منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د وطن دفاع

د wikishia لخوا
د وطن دفاع مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.


د وطن دفاع په دې معنا ده چې له بهرنیو ګواښونو او یرغل څخه وطن وساتل شي. په شیعه فقه کې، د وطن دفاع، حتی که دا یو غیر اسلامي وطن وي هم، په هغه ټولو کسانو باندې واجب کفايي ده چې توان لري او په هغه حالاتو کې واجب کیږي چې د هیواد پولې او امنیت په خطر کې وي.

که څه هم فقهاوو د جهاد په کتاب کې د دفاعي جهاد په فصل کې، د اسلامي وطن (دار الاسلام) دفاع په اړه بحث کړی دی، خو ځینو (له دین پرته) د وطن دفاع د وجوب د ثابتولو لپاره دلیلونه وړاندې کړي دي.

د شرعې، عقل او وجدان د حکم له مخې د وطن دفاع اړینه ده. په اسلام کې، آیاتونه او روایتونه د هغې په دفاع ټینګار کوي. د ممتحنه سورة ۸ او ۹ آیتونه او د بقره سورة ۲۴۶، هغه مشهوره جمله «حب الوطن من الایمان» سیره عقلاء، او د مشروع دفاع قاعده د وطن د دفاع لپاره ځینې دلیلونه دي. ویل شوي چې د وطن دفاع هغه وخت ډیر ارزښت لري کله چې دا د دین د دفاع په توګه ترسره شي.

په ایران کې، هغه کسان چې د وطن په دفاع کې وژل کیږي شهیدان ګڼل کیږي او د فقهاوو د فتوا له مخې، د غسل او کفن په برخه کې د شهید د احکامو تابع دي. د عراق-ایران جګړه، د لبنان او غزې جګړې، د خپل هیواد د یرغل په وړاندې د یمني خلکو مقاومت، او د روسیې، انګلستان، اسراییل او داعش په وړاندې د فقهاوو د جهاد فتوا د شیعیانو لخوا د وطن د دفاع مصداقونه دي چې د ۱۳مې څخه تر ۱۵مې پیړۍ پورې ترسره شوي. په ځینو مواردو کې، فقهاوو پخپله په دې جګړو کې برخه اخیستې ده. شاعرانو په حماسي شعرونو سره خلک مقاومت او وطن ساتنی ته هڅولي دي.

مقام

د وطن دفاع یو له هغو مسلو ده چې په اسلامي فقهې کې[1] او نړیوال قانون[2] کې ورباندې بحث کیږي. دا مسله (دار الاسلام) د دفاعي جهاد په باب کې د فقهې په کتاب کې راوړل شوې ده.[3] د پنځلسمې پیړۍ ځینو فقهاوو په خپلواکه توګه، پرته له دینه د وطن د دفاع مسله څیړلې ده، او د هغې د ضرورت ثابتولو لپاره یې دلیلونه وړاندې کړي دي.[4]

ځینې روایتونو د سرحد ساتنې په اړتیا باندې هم ټینګار شوی دی.[5] د ایران په اسلامي جمهوریت کې، هغه کسان چې د وطن په دفاع کې وژل کیږي شهیدان بلل کیږي[6] او د فقهاوو د فتوا له مخې، دوي د غسل او کفن په برخه کې د شهید د احکامو تابع دي.[7] وطن، پرته له دې چې اسلامي وي، د اسلام له نظره درناوی لري.[8] د قرآن کریم مفسر جوادي آملي ټینګار کوي چې هغه څوک چې د خپل وطن دفاع نه کوي له ځناوره هم ټیټ دی.[9]

په نړیوال قانون کې، د هیواد د خاورې دفاع یو حق او مشروع دفاع ګڼل کیږي.

د وطن د دفاع او دفاعي جهاد ترمنځ نسبت

دفاعي جهاد د هغه دښمن په وړاندې جګړه ده چې د اسلام دین له منځه وړلو یا په اسلامي ځمکو د یرغل کولو اراده لري.[10] د دې هدف د اسلام ساتنه او د مسلمانانو د ژوند، ملکیت او عزت ساتنه ده.[11] د فقهاوو په وینا، دفاعي جهاد واجب کفايي دی؛[12] د دې وجوب د اسلامي وطن (دارالاسلام) دفاع ته په پام دی.[13] د غیر اسلامي وطن دفاع هم د شریعت او عقل د احکامو له مخې واجب ګڼل شوې ده[14] او ځینو حتی د هغې ضرورت فطري ګڼلی دی. [15]

د محمد تقي مصباح یزدي په وینا، د بیلا بیلو وطنونو دفاع یو شان ارزښت نلري؛ که چیرې د وطن دفاع د دین د دفاع او د اسلام او اسلامي دولت د بقا لپاره سریزه وي، نو دا د غیر اسلامي وطن د دفاع په پرتله لوړ ارزښت لري.[16] له همدې امله، ویل شوي چې د وطن د دفاع او دفاعي جهاد ترمنځ په مقایسه کې، د دین دفاع لومړیتوب لري.[17]

