الحقیقة کما هي (کتاب)

د wikishia لخوا
الحقیقة کما هي

الحَقیقَةُ کَمَا هِيَ د امامیه شیعو د تفکر د بیان په اړه یو لنډ کتاب دی چې د جعفر الهادي (وفات: 1399) شیعه دیني عالم کتاب دی. په دې کتاب کې لیکوال له دلیل پرته د قرآن کریم له آیاتونو او احادیثو په استفادې سره شیعه معرفي کړي دي. الحقیقة کمال هی په عربي ژبه لیکل شوی دی. د اهل بیتو نړیوالې ټولنې دا کتاب په ۱۳۸۴ کال کې خپور کړی او تر ۱۴۰۲ کال پورې یې په ۳۳ ژبو ژباړلی دی. د هغه فارسي ژباړه «حقیقت؛ آنگونه که هست» ده.

د دې کتاب آډیو نسخه هم په هسپانوي، فرانسوي او اندونیزیایي ژبو تولید شوې ده.

پیژندنه

الحقیقة کما هی (حقیقت لکه څنګه چې دی)، دا په عربي ژبه کې یو کتاب دی چې د آیتونو او روایتونو په کارولو سره د امامیه شیعو عقیده معرفي کوي.[۱] چې لیکوال یې جعفر الهادي (وفات: 1399) شیعه دیني عالم د عراق اوسیدونکی دی او د اهل بیتو(ع) د نړیوالې ټولنې د کتابونو د شورا غړی و.

په دې کتاب کې هڅه شوې ده چې له کوم دلیل او حوالې پرته د شیعه د افکارو د چوکاټ په اړه یو لنډ تعریف او تشریح وړاندې کړي، پرته له دې چې د اسلامي فرقو تر منځ شکونو، تورونو او اختلافونو ته اشاره وکړي.[۲] په څلوېښتو موضوعاتو کې د ليکوال موخه د شيعه عقايدو او د نورو اسلامي فرقو د عقايدو تر منځ توپيرونه په ګوته کول دي.[۳] الحقیقة کما هی په ۳۳ ژبو ژباړل شوی او خپور شوی دی.[۴]

جوړښت او منځپانګه

الحقیقه کما هی یو لنډ کتاب دی چې د خپرونکي سریزه، د لیکوال یوه سریزه، د کتاب متن په کې شامل دی او لړلیک او څپرکي په کې نیشته،[۵] کتاب د محتوا په څلویښتو موضوعاتو کې ګڼه شوې ده او د شعیو پیژنګلو او د هغوي عقاید بیانوي.[۶] د کتاب مینځپانګه د لړلیک له مخې لاندې ده:

خپریدل او ژباړه

د «الحقیقة کما هی» د فارسۍ ترجمه : «حقیقت آنگونه که هست»

دا کتاب په 1426 هـ ق (1383-1384هـ ق) کښې د اهل بیتو علیهم السلام د نړیوالې ټولنې له خوا په شپږ زره ټوکو کښې چاپ شو.[۸] به 1388 لمریز کال کې د هغې د فارسۍ ژباړه «حقیقت آنگونه که هست»  په ۶۳ مخونو کې چاپ او خپور شو. دا په 32 نورو ژبو هم ژباړل شوی دی لکه:

  1. آلبانیایي
  2. آلماني
  3. اُردو
  4. اِسپانیایي
  5. اندونزیایي
  6. انگریزي
  7. ایتالیایي
  8. بِرمه‌
  9. بلغاري
  10. بنگالي
  11. بوسنیایي
  12. پُرتغالي
  13. پشتو
  14. تاگالوگ (فیلیپینی)
  15. تایلنډي
  16. استانبولي ترکي
  17. چیچوایي
  18. دانمارکي
  19. رواندایي
  20. روسي
  21. رومانیایي
  22. ژاپني
  23. سِندي
  24. سواحلي
  25. فرانسوي
  26. فولاني
  27. قرقیزي
  28. خمر (کامبوجي)
  29. کردي کرمانجي
  30. لزگي
  31. لهستاني
  32. هوسایي[۹]

د الحقیقة کما هی غږیز کتاب په هسپانوي، فرانسوي او اندونيزيايي ژبو كې د اهل بيتو(ع) د نړیوالې ټولنې د علمي او فرهنګي مرستيال لخوا چمتو شوى دى.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. کتاب گویای "حقیقت آنگونه که هست" به سه زبان تولید شد خبرگزاری ابنا.
  2. کرمانی و روزبه، آینه آثار، ۱۴۰۱ش، ص ۳۳۹.
  3. کرمانی و روزبه، آینه آثار، ۱۴۰۱ش، ص ۳۳۹.
  4. کرمانی و روزبه، آینه آثار، ۱۴۰۱ش، ص ۱۸.
  5. الهادی، الحقیقة کما هی، ۱۴۲۶ق.
  6. الهادی، الحقیقة کما هی، ۱۴۲۶ق.
  7. کتاب «حقیقت؛ آن‌گونه که هست» از سوی معاونت امور فرهنگی مجمع جهانی اهل بیت(ع) منتشر شد.، حوزه‌نت.
  8. الهادی، الحقیقة کما هی، ۱۴۲۶ق.
  9. کرمانی و روزبه، آینه آثار، ۱۴۰۱ش، ص ۱۸.
  10. کتاب گویای "حقیقت آنگونه که هست" به سه زبان تولید شد، خبرگزاری ابنا.

سرچينې