منځپانگې ته ورتلل

wikishia:Do you know/2025

د wikishia لخوا
سخي زیارت
  • ...سخي زیارت د افغانستان د پلازمېنې کابل په کارته سخي سیمه کې یو ځای دی چې پېغمبر اکرم(ص) ته منسوبه خرقه پکې په ۱۱۸۲ ق کال کې له بدخشانه کندهار ته د لېږدولو په وخت یوه موده کیښودل شوه؟
  • ...معجم رجال الحدیث (کتاب) د علم رجال په موضوع د سید ابوالقاسم خویي کتاب دی. دې کتاب د الفبا په اساس د شیعه احادیثو تر ۱۵ زرو زیات راویان معرفي کړي او د هغوي د حدیثونو د نقل د معتبر یا نامعتبروالي په اړه یې نظر څرګند کړی دی؟
  • ...مړو سره تَوَسُّل یا مړو ته توسل د دیني مشرانو منځګړیتوب کول دي. لکه معصومین سره له وفاته وروسته د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره خدای ته د هغوي وسیله جوړل. مړو سره توسل کول د مسلمانانو په تېره بيا د شيعو له عقيدو يوه عقیده ده چې د مړو د اوریدو او د برزخي ژوند د منلو په بنسټ ولاړه ده؟
  • ...مُهادِن کافِر یا بې طرفه کافران، د کافرانو یوه ډله ده چې نه د مسلمانانو سره په جګړه کې دي او نه یې ورسره د ذمې یا امان تړون کړی وي، خو له مسلمانانو سره په سوله ایزه توګه تعامل کوي. ؟
  • ...د ښځې پيشنمازي یا د ښځې د جماعت امام شونه د فقهاوو د مشهورې نظریې له مخې، که چیرې د ښځو لپاره د جماعت لمونځ وي، نو د ښځې امام شونه جائز دي؟