د وطن د دفاع د ضروت لپاره دلیلونه

د وطن د دفاع د ضرورت د ثابتولو لپاره، د قرآن کریم، احادیثو او عقلي دلیلونو څخه دلیلونه راوړل شوي دي. [18]

  • د ممتحنه سورة ۸ او ۹ آیتونه او د بقره سورة ۲۴۶ آیتونه؛ [19]
  • ځینو د وطن د دفاع د ضروت د ثابتولو لپاره حدیثونه هم نقل کړي دي؛ په شمول:[20] هغه روایتونه چې د خپل وطن (مکې) سره د پیغمبر(ص) د مینې په اړه خبرې کوي[21] یا د وطن سره په مینه ټینګار کوي.[22] د هغو کسانو ملامتول چې د خپل وطن دفاع نه کوي؛[23] لکه د نهج البلاغه په 29 خطبې کې امام علي علیه السلام کوفیان د خپل وطن د دفاع نه کولو له امله ملامتوي[24] او هغه روایتونه چې ټینګار کوي چې وطن له امنیت پرته بې ارزښته دی.[25]
  • د پیغمبر(ص) ته منسوب یوې وینا ته اشاره چې لاندې جمله لري: «حب الوطن من الایمان؛[26] د وطن مینه د ایمان برخه ده» [27]
  • هغه فقهي[28] او قانوني[29] دلیلونه چې د مشروع دفاع ثابتوي، چې پکې د یو چا د ژوند، ملکیت، عزت او وطن دفاع شامله ده.[30]
  • عقلي دلیل: د وطن دفاع د زیان دفع کول دي. [31]
  • سیره عقلاء؛ د یرغلګر دښمن سره مقابله د مظلومانو مشروع حق دی او د قرآن کریم له مخې هم مشروع دی (د حج سورة ۲۲ آیت).[32]

د شیعو له خوا د وطن د دفاع ځينې بیلګې

شیعه فقهاوو په ځینو مواردو کې د وطن د دفاع په اړه حکم کړی دی؛ د مثال په توګه: د ایران-عراق په جګړه کې، چې د «دفاعِ مقدس» په نوم پیژندل کیږي،[33] ایرانیانو د امام خمیني په امر د صدام د یرغل په وړاندې له ځانه دفاع وکړه.[34] سید علي خامنه ای په دې جګړه کې د جنګیالیو یو له هڅونکو لاملونو څخه یو «د دښمن سره د مقابلې احساس» ګڼلی دی.[35]

همدارنګه، په ۱۴۰۴ په غبرګولي کې پر ایران د اسراییلو د برید په ځواب کې د وعده صادق۳ عملیات،[36] د ۱۴۰۴ کال د کب په میاشته کې پر ایران د امریکا او اسراییلو د ګډو بریدونو په ځواب کې د وعده صادق۴ عملیات، په ۲۰۰۶ کې په لبنان کې ۳۳ ورځنۍ جګړه، د اسراییلو د برید په وړاندې د غزې د خلکو دفاع،[37] او د ایتلافي ځواکونو د یرغل په وړاندې د یمن د خلکو دفاع[38] د وطن د دفاع ځينې بیلګې ګڼل شوي دي.

په ځینو مواردو کې، فقهاوو په هیوادونو باندې د دښمن د بریدونو په وړاندې د جهاد امرونه صادر کړي او د وطن د دفاع امر یې کړی دی، او په ځینو مواردو کې دوي په شخصي توګه برخه اخیستې ده.[39] د مثال په توګه، د ۱۲۴۱ څخه تر ۱۲۴۳ هجري پورې، د جعفر کاشف الغطاء، سید علي طباطبايي، میرزا قمي، ملا احمد نراقي او سید محمد مجاهد په څېر شیعه عالمانو د ایران د دفاع لپاره د روسي ځواکونو پر وړاندې د جهاد امرونه صادر کړل.[40] په عراق کې، په ۱۳۳۷ هجري کې د محمد تقي شیرازي لخوا د جهاد لپاره د فتوا په صادرولو سره، د استعمار او برتانوي ځواکونو پر وړاندې د قیام ثورة العشرین جوړ شو، په ځانګړې توګه په شیعه میشتو سیمو کې.[41] په ۱۳۲۷ هجري کې، د شیعه فقیه عبدالکریم زنجاني، د اسراییلو پر وړاندې د جهاد لپاره فتوا صادره کړه،[42] او په ۲۰۱۴ کې، سید علي سیستاني په عراق کې د داعش د پرمختګونو د مخنیوي او د هیواد د دفاع لپاره د داعش پر وړاندې د جهاد لپاره فتوا صادره کړه.[43] البته، دا ویل شوي چې راپورته شوې قضیې د دین د دفاع لپاره د مقدمې په توګه د وطن دفاع وه.[حواله غواړي]

