زید بن صوحان
| د جمل د جګړې له شهیدانو څخه | |
| کامل نوم | زید بن صوحان بن حجر |
|---|---|
| لقب | زید الخیر |
| مشهور خپلوان | صعصعة بن صوحان(د زید بن صوحان کشر ورور) |
| د اوسیدو ځای | کوفه |
| د وفات ځای | بصره(د جمل جگړه) |
| د شهادت نیټه | د جمل په جګړه کې ۳۶ قمري کال |
| له ملګرې | امام علي(ع) |
| فعالیتونه | د امام علي(ع) د احادیثو راوی • د جمل په جګړه کې د عبدالقیس قبیلې بیرغوال • له زاهدان او ابدال څخه |
| آثار | د زید بن صوحان جومات |
زید بن صَوحان (شهادت: ۳۶ هجري) د امام علي(ع) له ملګرو څخه و چې د جمل په جګړه کې شهید شو.
د جمل د جګړې په درشل کې، زید کوفیانو د امام علي(ع) ملاتړ ته بلل. هغه په دې جګړه کې د خپلې قبیلې (عبدالقیس) بیرغ پورته کوونکی و. د عمر په وروستیو شیبو کې، زید د غدیر د حدیث په نقلولو سره د امام علي(ع) د حقانیت او د امامت په مشروعیت ټینګار وکړ. هغه مخکې په یوه جګړه کې خپل لاس له لاسه ورکړی و.
ځینو سرچینو د هغه د زهد او د عبادت د کثرت په اړه خبرې کړې دي، تر دې چې سلمان فارسي هغه ته د اعتدال سپارښتنه کړې ده.
پیژندنه او مقام
زید بن صَوحان د عبدالقیس له قبیلې څخه و[۱] د هغه کنیتونه ابو سلمان او ابو عبدالله وو. ویل کیږي چې هغه ته، سلمان فارسي سره د هغه د ډیرې مینې له امله، ابو سلمان کنیت ورکړی شوی و.[۲] زید د صَعْصَعة بن صوحان مشر ورور و.[۳]
ځینې تاریخي سرچینو زید د پیغمبر(ص) له اصحابو ذکر کړی دی[۴] او نورو له تابعینو څخه ګڼلی دی.[۵]
زید د کوفې و خو عثمان شام ته جلاوطن کړ،[۶] خو معاویه سره د هغه د نرمو خبرو اترو له امله بیرته کوفې ته راستون کړی شو.[۷] زید عثمان ته په نصیحت کې وویل: «تا افراط وکړ او ستا قوم هم افراط وکړ اعتدال سره چلند کوه چې قوم دې هم معتدل وي»، که څه هم هغه ځان د خلیفه اطاعت کوونکی هم ګڼلو.[۸]
د جمل په جګړه کې د هغه رول
زید د امام علي(ع) له ملګرو څخه و[۹] او له هغه یې روایتونه نقل کړي دي.[۱۰] د جمل له جګړې لږ مخکې سره د دې چې د کوفې په خلکو کې اختلاف و، خو هغه خلک وهڅول چې د امام علي(ع) په لښکر کې شامل شي.[۱۱] عایشه زید ته یو لیک واستاوه، چې له هغه څخه یې وغوښتل چې د علي(ع) له ملاتړه لاس واخلي او له خلکو څخه هم وغواړي چې دا کار وکړي. زید دا غوښتنه له پامه وغورځوله.[۱۲] هغه د جمل په جګړه کې د عبدالقیس قبیلې د قوماندان[۱۳] او بیرغ پورته کوونکي په توګه ګډون وکړ.[۱۴]
شهادت
زید په ۳۶ هجري کال کې د جمل په جګړه کې شهید شو.[۱۵] د هغه د ژوند په وروستیو شیبو کې، د امام علي(ع) د هغه د بستر څنګ ته حاضر شو. هغه د غدیر د حدیث په حواله د امام علي(ع) په حقانیت باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې له پوهې سره د هغه حمایت کوي.[۱۶] امام علي(ع) د زید په اړه فرمایلي وو: «خدای دې پر تا رحم وکړي، ای زیده! چې په لګښت کې یې کم خرچه وې او ډېر ګټه ور وې».[۱۷] د ځینو سرچینو له مخې، عایشې هم د زید د شهادت په اوریدو سره د هغه لپاره د رحمت دعا وکړه.[۱۸]
زید وصیت وکړ چې د هغه له شهادت وروسته، وینه د هغه له مخ څخه پاکه نه کړی شي او د هغه جامې بدلې نه کړی شي؛ ترڅو هغه د قیامت په ورځ په ورته حالت کې راپورته شي.[۱۹]
زهد
زید د خپل وخت له زاهدانو څخه پیژندل کیده[۲۰] او ځینو یې هغه له ابدال (الهي اولیاو) په ډله کې هم شمیرلی دی.[۲۱] هغه ډیرې ورځې روژه نیوله او شپې به یې په لمانځه او عبادت تیرولې. سلمان فارسي هغه ته مشوره ورکړه چې اعتدال وساتي او د خپل بدن د غړو حقونو ته پاملرنه وکړي.[۲۲]
هغه د ایرانیانو په وړاندې په جګړه کې ټپي شو او لاس یې پری شو. ویل کیږي چې د زخم او وینې بهیدو سره سره، هغه به په جرائت سره وویل چې له دې امله چې د الهي اجر په تمه دی، نو ولې باید په چیغو وهلو سره درد کم کړي.[۲۳] د پیغمبر(ص) په یو حدیث کې د زید په نوم د یو کس یادونه شوره ده چې د بدن یوه برخه به یې له هغه څخه مخکې جنت ته لاړه شي؛[۲۴] ځینو دا روایت هغه زید ته منسوب کړی چې په ورته جګړه کې حاضر و.[۲۵]

د زید بن صوحان جومات
په کوفه کې د صعصعة جومات او سهله جومات ته نږدې، زید بن صوحان سره منسوب یو جومات شتون لري. د دعاګانو په کتابونو کې، د دې جومات لپاره ځانګړي اعمال ذکر شوي دي، پشمول د دوه رکعته لمونځ او هغه دعا لوستل چې زید به د شپې په لمانځه کې لوسته.[۲۶]
فوټ نوټ
- ↑ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ټوک۳، مخ۵۹.
