منځپانگې ته ورتلل

د آل عمران سوره ۱۶۴ آیت

د wikishia لخوا
د آل عمران سوره ۱۶۴
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتآل عمران
د آیت شمېر۱۶۴
جزء۴
د منځپانګې معلومات
د نزول ځایمدینه
موضوعاعتقادي
په اړهد پیغمبر(ص) د بعثت نعمت په خلکو باندې تشریح


د آل عمران سوره ۱۶۴ آیت د مومنانو لپاره د پیغمبر(ص) د بعثت لوی نعمت بیانوي. د مفسرینو په وینا، د پیغمبر(ص) بعثت د مومنانو لپاره ځکه د نعمت په توګه بیان شوی چې هغوي یې د جهالت، نادانۍ، شرک او الهي عذاب څخه لرې وساتل. ویل شوي دي چې دا آیت هغه وخت نازل شو کله چې مسلمانان د مشرکینو سره د جګړې له امله لویو ستونزو سره مخ وو. په دې طریقه به یې دوی ته تشریح کوله چې په بدل کې، دوی ته ترټولو لوی نعمت ورکړل شوی، او هغه یو داسې پیغمبر دی چې دوی یې له هغه ښکاره ګمراهۍ څخه وژغورل چې دوی په کې وو.

د پیغمبر(ص) یوه ځانګړتیا چې دا آیت ورته اشاره کوي د هغه انسان شونه دی. مفسرین وايي چې خدای تعالی د خلکو د لارښوونې لپاره یو پیغمبر د انسان په شکل کې رالیږلی، نه د یو جن یا فرښتې په شکل؛ د دې سبب دا دی چې لومړی به هغه د خلکو لپاره یو رول ماډل وي؛ ځکه چې که هغه فرښته وای، نو کیدی شي دوي ووایی چې هغه فرښته دی نو ځکه ګناه نه کوي. دوهم، کله چې هغه انسان وي، نو د هغه فکرونه او احساسات به د خلکو په څیر وي، او هغه به د دوي په اړتیاو او ضرورتونو پوهیږي، او دې ټولو ته په پام به هغه به د انسانانو تربیت کوي.

د پیغمبر(ص) بعثت د مومنانو لپاره یو لوی نعمت

د مفسرینو په وینا، د آل عمران سوره ۱۶۴ آیت دا په ګوته کوي چې د اسلام د پیغمبر(ص) بعثت د مومنانو لپاره د خدای له لویو نعمتونو څخه یو نعمت دی.[۱] په هرصورت، د قرآن ځینې مفسرین دا هم وايي چې دا آیت د ټولو پیغمبرانو د بعثت نعمت ته اشاره کوي، نه یوازې د پیغمبر(ص) بعثت ته.[۲]

د دې دلیل چې ولې دا بعثت یو نعمت دی، ویل شوي چې د پیغمبر بعثت خلک له تیارو څخه رڼا ته،[۳] له ناپوهۍ څخه پوهې ته، له ذلت څخه کرامت ته، او د خدای له نافرمانۍ او سزا څخه اطاعت او د هغه ثواب ته بیایي. او همدارنګ دا خلک د شرک، بت پرستۍ او خرافاتو له ککړتیا څخه هم پاکوي.[۴]

په دې آیت کې، د بعثت د نعمت لپاره د «منت» کلمه کارول شوې ده، چې د دې لپاره دوه توضیحات ورکړل شوي دي: یو دا چې منت د پرې کولو په معنی کارول کیږي، پدې معنی چې د پیغمبر په واسطه، د بلاګانو او ظلمتونو تیارې له خلکو څخه لرې کیږي.[۵] بل دا چې منت د لوی او درنۍ نعمت معنی لري[۶] چې د بعثت د نعمت عظمت ته اشاره کوي.[۷]

د دې په اړه چې ولې خدای پاک وايي چې پر مومنانو مې احسان کړی دی، پداسې حال کې چې د سبا سوره د ۲۸ آیت له مخې، پیغمبر(ص) ټولو انسانانو ته رالیږل شوی و، مفسرینو ویلي دي چې دلیل یې دا دی چې یوازې مومنانو، د دوی د ایمان د صفت[۸] له امله، له دې لوی نعمت څخه ګټه پورته کړې ده[۹] او هدایت شوي دي؛ لکه څنګه چې په قرآن کې ویل شوي، چې د متقیانو لپاره هدایت دی.[۱۰]

