او متحدینو ته پیغامونه)، د العربی الجدید وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل، د لیدنې نېټه: ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- «السید حسین الحوثی.. الفکر الجهادی و الانتماء الیمنی»( سید حسین الحوثي… جهادي فکر او یمني تړاو)، د المیادین خبري شبکې وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲۶ کب ۱۴۰۱ل، د لیدنې نېټه: ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ل.
- شاکر ابو راس، فهد، «شعار الصرخة من الاستضعاف إلى التمكين»( د صرخې شعار؛ له کمزورۍ تر واکمنۍ)، د انصارالله وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۹ غبرګولی ۱۴۰۲ل، د لیدنې نېټه: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ل.
- «شعار الصرخة امتداد لمشروع قرآني رسم للشعب اليمني مسار التحرر من هيمنة القوى الخارجيه»(د صرخې شعار؛ د یمني ولس لپاره د بهرني سلطې څخه د ازادۍ د قرآني پروژې غځېدنه)، د الثوره وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲۱ غويی ۱۴۰۳ل، د لیدنې نېټه: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ل.
- صالح ظفران الدعاني، ثابت، «البنیة الصوتیه و دلالاتها فی نص شعار الصرخه»( د صرخې شعار په متن کې غږیز جوړښت او د هغې ماناوې)، د عمران پوهنتون مجله، څلورمه ګڼه، ۲۰۲۲م.
- «الصرخه المنطلقات و الاهداف»( صرخه؛ بنسټونه او موخې)، د صعده نیوز وېبپاڼه، د لیدنې نېټه: ۵ کب ۱۴۰۴ل.
- عبدالملک، احمد، «الصرخه.. من حصریتها فی جبال دوله الی انتشارها فی میادین دول»( صرخه… د یوه هېواد له غرونو تر نورو هېوادونو پورې خپرېدل)، د یمني پرس وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۰ل، د لیدنې نېټه: ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- عمیر، احمد، «الصرخه.. جهاد و ارادة الامه فی مواجهة الطغاه»( صرخه… د ظالمانو پر وړاندې د امت جهاد او اراده)، د یمني پرس وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ل، د لیدنې نېټه: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- «گزیده بیانات سید عبدالملک الحوثی در روز صرخه یمن(۱۴۰۲)»(د یمن د صرخې په ورځ د سید عبدالملک الحوثي د ویناوو غوره ټوټې (۱۴۰۲))، د اویس قرني جهادي ډلې وېبپاڼه، د لیدنې نېټه: ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ل.
- «علماء يتحدثون عن أهمية إحياء ذكرى الصرخة: شعار الصرخه بداية الخلاص ومشروع المرحله»( عالمان د صرخې د یادښت د لمانځنې د اهمیت په اړه خبرې کوي: د صرخې شعار د خلاصون پیل او د مرحلې یوه پروژه ده)، د الثوره وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۳ غبرګولی ۱۴۰۳ل، د لیدنې نېټه: ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- علي البجلي، اصیل، «مضامين الشعار.. تجليات الرؤية القرآنيه في مواجهة الهيمنه»( د شعار مضامین… د سلطې پر وړاندې د قرآني لیدلوري ځلا)، د المسیره خبري شبکې وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ل، د لیدنې نېټه: ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ل.
- الوزیر، محمد، «فتوی حول الصرخه التی استحدثت فی بعض مساجد الیمن»( د یمن په ځینو جوماتونو کې د نوې شوې صرخې په اړه فتوا)، د شبوه پرس وېبپاڼه، د لیکنې نېټه: ۲ سلواغه ۱۳۹۳ل، د لیدنې نېټه: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ل.