منځپانگې ته ورتلل

مسوده:محکم او متشابه

د wikishia لخوا
محکم او متشابه مقاله د دې مقالو سره تړاو لري.


د تفسیر علم
د پام وړ تفسیرونه
شیعيد ابو الجارود تفسیر • د قمي تفسیر • کتاب التفسیر (عیاشي) • التبیان تفسیر • مجمع البیان تفسیر • تفسیر الصافي • المیزان تفسیر
سنيتفسیر جامع البيان (طبري) • المحرر الوجیز (ابن عطیه) • تفسیر الجامع لأحكام القرآن (قرطبي) • تفسير القرآن العظيم (ابن كثير) • تفسیر جلالین (سیوطي)
تفسیري لیدلوري
تطبیقي تفسیر • علمي تفسیر • عصري تفسیر • تاریخي تفسیر • فلسفي تفسیر • کلامي تفسیر • عرفاني تفسیر • ادبي تفسیر • فقهي تفسیر
تفسیري تګلارې
د قرآن په قرآن تفسیر • روایتي تفسیر • اجتهادي تفسیر
د تفسیر لیکنې ډولونه
ترتیبي تفسیر • موضوعي تفسیر
د تفسیر پوهنې اصطلاحات
د نزول اسباب • ناسخ او منسوخ • محکم او متشابه • د قرآن اعجاز • جری او انطباق • مکي او مدني


مُحْکَم او مُتَشابه د قرآن د علومو دوه اصطلاحات دي چې د آل عمران سورې له ۷ آیت څخه اخیستل شوي دي. محکم هغه ټینګې او روښانه وینا ته ویل کېږي چې په هغې کې د هېڅ ډول شبهې او ناوړه ګټې اخیستنې ځای نه وي؛ په مقابل کې متشابه هغې وینا ته ویل کېږي چې پخپله یوازې نارسا، نیمګړې او شبهه‌راپارونکې ښکاري او د بېلابېلو تفسیرونو احتمال پکې موجود وي.

د متشابه آیتونو د تفسیر د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه مطرح شوي دي: ځینې مفسرین باور لري چې متشابه آیتونه محکم آیتونو ته په ورګرځولو سره تأویل او تفسیر کېدای شي او د متشابهاتو علم یوازې د الله او په علم کې له راسخو کسانو سره ځانګړی ګڼي.

مفهوم پېژندنه او ځایګی

محکم او متشابه د قرآن د علومو دوه اصطلاحات دي چې د آل عمران سورې له ۷ آیت څخه اخیستل شوي دي.[۱]

محکم هغې ټینګې، روښانه او نه انکارېدونکې وینا ته ویل کېږي چې په هغې کې د هېڅ ډول شبهې او ناوړه ګټې اخیستنې ځای نه وي. متشابه هغې وینا ته ویل کېږي چې پخپله او یوازې نارسا او شبهه‌راپارونکې وي او د بېلابېلو تفسیرونو احتمال پکې موجود وي.[۲]

په قرآن کې د محکم او متشابه آیتونو په اړه نظرونه

د ځینو قرآن‌پوهانو په وینا، د دې په اړه چې د قرآن کوم آیتونه محکم او کوم یې متشابه دي، درې اساسي نظرونه ذکر شوي دي:

  • ټول آیتونه محکم دي؛ د هود سورې د ۱ آیت پر بنسټ.
  • ټول آیتونه متشابه دي؛ د زمر سورې د ۲۳ آیت پر بنسټ.
  • ځینې آیتونه محکم او ځینې متشابه دي. دا د مفسرینو مشهور نظر دی چې د آل عمران سورې د ۷ آیت پر بنسټ ولاړ دی.[۳] په دې آیت کې قرآن په دوو برخو وېشل شوی دی: «محکم آیتونه» چې «ام‌الکتاب» (د کتاب اساس) بلل شوي دي او «متشابه آیتونه» چې پوهېدل پرې محکماتو ته ورګرځېدو ته اړتیا لري.

