منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د حدیث راوي

د wikishia لخوا

د حدیث راوي هغه چا ته ویل کېږي چې له معصوم امام(ع) څخه یو روایت د سند په ذکر کولو سره نقلوي. ځینو کسانو د حدیث د نقل ترڅنګ په حدیث کې فقاهت او درایت هم د راوي له شرایطو څخه ګڼلي دي. اسلام، عقل، بلوغ، ایمان، عدالت او ضابط‌والی د راوي د روایت د منلو له شرایطو څخه دي. له ایمان څخه موخه دولس امامي شیعه کېدل، او له ضابط‌والي څخه موخه د حدیث په ساتلو کې د حافظې ځواک لرل دي. د رجالیانو د باور له مخې، د یوه روایت د اعتبار یا نه اعتبار لپاره د راوي له ځانګړنو څخه بشپړ معلومات ضروري دي.

ویل شوي چې د راوي مقام له مُحَدِّث څخه ټیټ دی. احادیث هم د راوي د حالتونو له مخې په څلورو اصلي برخو وېشل کېږي: صحیح حدیث، حسن حدیث، موثق حدیث او ضعیف حدیث؛ لکه څنګه چې له دغو هرې یوې برخې څخه بیا څو فرعي ډولونه هم رامنځته کېږي.

د یوه راوي په اړه نظرونه یا د هغه له مدح (ستاینې) سره تړاو لري، یا له ذم (ملامتۍ او نیمګړتیا) سره، او یا له دواړو سره؛ چې په اصطلاح کې ورته جرح او تعدیل ویل کېږي. عدل، ثقه، حجت او صالح هغه الفاظ دي چې د راوي پر تعدیل او اعتبار دلالت کوي، او ځینې الفاظ لکه ضعیف، کذاب، غالي او مضطرب د راوي د جرح نښې بلل شوي دي.

د رجال د علم عالمانو په خپلو کتابونو کې راویانو ته اشاره کړې او د هغوی حالتونه یې څېړلي دي. عبدالله بن عباس، اصبغ بن نباته، عامر بن واثله، ابوخالد کابلي، زرارة بن اعین، هشام بن حکم، ابان بن عثمان، حسن بن محبوب، حسین بن سعید اهوازي، علي بن مهزیار اهوازي او محمد بن حسن صفار قمي د ائمه‌وو(ع) د حضور په بېلابېلو دورو کې له پېژندل شویو راویانو څخه دي. ویل شوي چې د امام مهدي(عج) په روایت کې د حدیث راویانو ته له رجوع څخه موخه فقیهان دي.

د راوي او مُحَدِّث اړیکه

د حدیث راوي هغه چا ته ویل کېږي چې حدیث له معصوم څخه د سند د لړۍ په وسیله نقلوي.[۱] دا اصطلاح د درایه په علم[۲] او د رجال علم[۳] کې کارول کېږي. د راوي د تعریف او دندې په اړه دوه نظرونه مطرح شوي دي.

  • راوي یوازې له معصومانو څخه د حدیث متن نقلوي[۴] او د داسې څېړنو مسئول نه دی لکه د حدیث د ژورې معنا درک کول، اطلاق او تقیید، له نورو روایتونو سره د تعارض څېړل او د شرعي حکم د استنباط مقدمات.[۵]
  • راوي یوازې د حدیث د الفاظو ناقل نه دی؛ بلکې روایت د هغه د مفهوم د پوهې او درک ترڅنګ نقلوي. د دې معنا پر بنسټ، راوي له اصطلاحي فقیه سره ګډه ساحه لري.[۶]

مامقاني، چې د شیعه‌وو د رجال علم له عالمانو څخه دی، د مُحَدِّث (د حدیث پوه) په نسبت د راوي د مرتبې ټیټوالی ته په اشاره سره، راوي هغه څوک ګڼي چې یوازې د روایت په نقلولو بوخت وي؛ له همدې امله، هغه څوک چې یوازې یې یو حدیث اورېدلی وي، مُحَدِّث نه بلل کېږي.[۷]

