د سأل سائل آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د سَأَلَ سائِل یا عذاب واقع آیت (مَعارج: ۱و۲) د یو کافر سړي له خوا د خدای د عذاب د غوښتنې په اړه دی.د مفسرانو په وینا، له دغه غوښتنې وروسته د عذاب د غوښتونکي په سر له اسمانه یو کاڼی راپرېوت او ووژل شو.

شیعه مفسرانو د دغه ایت شان نزول د غدیر په پېښه کې د امام علي (ع) د جانشینۍ په اعلان د نُعمان بن حراث فهري د اعتراض کیسه ګڼلې ده. د سلفیانو امام ابن تیمیه د غدیر د واقعې په اړه د دغه ایت په شان نزول کې شک څرګند کړی دی. د معارج سورې مکي والی او د دغه کیسې نه مشهوروالی د هغه له دلایلو دي.

علامه طباطبایي د ابن تیمیه په ځواب کې ویلي چې که څه هم د دغه ایتونو سیاق له مکي سورتونو سره غږمله دی، خو د منافقانو په اړه او د زکات د واجبوالي په باره کې د سورې نور ایتونه د مدني سورو له ایتونو سره مطابق دي؛ له همدې امله سأل سائل ایت هم مدني دی. علامه امیني په الغدیر کتاب کې، د د غه ایت د مدني والي د شهرت د اثبات لپاره، د اهل سنتو د دېرشو مشهورو عالمانو په خبره استناد کړی دی.

د آیت متن او ترجمه

سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ لِّلْكَافِرِ‌ينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ

یو پوښتونکي د واقع کېدونکي عذاب په اړه وپوښتل چې له کافرانو سره مخصوص دی[او] د هغه (عذاب) هیڅ تمبوونکی نیشته.

د علامه طباطبایي په وینا، سأل سائل ایت د اجابت او پوره کېدو لپاره له یو ډول تحکّم او سپکاوي سره یو ځای ده او د ځینو کافرانو له خوا د عذاب (هغه عذاب چې له کافرانو سره ځانګړی دی او هیڅوک یې نه شي تمبولی) د غوښتنې ښودونه کوي.[۱] د سوال د ټکي معنا طلب او دعا شوې ده.[۲]

د نزول شان

د ځینو شیعه مفسرانو په نظر، د معارج سورې لومړی ایت د نُعمان بن حارِث فِهْري یا یو بل کس په باره کې دی [۳] چې د غدیر په پېښه کې یې د امام علي (ع) د جانشینۍ په اعلان اعتراض وکړ.[۴] هغه چې کله له پیغمبره (ص) د حضرت علي (ع) د جانشینۍ خبر واورېد پېغمبر ته په خطاب کې یې وویل له مونږ دې وغوښتل چې د خدای په وحدانیت او ستا په نبوت ګواهي ورکړو، مونږ ګواهي ورکړه. بیا دې راته د جهاد، حج، روژې، لمونځ او زکات امر وکړ، مونږ هم ومانه؛ خو په دې راضي نه شوې تر دې چې دا زلمی (علي(ع) دې خپل ځای ناستی وټاکه.[۵] ایا دا دې خپله فیصله وه که د خدای فیصله ده؟ پېغمبر قسم وخوړ چې دا خبره د خدای له لوري ده. نعمان وویل: «ای خدایه که دا خبره حق ده او ستا له لوري ده، له اسمانه په ما یو کاڼی راغورځوه»[۶] د روایتونو له مخې له دغه غوښتنې وروسته له اسمانه د هغه په سر یو کاڼی راوغورځېد او ووژل شو [۷]

ځینو مفسرانو د دغه ایت شان نزول د نضر بن حارث ګڼلی دی.[۸] هغه په مسجد الحرام کې په مسخرو سره پېغمبر (ص) ته وویل:«ای خدایه که محمد په حقه دی او هغه څه چې وایي ستا له لوري دي، نو پر مونږ یو کاڼی راووروه یا مو په عذاب الیم اخته کړه»[۹] د هغه له خبرې وروسته، دا ایت په پېغمبر نازل شو.[۱۰] البته د مفسرانو دغه ډلې د ایت په ذیل کې د نعمان بن حارث کیسې ته هم اشاره کړې ده، که څه هم بل قول ته یې ترجیح ورکړې ده.[۱۱] همداراز ویل شوي چې دا ایت د ابوجهل په اړه نازل شوی او د «فَأَسْقِطْ عَلَيْنا كِسَفاً مِنَ السَّماءِ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ»[۱۲] ایت د هغه له خلې نقل قول دی.[۱۳] د ناصر مکارم شیرازي په وینا د دغه کس د نوم په اړه د نعمان بن حارث فهري، حارث بن نعمان یا جابر بن نذر تر مینځ اختلاف دی خو دا خبره د شان نزول د پېښې او واقعې په اصل څه اغېز نه شیندي.[۱۴] ځینو لیکوالانو لکه مکارم شیرازي، نعمان منافق [۱۵] او ځینو هغه یهودي [۱۶] معرفي کړی دی.

