د فتح سوره ۲۹ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | فتح |
| د آیت شمېر | ۲۹ |
| جزء | ۲۶ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نازلیدو شأن | لري |
| د نزول ځای | مدینه |
| په اړه | د پیغمبر او مؤمنانو ځانګړتیاوې |
| اړونده آیتونه | د مائده سوره ۹ آیت |
د فتح سورې ۲۹ آیت پېغمبر(ص) او د هغه ملګري په پنځو ځانګړنو توصيفوي: د کافرو په وړاندې سخت دریځي، له يو بل سره مهرباني، پرلهپسې عبادت، د الهي فضل او رضا غوښتنه، او د هغوي پر مخونو د سجدې د نښې ښکاره کېدل.
دغه راز اشاره کوي چې دا ځانګړنې په تورات او انجيل کې هم بيان شوي، خو ځينې څېړونکي باور لري چې د پخوانيو آسماني کتابونو د تحريف له امله، دا ځانګړنې له اوسنیو متونو سره په دقيق ډول سمول ستونزمن شوي؛ له همدې امله ځينې مفسرانو يوازې د قرآن پر بنسټ د دې آيت په تشريح بسنه کړې ده.
د اهل سنتو مفسران د دې آيت د بخښنې له وعدې نه د ټولو صحابهو د عدالت نتيجه اخلي؛ حال دا چې د ځينو په باور، دا عمومي کول پرته له دې چې د ايمان او صالح عمل د دوام شرط په پام کې ونيول شي، د قرآن له عمومي تکليفي منطق سره په ټکر کې دي.
د شيخ طوسي له مخې، چې له پېغمبر(ص) څخه يې روايت کړی، د آيت د وروستۍ برخې مصداق امام علي(ع) او د هغه پيروان دي.
د آيت پېژندنه
د فتح سورې ۲۹ ایت، پېغمبر(ص) او د هغه مؤمن ملګري د هغو ځانګړنو په وسيله توصيفوي[۱] چې مخکې له دې په تورات او انجيل کې يادې شوې وې.[۲] همدارنګه، د مؤمنانو ټولنه له حاصلخېز کښتځای سره تشبيه کوي، چې دا د کافرانو قهر راپاروي. د قرآن مفسر سيد محمد حسين فضلالله (وفات: ۱۳۸۹ل) په وينا، دا آيت د يوې داسې ايماني ټولنې انځور وړاندې کوي چې غړي يې په ګډه وده کوي، يو بل پياوړي کوي او د کميت او کيفيت له پلوه په يوه ستر ځواک بدلېږي، او په همدې توګه د کافرو د غصې لامل ګرځي.[۳] د آيت په پای کې، د بخښنې او سترې الهي بدلې وعده د ايمان او صالح عمل په شرط بيان شوې ده. ځينې د اهل سنتو مفسران له دې آيت څخه د صحابهوو د عدالت د نظريې د اثبات لپاره کار اخلي.
مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا[فتح:۲۹]
محمد د الله رسول دی، او هغه کسان چې له ده سره دي، پر کافرانو سخت او خپلمنځي مهربان دي؛ ته به هغوی وينې چې رکوع او سجده کوي، د الله فضل او رضا غواړي، د هغوی نښه د سجدو له امله پر مخونو ښکاره ده. دا د دوی مثال په تورات کې دی، او د دوی مثال په انجيل کې د يو کرلي بوټي په څېر دی چې خپله څانګه (ستغ) وباسي، هغې ته قوت ورکوي، غټ او ټينګ کېږي، پر خپلو ډنډو ودریږي، کروندګر حيرانوي(خوشالوي)، چې الله د هغوی (د زیاتوالي) په وسيله کافران غوسه کړي. الله هغو کسانو ته چې له هغوی څخه ايمان راوړي او نېک عملونه ترسره کوي، د بخښنې او ستر اجر وعده ورکړې ده.
