مسوده:د نساء سوره ۱۷۱ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | نساء سوره |
| د آیت شمېر | ۱۷۱ |
| جزء | ۶ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نازلیدو شأن | د هغو عیسویانو په اړه چې د عیسی(ع) په الهیتوب باور لري |
| موضوع | د توحید په اړه او د تثلیث او د عیسی(ع) د الهیتوب رد |
د نساء سورې ۱۷۱ آیت اهل کتابو ته د توحید په لور بلنه ورکوي او هغوی له غلو، درېګونې عقیدې (تثلیث) او د عیسی(ع) د خدای والي له عقیدې څخه منع کوي. دا آیت له مریم(س) څخه د عیسی(ع) په زیږون په استناد سره چې انساني ځانګړتیا ده د نصاراو دا باور ردوي چې ګواکې هغه خدای دی.
همدارنګه په دې آیت کې عیسی(ع) د مسیح په نوم یاد شوی، چې د هغه د پاکوالي او له ګناه او انساني ککړتیاو د پاکوالي نښه ده.
له درېګونې عقیدې او غلو څخه ډډه کول
د نساء سورې ۱۷۱ ایت د تثلیث او د عیسی(ع) د الوهیت عقیده رد کړې ده[۱] او له هغې نه یې منع کړې ده.[۲] په اسباب النزول کې د واحدي (وفات: ۴۶۸ق) په وینا، د دې آيت د نزول سبب هغه ډله مسیحیان وو چې عیسی(ع) یې د خدای زوی باله.[۳] په دې آيت کې د اهل کتابو مخاطب عموماً نصارا ګڼل کېږي، ځکه چې آیت د عیسی(ع) په اړه دی.[۴]
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا
ای اهلِ کتابو! په خپل دین کې غلو مه کوئ او د خدای په اړه یوازې حق ووایاست. بېشکه مسیح، عیسی د مریم زوی، د خدای استازی او د هغه کلمه ده چې هغه یې مریم ته القا کړې او روح دی له هغه څخه. نو په خدای او د هغه په رسولانو ایمان راوړئ او مه وایاست (خدای) درېګونی دی؛ ودرېږئ، دا ستاسو لپاره غوره ده. بېشکه خدای یوازینی معبود دی، پاک دی له دې نه چې زوی ولري. هر څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي د هغه دي، او خدای د کارونو لپاره کفایت کوونکی کارساز دی.
نساء سوره، ۱۷۱ آیت
د تثلیث او د عیسی(ع) د الوهیت د رد دلیلونه
د نساء سورې ۱۷۱ ایت مسیحیان له درېګونې عقیدې (تثلیث) څخه منع کوي[۵] او د خدای پر یکتایۍ ټینګار کوي.[۶]
په تفسیر نمونه کې، د دې آیت پر بنسټ لاندې دلایل د نصارا د عقیدې د رد لپاره ذکر شوي دي:
- له مریم څخه زوکړه: د «إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ» عبارت د عیسی(ع) د انساني طبیعت څرګندونه کوي. هغه د نورو انسانانو په څېر له مور څخه وزېږېد، نو څنګه خدای کېدلی شي؟
- د پیغمبري رسالت: د «رَسُولُاللَّهِ» صفت ښيي چې هغه د خدای استازی دی، نه پخپله خدای.
- د خدای کلمه: د «کَلِمَتُهُ» تعبیر د هغه مخلوقوالي ته اشاره کوي.
- د خدای له لوري روح: «رُوحٌ مِنْهُ» دا څرګندوي چې عیسی(ع) د خدای په اراده د نورو انسانانو په څېر پیدا شوی، لکه آدم(ع).[۷] علامه طباطبایي وایي، دا آیت د آسمانونو او ځمکې د مطلق مالکیت یادونه کوي او دا څرګندوي چې خدای هېڅ زوی نه لري؛ نو که هر څه د هغه ملک وي، د زوي تصور بېمانا دی.[۸]
د «ثَلاثَة» څخه مراد د مسیحیانو درېګونه اقانیم (پلار، زوی، روحالقدس) دي.[۹] خو ویل شوي چې د ځینو مسیحیانو په باور تثلیث د خدای، عیسی او مریم په مانا هم کارېدلی.[۱۰]
د عیسی(ع) د «مسیح» نومول
د نساء سورې په ۱۷۱ ایت کې عیسی(ع) د «مسیح» په نوم یاد شوی، چې معنا یې «مسح شوی» یا «پاک شوی» ده.[۱۱]د دې نوم د علت په اړه څو نظرونه شته:
- د شیخ طوسي او طبرسي په وینا، علت یې دا دی چې عیسی(ع) د خدای له لوري له ګناه او دنیوي ککړتیاو پاک ګرځول شوی دی.[۱۲]
- ځینې وایي، د «مسیح» اصل کلمه ماشیح یا مشیح ده چې سریاني یا عبري ژبه ده، او په عربۍ کې «مسیح» شوې ده.[۱۳]
- یو شمېر نورو ویلي، له دې امله چې عیسی(ع) د سفرونو پر مهال په ځمکه ګرځېده (مسح یې کوله)، نو «مسیح» نوم ورته ورکړل شو.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۲۲۰و۲۲۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۲۲.
- ↑ واحدی، اسباب نزول القرآن، ۱۴۱۱ق، ص۱۸۹.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاءالتراث العربی، ج۳، ص۳۹۹؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۱۴۹.
- ↑ کاشانی، منهج الصادقین، انتشارات کتابفروشی اسلامیه، ج۳، ص۱۶۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۱۵۰
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۲۲۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۲۲۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۱۵۰.
- ↑ کاشانی، منهج الصادقین، انتشارات کتابفروشی اسلامیه، ج۳، ص۱۶۲؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۱۵۰
- ↑ کاشانی، منهج الصادقین، انتشارات کتابفروشی اسلامیه، ج۳، ص۱۶۲.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاءالتراث العربی، ج۳، ص۴۰۰؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۲۲.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاءالتراث العربی، ج۳، ص۴۰۰؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۲۲.
- ↑ شیخ طوسی، التبیان، دار احیاءالتراث العربی، ج۳، ص۴۰۰؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۲۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۲۲.
سرچينې
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تصحیح احمد حبیب عاملى، بیروت، دار احیاءالتراث العربی، بې نېټې.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح فضلالله یزدى طباطبایی و هاشم رسولی محلاتی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- کاشانی، فتحالله، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، کتابفروشی اسلامیه، چاپ اول، بې نېټې.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
- واحدی، علی بن احمد، اسباب نزول القرآن، تحقیق كمال بسیونى زغلول، بیروت، دار الکتب العلمیه و منشورات محمد علی بیضون، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.