په کلتور او ادب کې د وطن دفاع

له وطنه دفاع د شاعرانو په شعرونو کې هم منعکس شوې ده. د ملک الشعراء بهار لخوا لیکل شوی شعر «وطن در خطر است» یو له دغو شعرونو څخه دی. د فلسطین یو شاعر عبدالرحیم محمود هم د وطن په دفاع کې دا شعر لیکلی دی:

بقلبی سأرمی وجوه العداة
فقلبي حديدٌ وناری لظى
وأحمی حياضی بحدّ الحسام
فيعلم قومي أنّی الفتى[۴۵]

عراق سره د ایران په جنګ کې هم شاعرانو حماسي شعرونه لیکلي دي او خلک یې له وطنه دفاع ته هڅولي دي.[46]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آقا بزرگ تهراني، محمد محسن، طبقات أعلام الشیعة و هو نقباء البشر فی القرن الرابع عشر، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۳۰ق.
  • آقازاده، جعفر، «تحلیلی بر نقش روحانیون شیعه در دوره دوم جنگ‌های ایران و روس»، د شیعه‌پېژندنې فصلنامه، ۴۷مه ګڼه، ۱۳۹۳ل.
  • «آیین‌نامه تعیین و احراز مصادیق شهید و ایثارگر ابلاغ شد (د شهید او ایثارګر د مصداقونو د ټاکلو او پیژندلو کړنلاره ابلاغ شوه)، ایسنا، د خپرېدو نېټه: ۱۷ غبرګولی ۱۳۹۳ل، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • ابن شعبه حراني، حسن بن علي، تحف العقول، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۰۴ق.
  • ابوالفتوح رازي، حسین بن علي، روض الجنان و روح الجنان في تفسیر القرآن، مشهد، د آستان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۴۰۸ق.
  • «أشهر القصائد التي كتبها الشعراء عن فلسطين»، عربي بوست، د خپرېدو نېټه: ۲۰ مې ۲۰۲۱م، د کتنې نېټه: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • امام خمیني، سید روح الله، استفتاءات، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۲۲ق.
  • امام خمیني، سید روح الله، تحریر الوسیلة، تهران، د امام خمیني (ره) د اثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه، ۱۳۹۲ل.
  • امام خمیني، سید روح الله، صحیفه امام، تهران، د امام خمیني د اثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه، ۱۳۸۹ل.
  • «بیانات در دیدار پیشکسوتان و فعالان دفاع مقدس و مقاومت (د سپېڅلې دفاع او مقاومت له مخکښانو او فعالانو سره په کتنه کې ویناوې)، د ایت الله العظمی خامنه‌اي د اثارو د ساتنې او خپرولو دفتر، د خپرېدو نېټه: ۴ تله ۱۴۰۳ل، د کتنې نېټه: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • «بیانات در دیدار دست‌اندرکاران کنگره شهدای استان البرز (د البرز ولایت د شهیدانو د کانګرې له جوړونکو سره په کتنه کې ویناوې)، د ایت الله العظمی خامنه‌اي د اثارو د ساتنې او خپرولو دفتر، د خپرېدو نېټه: ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ل، د کتنې نېټه: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • «ثمره ۱۰ سال مقاومت یمن و کابوس بی‌پایان آمریکا و اسرائیل (د یمن د ۱۰ کلن مقاومت پایله او د امریکا او اسراییلو بې پایه خوبوړی (کابوس)، تسنیم، د خپرېدو نېټه: ۵ وری ۱۴۰۴ل، د کتنې نېټه: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • جوادي املي، عبدالله، «درس اخلاق آیت الله جوادی آملی درباره دفاع از وطن (د وطن د دفاع په اړه د ایت الله جوادي املي د اخلاقو درس)، ندای تهذیب، د کتنې نېټه: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • «چرا جنگ تحمیلی ایران با عراق را دفاع مقدس می‌نامند؟ (ولې له عراق سره د ایران تپل شوې جګړې ته سپېڅلې دفاع وایي؟)، شبستان، د خپرېدو نېټه: ۵ تله ۱۴۰۳ل، د کتنې نېټه: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • حسیني شیرازي، سید محمد، الفقه، السلم و السلام، بیروت، دار العلوم للتحقیق و الطباعة و النشر و التوزیع، ۱۴۲۶ق.
  • حطاب، جواد کاظم، «توظیف الحشد الشعبي في المدرک السیاسي العراقي»، د حمورابي مجله، اووم کال، ۲۹مه ګڼه، د ۲۰۱۹م کال ژمی.
  • خویي، سید ابوالقاسم، صراط النجاة (المحشی)، قم، مکتب النشر المنتخب، ۱۴۱۶ق.
