مسوده:د زکات نصاب
| ځینې عملي او فقهي احکام |
|---|
د زکات نصاب نصاب هغه اندازې ته د مال رسېدو ته ویل کېږي چې زکات پرې واجبېږي. د زکات د هر یوه مورد نصاب په اسلامي شریعت کې ټاکل شوی دی. د بېلګې په توګه، د څلورو غلو نصاب شاوخوا ۸۴۷ کیلوګرامه دی. په درېګونو څارویو کې د پسونو لومړی نصاب څلوېښت دانې دي چې زکات یې یو پسه دی او کله یې چې شمېر ۱۲۱ پسونو ته ورسېږي، زکات یې دوو پسونو ته رسېږي. په غواوو کې، کله چې شمېر یې دېرشو غواو ته ورسېږي، زکات یې دوه کلن خوسی دی او کله چې څلوېښتو ته ورسېږي، زکات یې درې کلنه خوسۍ وي. په څارویو کې د زکات د وجوب له شرایطو څخه دا دي چې د کال په اوږدو کې په طبیعي څړځایونو کې وڅریږي. د نقدینو (سرو زرو او سپینو زرو) لپاره هم ټاکلي نصابونه په ګوته شوي دي.
د څلورو غلو نصاب
د زکات د نصاب په تعریف کې ویل شوي چې دا د مال یوه ټاکلې اندازه ده چې کله مال هغې اندازې ته ورسېږي، زکات پرې واجبېږي.[۱] د زکات له نهو مواردو څخه هر یو هغه وخت د زکات تابع کېږي چې ټاکل شوي نصاب ته ورسېږي.
فقهاوو د څلورو غلو نصاب ۸۴۷ کیلو او ۲۰۷ ګرامه ټاکلی دی.[۲] یعنې د دغو غلو له هر یوه څخه، که وچ وزن یې دې اندازې ته ورسېږي، زکات پرې واجبېږي.[۳] د فقهي سرچینو پر بنسټ، که غنم، وربشې، خرما او انګور د باران په اوبو، ویالې یا د ځمکې له لندبل څخه پڼه شي، زکات یې د محصول لسمه برخه (لس سلنه) دی.[۴] خو که پڼه کول د وسایلو او تجهیزاتو په وسیله ترسره شي، زکات یې د محصول شلمه برخه (۵ سلنه) دی.[۵] همدارنګه، که پڼه کول په مساوي ډول له دواړو طبیعي او مصنوعي طریقو څخه ترسره شي، د نیم محصول زکات لسمه برخه او د بل نیم محصول زکات شلمه برخه محاسبه کېږي چې په ټولیزه توګه د محصول ۷٫۵ سلنه جوړوي.[۶]
د سید ابوالقاسم خویي په وینا،په دغه نصاب د شیعه فقیهانو اتفاق او اجماع ده.[۷]
د درېګونو څارویو نصاب او د هغوی زکات
د درېګونو څارویو په زکات کې څو نصابونه ټاکل شوي دي. په دې معنا چې کله د اوښانو، غواوو یا پسونو شمېر ټاکلي نصاب ته ورسېږي، زکات پرې واجبېږي او له هر نصاب څخه زیاته اندازه، تر هغې چې راتلونکي نصاب ته ورسېږي، د زکات تابع نه ده.[۸] په څارویو کې د زکات د وجوب له شرایطو څخه دا دی چې حیوانات د کال په اوږدو کې له طبیعي څړځایونو، لکه دښتو او بیابانونو، څخه تغذیه شي.[۹]
پسونه پنځه نصابونه لري
لومړی نصاب ۴۰ پسونه دي چې زکات یې یو پسه دی. دویم نصاب ۱۲۱ دانې دي او زکات یې دوه پسونه دي. درېیم نصاب ۲۰۱ دانې دي چې زکات یې درې پسونه دي. څلورم نصاب ۳۰۱ دانې دي او زکات یې څلور پسونه دي. پنځم نصاب، چې له ۴۰۰ پسونو څخه پیلېږي، د هر ۱۰۰ پسونو لپاره یو پسه د زکات په توګه ورکول کېږي.[۱۰]
غواوې درې نصابونه لري