کاروَنه

امامي فقهاء له خبر واحد څخه د شرعي حکم د استنباط لپاره په استفاده کې د روایتونو د راوي او سند څېړنه کوي.[۸] د بېلګې په توګه، که راوي ثقه او امامي وي، روایت یې معتبر ګڼل کېږي.[۹] د راوي د ځانګړنو او صفاتو پېژندنه د روایت د منلو یا ردولو بنسټ جوړوي.[۱۰] د راوي پېژندنه د رجال علم[۱۱] او د رجالي کتابونو ته په مراجعه کولو[۱۲] سره ترلاسه کېږي. د هر راوي په اړه د رجالي عالمانو نظرونه د هغه د مدح، ذم یا دواړو په اړه وي.[۱۳]

د رجالي بحثونو پراختیا او د راوي د وثاقت او د اسنادو د اعتبار په ارزونه کې د نویو نظریو مطرح کېدل د رجال علم د عمومي قواعدو د تدوین او د ګڼو رجالي معجمونو د تألیف لامل شول.[۱۴] ویل شوي چې د راوي د شرایطو او حالتونو د مسئلې پراختیا د علامه حلي له زمانې څخه پیل شوې ده.[۱۵]

د راوي د روایت د منلو شرایط

د روایت منل په بېلابېلو لارو ترلاسه کېږي چې له هغو څخه یوه یې د راوي د وثاقت ثابتول دي.[۱۶] د روایت د منلو لپاره د راوي لپاره ځینې شرایط ذکر شوي دي[۱۷] چې له هغو څخه اسلام، عقل، بلوغ، ایمان، عدالت او ضابط‌والی دي.[۱۸]

  • ایمان: له ایمان څخه موخه دا ده چې راويدولس امامي شیعه وي؛ له همدې امله د اهل‌سنتو یا د شیعه‌وو د نورو فرقو د پیروانو روایت نه منل کېږي.[۱۹] البته ځینې فقهاء په هغه صورت کې د هغوی روایت د منلو وړ ګڼي چې له شیعه روایتونو سره په ټکر کې نه وي او نور شرایط هم ولري.[۲۰]
  • عدالت: د دې شرط له مخې د فاسق شخص روایت نه منل کېږي.[۲۱] البته ځینو کسانو د راوي د وثاقت لپاره یوازې د باور وړتیا کافي ګڼلې ده.[۲۲]
  • ضابط‌والی: راوي باید هوښیارتیا او د حدیث د ساتلو وړتیا ولري، څو د حدیث په نقلولو کې له تېروتنې، کمښت یا زیاتوالي سره مخ نه شي.[۲۳] له همدې امله، د هغه راوي حدیث چې ډېری وخت تېروتنه کوي، نه منل کېږي.[۲۴] البته لږې تېروتنې د روایت د منلو خنډ نه ګرځي او د راوي د کمزورتیا لامل نه کېږي.[۲۵] دا شرط له اساسي شرایطو څخه ګڼل شوی[۲۶] او په دې اړه اختلاف نظر هم نشته.[۲۷]

ویل شوي چې د تقوا، پوهې او د حدیث د ساتلو د وړتیا له پلوه د راویانو د طبقو او مراتبو پېژندل، د روایتونو د تعارض په صورت کې پر یو روایت باندې د بل روایت- د ترجیح ورکولو لپاره پر فقیه واجب دي.[۲۸] په ځینو مواردو کې، سره له دې چې فقهاء د توثیق پر معیارونو موافق وي، د ځینو راویانو په اړه د دغو شرایطو د تحقق په اړه اختلاف نظر موجود وي؛ له همدې امله، کېدای شي یو فقیه یو روایت صحیح وبولي او بل فقیه یې ونه مني.[۲۹]