  • «دستاورد‌های دفاع مقدس ۱۲ روزه ایران در برابر رژیم صهیونی ( د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د ایران د ۱۲ ورځنۍ سپېڅلې دفاع لاسته راوړنې)، د دفاع مقدس خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ل، د کتنې نېټه: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • زرګري‌نژاد، غلام حسین، «بررسی احکام الجهاد و اسباب الرشاد (نخستین اثر در ادبیات تکوین ادبیات جهادی تاریخ معاصر ایران)»، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي مجله، ۱۵۵مه ګڼه، ۱۳۷۹ل کال.
  • سرحدي، رضا، «علمایی که نسبت به مسئله فلسطین واکنش نشان دادند (هغه عالمان چې د فلسطین د مسئلې په تړاو یې غبرګون وښود)، د معاصر تاریخ څېړنځی، د خپرېدو نېټه: ۱۳ مرغومی ۱۴۰۰ل، د کتنې نېټه: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • سیستاني، سید علي، «همه كسانی كه در دفاع از وطن كشته می‌شوند، شهید محسوب می‌شوند (هغه ټول کسان چې د وطن په دفاع کې وژل کیږي، شهیدان ګڼل کیږي)، ایرنا، د خپرېدو نېټه: ۲ چنګاښ ۱۳۹۳ل، د کتنې نېټه: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • شریف‌پور، عنایت الله او ترابي، علي حسن، «وطن‌گرایی در شعر دفاع مقدس»، د مقاومت ادبیاتو خپرونه، ۱۳مه ګڼه، د ۱۳۹۴ل کال منی او ژمی.
  • شهید ثاني، زین الدین بن علي، الروضة البهیة في شرح اللمعة الدمشقیة، څېړنه: سید محمد کلانتر، قم، داوري کتاب پلورنځی، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثاني، زین الدین بن علي، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • صدوق، محمد بن علي بن بابویه، عیون اخبار الرضا (ع)، تهران، د جهان خپرندویه ټولنه، ۱۳۷۸ق.
  • صدوق، محمد بن علي بن بابویه، من لا یحضره الفقیه، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۳ق.
  • عطار، داود، دفاع مشروع و تجاوز از حدود آن، ژباړه: اکبر غفوري، د آستان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۳۷۰ل.
  • عوده، عبدالقادر، التشریع الجنائي الاسلامي، مقارنا بالقانون الوضعي، بیروت، دار الکتب العربي، بې نېټې.
  • غضنفري، علي، ره رستگاری، قم، لاهیجي خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۲ل.
  • فاضل هندي، محمد بن حسن، کشف اللثام عن قواعد الأحکام، قم، د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې پورې تړلی د اسلامي خپرونو دفتر، ۱۴۱۶ق.
  • کراجکي، محمد بن علي، کنز الفوائد، قم، دارالذخائر، ۱۴۱۰ق.
  • لیثي واسطي، علي بن محمد، عیون الحکم و المواعظ، قم، دار الحدیث، ۱۳۷۶ل.
  • «مردم فلسطین در حال دفاع از خود در برابر اشغالگران هستند (د فلسطین خلک د نیواکګرو پر وړاندې له ځانه د دفاع په حال کې دي)، مهر خبري اژانس، د خپرېدو نېټه: ۱۵ لړم ۱۴۰۲ل، د کتنې نېټه: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ل.
  • مرندي، مهدي، جنگ و دفاع در اندیشه امام خمینی، تهران، د امام خمیني د اثارو د تنظیم او خپرولو مؤسسه، ۱۳۸۷ل.
  • مصباح یزدي، محمد تقي، «دفاع از دین؛ ارزشمندترین دفاع (د دین دفاع؛ تر ټولو ارزښتمنه دفاع)، د ایت الله مصباح یزدي د اثارو د اطلاع رسونې اډه، د خپرېدو نېټه: ۱۶ غویی
  • مکارم شیرازي، ناصر، پیام امام امیر المومنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ل.
  • نادري، محمدتقي، دفاع مشروع موضوع ماده ۵۱ منشور ملل متحد، تهران، د تهران پوهنتون، ۱۳۵۱ل.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، څېړنه: محمد قوچاني، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۳۶۲ل.
  • ورعي، سید جواد، «مبانى فقهى دفاع از سرزمین‏‌هاى اسلامى»، حکومت اسلامي (مجله)، ګڼه ۲۸، ۱۳۸۲ل.
  • ««وطن دوستی از منظر آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی» (د آیت‌الله العظمی مکارم شیرازي له نظره هېوادپالنه)، د ایت‌الله مکارم شیرازي د خبرتیاوو پایګاه، د مطلب خپرېدو نېټه: ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ل، د کتنې نېټه: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ل.