د غواوو لومړی نصاب ۳۰ دانې دي چې زکات یې هغه خوسی دی چې دویم کال ته داخل شوی وي. دویم نصاب ۴۰ دانې دي چې زکات یې هغه ماده خوسۍ ده چې درېیم کال ته داخله شوې وي.[۱۱] کله چې د غواوو شمېر ۶۰ دانو ته ورسېږي، زکات یې دوه هغه خوسي دي چې دویم کال ته داخل شوي وي. په لوړو شمېرو کې د زکات محاسبه د ۳۰ او ۴۰ سرونو د نصابونو پر بنسټ ترسره کېږي؛ په دې ډول چې له محاسبې وروسته یا هېڅ شی پاتې نه شي، یا پاتې شمېر له ۱۰ سرونو څخه کم وي. د بېلګې په توګه، په ۷۰ غواوو کې زکات د ۳۰ او ۴۰ د ترکیب پر بنسټ محاسبه کېږي؛ ځکه که یوازې د ۳۰ سرونو پر بنسټ محاسبه شي، ۱۰ سرونه به له محاسبې پرته پاتې شي.[۱۲]
اوښان دولس نصابونه لري
لومړی نصاب ۵ اوښان دي چې زکات یې یو پسه دی. دا حکم تر ۲۵ اوښانو پورې دوام لري او د هر ۵ اوښانو لپاره یو پسه د زکات په توګه ورکول کېږي. له هغه وروسته، نصابونه په ترتیب سره ۲۶، ۳۶ او ۴۶ اوښان دي چې زکات یې په ترتیب سره یو دوه کلن اوښ، یو درې کلن اوښ او یو څلور کلن اوښ دی. راتلونکي نصابونه ۶۱، ۷۶ او ۹۱ اوښان دي چې زکات یې په ترتیب سره یو پنځه کلن اوښ، دوه درې کلن اوښان او دوه څلور کلن اوښان دي.
د اوښانو په زکات کې راتلونکی نصاب ۲۱۱ اوښان او له هغې څخه پورته دی. له ۲۱۱ دانو څخه پورته، اوښان د ۴۰ یا ۵۰ دانو د واحدونو پر بنسټ محاسبه کېدای شي؛ په دې ډول چې د هر ۴۰ اوښانو لپاره یو هغه اوښ چې درېیم کال ته داخل شوی وي او د هر ۵۰ اوښانو لپاره یو هغه اوښ چې څلورم کال ته داخل شوی وي، د زکات په توګه ورکول کېږي. همدارنګه، په محاسبه کې د ۴۰ او ۵۰ سرونو له واحدونو څخه ګډ ترکیب هم کارول کېدای شي.[۱۳]
د سرو زرو او سپینو زرو نصاب
د سرو زرو او سپینو زرو زکات یوازې هغه وخت واجبېږي چې په معاملاتو کې د رایجو مسکوکو (سکه وهل شویو) سکو په بڼه وي؛ له همدې امله، پر غیرمسکوکو سرو زرو او سپینو زرو، په هره بڼه او د هر ډول استعمال لپاره چې وي، زکات واجب نه دی.[۱۴]
سره زر دوه نصابونه لري
- لومړی نصاب: ۲۰ شرعي مثقاله، چې د مسکوکو سرو زرو (د سرو زرو سکې) له ۱۵ معمولي مثقالو سره برابر دي او زکات یې د هغې یوه څلوېښتمه برخه (۲٫۵ سلنه) ده.
- دویم نصاب: ۴ شرعي مثقاله، چې له ۳ معمولي مثقالو سره برابر دي؛ یعنې که ۳ معمولي مثقاله د لومړي نصاب پر ۱۵ معمولي مثقالو زیات شي، زکات پر ټولټال ۱۸ معمولي مثقالو واجب کېږي. همدارنګه، د هر راتلونکي ۳ معمولي مثقالو په زیاتېدو سره زکات پر ټول موجود مقدار واجب کېږي؛ خو که زیاته شوې اندازه له ۳ معمولي مثقالو څخه کمه وي، پر هغې زکات نه واجبېږي.[۱۵]
د شیعه فقیهانو د مشهور نظر له مخې، هر شرعي مثقال تقریباً له ۳ ګرامه او ۴۵۶ سوته سره برابر دی.[۱۶]
سپین زر هم دوه نصابونه لري
- لومړی نصاب: ۱۰۵ معمولي مثقاله دي چې زکات یې د هغې یوه څلوېښتمه برخه (۲٫۵ سلنه) ده.