د راوي جرح او تعدیل

د راوي د جرح اصطلاح په هغه ځای کې کارول کېږي چې په رجالي کتاب کې د راوي مذمت شوی وي؛ لکه دې ته اشاره چې فلانی راوي عقیدوي انحراف لري یا اهل غلو (غلو کوونکی) دی. په مقابل کې، د هغه راوي په اړه چې ستاینه یې شوې وي، د تعدیل اصطلاح کارول کېږي.[۳۰] د درایه په علم کې هغه صفت چې د حدیث د راوي د وثاقت د له منځه تلو سبب کېږي، جَرْح بلل کېږي.[۳۱] که د رجال علم یو عالم یو راوي تعدیل کړی وي او بل رجالي عالم هغه جرح کړی وي، نو د تعدیل پر وړاندې د جرح د مقدم ګڼلو، یا برعکس، او یا مرجحاتو ته د رجوع کولو په اړه اختلاف نظر شته.[۳۲]

د راوي د جرح او تعدیل الفاظ

په رجالي کتابونو کې هغو الفاظو ته اشاره شوې چې د راوي پر تعدیل دلالت کوي، چې له هغو څخه ځینې دا دي: عدل، ثقه، حجت، صحیح الحدیث، متقن، حافظ، ثبت، صدوق، شیخ، صالح، معتقد، وجه او عالم.[۳۳] هغه الفاظ چې د راوي په جرح دلالت کوي ځینې یې دا دي: ضعیف، کذاب، غالي، د حدیث وضع کوونکی، مضطرب، ساقط، متروک الحدیث او مُخَلِّط.[۳۴]

احادیث د راوي د حالتونو له مخې

د شیعه عالمانو له خوا له شپږمې هجري قمري پېړۍ څخه وروسته، احادیث د راوي د حالتونو له مخې په څلورو برخو وېشل شوي دي: صحیح حدیث، حسن حدیث، موثق حدیث او ضعیف حدیث.[۳۵] دغه څلور برخې د حدیث د اصلي ډولونو په توګه ګڼل شوې دي.[۳۶] د علم رجال عالمان له ضعیف حدیث څخه د صحیح حدیث څخه د بېلولو لپاره، د حدیث د راویانو پېژندنه له بېلابېلو اړخونو څخه پر فقیه لازمه ګڼي.[۳۷] ځینو ویلي دي چې د متأخرینو له نظره د احادیثو د یادو څلورو برخو د وېشلو لامل ښايي دا وي چې د وخت په تېرېدو سره د احادیثو د صحت د ډاډ وړ قرینې کمې شوې. متأخرینو د هغو پخوانیو حدیثي اصولو له منځه د تلو وروسته، چې د باور وړ مؤلفانو له خوا لیکل شوي وو، د معتبر او نامعتبر احادیثو د پېژندلو لپاره بله لار نه درلوده، پرته له دې چې د سند او د راوي د حالتونو د ملاحظې پر بنسټ یې ووېشي.[۳۸]

د څلورو اصلي برخو ترڅنګ، ۲۶ نورې فرعي برخې هم ذکر شوې دي.[۳۹] له دې شمېر څخه ۸ برخې د ضعیف حدیث په حدودو کې دي او پاتې ۱۸ برخې په ګډه د حدیث د ټولو څلورو اصلي برخو په قلمرو کې راځي.[۴۰] ویل شوي چې ځینو کسانو دغه موارد تر ۴۵ برخو پورې هم ذکر کړي دي.[۴۱] مسند حدیث،[۴۲]مرسل حدیث،[۴۳] مجهول حدیث،[۴۴] معضل حدیث،[۴۵] مضطرب حدیث،[۴۶] موضوع حدیث،[۴۷] متروک حدیث،[۴۸] موقوف حدیث، مدرج حدیث، عالي حدیث او نازل حدیث د راوي د حالتونو له مخې د حدیث له فرعي ډولونو څخه دي.[۴۹]

