د صلوات آیت

د wikishia لخوا
دا مقاله د احزاب سوری ۵۶ آیت په اړه ده. د صلوات مفهوم پیژندلو لپاره، صلوات مدخل وګورئ.
د صلوات آیت، د احزاب سوری ۵۶ آیت

صَلَوات آیت (احزاب: ۵۶) د اسلام پیغمبر ته د خدای او فرښتو صلوات لیږلو ته اشاره کوي او له موءمنانو څخه هم غوښتنه کوي چې پیغمبر ته صلوات ولیږي. ډیری شیعه ګان کله چې دا آیت واوري رسوالله(ص) ته صلوات لیږي. د آیت تلاوت د مغرب د لمانځه په تعقیب کې وړاندیز شوی.

د المیزان په تفسیر کې، علامه طبا طبایي د خدای او فرښتو تبعیت لپاره صلوات لیږلو ته پام وکړ او د "پیام قران" په کتاب کې مکارم شیرازي، د اهل سنت حدیث او تفسیر په کتابونو کې د روایتونو پر بنسټ، صلوات د رسول الله(ص) کورنۍ ته، د احزاب په سوره په ۵۶ آیت کې ذکر شوي صلوات برخې په توګه گتی.

متن او ژباړه

إِنَّ اللهَ وَ مَلائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوا تَسْليماً

[په حقیقت کې، خدای او د هغه فرښتې پیغمبر ته سلام او رحمت لیږي. ای مومنانه! درود په هغه لیږی او هغه ته تسلیم اوسئ څنګه چې ښایسته دی.]

د مغرب لمونځ تعقیب په توګه د دې آیت لوستل د شیخ طوسي لخوا د مصباح المتهجد په کتاب کې د حضرت زهرا تسبیحونه وروسته سپارښت شوی ده. [۱] او د مفاتیح الجنان په کتاب کې د شیخ عباس قمي لیکنې هم د مصباح المتهجد لخوا روایت شوې. [۲] له همدې امله ، په ایران کې دا آیت د جماعت له لمانځه وروسته د یو کس لخوا په لوړ غږ لوستل کیږي او عبادت کونکي یې درې ځله صلوات لیږي. [دسرچینه اړین]

تفسیر

علامه طباطبایی د ۱۵ مې پیړۍ شیعه مفسر، په المیزان تفسیر کې، د شیعه ګانو او سنیانو لخوا په روایتونو پر بنسټ په یوه ټوټه تکیه کوي، هغه وویل چې د صلوات میتود دا دی چې موءمنان له خدای څخه غوښتنه کوي چې پیغمبر او کورنۍ ته صلوات ولیږي. [۳] هغه دا هم وايي چې د موءمنانو صلوات لیږلو، پیغمبر ته د خدای او فرښتو صلوات لیږلو متابعت دی، او په موجوده ممانعت باندې ټینګار کوي [یادونه ۲] په راتلونکي آیت کې [۴] کوم چې د خدای او د هغه رسول ځورور کونکۍ د نړۍ او آخرت کې لعنت وشول لوستلی ده. [۵] د امام کاظم په بیان کې د صلوات معنی په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، دخدای، فرښتې او مومنانو صلوات پیغمبر(ص) ته ویلي دي؛ چې د خدای صلوات د هغه رحمت دی، او د هغه د فرښتو صلوات د دوی ستاینه او ثناویل ده.[۶]

مکارم شیرازي د تقلید له مراجعو څخه، د پیام قران په کتاب کې هم د شیعه او سني روایتونو بنسټ د رسول الله(ص)کورنۍ او خپلوانو ته صلوات لیږلو، د صلواتونو برخی ګني او په دی اړه ځینی روایتونه یاد کړل چې د اهل سنت حدیثی او تفسیری په کتابونو کې راخیستل شوي دي؛[۷] د صحیح بخاری کتاب په شمول،[۸] او همدارنګه صحیح مسلم [۹]، الدرالمنثور تفسیر [۱۰] او طبری تفسیر. [۱۱] د یو روایتو پر بنسټ چې فضل بن حسن طبرسې مجمع البیان په تفسیر کې د امام صادق(ع) لخوا روایت کړیده؛ که څوک پیغمبر ته صلوات ولیږي فرښتي لس ځله صلوات لیږي او له هغه څخه لس ګناهونه پاکوي او د هغه لپاره لس ښه اعمال لیکي. [۱۲]

د صلوات اړتیا ګوته کول

د ناصر مکارم شیرازي په وینا؛ د شیعه ګانو له تقلید مراجع او تفسیرکونکی؛ د احزاب سوری۵۶ آیت په ګوته کوي چې دا واجب دی چې په ژوند کې یو ځل پیغمبر ته صلوات واستوي. [۱۳] همدارنگه له شیخ منصور علي ناصف، د اهل سنت له پوهانو او د "التاج الجامع لاصول" لیکوال، نقل شوی ده علما پر دا متفق دی چی د آیت ظهور بر بنسټ، پیغمبر ته صلوات لیږدول واجب دی.[۱۴]

فوټ نوټ

  1. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۸ق، ص۸۵.
  2. شیخ عباس قمی، کلیات مفاتیح الجنان، انتشارات اسوه، ص۱۷.
  3. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۶، ص۳۳۸.
  4. سوره احزاب، آیه ۵۷.
  5. علامه طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۳ق، ج۱۶، ص۳۳۸.
  6. شیخ صدوق، ثواب الأعمال و عقاب الأعمال، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۵۶.
  7. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۱ش، ج۹، ص۳۹۹-۴۰۳.
  8. بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۱۹ق، ص۹۳۷، ح۴۷۹۷.
  9. مسلم نیشابوری، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۰۵، ب۱۷، ح۶۵.
  10. سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۶۴۶-۶۴۷.
  11. طبری، تفسیر جامع البیان، ۱۴۲۲ق، ج۱۹، ص۱۷۶.
  12. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۵۷۹.
  13. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمومنین، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۲۰۰.
  14. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمومنین، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۲۰۰-۲۰۱.

سرچینې

  • قرآن کریم.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، عربستان سعودی، بیت الافکار الدولیه للنشر والتوزیع، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، تفسیر الدر المنثور فی التفسیر المأثور، ج۶، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق/۲۰۰۰م.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۸م.
  • شیخ عباس قمی، کلیات مفاتیح الجنان، بی‌جا، انتشارات اسوه: وابسته به سازمان حج و اوقاف و امور خیریه، بی‌تا.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفة، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • طبری، محمد بن جریر، تفسیر جامع البیان عن تأویل آی القرآن، تحقیق عبدالله بن عبدالمحسن الترکی، بی‌جا، دار هجر، ۱۴۲۲ق/۲۰۰۱م.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق/۱۹۷۳م.
  • مسلم نیشابوری، صحیح مسلم، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار احیاء الکتب العربیه، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۱م.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمومنین علیه‌السلام، تهران، دارالکتب العلمیة، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر و همکاران، پیام قرآن: روش تازه‌ای در تفسیر موضوعی قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۱ش.