- ↑ ابنحجر، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۵۳۳.
- ↑ مامقانى، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ټوک۲۹، مخ۲۱۰.
- ↑ ابناثیر، أسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۱۳۹.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۹، مخ۴۳۲.
- ↑ ابنحجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ټوک۲، مخ۵۳۳.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۹، مخ۴۳۱.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الكبرى، ۱۴۱۸ق، ټوک۶، مخ۱۷۷.
- ↑ مامقانى، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ټوک۲۹، مخ۲۱۰.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۹، مخ۴۳۴.
- ↑ ابناعثم کوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ټوک۲، مخ۴۶۰.
- ↑ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۸۴.
- ↑ فسوی، المعرفة و التاریخ، ۱۴۰۱ق، ټوک۳، مخ۳۱۲.
- ↑ ابناثیر، أسد الغابة، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۱۳۹.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ټوک۱۹، مخ۴۳۱.
- ↑ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۸۴.
- ↑ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۸۴.
- ↑ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ۵۵۷.
- ↑ سمعانی، الأنساب، ۱۳۸۲ق، ټوک۹، مخ۱۹۷.
- ↑ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۲۸۴.
- ↑ علامه حلی، رجال، ۱۴۰۲ق، مخ۷۳.
- ↑ ابنجوزی، المنتظم، ۱۴۱۲ق، ټوک۵، مخ۱۱۱.
- ↑ امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ټوک۷، مخ۱۰۳.
- ↑ ابونعیم إصفهانی، معرفة الصحابة، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۳۶۶.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ټوک۵، مخ۹۸.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: قمی، مفاتیحالجنان، نشر اسوه، مخ۴۰۷.
سرچينې
- ابن اثیر جزري، علي بن محمد، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، دار الفکر، بیروت، ۱۴۰۹هـ ق.
- ابن اعثم کوفي، احمد بن اعثم، الفتوح، تحقیق: علي شیري، دار الأضواء، بیروت، ۱۴۱۱هـ ق.
- ابن جوزي، عبدالرحمن بن علي، المنتظم، تحقیق: محمد عبدالقادر عطا او مصطفی عبدالقادر عطا، دار الکتب العلمیة، بیروت، لومړی چاپ، ۱۴۱۲هـ ق.
- ابن حجر عسقلاني، احمد بن علي، الاصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق: عادل احمد عبدالموجود او علي محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۵هـ ق.
- ابن سعد (کاتب واقدي)، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، دوهم چاپ، ۱۴۱۸هـ ق.
- ابن عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق: علي محمد البجاوي، دار الجیل، بیروت، لومړی چاپ، ۱۴۱۲هـ ق.
- ابن عساکر، علي بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، دار الفکر، بیروت، ۱۴۱۵هـ ق.
- ابو الفرج اصفهاني، علي بن حسین، الاغاني، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۱۵هـ ق.
- ابو نعیم اصفهاني، احمد بن عبدالله، معرفة الصحابة، تحقیق: عادل بن یوسف عزازي، دار الوطن، ریاض، لومړی چاپ، ۱۴۱۹هـ ق.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۶هـ ق.
- زرکلي، خیرالدین، الأعلام، بیروت، دار العلم للملایین، اتم چاپ، ۱۹۸۹م.
- سمعاني، عبدالکریم بن محمد، الأنساب، تحقیق: عبدالرحمن بن یحیی المعلمي الیماني، حیدر آباد، مجلس دائرة المعارف العثمانیة، لومړی چاپ، ۱۳۸۲هـ ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، رجال، تصحیح: محمد صادق بحرالعلوم، قم، الشریف الرضي، ۱۴۰۲هـ ق.
- فسوي، یعقوب بن سفیان، المعرفة و التاریخ، تحقیق: ضیاء اکرم العمري، مؤسسة الرسالة، بیروت، دوهم چاپ، ۱۴۰۱هـ ق.
- کشي، محمد بن عمر، اختیار معرفة الرجال، تحقیق او تصحیح: محمد بن حسن طوسي او حسن مصطفوي، د مشهد پوهنتون د خپرندویه مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۰۹هـ ق.
- مامقاني، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، تحقیق: محیالدین مامقاني او محمدرضا مامقاني، قم، د آلالبیت د تراث د احیا مؤسسه، ۱۴۳۱هـ ق.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||