- دویم نصاب: ۲۱ معمولي مثقاله دي؛ یعنې که ۲۱ مثقاله پر لومړنیو ۱۰۵ مثقالو زیات شي، زکات به پر ټولټال ۱۲۶ مثقالو واجب وي. همدارنګه، د هر راتلونکي ۲۱ مثقالو په زیاتېدو سره زکات پر ټول موجود مقدار واجب کېږي؛ خو که زیاتوالی له ۲۱ مثقالو څخه کم وي، زیاته شوې اندازه د زکات تابع نه ده.[۱۷]
د زکات د نصابونو جدول
| ډله | د نصاب حد | د زکات اندازه | شرط یا وضاحت |
|---|---|---|---|
| غلات | ۸۴۷.۲۰۷ کیلوګرامه | ۱۰٪ (لسمه برخه) | طبیعي اوبه خوَر |
| ۸۴۷.۲۰۷ کیلوګرامه | ۵٪ (شلمه برخه) | مصنوعي اوبه خور | |
| ۸۴۷.۲۰۷ کیلوګرامه | ۷.۵٪ | ګډ اوبه خور | |
| پسونه | ۴۰ دانې | ۱ پسه | له طبیعي څړځای څخه تغذیه شي. |
| ۱۲۱ دانې | ۲ پسونه | له طبیعي څړځای څخه تغذیه شي. | |
| ۲۰۱ دانې | ۳ پسونه | له طبیعي څړځای څخه تغذیه شي. | |
| ۳۰۱ دانې | ۴ پسونه | له طبیعي څړځای څخه تغذیه شي. | |
| ۴۰۰ دانې او زیات | د هر ۱۰۰ دانو په بدل کې ۱ پسه | له طبیعي څړځای څخه تغذیه شي. | |
| غوا | ۳۰ دانې | ۱ خوسی (دویم کال) | له طبیعي څړځای څخه تغذیه شي. |
| ۴۰ دانې | ۱ خوسۍ (درېیم کال) | له طبیعي څړځای څخه تغذیه شي. | |
| ۶۰ دانې | ۲ خوسي (دویم کال) | د ۳۰ او ۴۰ د نصابونو د ترکیب پر بنسټ | |
| اوښ | له ۵ تر ۲۵ دانو | د هر ۵ اوښانو په بدل کې ۱ پسه | ـ |
| ۲۶ دانې | ۱ دوه کلن اوښ | پنځم نصاب | |
| ۳۶ دانې | ۱ درې کلن اوښ | شپږم نصاب | |
| ۴۶ دانې | ۱ څلور کلن اوښ | اووم نصاب | |
| ۶۱ دانې | ۱ پنځه کلن اوښ | اتم نصاب | |
| ۷۶ دانې | ۲ درې کلن اوښان | نهم نصاب | |
| ۹۱ دانې | ۲ څلور کلن اوښان | لسم نصاب | |
| له ۱۲۱ تر ۲۰۰ دانو | د جزئي محاسبې له مخې | د پخوانیو نصابونو د قاعدې له مخې | |
| ۲۱۱ دانې او پورته | د هر ۴۰ دانو په بدل کې ۱ درې کلن اوښ، یا د هر ۵۰ دانو په بدل کې ۱ څلور کلن اوښ | ||
| سره زر | ۲۰ شرعي مثقاله (۱۵ معمولي مثقاله) | یوه څلوېښتمه (۲٫۵٪) | لومړی نصاب |
| هر ۴ شرعي مثقاله (۳ معمولي مثقاله) پرلومړي نصاب ورزیات | یوه څلوېښتمه (۲٫۵٪) د ټول مال | له لومړي نصاب څخه وروسته | |
| سپین زر | ۱۰۵ معمولي مثقاله | یوه څلوېښتمه (۲٫۵٪) | لومړی نصاب |
| هر ۲۱ معمولي مثقاله پر لومړي نصاب ورزیات | یوه څلوېښتمه (۲٫۵٪) د ټول مال | له لومړي نصاب څخه وروسته |
فوټ نوټ
سرچينې
- ابنزهره حلبي، حمزة بن علي، غنیة النزوع إلی علمی الأصول و الفروع، قم، د امام صادق علیه السلام مؤسسه، ۱۴۱۷هـ.ق.