د محکم او متشابه معناوې او مصداقونه

سید محمدحسین طباطبایي په «تفسیر المیزان» کې د محکم او متشابه د معنا او مصداقونو په اړه ۱۶ نظرونه شمېرلي دي.[۴] له هغو څخه:

  • محکم د ثابت او ټینګ په معنا دی، چې د ناثابت په مقابل کې راځي؛ له همدې امله په شریعت کې ثابت احکام محکم بلل کېږي، د هغو احکامو په مقابل کې چې نسخ کېږي.[۵]
  • د سورتونو په پیل کې راغلي مقطعه حروف د محکماتو او له دغو آیتونو پرته نور آیتونه د متشابهاتو له ډلې څخه شمېرل کېږي.[۶]
  • محکمات هغه آیتونه دي چې روښانه او څرګندې معناوې ولري، او متشابهات هغه آیتونه دي چې مجمل او مبهمې او غیر څرګندې معناوې ولري.[۷]
  • محکمات هغه آیتونه دي چې د دلیل له لارې د هغو پر مضمون او محتوا پوهه ترلاسه کېدای شي، او متشابه هغه آیتونه دي چې په هغو د علم ترلاسه کولو لپاره کومه لار نه وي.[۸]
  • متشابهات هغه آیتونه دي چې د الله تعالی د صفتونو، او د قیامت او آخرت د حالاتو او اوصافو په اړه وي.[۹]
  • محکمات هغه معارف دي چې څرګند دلیل ولري؛ لکه د توحید، د الله د قدرت او حکمت اړوند آیتونه. او متشابهات هغه آیتونه دي چې د هغو د معارفو منل او پوهېدل یې تأمل او تدبر ته اړتیا لري.[۱۰]
  • محکمات هغه آیتونه دي چې د واجباتو او محرماتو د بیان لپاره نازل شوي دي او متشابهات د قرآني کیسو او مثالونو د بیان لپاره دي.[۱۱]

متشابهات او د هغو د تفسیر څرنګوالی

د متشابه آیتونو د تفسیر د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه شتون لري. ځینې مفسرین باور لري چې متشابه آیتونه محکم آیتونو ته په ورګرځولو سره تفسیر کېږي.[۱۲] د آل عمران سورې د ۷ آیت پر بنسټ ویل شوي چې یوازې الله او په علم کې راسخ کسان د قرآن له متشابهاتو څخه خبر دي او پر هغو علم لري.[۱۳] خو د دې په اړه چې په علم کې راسخ کسان څوک دي، بېلابېل نظرونه وړاندې شوي دي. په شیعه سرچینو کې ځینې روایتونه امامان(ع) په علم کې د راسخو کسانو مصداق معرفي کوي.[۱۴] یو شمېر مفسرینو په علم کې د راسخو کسانو مفهوم پراخ ګڼلی چې ټول پوهان او متفکران پکې شاملېږي.[۱۵]

فوټ نوټ

سرچينې

  • بهشتي، سید محمد، محکم و متشابه در قرآن، تهران، روزنه خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۵ل.
  • زرکشي، محمد بن عبدالله، البرهان فی علوم القرآن، بیروت، دار إحیاء الکتب العربیة عیسى البابى الحلبی و شرکائه، لومړی چاپ، ۱۳۷۶ق.
  • سید رضي، محمد بن حسین، حقایق التأویل فی متشابه التنزیل، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۶ق.
  • سید مرتضی، علي بن حسین، رسالة المحکم و المتشابة، مشهد، د آستان قدس رضوي، د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۴۲۸ق.
  • سیوطي، جلال‌الدین، الاتقان فی علوم القرآن، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۶ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علي، عیون اخبار الرضا، قم، نشر جهان، بې‌نېټې.
  • صبحي صالح، مباحث فی علوم القران، د الشریف الرضی خپرندویه ټولنه، قم، ۱۳۷۲ل.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۳ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق.
  • معرفت، محمدهادي، علوم قرآنی، قم، د التمهيد کلتوري او خپرندویه بنسټ، څلورم چاپ، ۱۳۸۱ل.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ل.