مسوده:مثلی لایبایع مثله
| موضوع | له ظالمانو او کافران سره بیعت نه کول |
|---|---|
| څخه صادر شوی | امام حسین(ع) |
| شیعه سرچینې | لهوف او مثیرالاحزان |
| سني سرچینې | مقتل خوارزمي |
| د سلسلةالذهب حدیث • د ثقلین حدیث • د کساء حدیث • د عمر بن حنظلة مقبوله • د قرب نوافل حدیث • د معراج حدیث • د ولایت حدیث • د وصایت حدیث • د جنود عقل او جهل حدیث • د شجره حدیث | |
مِثْلِي لَا يُبَايِعُ مِثْلَهُ یا «مِثْلِي لَا يُبَايِعُ مِثْلَ يَزِيد»، په دې معنا چې «زما په څېر انسان د هغه په څېر کس سره بیعت نه کوي»، د امام حسین(ع) یوه مشهوره وینا ده چې له یزید بن معاویه سره د بیعت د غوښتنې پر مهال یې وکړه. د تاریخي سرچینو د راپورونو له مخې، په ۶۰ هـ ق کال کې د معاویة بن ابيسفیان تر مړینې وروسته، یزید په یوه لیک کې ولید بن عتبه ته امر وکړ چې له امام حسین(ع) څخه بیعت واخلي. امام حسین(ع) دغه غوښتنه ونه منله. وروسته مروان بن حکم د ګواښ له لارې د بیعت غوښتنه وکړه، چې امام حسین(ع) یې په ځواب کې دا جمله وفرمایله.[۱]
دغه روایت په الفتوح،[۲] مقتل خوارزمي،[۳] مثیر الأحزان[۴] او لهوف[۵] په څېر سرچینو کې نقل شوی دی. په ځینو اهل سنتو سرچینو کې د دې پر ځای دا عبارت راغلی دی: «إِنَّ مِثْلِي لَا يُبَايِعُ سِرًّا»؛ یعنې: «زما په څېر انسان په پټه بیعت نه کوي.»[۶]
شیعه عالم، عبدالله جوادي آملي، دغه جمله د حق او باطل د تلپاتې تقابل نښه بللې ده[۷] او باور لري چې هر څوک چې د امام حسین(ع) په څېر فکر وکړي، له ظلم او تېري سره به جوړجاړی ونه کړي،[۸] د طاغوت حکومت به ونه مني او ذلت ته به غاړه کېنږدي.[۹]
د ایران د اسلامي جمهوریت هغه وخت مشر، سید علي خامنهاي، هم تر خپل شهادت مخکې په وروستۍ وینا کې، د ایران د تسلیمېدو په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې، دې وینا ته په اشارې وویل: «د ایران ولس، له دې تمدن، کلتور او لوړو معارفو سره، هېڅکله د امریکا له فاسدو واکمنانو سره بیعت نه کوي.»[۱۰] د سید علي خامنهای تر شهادت وروسته، په ځانګړي ډول د رمضان جګړې پر مهال، دغه جمله په ایران کې په یوه عام شعار او فکري بهیر بدله شوه. دا شعار د رمضان جګړې پر مهال په ایران کې د ولسي غونډو، رسنیزو تولیداتو، پلاکارډونو او حماسي سرودونو کې د مقاومت او له جوړجاړي او تپل شوی سولې سره د مخالفت د سمبول په توګه وکارول شو.
فوټ نوټ
- ↑ خوارزمى، مقتل الحسین، ټوک۱، مخ۲۶۷.
- ↑ ابناعثم، الفتوح، ټوک۵، مخ۱۴.
- ↑ خوارزمى، مقتل الحسین، ټوک۱، مخ۲۶۷.
- ↑ ابننما حلى، مثیرالأحزان، مخ۲۴.
- ↑ ابنطاووس، اللهوف، مخ۲۳.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: بلاذری، انساب الأشراف، ټوک۵، مخ۳۰۲؛ ابنعبدالبر، الاستیعاب، ټوک۱، مخ۳۹۶.
- ↑ جوادی آملی، حماسه و عرفان، مخ۱۷۴.
- ↑ جوادی آملی، شکوفایی عقل، مخ۱۹۷.
- ↑ جوادی آملی، سروش هدایت، اسراء، ټوک۲، مخ۲۰۴.
- ↑ خامنهای، «بیانات در دیدار مردم آذربایجان شرقی»، د آیتالله خامنهاي د اثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر ویبپاڼه.
سرچينې
- ابناعثم، احمد، الفتوح، تحقیق: علي شیري، بیروت، دارالاضواء، لومړی چاپ، ۱۴۱۱ق.
- ابننما حلي، جعفر بن محمد، مثیرالاحزان، تحقیق: د امام مهدي(ع) مدرسه، قم، د امام مهدي(ع) مدرسه، درېیم چاپ، ۱۴۰۶ق.
- ابنطاووس، علي بن موسی، اللهوف علی قتلی الطفوف، ژباړه: احمد فهري زنجاني، تهران، د جهان خپرونې، لومړی چاپ، ۱۳۴۸ل.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب في معرفة الاصحاب، تحقیق: علي محمد البجاوي، بیروت، دارالجیل، لومړی چاپ، ۱۴۱۲ق.
- بلاذري، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: احسان عباس، بیروت، جمعیة المستشرقین المانیة، ۱۴۰۰ق.
- جوادي آملي، عبدالله، حماسه و عرفان، تحقیق: محمد صفایي، قم، اسراء، اتم چاپ، ۱۳۸۴ل.
- جوادي آملي، عبدالله، سروش هدایت، قم، اسراء، پنځم چاپ،بې نېټې.
- جوادي آملي، عبدالله، شکوفایی عقل در پرتو نهضت حسینی، تحقیق: سعید بندعلي، قم، اسراء، پنځم چاپ، ۱۳۸۸ل.
- خامنهاي، «بیانات در دیدار مردم آذربایجان شرقی»(د ختیځ اذربایجان له خلکو سره په کتنه کې ویناوې)، د آیتالله خامنهاي د اثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر ویبپاڼه، د مطلب د خپرېدو نېټه: د ۱۴۰۴ل د سلواغې ۲۸مه، د کتنې نېټه: د ۱۴۰۴ل د کب ۲۷مه.
- خوارزمي، موفق بن احمد، مقتل الحسین علیهالسلام، قم، انوار الهدی، دویم چاپ، ۱۴۲۳ق.
| ||||||||||||||||||||||||||