مسوده:د حضرت فاطمې(س) مهر
د حضرت فاطمې(س) مهرهغه مهر ده چې د حضرت فاطمې(س) او امام علي(ع) د واده پر مهال د رسول الله(ص) له خوا ټاکل شوې وه. په اسلامي سرچینو کې د هغې د اندازې او ماهیت په اړه بېلابېل روایتونه نقل شوي دي. تر ټولو مشهور نظر دا دی چې مهر یې پنځه سوه درهمه (مهرالسُّنّة) و، او ځینې سرچینې د امام علي(ع) زغره د اصلي مهر په توګه معرفي کوي چې قیمت یې د جهېز د برابرولو لپاره ولګول شو. په ځینو روایتونو کې د حضرت فاطمې(س) لپاره معنوي مهر هم ذکر شوی چې په هغه کې د امت د ګناهکارانو شفاعت، د جنت یوه برخه او ځینې سیندونه شامل دي؛ خو د دغو روایتونو د یوې برخې اعتبار د څېړونکو ترمنځ د بحث وړ دی.
د حضرت فاطمې(س) مادي مهر
د حضرت فاطمې(س) د مهر د اندازې په اړه بېلابېل روایتونه موجود دي. تر ټولو مشهور نظر، د مهرالسُّنّة د روایتونو پر بنسټ، مهر پنځه سوه درهمه بولي؛[۱] د امام صادق(ع) له یوه روایت سره سم،[۲] مهر دولس اوقیه او یو نَشّ و چې د هرې اوقیې او نَشّ د ارزښت له محاسبې سره یې ټولګه پنځه سوه درهمو ته رسېږي.[۳] همدارنګه د هغه روایت له مخې چې په اثبات الوصیه کتاب کې له امام جواد(ع) څخه نقل شوی، د رسول الله(ص) د مېرمنو مهر هم پنځه سوه درهمه و او امام جواد(ع) له امالفضل سره په واده کې همدا اندازه مهر وټاکه.[۴]
په سرچینو کې د مهر لپاره نورې اندازې هم راپور شوې دي؛ له هغې جملې څخه څلور سوه او اتیا درهمه،[۵] څلور سوه مثقاله سپین زر[۶] او یوه حُطَمي زغره (چې د حُطمة بن محارب قبیلې جوړه کړې وه[۷]) د دېرشو درهمو په ارزښت.[۸] شیعه تاریخپوه هاشم رسولي، د یوه روایت پر بنسټ[۹] دا اختلاف د زغرې د ارزښت یا د هغې د پلورلو د بیې په اړه د روایتونو د توپیر له امله بولي. د دې نظر له مخې، اصلي مهر د امام علي(ع) زغره وه چې په دېرشو، څلور سوه یا څلور سوه او اتیا درهمو وپلورل شوه.[۱۰]
د مهر له پیسو څخه د جېز برابرول
د ځینو راپورونو پر بنسټ، امام علي(ع) د زغرې له پلورلو وروسته د هغې پیسې رسول الله(ص) ته وسپارلې.[۱۱] رسول الله(ص) د درهمونو یوه برخه بلال حبشي ته ورکړه چې د فاطمې(س) لپاره عطر واخلي.[۱۲] د ځینو روایتونو له مخې، د دې پیسو دوه پر درېیمه برخه د عطر د اخیستلو لپاره ولګول شوه[۱۳] او پاتې یوه برخه یې د حضرت فاطمې(س) لپاره د جامو، د کور د وسایلو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره مصرف شوه.[۱۴] د دغو توکو نوملړ په ځینو سرچینو کې د حضرت فاطمې(س) د جهېز په توګه راغلی دی.[۱۵]
په ځینو روایتونو کې د حضرت زهرا(س) مهر د ژوند د ځینو وسایلو د یوې ټولګې په بڼه هم بیان شوی دی؛ چې په هغو کې د کاټن یوه جوړه جامې، یوه زغره او د پسه پوستکی یا یو زوړ لیمڅی شامل دي.[۱۶] ابراهیم امیني، چې له شیعه عالمانو څخه دی، دا روایتونه هغو توکو ته اړوند ګڼلي چې د زغرې د بیې له پیسو څخه برابر شوي وو.[۱۷]
د حضرت فاطمې(س) معنوي مهر
ځینو سرچینو د حضرت فاطمې(س) لپاره د معنوي مهر یادونه کړې ده. په یوه روایت کې راغلي چې حضرت فاطمې(س) له رسول الله(ص) څخه غوښتنه وکړه چې مهر یې د امت د ګناهکارانو شفاعت وي او دا غوښتنه د الله تعالی له لوري ومنل شوه.[۱۸] همدارنګه په ځینو روایتونو کې د جنت او دوزخ پر ولایت او د هغې د مینهوالو او دښمنانو پر برخلیک واکمني هم د دې معنوي مهر له ځانګړنو څخه ګڼل شوې ده.[۱۹] له دې سره سره، د دغو روایتونو اعتبار د بحث وړ دی او ځینو څېړونکو د هغوی د سند او محتوا په اړه نیوکې مطرح کړې دي.[۲۰]
فوټ نوټ
- ↑ شفق، مهریه و جهیزیه در اسلام و ایران، مخ۳۰.