د راویانو شمېر

د شیخ طوسي په رجال کتاب کې له امام علي(ع) څخه تر امام حسن عسکري(ع) پورې د ذکر شویو ټولو راویانو شمېر ۵۴۳۶ تنه دی، چې له دې جملې څخه ۳۲۱۷ تنه د امام صادق(ع) راویان وو او پاتې نور د نورو ائمه‌وو(ع) راویان وو.[۵۰] امام علي(ع) ۴۴۲ راویان، امام حسن(ع) ۴۱ راویان، امام حسین(ع) ۱۰۹ راویان، امام سجاد(ع) ۱۷۳ راویان، امام باقر(ع) ۴۶۶ راویان، امام کاظم(ع) ۲۷۲ راویان، امام رضا(ع) ۳۱۷ راویان، امام هادي(ع) ۱۸۳ راویان، امام عسکري(ع) ۱۰۳ راویان او امام مهدي(عج) ۵۲ راویان لري.[۵۱]

د امامانو(ع) په اصحابو کې د ښځینه راویانو یادونه هم شوې ده. د ښځینه راویانو زیات شمېر د دې لامل شو چې ابن سعد په خپل کتاب الطبقات الکبری کې له رسول الله(ص) یا صحابه‌وو څخه د حدیث د ښځینه راویانو لپاره یو بیل فصل ځانګړی کړي.[۵۲]

مشهور راویان

د رجال علم عالمانو په خپلو کتابونو کې د ائمه‌وو(ع) د حضور د زمانې اصحابو او راویانو ته په اشارې سره د هغوی نقد او ارزونه کړې ده، چې د شیعو امامانو د هر یوه د زمانې له مخې ځینې پېژندل شوي راویان په لاندې ډول دي:

د راویانو له ډلې هغه کسان چې د وثاقت په لوړه درجه کې دي، د رجال علم د عالمانو له خوا په یوه ځانګړې ډله کې چې د اجماع اصحاب نومېږي، شامل شوي دي.[۹۱] رجالیانو د روایتونو د اسنادو د ښه پېژندلو او د سندي او رجالي ستونزو د لرې کولو لپاره، په بېلابېلو طریقو راویان د زمانې له مخې په ډلو وېشلي دي چې په اصطلاح کې دې موضوع ته د راویانو طبقات ویل کېږي.[۹۲]

د غیبت په عصر کې راویانو ته رجوع

د امام مهدي(عج) په یوه توقیع کې د زمانې د پېښو او حوادثو پر مهال د حدیث راویانو ته د رجوع سپارښتنه شوې ده. له راویانو څخه د امام موخه فقیهان بلل شوې ده[۹۳] چې د حدیث د پوهېدو او د خدای حکم د ترلاسه کولو وړتیا لري؛[۹۴] البته ځینو کسانو فقیهان د راویانو له مصادیقو څخه یو مصداق ګڼلی دی.[۹۵] ویل شوي چې څرګنده ده امام(عج) خپل شیعیان یوازې د احادیثو د الفاظو راویانو ته، هغه هم پرته له دقت او د احادیثو د مفاهیمو له ژور درک څخه، نه دي راجع کړي؛ ځکه راویان یوازې د احادیثو د الفاظو ساتونکي دي، خو فقیهان هغه کسان دي چې په روایتونو کې تفقه کوي او الهي حکم او د ائمه اطهارو(ع) نظر ترلاسه کوي.[۹۶]