فتح سوره، ۲۹ آیت
د پېغمبر(ص) او د هغه د ملګرو ځانګړنې
د فتح سورې ۲۹ آیت پېغمبر(ص) او د هغه ایمانداره ملګري په پنځو ځانګړنو توصيفوي: د کافرو په وړاندې سخت دریځي، له يو بل سره مهرباني، همېشه د عبادت په حال کې، د الهي فضل او رضا غوښتونکي، او د هغوي پر مخونو د سجدې د نښې ښکاره کېدل.[۴] محمد حسين فضلالله وايي، دا آيت د «رسول الله» په توګه د پېغمبر(ص) په معرفي کولو سره، د ده له رحلت وروسته د رسالت د دوام لپاره د ده د سيرت په پيروۍ او الهي لور ته په پرله پسې بلنې کې د پيروانو د رول پر اهميت ټينګار کوي.[۵] همدارازپر کافرو سخت دريځ درلودل بېرحمي نه ده، بلکې د الهي ارزښتونو د ساتنې لپاره يوه مقاومتي دريځ ته اشاره کوي، او د مؤمنانو ترمنځ مهرباني د رحمت او همدردۍ پر بنسټ د ټولنيز تړون نښه ده.[۶]
په تفسير نمونه کې هم د «سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ» عبارت د هغوی د خداى پر وړاندې د خضوع نښه بلل شوې چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې څرګندېږي[۷]، البته دا عبارت د قيامت پر ورځ د سجدې په ځای او تندي کې د یوې روښانه نښې په توګه هم تفسير شوی[۸]. طبرسي د عطاء خراساني (وفات: ۱۶۵ق) له قوله وايي چې دا ځانګړنه د ټولو هغو لمونځکوونکو لپاره ده چې پر پنځه وخته لمونځونو پابند دي.[۹]
مفسرانو د «تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا» جمله د زياتو لمونځونو او پر عبادت د دوام په معنا تفسير کړې ده.[۱۰]
په تورات او انجيل کې د ځانګړنو جاجونه
د قرآن له خوا په پخوانيو آسماني کتابونو کې د پېغمبر(ص) او د هغه د ملګرو د ځانګړنو د يادونې په اړه د مفسرانو ترمنځ اختلاف شته. ځينې وايي تورات او انجيل هر يو بېلبېل دا ځانګړنې بيان کړي،[۱۱] خو ځينې نور بيا دا ځانګړنې په دواړو کتابونو کې شريکې بولي.[۱۲] د مثال په توګه مکارم شيرازي د منځپانګې توپير ته اشاره کوي او وايي، د تورات توصيفات د ظاهري او وجودي اړخونو په اړه دي، او د انجيل توصيفات په مختلفو برخو کې د هغوی د ودې او تحرک بهير ته اشاره کوي.[۱۳]
خو راپورونه څرګندوي چې دا ځانګړنې په اوسني تورات او انجيل کې په مشخص ډول نه موندل کېږي.[۱۴] له همدې امله، ځینو مفسرانو لکه علامه طباطبايي او مکارم شيرازي په خپلو تفسيرونو کې يوازې په قرآني مستنداتو بسنه کړې او په پخوانيو کتابونو یې استناد نه دی کړی.[۱۵] ځينې څېړونکي باور لري چې د پېړيو په تېرېدو سره د سپېڅلو متونو تحريف دا کار ستونزمن کړی چې دا ځانګړنې د اوسني تورات او انجيل له مطالبو او مینځپانګې سره په دقيق ډول برابرې شي.[۱۶]
آيا ټول صحابه د آيت مصداق دي؟
شيعه مفسران د ادبي او عقلي دلايلو پر بنسټ باور لري چې دا آيت د پېغمبر(ص) د ټولو صحابهوو په اړه يو عام حکم نه ورکوي،[۱۷] بلکې يوازې هغو مؤمنانو ته اشاره کوي چې په فکر او عمل کې له پېغمبر(ص) سره هملاري وو.[۱۸] هغوی استدلال کوي چې ټولو صحابهوو ته د آيت عامول، چې منافقان هم پکې راځي، له ديني ښوونو سره په ټکر کې دي، ځکه له ايمان او صالح عمله پرته، د بخښنې او ستر اجر وعده د ديني تکليف مفهوم بېمعنا کوي.[۱۹] په مقابل کې، د اهل سنتو مفسران دا آيت ټولو صحابهوو ته عاموي(ټول صحابه پکې شامل ګڼي)[۲۰] او د هغوی د عدالت نتيجه ترې اخلي.[۲۱]
د شيخ طوسي د روايت له مخې، چې له پېغمبر(ص) څخه نقل شوی، د آيت د وروستۍ برخې مصداق امام علي(ع) او د هغه پيروان دي. په دې روايت کې د قيامت پر ورځ د امام علي(ع) پاڅون د سپينې رڼا د بيرغ لاندې توصيف شوی، چې مهاجرين او انصار به د هغه تر بيرغ لاندې راټوليږي، او هغه به د مؤمنانو د اعمالو د سنجولو او د هغوی د جنتي مقام د ټاکلو مسووليت لري.[۲۲]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۱۳ و ۱۱۴.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۲۹۹.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۱، ص۱۲۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۱۳ و ۱۱۴.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۱، ص۱۲۷.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۱، ص۱۲۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۱۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۱۹۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۱۹۲.