ویل کیږي چې دا آیت د احد له جګړې وروسته د ځینو نویو مسلمانانو د یوې پوښتنې په ځواب کې نازل شو، چا چې پوښتنه کوله چې ولې موږ له دومره ستونزو سره مخ کیږو. او الله تعالی د دې آیت په نازلولو سره، هغوی ته وویل چې که تاسو زیانونه ګاللي وي، نو په بدل کې تاسو ته ترټولو لوی نعمت درکړل شوی، او هغه نعمت یو داسې پیغمبر دی چې تاسو به له ښکاره ګمراهیو څخه ساتي.[۱۱]

لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ


الله تعالی په مومنانو باندې احسان کړی دی کله چې یې د دوي تر مینځ هم له دوي څخه یو رسول ورلیږه چې د هغه آیتونه ورته تلاوت کوي، هغوی پاکوي او کتاب او حکمت ورزده کوي. که څه هم له دې مخکې دوی په څرګنده ګمراهۍ کې وو.



آل عمران سوره، ۱۶۴ آیت


یو انساني پیغمبر

یو له هغه بحثونو څخه د مفسرینو تر مینځ په کې اختلاف دی هغه دغه عبارت دی چې وايي: «مِنْ أَنْفُسِهِمْ؛ له دوي څخه» دی، د قرآن کریم مفسر، طبرسي، د دې عبارت د معنی لپاره درې امکانات وړاندې کړي دي: ۱. پیغمبر د هغه خلکو او قبیلې څخه دی چې په منځ کې یې لیږل شوی و؛ ۲. پیغمبر چې د دوي په ژبه خبرې کوي؛ او ۳. هغه پیغمبر چې انسان دی، نه ملائکه یا پیری.[۱۲]

ځینو مفسرینو د دریمې معنی پر بنسټ ویلي دي چې د پیغمبر(ص) یو له خصوصیاتو څخه یو دا دی چې هغه انسان دی، د دې پر ځای چې هغه فرښته وي یا جن وي[۱۳] او دا چې د انسانانو لپاره یو انساني پیغمبر ولیږل شي دا دوه ګونی نعمت دی.[۱۴] د دوی په وینا، کله چې پیغمبر انسان وي، نو هغه به د انسانانو په څیر په فکرونه، احساسات، وړتیاوې او غوښتنې لري.[۱۵] هغه به د انسانانو په اړتیاوو او ضرورتونو هم ښه پوهیږي او د دې اړتیاوو سره سم د انسانانو روزنه کوي.[۱۶]

سربېره پردې، دوی ویلي دي چې د انسانانو لپاره د پیغمبر رول ماډل شونه هاله ممکن وه کله چې تبلیغ کوونکی د تبلیغ شوونکي په څیر وي، خلک د هغه له شالیده خبر وي او باور پرې وکړي، او هغه خلکو ته د لاسرسي وړ وي؛ په داسې حال کې چې، د مثال په توګه، که پیغمبر د فرښتو په څیر وې او ګناه يې نه کولی، نو دا پوښتنه د خلکو لپاره پاتې کیده چې ایا دا د دې لپاره نه ده چې فرښتې غریزې او غوښتنې نلري نو ځکه خو ګناهونه نه کوي.[۱۷]

د قرآن کریم تلاوت، د خلکو د تعلیم لپاره سریزه

د آل عمران سوره ۱۶۴ آیت د پیغمبر(ص) د تبلیغ پروګرام هم بیانوي.[۱۸] د شیعه مفسرینو څخه یو، مکارم شیرازي، د دې آیت د بیلا بیلو برخو پر اساس، د پیغمبر(ص) د تبلیغ درې مهم پروګرامونه بیان کړي دي: ۱. خلکو ته د الهي آیتونو لوستل، ترڅو د هغوی ذهنونه له آیتونو سره آشنا کړي؛ ۲. د آیتونو تدریس، چې معنی یې د خلکو دننه د آیتونو حقیقتونه راپارول دي؛ ۳. د نفسونو او روحونو تزکیه او د اخلاقي او انساني اصولو پر بنسټ خلکو ته روزنه ورکول.[۱۹]