- ابنفارس، احمد بن فارس، معجم مقاییس اللغه، څېړونکی او سموونکی: هارون، عبدالسلام محمد، قم، مکتب الاعلام الاسلامي (د اسلامي تبلیغاتو دفتر)، ۱۴۰۴هـ.ق.
- اردبیلي، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، سموونکي: آقا مجتبی عراقي - عليپناه اشتهاردي - آقا حسین یزدي اصفهاني، قم، د قم علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۳هـ.ق.
- آقابزرګ تهراني، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعة، څلورمه پېړۍ، قم، اسماعیلیان، نېټه نلري.
- بهجت، محمدتقي، رساله توضیح المسائل، قم، د شفق خپرندویه ټولنه، ۱۴۲۸هـ.ق.
- جوهري، اسماعیل بن حماد، الصحاح، بیروت، دار العلم للملایین، ۱۳۷۶هـ.ق.
- حر عاملي، محمد بن حسن، هدایة الأمة إلی أحکام الأئمة، سموونکی: په اسلامي څېړنو ټولنه کې د حدیث څانګه، مشهد، د اسلامي څېړنو ټولنه (مجمع البحوث الإسلامیة)، ۱۴۱۲هـ.ق.
- حلي، احمد بن محمد، المهذب البارع فی شرح المختصر النافع، سموونکی: مجتبی عراقي، قم، د قم علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۷هـ.ق.
- حلي، شمس الدین محمد بن شجاع القطان، معالم الدین فی فقه آل یاسین، قم، سموونکی: بهادري، ابراهیم، د امام صادق علیه السلام مؤسسه، ۱۴۲۴هـ.ق.
- خمیني، سید روحالله، توضیح المسائل، څېړونکی او سموونکی: مسلم قليپور ګیلاني، ځای نلري، خپروونکی نلري، ۱۴۲۶هـ.ق.
- خویي، سید ابوالقاسم، موسوعة الإمام الخوئي، سموونکي: د آیت الله العظمی خویي د اثارو د احیا او ژوندي کولو د مؤسسې څېړونکي، قم، د امام خویي د اثارو د احیا مؤسسه، ۱۴۱۸هـ.ق.
- سیستاني، سید علي، توضیح المسائل جامع، مشهد، د آیت الله سید علي سیستاني دفتر، ۱۴۴۳هـ.ق.
- سیستاني، سید علي، المسائل المنتخبة، قم، د حضرت آیت الله سیستاني دفتر، ۱۴۲۲هـ.ق.
- شبیري زنجاني، سید موسی، المسائل الشرعیة، قم، د فقهې د خپرولو مؤسسه (مؤسسة نشر الفقاهة)، ۱۴۲۸هـ.ق.
- شبیري زنجاني، سید موسی، رساله توضیح المسائل، قم، د سلسبیل خپرندویه ټولنه، ۱۴۳۰هـ.ق.
- شهید اول، محمد بن مکي، اللمعة الدمشقیة فی فقه الإمامیة، سموونکي: محمد تقي مروارید - علي اصغر مروارید، بیروت، دار التراث، ۱۴۱۰هـ.ق.
- شهید ثاني، زین الدین بن علي عاملي، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، سموونکی: د اسلامي معارفو د مؤسسې د څېړنې ډله، قم، د اسلامي معارفو مؤسسه، ۱۴۱۳هـ.ق.
- شیخ انصاري، مرتضی، کتاب الزکاة، څېړونکی او سموونکی: په کانګرس کې د څېړنې ډله، قم، د شیخ اعظم انصاري د نمانځنې نړیوال کانګرس، ۱۴۱۵هـ.ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علي، المقنع، څېړونکی او سموونکی: د امام هادي علیه السلام د مؤسسې د څېړنې ډله، قم، د امام هادي علیه السلام مؤسسه، ۱۴۱۵هـ.ق.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیة، څېړونکی او سموونکی: سید محمد تقي کشفي، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۷۸هـ.ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعة، قم، د شیخ مفید د زریزې نړیوال کانګرس، ۱۴۱۳هـ.ق.
- صدر، سید محمدباقر، تصویری از اقتصاد اسلامی، ژباړن: ډاکټر جمال موسوي، تهران، روزبه، نېټه نلري.