- ↑ مجلسي، بحارالانوار، ټوک۴۲، مخ۲۲۶.
- ↑ شفق، مهریه و جهیزیه در اسلام و ایران، مخ۲۹.
- ↑ مسعودي، اثباتالوصیة، مخ۲۲۴.
- ↑ امین، سیر الائمه علیهالسلام، ټوک۱، مخ۱۶۳.
- ↑ قندوزي، ینابیع المودة، ټوک۲، مخ۶۲.
- ↑ محمدي ریشهري، «مهریه بانوی بانوان»، د قرآن او حدیث پوهنغنډ، ټوک۳، د۳۷۳مخ لمنلیک.
- ↑ شیخ حر عاملي، تفصیل وسائل الشیعه، ټوک۲۱، مخ۲۵۰.
- ↑ شوشتري، احقاق الحق، ټوک۱۰، مخ۳۵۸؛ متقي، کنزالعمال، ټوک۱۳، مخ۳۰۱.
- ↑ رسولي، تاریخ اسلام، ټوک۲، مخ۱۹۰.
- ↑ قندوزي، ینابیع المودة، ټوک۲، مخ۶۲.
- ↑ شیخ طوسي، الامالي، مخ۴۰.
- ↑ امین، سیر الائمه علیهالسلام، ټوک۱، مخ۱۶۳؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ټوک۸، مخ۱۸.
- ↑ شیخ طوسي، الامالي، مخ۴۰؛ رسولي، تاریخ اسلام، ټوک۲، مخ۱۹۲.
- ↑ د مثال په توګه وګورئ: رسولي، تاریخ اسلام، ټوک۲، ۱۹۳ او ۱۹۴مخونه؛ امین، سیر الائمه علیهالسلام، ټوک۱، ۱۶۳ او ۱۶۴مخونه؛ جزایري، النور المبین، مخ۷۱۷.
- ↑ وګورئ: کلیني، الکافي، ۷۱۱-۷۱۳مخونه؛ امین، سیر الائمه علیهالسلام، ټوک۱، مخ۱۶۳.
- ↑ امیني، ازدواج، موانع و راه حلها، مخ۹۱.
- ↑ شوشتري، احقاق الحق، ټوک۱۰، مخ۳۶۷.
- ↑ شیخ طوسي، الامالي، مخ۶۶۸.
- ↑ وګورئ: رفعت، «تحلیل انتقادی احادیث مهریه معنوی حضرت فاطمه زهرا(س)»، ۷۵-۱۰۶مخونه.
سرچينې
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۰ ق.
- ابنشهرآشوب، محمد بنعلي، مناقب آل ابیطالب، قم، المکتبة الحیدریة، ۱۴۳۱ ق.
- امین، محسن، سیر الائمه علیهالسلام، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۰ ق.
- امیني، ابراهیم، ازدواج، موانع و راه حلها، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۹۰ ل.
- رسولي، هاشم، تاریخ اسلام، تهران، د اسلامي کلتور د خپرونې دفتر، ۱۳۸۶ ل.
- رفعت، محسن، «تحلیل انتقادی احادیث مهریه معنوی حضرت فاطمه زهرا(س)» (د حضرت فاطمه زهرا (س) د معنوي مهریې د احادیثو انتقادي تحلیل)، د قرآن او حدیث علمي دوه میاشتنۍ مجله، تهران، د امام صادق پوهنتون، ۱۳۹۹ ل.
- شفق، غلامرضا، مهریه و جهیزیه در اسلام و ایران، قم، دفتر عقل، ۱۳۸۸ ل.
- شوشتري، نورالله، احقاق الحق و ازهاق الباطل، قم، د آیت الله مرعشي کتابتون، ۱۴۰۹ ق.
- شیخ حر عاملي، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعه إلی تحصیل مسائل الشریعة، قم، موسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۶ ق.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، الامالي، د مؤسسة البعثة سمون، قم، دارالثقافه، ۱۴۱۴ ق.
- قندوزي، سلیمان، ینابیع المودة لذوی القربی، قم، دار الأسوة للطباعة و النشر، ۱۴۲۲ ق.
- کلیني، محمد، الکافي، قم، د دار الحدیث د چاپ او خپرونو سازمان، ۱۴۳۰ ق.
- متقي، علي، کنز العمال فی سنن الأقوال و الأفعال، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، ۱۴۳۱ ق.
- مجلسي، محمد باقر، بحارالانوار الجامعة لدرر اخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۲۱ ق.
- محمدي ریشهري، «مهریه بانوی بانوان»، د قرآن او حدیث پوهنغونډ، قم، د دار الحدیث د چاپ او خپرونو سازمان، ۱۳۹۱ ي.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||