لړم ۱۴۰۲

  • ...شاهِ مَرْدان، د امام علي(ع) یو فارسي لقب او د مردانګۍ د بشپړې بېلګې په معنا دی؟
  • ...شِقشِقیّه خطبه د نهج البلاغې له مشهورو خطبو څخه یوه ده. په دغه خطبه کښې امام علی(ع) له ځانه مخکښې د درېو خليفه ګانو په کارکردګۍ باندې نيوکه کوي او د هغوي اصل خلافت باندې اعتراض کوي؟
  • ...په دوهمه هجري پېړۍ کې د بلخ له ښار څخه په شیعه روایي او رجالی متنونو کې اوولس راویانو ثبت شوي دي چې زیاتره یې د امام صادق(ع) راویان دي؟
  • ...نیابت عامّه، د غیبت کبرا په زمانه کې د امام مهدي(ع) په ځای د شیعه د عامو فقیهانو جانشیني ده؟
  • ...کَرْخ د بغداد له هغو پخوانیو سیمو څخه یو سیمه ده چې د اسلامي کلیزې په څلورمه او پنځمه پیړۍ کې د شیعو مرکز و؟
  • ...د وحدت اونۍ د اهل سنتو په روایت د اسلام د پېغمبر د زوکړې د کلیزې یعنې د ربیع الاول له ۱۲څخه د شیعه د روایتونو له مخې د ربیع الاول تر ۱۷ پورې ورځو ته وایي؟
  • ...دفاعي جهاد د هر هغه دښمن په مقابل کې چې د اسلام د دين د تخريب او د اسلامي خاورو د اشغال اراده لري، جګړه کول دي؟
  • ...د "من لایحضره الفقیه" کتاب شیخ صدوق په ۳۶۸ هجري قمري کال کې بلخ ته د خپل سفر په جریان کې لیکلی دی؟
  • ...د تبليغ ايت (المائده: 67) د ذوالحجې په 18مه د غدير خم په سيمه کې په پيغمبر(ص) نازل شو، او خدای(ج) هغه ته امر وکړ چې علي(ع) خلکو ته له ځانه وروسته ولي او وصی په توګه معرفي کړي؟
  • ...مَقْتَل یا مقتل لیکنه (انځور کې) یو ډول تاریخ لیکنه ده چې د مهمو شخصیتونو د وژلې یا شهادت څرنګوالی او تفصیلات بیانوي.؟
  • ...علامه حلي د اهل سنت له عالم سره په مناظره کې د امام علي(ع) امامت او د شیعه مذهب حقانيت ثابت کړ چې له امله يې پاچا شيعه مذهب غوره کړ او ځان يې د سلطان محمد خدابنده نوم کېښود؟
  • ...یوازینی کس چې په کعبه کې زیږیدلی دی، امام علی بن ابي طالب(ع) دی؟
  • ...شیعه عالم محمد مهدي شمس الدین په خپل کتاب کې اعتراف وکړ چې ډیموکراسي په بشپړه توګه له اسلام سره مطابقت نلري، خو څو لسیزې وروسته هغه په ​​دې باور شو چې د معصوم امام د غیبت په وخت کې، ډیموکراسي هغه عامل دی چې سیاسي نظام ته مشروعیت ورکوي؟
  • ...د حیدرآباد ښار چې پخوا بهاګ نگر بلل کېده، د هغه وخت پاچا لخوا په حیدرآباد (حیدر ته منسوب، د امام علي(ع) له لقبونو څخه) بدل شو؟
  • ...حکيم بن حزام عمر بن خطاب ته سپارښتنه کړى و چې قريشو ته د پيسو له ورکولو ډډه وکړي. ځکه چې دا به د دوی د سوداګرۍ مخه ونیسي او څرګنده نه ده چې ایا دا بخښنه به په راتلونکي کې هم دوام وکړي؟
  • ...عبدالعلي مزاري چې په افغانستان کې د شیعو یو له مشهورو مشرانو څخه دی، د طالبانو له خوا شهید شو او جسد یې د زرګونو خلکو له خوا په پیاده او په سلګونو کیلومتره واټن کې تشییع شو؟
  • ...یوازینی کس چې په کعبه کې زیږیدلی دی، امام علی بن ابی طالب(ع) دی؟
  • ...د افغانستان شیعو د احوال شخصیه قانون چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د افغانستان په قضايي محکمو کې د شیعو د حقونو په اړه جوړ شو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بشپړه توګه لغوه شو؟
  • ...یوازینی کس چې په کعبه کې زیږیدلی دی، امام علی بن ابی طالب(ع) دی؟
  • ...امام خمیني میخایل ګورباچوف ته په خپل لیک کې د معنویت نشتوالی د مارکسیزم د زوال لامل ګڼلی؟
  • ...الازهر یوه لرغونې اسلامي علمي موسسه ده چې د سني اسلامي فکر د استازي په توګه پیژندل کیږي، دا په څلورمه پیړۍ کې په قاهره کې د شیعې فاطمیانو لخوا جوړه شوې وه؟
  • د کربلا د پيښو يوه لويه برخه د حميد بن مسلم له قوله ده چې د عمر بن سعد په لښکر کې څوک وو؟
  • د حضرت فاطمې(س) له ښخولو وروسته عمر بن خطاب غوښتل چې د هغې قبر ونړوي، تر څو د هغې پر بدن لمونځ وکړي؟
  • اسراییلو په غزې د خپل برید په یوولسو ورځو کې تر ۵۰۰ زیاتې ښځې او ۷۰۰ ماشومان وژلي دي؟
  • د اربعین د پیاده تګ له مراسمو سره د عراق د بعث ګوند د مخالفت له امله آیت الله سید محمد صدر (په انځور کې) کربلا ته تلل واجب وبلل؟
  • اسراییلو په غزې د خپل برید په یوولسو ورځو کې تر ۵۰۰ زیاتې ښځې او ۷۰۰ ماشومان وژلي دي؟
  • د کربلا د پيښو يوه لويه برخه د حميد بن مسلم له قوله ده چې د عمر بن سعد په لښکر کې څوک وو؟
  • د اربعین د پیاده تګ له مراسمو سره د عراق د بعث ګوند د مخالفت له امله آیت الله سید محمد صدر (په انځور کې) کربلا ته تلل واجب وبلل؟
  • الازهر یوه لرغونې اسلامي علمي موسسه ده چې د سني اسلامي فکر د استازي په توګه پیژندل کیږي، دا په څلورمه پیړۍ کې په قاهره کې د شیعې فاطمیانو لخوا جوړه شوې وه؟
  • یوازینی کس چې په کعبه کې زیږیدلی دی، امام علی بن ابی طالب(ع) دی؟