منځپانگې ته ورتلل

خیر الامور اوسطها

د wikishia لخوا
د خیرالامور اوسطها روایت، په جلی نستعلیق خط کې، د استاد اکبر ساعتچي لخوا لیکل شوې.

خَیرُ الْاُمُورِ اَوْسَطُها[۱] یا خَیرُ الْاُمُورِ اَوْساطُها[۲]، معنا یې «غوره چارې یې منځنی دي». دا یو حدیث دی چې په شیعه او سني دواړو سرچینو کې روایت شوی دی. دا حدیث د پیغمبر اکرم(ص)،[۳] امام علی(ع)،[۴] امام کاظم(ع)،[۵] څخه روایت شوی او په بحارالانوار کتاب کې د قدسي حدیث په توګه معرفي شوی دی.[۶]

ځینو دا روایت ضعیف ګڼلی دی[۷] او ځینې یې په دې باور دي چې د دې کارول یوازې هغه مواردو پورې محدود دي چې شک یا تعارض(ټکره) په کې وي.[۸]

ځینو علماوو په دې روایت کې د «اوسط» کلمه د «تر ټولو هوښیار» په معنا تفسیر کړې ده نه د منځني په معنا، او دا تفسیر یې د قلم سوره د ۲۸ آیت او د بقره سوره د ۱۴۳ آیت سره تړاو لرونکی ګڼلې ده.[۹] ابن ابي الحديد، چې د نهج البلاغه شارح دی، په دې باور دی چې «وسط» په لغت کې د غوره په معنا دی، او په قرآن کې د امت وسط اصطلاح غوره امت ته اشاره کوي.[۱۰]

د ناصر مکارم شیرازي، په وینا، چې یو شیعه مفسر او فقیه دی، اخلاقي فضیلتونه تل د منځ حد نه لري، او په ځینو مواردو کې، افراط خوښیږي، لکه خدای ته نږدې کیدل.[۱۱] شیعه فیلسوف محمد تقي مصباح هم له په دې باور دی چې ځینې مفهومونه لکه خدای سره نږدېوالی او پوهه هیڅ د منځ حد نلري، ځکه چې دواړه اړخه یې لامتناهي دي.[۱۲]

د دې حدیث ته ورته روایتونو د «خیرالامور» مصداق کې ځینې څیزونه داخل ګڼي لکه الهي رضایت، ښه پایله، د حقیقت روښانه کول، له طمع څخه خالي شونه، او د انسان اصلاح.[۱۳]

ځینې خلک په دې باور دي چې د شیعه امامانو چلند په ځینو مواردو کې اعتدال سره سمون نه لري، لکه کله چې امام علي(ع)، حضرت فاطمه(س) او حسنینو(ع) خپل خواړه درې ورځې مسکین، یتیمانو او اسیر ته ورکړل، یا کله چې امام حسن(ع) خپله ټوله شتمني غریبانو ته ورکړه.[۱۴] عبدالله جوادي آملي په دې باور دي چې «خَیرُ الْاُمُورِ اَوْسَطُها» د عامو خلکو لپاره له افراط او تفریطه ځان ساتل دي، خو شیعه امامان، چې رول ماډل دي، د هغوي لپاره غوره عمل د عمل له ټولو لوړه کچه معنی لري.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. عجلونی، کشف الخفاء، ۱۴۰۸ق، ټوک۱، مخ۳۹۱.
  2. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ټوک۲، مخ۲۳۴.
  3. صافی، الجدول فی اعراب القرآن، ۱۴۱۸ق، ټوک۱۵، مخ۴۹، ابن عطیه‌ اندلسی، المحرر الوجیز، ۱۴۲۲ق، ټوک ۱، مخ۲۱۹.
  4. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک ۷۵، مخ۱۱.
  5. اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ټوک ۲، مخ۲۲۹؛ کلینی، الکافی، ۱۳۶۳ش، ټوک۶، مخ۵۴۱.
  6. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۱۰ق، ټوک ۷۴، مخ۱۶۶.
  7. د مثال په توګه وګورئ: عجلونی، کشف الخفاء، ۱۴۰۸ق، ټوک۱، مخ۳۹۱.
  8. سرخسی، المبسوط، بی‌تا، ټوک۳، مخ۱۶۵؛ کاشانی، بدائع الصنائع، ۱۴۰۹ق، ټوک۱، مخ۲۳.
  9. زارعیان، «ادله نقلی به نفع یا علیه نظریه حد وسط ارسطوئی»، مخ۶۶.
  10. ابن ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۷۷ش، ټوک۱۷، مخ۲۹.
  11. مکارم شیرازی، اخلاق در قرآن، ۱۳۸۵ش، ټوک۱، مخ۱۰۳.
  12. مصباح، اخلاق در قرآن، ۱۳۸۴ش، مخ۳۱۹.
  13. لیثی واسطی، عیون الحکم و المواعظ، ۱۳۷۶ش، مخ۲۳۷.
  14. زارعیان، «ادله نقلی به نفع یا علیه نظریه حد وسط ارسطوئی»، مخ۷۲.
  15. جوادی آملي، «باید در همه اوصاف علمی و عملی از افراط و تفریط پرهیز کرد».