د غدیر له پېښې سره یې اړیکي

اهل سنت عالمان ابن تیمیه او آلوسي باوري دي چې دا ایت د غدیر له پېښې سره اړه نه لري؛ ځکه چې معارج سوره په مکې کې او مدینې ته د پېغمبر (ص) له هجرته مخکې نازله شوې ده. په داسې حال کې چې د غدیر پېښه په لسم قمري کال او له حجة الوداع د پېغمبر (ص) له ستنېدو وروسته شوې ده.[۱۷] د دې په مقابل کې بیا علامه طباطبایي وایي چې که څه هم د سورې لومړي ایتونه د مکي سورتونو په شان او د قیامت په ورځ د کفارو د عذاب په اړه دي، خو په دې سورې کې، داسې ایتونه شته دي چې ثابتوي لومړي ایتونه یې مدني دي؛ منجمله څلورویشتم ایت یې چې د زکات په اړه دی او زکات په مدینه کې تشریع شوی دی.[۱۸] د هغه په وینا دغه ایتونه د منافقانو په اړه دي او دا یې له مدني والي سره زیات سمون خوري؛ ځکه چې نفاق په مدینه کې پېدا شوی و.[۱۹]

ابن تیمیه همداراز باوري دی چې که د نعمان بن حارث [یادداشت۱] کیسه صحیح وي، د انفال سورې د ۳۳ ایت د محتوا او د پېغمبر (ص) د شتون په زمانه کې پر نعمان د عذاب د نازلېدو تر مینځ ناغږملي موجود ده؛[۲۰] له دې امله چې له روایتونو معلومیږي چې «حارث بن نعمان» سره له دې چې د اسلام مباني او اصول یې منل، د پېغمبر (ص) د شتون په زمانه کې عذاب شوې دی، خو د انفال سورې د ۳۳ ایت مطابق تر هغه وخته چې پېغمبر (ص) په امت کې موجود وي، خدای په هغوي عذاب نه نازلوي.[۲۱] د دې په ځواب کې ویل شوي چې د انفال سورې ۳۳ ایت په ټولو او په ګډه د عذاب نازلېدو په اړه دی او شخصي یا د یو کس عذاب ته نه شاملیږي؛[۲۲] لکه څنګه چې په اسلامي تاریخ کې راغلي چې ابوزمعه، مالک بن طلاله او حکم بن ابی‌العاص هغه کسان دي چې د پېغمبر (ص) په زمانه کې په الهي عذاب اخته شوې دي.[۲۳] همداراز د خدای په حکم د نعمان اعتراض د کفر تر ټولو سخته مرتبه ده او په یو ډول ارتداد ګڼل کیږي.[۲۴]

د صحابه نګارۍ په ځینو سرچینو لکه الاستیعاب کې د نعمان د نوم نه ذکرېدل او د اصحاب فیل د کیسې په شان د هغه د پېښې نه مشهورېدل د ابن تیمیه له نورو اعتراضونو دي.[۲۵] د دې په ځواب کې راغلي چې د صحابه نګارۍ (د صحابه د احوالاتو کتابونو) کې د ټولو اصحابو نومونه نه ذکر کیږي، د بېلګې په توګه په «اُسْدالغابة» کتاب کې چې د پېغمبر (ص) د اصحابو په اړه لیکل شوی یوازې د ۷۵۰۴ کسانو نومونه ذکر شوي دي، په داسې حال کې چې په حجة الوداع کې له پېغمبر (ص) سره یو لک یا تر دې زیات کسان وو.[۲۶] همداراز ویل شوي چې د نعمان بن حارث کیسه د ایت مشهور شان نزول دی او د علامه امیني په الغدیر کتاب کې دغه کیسه له دېرشو مشهورو اهل سنتو عالمانو نقل شوې ده.[۲۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه فولادوند.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویه فی نقض کلام الشیعة القدریه، تحقیق محمد رشاد سالم، جامعة الامام محمد بن سعود الاسلامیة، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر،‌ تفسیر القرآن العظیم، تحقیق محمدحسین شمس‌الدین، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
  • ابوحیان اندلسی، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، تحقیق صدقی محمد جمیل، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • آلوسی، سید محمود، روح‌المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • شريف لاهيجى، محمد بن على، تفسير شريف لاهيجى، تحقيق ميرجلال‏‌الدين حسينى ارموى، تهران، داد، ۱۳۷۳ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع‌البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
  • کاشانی، ملا فتح‌الله، منهج الصادقین، تهران، چاپخانه محمدحسن علمی، ۱۳۳۰ش.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانش‌نامه اميرالمؤمنين(ع) بر پايه قرآن، حديث و تاريخ، قم، دار‌الحدیث، بی‌تا.
  • مظهری، محمد ثناءالله، تفسیر المظهری، پاکستان، مکتبه رشدیه، ۱۴۱۲ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.

بهرنۍ اړیکه