د راوي له خوا د روایت د نقلولو آداب

د ځینو څېړونکو په وینا، که راوي حدیث د حدیث له شرایطو سره زده کړی وي، کولای شي هغه له خپل کتاب څخه روایت کړي او مستحبه ده چې لومړی د حدیث سند او وروسته خپله حدیث روایت کړي.[۹۷] راوي کولای شي د حدیث د مفهوم په نقلولو بسنه وکړي او اړینه نه ده چې هغه عین الفاظ چې زده کړي یې دي، بیان کړي؛ په دې شرط چې د معنا له مخې نقلول د حدیث په مراد کې د ګډوډۍ او د هغه د معنا د بدلون سبب نه شي. له همدې امله، راوي باید له ادبي پلوه د الفاظو له ځانګړنو او د معناوو د ادا کولو لپاره د هغو د سم ترکیب له څرنګوالي سره آشنا وي.[۹۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ التهانوي، کشاف اصطلاحات الفنون و العلوم، ټوک۱، مخ۳۷.
  2. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۴، مخ۳۵.
  3. ↑ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۶۰.
  4. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۴، مخ۳۵.
  5. ↑ موسوي خلخالي، الحاکمیة فی الاسلام، مخ۴۲۶.
  6. ↑ شقیر، «پژوهشي درباره توقیع شریف امام زمان(عج) به اسحاق بن یعقوب»، مخ۲۰۵.
  7. ↑ مامقاني، مقباس الهدایه، ټوک۳، مخ۴۹.
  8. ↑ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۶۰.
  9. ↑ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۱۳.
  10. ↑ موسوي ګرګاني، «تأملی در شیوه‌های شناخت تکلیف»، مخ۵۲.
  11. ↑ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۶۰.
  12. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنگ فقه، ټوک۳، مخ۷۲.
  13. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۴، مخ۳۵.
  14. ↑ هاشمي شاهرودي، «مکتب فقهی اهل‌بیت(ع)»، مخ۶۸.
  15. ↑ حب‌الله، «علامه حلي و ریشه‌های شکل‌ګیری مکتب سند در تفکر امامي»، مخ۱۳۹.
  16. ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، مخ۳۱۳.
  17. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنگ فقه، ټوک۴، مخ۳۵.
  18. ↑ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۱۴؛ حب‌الله، «علامه حلي و ریشه‌های شکل‌ګیري مکتب سند در تفکر امامي»، مخ۱۵۴.
  19. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۴، مخ۳۵.
  20. ↑ شهید ثاني، الرعایه في علم الدرایه، مخ۹۰.
  21. ↑ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۱۴.
  22. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۴، مخ۳۵.
  23. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۴، مخ۳۵؛ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۱۴.
  24. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنگ فقه، ټوک۴، مخ۳۵.
  25. ↑ عاملي، معالم الدین، ټوک۱، مخ۲۰۳.
  26. ↑ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۱۴.
  27. ↑ عاملي، معالم الدین، ټوک۱، مخ۲۰۳.
  28. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۵۹۳.
  29. ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، مخ۳۵۷.
  30. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۷۲.
  31. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۷۱.
  32. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۷۲.
  33. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، ۵۹۳-۵۹۴مخونه.
  34. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۵۹۴‌.
  35. ↑ مکارم شیرازي، دائرة المعارف فقه مقارن، مخ۱۷۵.
  36. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۴۳۰‌.
  37. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۵۹۳.
  38. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۴۳۰.
  39. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۴۳۰.