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، عزالدین ابوحامد، شرح نهج‌البلاغه، قم، د آیة الله مرعشي کتابتون، ۱۳۷۷ش.
  • ابن‌عطیه اندلسی، عبدالحق بن غالب، المحرر الوجیز فی تفسیر الکتاب العزیز، څیړنه، عبد السلام عبدالشافی محمد، بیروت، دارالکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۲ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، څیړنه او سمون، هاشم رسولی محلاتی، تبریز، د بنی‌هاشمی خپرونه، لومړی چاپ، ۱۳۸۱ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، «باید در همه اوصاف علمی و عملی از افراط و تفریط پرهیز کرد» (په ټولو علمي او عملي اړخونو کې باید له افراط او تفریط څخه ډډه وشي.)، د اسراء ویب سایټ، د خپرېدو نېټه: ۱ چنګاښ ۱۴۰۲ش، د لیدنې نېټه: ۱۶ زمری ۱۴۰۳ل.
  • زارعیان، شمسعلی، «ادله نقلی به نفع یا علیه نظریه حد وسط ارسطوئی»، په اخلاقی څیړنیز مجله کې، ګنه ۱۹، پسرلی ۱۳۹۴ل.
  • سرخسی، شمس‌الدین، المبسوط، بیروت،‌ دار المعرفه للطباعه والنشر والتوزیع، بی‌نېټې.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، د شیخ مفید کنګره، ۱۴۱۳ق.
  • صافی، محمود بن عبد الرحیم، الجدول فی اعراب القرآن، دمشق-بیروت،‌ دار الرشید- مؤسسة الإیمان، ۱۴۱۸ق.
  • عجلونی، اسماعیل، کشف الخفاء، بیروت،‌ دار الکتب العلمیه، ۱۴۰۸ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، څیړنه، سید طیب موسوی جزایری، قم،‌ دار الکتاب، ۱۳۶۷ل.
  • کاشانی، أبی‌بکر، بدائع الصنائع، پاکستان، المکتبه الحبیبیه، ۱۴۰۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۶۳ل.
  • لیثی واسطی، علی، عیون الحکم و المواعظ، قم،‌ دار الحدیث، لومړی چاپ، ۱۳۷۶ل.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الطبع و النشر، ۱۴۱۰ق.
  • مصباح، محمدتقي، اخلاق در قرآن، د محمدحسین اسکندري د هڅې سره، قم، د امام خمیني مؤسسه، ۱۳۸۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر او نور، اخلاق در قرآن، قم، د امام علی(ع) مدرسه، ۱۳۸۵ش.