د بعثت څخه مخکې د خلکو ښکاره ګمراهي

د آل عمران سوره ۱۶۴ آیت وروستۍ برخه د جاهلیت دوره د «ښکاره ګمراهۍ» په توګه بیانوي.[۲۰] د دې وضاحت دلیل دا دی چې د جاهلیت د دورې کې ګمراهۍ داسې وه چې خلکو په اسانۍ سره ګمراهۍ ته نه شوه پیژندلی.[۲۱] تعصب، د ارزښتونو ضد دودونه، ناپوهي او د دیني لارښوونو څخه محرومیت د پیغمبر(ص) له راتګ څخه مخکې د خلکو د ګمراهۍ ځینې بیلګې ګڼل کیږي..[۲۲] مفسرینو ویلي دي چې له بعثت څخه مخکې د مومنانو د ګمراهۍ یادول او د پیغمبر(ص) د تعلیماتو په رڼا کې د هغوي لارښوونې به د جګړې د سختیو د زغملو لپاره د دوی اراده پیاوړې کړه او د دې لپاره به یې شکر ادا کاوه.[۲۳]

مفسرین، د دې آیت دغې برخې ته په پام، په دې باور دي چې د یو لوی نعمت اهمیت هغه وخت روښانه کیږي کله چې موږ تیرو وختونو سره هغه وخت پرتله کړو. دا آیت د پیغمبرانو د بعثت په نعمت باندې د ښه پوهیدو لپاره، پیغمبرانو څخه مخکې تاریخ ته اشاره کوي، او د هغې له مخې، دا ویل کیدی شي چې بعثت د نن ورځې د انسانیت د ډیرو نعمتونو سرچینه وه، لکه تمدن، علم زده کول، له خرافاتو څخه آزادي، او نور.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۷۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۵۷-۱۵۸؛ فضل الله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۳، ص۴۶۱؛ نجفی، تفسیر آسان، ۱۳۹۸ق، ج۳، ص۶۰؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۴۲؛ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۲۴.
  2. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۳۲۱؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۴۲.
  3. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۶۹۳.
  4. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۹۷.
  5. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۷۵.
  6. راغب اصفهانی، المفردات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۴۷۴.
  7. هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۲۴؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۴۲.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۵۷.
  9. فضل الله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۳، ص۴۶۱؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۳۲۲.
  10. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۷۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۵۸.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۵۸.
  12. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۸۷۶.
  13. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۵۸-۱۵۹؛ نجفی، تفسیر آسان، ۱۳۹۸ق، ج۳، ص۶۰.
  14. رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۳۲۱؛ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۲۵.
  15. فضل الله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۳، ص۴۶۱.
  16. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۵۹؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۳۲۲؛ نجفی، تفسیر آسان، ۱۳۹۸ق، ج۳، ص۶۰.
  17. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۴۲؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۵۹.
  18. فضل‌الله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۳، ص۴۶۱.
  19. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۵۹.
  20. فضل الله، من وحی القرآن، ۱۴۳۹ق، ج۳، ص۴۶۱؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۳۲۴.
  21. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۶۰؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۳۲۱.
  22. هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۲۶.
  23. هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۲۶.
  24. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۶۰؛ هاشمی رفسنجانی، تفسیر راهنما، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۲۶؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۴۳؛ رضایی اصفهانی، تفسیر قرآن مهر، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۳۲۴.

سرچينې

  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، المفردات فی غریب القرآن، بی‌جا، دفتر نشر الکتاب، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، تفسیر قرآن مهر، قم، پژوهش‌های تفسیر و علوم قرآنی، چاپ اول، ۱۳۸۷ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن‏، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • فضل‌الله، محمدحسین، تفسیر من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک للطباعة و النشر و التوزیع، چاپ سوم، ۱۴۳۹ق.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن‏، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.
  • مدرسی، محمدتقی، من هدی القرآن، تهران، دار محبی الحسین علیه السلام، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دار الکتاب الإسلامی‏، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • نجفی، محمدجواد، تفسیر آسان، تهران، کتاب‌فروشی اسلامیه، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • هاشمی رفسنجانی، اکبر، تفسیر راهنما، قم، بوستان کتاب، چاپ پنجم، ۱۳۸۶ش.