  40. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۴۳۰.
  41. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۴۳۰.
  42. ↑ نراقي، انیس المجتهدین، ټوک۱، مخ۲۶۶؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۲۷۱.
  43. ↑ مامقاني، مقباس الهدایه، ټوک۱، مخ۳۳۸.
  44. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۲۶۹؛ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، مخ۱۶۸.
  45. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۲۷۳.
  46. ↑ صدر، نهایة الدرایة، مخ۲۲۴؛ مامقاني، مقباس الهدایة فی علم الدرایة، ټوک۱، مخ۳۸۶.
  47. ↑ مامقاني، مقباس‌الهدایة، ټوک۱، مخ۳۹۸
  48. ↑ سبحاني، اصول الحدیث، مخ۹۵.
  49. ↑ د لازیات پوهاوی لپاره وګورئ: شهید ثاني، البدایه فی علم الدرایه، ۲۶ تر ۳۹مخونه؛ جناتي شاهرودي، منابع اجتهاد، ۱۶۹‌-۱۷۰مخونه.
  50. ↑ هاشمي شاهرودي، «مکتب فقهی اهل‌بیت(ع)»، ۳۴-۳۵مخونه.
  51. ↑ هاشمي شاهرودي، «مکتب فقهی اهل‌بیت(ع)»، ۳۴-۳۵مخونه.
  52. ↑ د لازیات معلومات لپآره وګورئ: ابن‌سعد، الطبقات‌ الکبری، ټوک۸، مخ۱۱.
  53. ↑ کشي، اختیار معرفة الرجال، ټوک۱، مخ۲۷۱.
  54. ↑ تقی‌الدین حلي، الرجال‌، مخ۲۱۳؛ تفرشي، نقد الرجال، ټوک۳، مخ۱۴۲.
  55. ↑ کشي، اختیار معرفة الرجال، ټوک۱، ۱۸۴-۱۸۵مخونه.
  56. ↑ استرآبادي، منهج المقال، ټوک۲، ۳۷۷-۳۸۱ مخونه.
  57. ↑ حسیني حلي، زبدة الاقوال، مخ۸۳.
  58. ↑ تفرشي، نقد الرجال، ټوک۴، مخ۷۲؛ مامقاني، تنقیح المقال، ټوک۲، مخ۴۲.
  59. ↑ خویي، معجم رجال الحدیث، ټوک۲۲، مخ۴۷.
  60. ↑ مامقاني، تنقیح المقال، ټوک۲، القسم‌الثاني، مخ۱۱۷
  61. ↑ برقي، الرجال، مخ۶۱.
  62. ↑ طوسي، رجال الطوسي، مخ۹۹.
  63. ↑ شوشتري، قاموس الرجال، ټوک۱۲، الألقاب‌ المنسوبة، مخ۳۱۳.
  64. ↑ کشي، اختیار معرفة الرجال، ټوک۲، ۴۵۵-۴۵۸مخونه.
  65. ↑ کشي، اختیار معرفة الرجال، ټوک۱، مخ۳۳۶.
  66. ↑ خویي، معجم رجال الحدیث، ټوک۹، مخ۱۳۸.
  67. ↑ طوسي، رجال الطوسي، مخ۳۳۷.
  68. ↑ نمازي شاهرودي، مستدرکات علم رجال الحدیث، ټوک۳، مخ۳۷۷.
  69. ↑ طوسي، رجال الطوسي، مخ۱۳۷.
  70. ↑ کشي، اختیار معرفة الرجال، ټوک۲، مخ۵۲۶.
  71. ↑ نجاشي، رجال النجاشي، مخ۱۰؛ سند بحراني، بحوث فی مبانی علم الرجال، مخ۵۸.
  72. ↑ نجاشي، رجال النجاشي، مخ۱۹۸.
  73. ↑ نجاشي، رجال النجاشي، مخ۱۳.
  74. ↑ خویي، معجم رجال الحدیث، ټوک۵، مخ۱۲۲.
  75. ↑ خویي، معجم رجال الحدیث، ټوک۷، مخ۲۲۳.
  76. ↑ نجاشي، رجال النجاشي، مخ۱۹۷.
  77. ↑ خویي، معجم رجال الحدیث، ټوک۶، مخ۹۶.
  78. ↑ شیخ طوسي، الفهرست، مخ۱۲۳.
  79. ↑ مامقاني، تنقیح المقال، ټوک۲، القسم‌الثاني، مخ۱۵۱.
  80. ↑ نجاشي، رجال النجاشي، مخ۳۲۶.
  81. ↑ مامقاني، تنقیح المقال، ټوک۲، القسم‌الثاني، مخ۱۷۸.
  82. ↑ علامه حلي، الرجال، مخ۴۹.
  83. ↑ تفرشي، نقد الرجال، ټوک۴، ۲۲۳-۲۲۶مخونه.
  84. ↑ شیخ طوسي، رجال الطوسي، مخ۳۸۸.
  85. ↑ مامقاني، تنقیح المقال، ټوک۲، القسم‌الثاني، مخ۹.
  86. ↑ شیخ طوسي، رجال الطوسي، مخ۳۸۷
  87. ↑ شیخ طوسي، رجال الطوسي، مخ۳۸۸.
  88. ↑ علامه حلي، الرجال، مخ۱۲.
  89. ↑ شیخ طوسي، الفهرست، مخ۴۰۸.
  90. ↑ خویي، معجم رجال الحدیث، ټوک۳، مخ۱۴۹.
  91. ↑ مرعي، منتهى المقال، مخ۱۹۱.
  92. ↑ د لازیات معلومات لپاره وګورئ: هاشم، طبقات الرواة، مخ۱۲۵.
  93. ↑ قمي، منتهی الآمال، ټوک۳، ۲۱۴۷-۲۱۴۸مخونه؛ موسوي خلخالي، الحاکمیة فی الاسلام، مخ۳۹۰؛‌ حامدنیا، دولت یار، مخ۹۹.
  94. ↑ موسوي خلخالي، الحاکمیة فی الاسلام، مخ۳۹۰.
  95. ↑ رفیعي، زندگی ائمه، مخ۳۲۳.
  96. ↑ موسوي خلخالي، الحاکمیة فی الاسلام، مخ۳۹۰؛ حامدنیا، دولت یار، مخ۹۹.
  97. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۵۹۳.
  98. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه الاسلامي، فرهنګ فقه، ټوک۳، مخ۵۹۳.