- طباطبایي، سید علي، ریاض المسائل فی تحقیق الأحکام بالدلائل، قم، د آل البیت علیهم السلام مؤسسه، نېټه نلري.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، مشهد، د آل البیت علیهم السلام مؤسسه، نېټه نلري.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، سموونکی: د آل البیت علیهم السلام د مؤسسې د څېړنې ډله، قم، د آل البیت علیهم السلام مؤسسه، ۱۴۱۴هـ.ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، څېړونکی او سموونکی: د اسلامي خپرونو د دفتر د څېړنې ډله، قم، د قم علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳هـ.ق.
- علامه حلي، حسن بن یوسف، منتهی المطلب فی تحقیق المذهب، سموونکی: په اسلامي څېړنو ټولنه کې د فقهې څانګه، مشهد، د اسلامي څېړنو ټولنه (مجمع البحوث الإسلامیة)، ۱۴۱۲هـ.ق.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړونکی او سموونکی: علي اکبر غفاري، قم، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷هـ.ق.
- کیدري، قطبالدین، إصباح الشیعة بمصباح الشریعة، سموونکی: ابراهیم بهادري مراغي، قم، د امام صادق علیه السلام مؤسسه، ۱۴۱۶هـ.ق.
- ګلپایګاني، سید محمدرضا، هدایة العباد، سموونکي: علي ثابتي همداني - علي نیري همداني، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۱۳هـ.ق.
- فاضل لنکراني، محمد، الأحکام الواضحة، قم، د ائمه اطهار علیهم السلام فقهي مرکز، ۱۴۲۲هـ.ق.
- فاضل لنکراني، محمد، رساله توضیح المسائل، قم، بې خپروونکی، ۱۴۲۶هـ.ق.
- مجلسي، محمدباقر، بیست و پنج رساله فارسی، (رساله خمس و زکات)، څېړنه: رجايي، قم، د آیت الله مرعشي نجفي کتابتون، ۱۴۱۲هـ.ق.
- مجلسي، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، څېړونکی او سموونکی: سید هاشم رسولي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۴هـ.ق.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، المختصر النافع فی فقه الإمامیة، قم، مؤسسة المطبوعات الدینیة، ۱۴۱۸هـ.ق.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، څېړونکي او سموونکي: محمد علي حیدري - سید مهدي شمس الدین - سید ابو محمد مرتضوي - سید علي موسوي، قم، د سید الشهداء علیه السلام مؤسسه، ۱۴۰۷هـ.ق.
- محقق حلي، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، سموونکی: عبدالحسین محمدعلي بقال، قم، د اسماعیلیان مؤسسه، ۱۴۰۸هـ.ق.
- مدرسي، محمدرضا، خمس و زکات در اسلام، قم، د در راه حق مؤسسه، ۱۳۶۷هـ.ل.
- مغربي، نعمان بن محمد، دعائم الإسلام، قم، د آل البیت علیهم السلام مؤسسه، ۱۳۸۵هـ.ق.
- مکارم شیرازي، ناصر، رساله توضیح المسائل، قم، د امام علي بن ابيطالب علیه السلام د مدرسې خپرندویه ټولنه، ۱۴۲۹هـ.ق.
- منتظري، حسینعلي، کتاب الزکاة، قم، د اسلامي مطالعاتو نړیوال مرکز، ۱۴۰۹هـ.ق.
- موسوي عاملي، محمد بن علي، مدارک الأحکام فی شرح عبادات شرائع الإسلام، بیروت، د آل البیت مؤسسه، ۱۴۱۱هـ.ق.
- نجاشي، احمد بن علي، رجال النجاشي - فهرست أسماء مصنفي الشیعة، څېړونکی او سموونکی: سید موسی شبیري زنجاني، قم، د قم علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۷هـ.ق.
- نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، څېړونکي او سموونکي: عباس قوچاني - علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۰۴هـ.ق.
- وحید خراساني، حسین، توضیح المسائل، قم، د امام باقر علیه السلام مدرسه، ۱۴۲۸هـ.ق.
- یزدي، سید محمدکاظم، العروة الوثقی فیما تعم به البلوی (المحشّی)، سموونکی: احمد محسني سبزواري، قم، د قم علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۹هـ.ق.
| ||||||||||||||