- ↑ سیواسی، عیون التفاسیر، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۱۳۱؛ طبرسی، تفسیر جوامع الجامع، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۴۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۱۹۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۱۵ و ۱۱۶؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۲۶، ص۷۲.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۱، ص۱۲۹؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۰۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۱۷.
- ↑ پورمحمد، «پیامبر اکرم(ص) در عهدین»، ص۹۰؛ «پیامبر اسلام در تورات و انجیل»، مؤسسه تحقیقاتی و نشر معارف اهل بیت(ع).
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ج۲۲، ص۱۱۵ - ۱۲۴؛ طباطبایی، المیزان، ج۱۸، ص۲۹۹ - ۳۰۳.
- ↑ پورمحمد، «پیامبر اکرم(ص) در عهدین»، ص۹۰.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۱، ص۱۳۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسير نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۱۶.
- ↑ فضلالله، من وحی القرآن، ۱۴۱۹ق، ج۲۱، ص۱۳۰.
- ↑ طنطاوی، التفسیر الوسیط للقرآن الکریم، ۱۹۹۷م، ج۱۳، ص۲۸۶؛ ابنجزری، التسهیل لعلوم التنزیل، ج۲، ص۲۹۲.
- ↑ نیکزاد، «عدالت صحابه در ترازوی تحقیق»، ص۲۵ و ۲۶.
- ↑ شیخ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۷۸.
سرچينې
- ابنجزری، محمد بن احمد، التسهیل لعلوم التنزیل، محقق، عبدالله خالدی، بیروت، دار الأرقم بن أبیالأرقم، بیتا.
- پورمحمد، محسن، پیامبر اکرم(ص) در عهدین، مجله معرفت، شماره ۲۵، تابستان ۱۳۷۷ش
- سیواسی، احمد بن محمود، عیون التفاسیر، محقق: بهاء الدین دارتما، بیروت، دار صادر، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
- شاهعبدالعظیمی، حسین، تفسیر اثنی عشری، تهران، نشر میقات، چاپ اول، ۱۳۶۳ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، امالی، تصحیح: مؤسسة البعثة، قم، دار الثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، تصحیح: ابوالقاسم گرجی، قم، مرکز مدیریت حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح: فضلالله یزدی طباطبایی، هاشم رسولی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- طنطاوی، سید محمد، التفسیر الوسیط للقرآن الکریم، قاهره، ۱۹۹۷م.
- فضلالله، محمدحسین، من وحی القرآن، بیروت، دار الملاک، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
- نیکزاد، «عدالت صحابه در ترازوی تحقیق»، مجله رواق اندیشه، شماره ۲۸، فروردین ۱۳۸۳ش.
- پیامبر اسلام در تورات و انجیل»، «پیامبر اسلام در تورات و انجیل»، مؤسسه تحقیقاتی و نشر معارف اهل بیت(ع).