سرچينې

  • آقابزرګ تهراني، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دارالاضواء، دوهم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • ابن‌سعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، په څیړنه د محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
  • استرآبادي، محمد بن علي، منهج المقال في تحقیق أحوال الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۲۲ق.
  • برقي، احمد بن محمد، المحاسن، قم، دارالکتب الإسلامیة، دوهم چاپ، ۱۳۷۱ق.
  • برقي، احمد بن محمد، کتاب الرجال، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۴۲ل.
  • تفرشي، مصطفی بن حسین، نقد الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۳۷۷ل.
  • تقی‌الدین حلي، حسن بن علي، الرجال، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۴۲ل.
  • التهانوي، محمدعلي، کشاف اصطلاحات الفنون و العلوم، بیروت، مکتبة لبنان ناشرون‌، بې‌نېټې.
  • جناتي شاهرودي، محمدابراهیم، منابع اجتهاد از دیدگاه مذاهب اسلامي، تهران، کیهان، ۱۳۷۰ل.
  • حامدنیا، رسول، دولت یار: نقد و بررسي کتاب (آخرت و خدا، هدف بعثت انبیاء)، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۸۴ل.
  • حب‌الله، حیدر، «علامه حلي و ریشه‌هاي شکل‌ګیري مکتب سند در تفکر امامی»، د «فقه اهل‌بیت(ع)» مجله، ۴۹ ګڼه.
  • حسیني حلي، حسین بن کمال الدین ابرز، زبدة الأقوال في خلاصة الرجال، قم، موسسه دارالحدیث، ۱۴۲۸ق.
  • خویي، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، بې‌ځایه، بې‌خپرندوي، ۱۴۱۳ق.
  • رفیعي، علي، زندګي ائمه(ع)، تهران، د سپاه د څېړنو څېړنیز مرکز، بې‌نېټې.
  • سبحاني، جعفر، اصول الحدیث و احکامه في علم الدرایة، قم، موسسه النشر الاسلامي، ۱۴۲۶ق.
  • سند بحراني، محمد، بحوث في مباني علم الرجال، قم، مدین، دوهم چاپ، ۱۴۲۹ق.
  • شقیر، محمد، «پژوهشي درباره توقیع شریف امام زمان(عج) به اسحاق بن یعقوب»، د «فقه اهل‌بیت(ع)» مجله، ۴۶ ګڼه.
  • شوشتري، محمدتقي، قاموس الرجال، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، دوهم چاپ، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثاني، زین الدین بن علي، الرعایه في علم الدرایه، قم، مکتبة آیت‌الله المرعشي العامه، ۱۴۰۸ق.
  • شهید ثاني، زین الدین بن علی، شرح البدایه في علم الدرایة، په څیړنه د سید محمدرضا حسیني جلالی، قم، انتشارات محلاتي، لومړی چاپ، ۱۴۲۱ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، رجال الطوسي، قم، مؤسسة النشر الاسلامي، درېیم چاپ، ۱۳۷۳ل.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعة و أصولهم و أسماء المصنفین و أصحاب الأصول، نجف، مکتبة المرتضویة، بې‌نېټې.
  • صدر، حسن، نهایة الدرایة في شرح الرسالة الموسومة بالوجیزة للبهایي، تهران، مشعر، بې‌نېټې.
  • عاملي، حسن بن زین الدین، معالم الدین و ملاذ المجتهدین، قم، د قم د مدرسینو ټولنه، بې‌نېټې.
  • علامه حلي، حسن بن یوسف، رجال العلامة الحلي، قم، الشریف الرضي، دوهم چاپ، ۱۴۰۲ق.
  • فضلي، عبدالهادي، اصول‌ الحدیث، بیروت، مؤسسه ام‌القری، دوهم چاپ، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشاني، محمدمحسن، الوافي، اصفهان، د امام أمیر المؤمنین علي علیه‌السلام‌ کتابتون، ۱۴۰۶ق.
  • قمي، عباس، منتهی الآمال، قم، نشر دلیل ما، ۱۳۷۹ش.
  • کشي، محمد بن عمر، اختیار معرفة الرجال مع تعلیقات میرداماد الأسترآبادي، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، ۱۴۰۴ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دارالکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • مامقاني، عبدالله، تنقیح المقال في علم الرجال، رحلي بڼه، بې‌ځایه، بې‌خپرندوی، بې‌نېټې.
  • مامقاني، عبدالله، مقباس الهدایة في علم الدرایة، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۱ل.
  • مرعي، حسین عبدالله، منتهی المقال في الدرایه و الرجال، بیروت، مؤسسة العروة الوثقی، ۱۴۱۷ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، دائرة المعارف فقه مقارن، قم، د امام علي بن ابی‌طالب(ع) د مدرسې خپرندوی، ۱۴۲۷ق.
  • موسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامي، د هاشمي شاهرودي تر نظر لاندې، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، فارسي، قم، د اهل‌بیت په مذهب د اسلامي فقهې د دائرة المعارف موسسه، ۱۳۸۷ل.
  • موسوي خلخالي، سید محمدمهدي، الحاکمیة في الإسلام، قم، مجمع اندیشه اسلامي، ۱۴۲۵ق.
  • موسوي ګرګاني، سید محسن، «تأملي در شیوه‌هاي شناخت تکلیف»، د «فقه اهل‌بیت(ع)» مجله، ۳۱ ګڼه.
  • نجاشي، احمد بن علي، رجال النجاشي، قم، جماعة المدرسین في الحوزة العلمیة بقم، شپږم چاپ، ۱۳۶۵ل.
  • نراقي، محمدمهدي بن ابی‌ذر، انیس المجتهدین في علم الأصول، قم، مؤسسه بوستان کتاب، لومړی چاپ ۱۳۸۸ل.
  • نمازي شاهرودي، علي، مستدرکات علم رجال الحدیث، تهران، بې‌خپرندوی، ۱۴۱۴ق.
  • هاشم، طبقات الرواة دراسة و تحلیل، بې‌ځایه، بې‌خپرندوی، بې‌نېټې.
  • هاشمي شاهرودي، سید محمود، «مکتب فقهي اهل‌بیت(ع)»، د فقه اهل‌بیت(ع) مجله، ۳۲ ګڼه.